امنیت

د ملګرو ملتونو له پرېکړو څخه د ایران سرغړونه، او افغانان له خطر سره مخامخ کول

سلام‌ ټایمز او ای اېف پي

د متحده ایالاتو چارواکي د لیندۍ په ۲مه په واشنګټن ډي سي کې په یوه پوځي مرکز کې د صیاد ۲ په نامه له ځمکې څخه هوا ته توغېدونکی د ایران میزایل سیستم ښیي. د متحده ایالاتو چارواکو داسې څه وړاندې کړل چې پنتاګون «روښانه او د لمس وړ شواهد» وبلل چې ایران په دغو «پرمختللیو وسلو» خطرناک ګروپونه سمبالوي او په افغانستان او منځني ختیځ‌ کې بې ثباتۍ ته لمن وهي. [توماس واټکینز/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو چارواکي د لیندۍ په ۲مه په واشنګټن ډي سي کې په یوه پوځي مرکز کې د صیاد ۲ په نامه له ځمکې څخه هوا ته توغېدونکی د ایران میزایل سیستم ښیي. د متحده ایالاتو چارواکو داسې څه وړاندې کړل چې پنتاګون «روښانه او د لمس وړ شواهد» وبلل چې ایران په دغو «پرمختللیو وسلو» خطرناک ګروپونه سمبالوي او په افغانستان او منځني ختیځ‌ کې بې ثباتۍ ته لمن وهي. [توماس واټکینز/ای اېف پي]

واشنګټن -- امریکایي چارواکو تېره اونۍ داسې شواهد وړاندې کړل چې ښیي چې ایران په افغانستان او د منځني ختیځ په بېلابېلو برخو کې اورپکو ګروپونو ته په ډېرېدونکي ډول وسلې ورکوي.

د ایران لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي بریان هوک د لیندۍ په ۲مه په واشنګټن کې په یوه پوځي مرکز کې خبریالانو ته د ټوپکونو، راکټونو، ډرونونو او نورو وسلو یو کلیکسیون ور وښود.‌

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په وینا، د دغو وسلو له جملې څخه ځینې په هورموز تنګي کې په داسې حال کې نیول شوي چې په سیمه کې شیعه جنګیالیو ته لېږلې کېدلې،‌ په داسې حال کې چې نور توکي بیا په یمن کې سعودي ځواکونو نیولي دي.

هوک همدارنګه هغه د ټانک ضد رهبري شوي میزایل وښودل چې متحده ایالات وایي ایران په افغانستان کې طالبانو ته ورکړي ول. هغه وویل،‌ دغه میزایل د افغان ملي اردو له خوا په کندهار ولایت کې کشف شوي ول.

د راپورونو له مخې، د کب په میاشت کې په هلمند ولایت کې له جنګونو څخه وروسته له طالبانو څخه داسې یوه وسله ونیول شوه چې ایرانۍ نښه پرې لګېدلې وه. [آرشیف]

د راپورونو له مخې، د کب په میاشت کې په هلمند ولایت کې له جنګونو څخه وروسته له طالبانو څخه داسې یوه وسله ونیول شوه چې ایرانۍ نښه پرې لګېدلې وه. [آرشیف]

هوک وویل، «ایران له ۲۰۰۷ کال راهیسې طالبانو ته مادي ملاتړ برابروي،»

د نندارې تر ټولو ډېر د تمرکز وړ توکی هغه څه وو چې هوک وویل چې د صیاد ۲ په نامه له ځمکې څخه هوا ته توغېدونکی میزایل سیستم دی چې سعودیانو سږ کال په یمن کې نیولی دی.

هغه وویل، د راکټ په اړخ باندې پاړسي لیکنې مرسته وکړه چې تایید شي چې هغه په ایران کې جوړ شوی دی.

هوک خبریالانو ته وویل، «ښکاره پاړسي لیکنې ښیي چې ایران د ملګرو ملتونو د بندیزونو پروا نه لري،»او زیاته یې کړه چې،‌د دغه میزایل هدف دا وو چې د ایران له خوا ملاتړ کېدونکیو حوثيانو (انصارالله) ته، چې په یمن کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف پر ضد جنګ کوي، ورسیږي.

د افغانستان د سولې د پروسې خرابوونکی

چارواکي او کتونکي وایي،‌د طالبانو په منځ کې له یو شمېر عناصرو سره د ایران ښکاره او پټ مادي او مالي ملاتړ له دې سره مرسته کړې چې له تعمیري ډیالوګ څخه د مخ اړونې په برخه کې د یادې ډلې هوډ پیاوړی کړي.‌

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس د لیندۍ په ۱۰مه خبریالانو ته وویل، «طالبانو دا ښه روښانه کړې چې د افغانانو ژوند هغوی ته هېڅ اهمیت نه لري. هغوی پوهېږي چې هغوی نشي کولی چې په انتخاباتو کې رایې وګټي... او له همدې امله هغوی بمونه کاروي. که تاسو نشئ کولی چې په انتخاباتو کې رایې وګټئ، بیا تاسو په خلکو باندې د حاکمیت لپاره په خلکو ترهګري ترسره کوئ.»

هغه وویل، «په ۱۷ کالو کې په لومړي ځل، ملګري ملتونه په دې باور دي چې مونږ سولې ته د هیلې لرلو دلیل لرو. جګړه افغان ځواکونه رهبري کوي، او سخت تلفات ور رسیږي، خو ناټو او نړیواله ټولنه خپلې ژمنتیاوې چټکوي،‌ او طالبان ښایي اصلاً اوس په لومړي ځل د سولې د مخلصانه خبرو ترسره کولو سره علاقه مندي ولري

متیس تکرار کړه چې متحده ایالات دې ته ژمن دي چې له افغانستان سره د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.

هغه وویل، «زمونږ هدف روغه جوړه ده،» او زیاته یې کړه چې اوس نو د جګړې د پای ته رسېدلو «او د دې وخت دی چې د افغانستان خلک بېرته سمې لارې ته جوړ کړای شي».

د پایښت وړ سولې لپاره هڅې

متیس د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له خوا د روغې جوړې هڅې وستایلې.

هغه وویل، «هغه یو ډېر قوي استازی دی،‌ او مونږ به په خپله برخه کې تر ټولو ډېرې هڅې وکړو چې یو سیاسي حل رامنځته شي.»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۱مه/ اعلان وکړ، چې خلیلزاد د لیندۍ په ۱۱مه - ۲۹مه د سیمې د ګڼو هېوادونو په سفر وتلی دی.‌

هغه به له پاکستان، افغانستان، روسیې، ازبکستان،‌ ترکمنستان، بلجیم، متحده عرب اماراتو او قطر څخه لیدنه وکړي او پلان لري چې د افغان حکومت مشرانو او نورو علاقه لرونکي خواو سره وګوري چې په افغانستان کې د سولې یوې جامع پروسې ته لاره هواره کړي.

خلیلزاد له هغه وخت نه، چې له طالبانو سره د سولې د هڅو د رهبري کولو لپاره وټاکل شو،‌په لومړي ځل د تلې په ۱۵ - ۲۱مه له سیمې څخه لیدنه وکړه.

د لړم په میاشت کې سیمې ته د هغه په وروستي سفر کې، خلیلزاد د مدني ټولنې او د سولې د هڅو استازو، د رسنیو غړو، او نورو حکومتي او غیرحکومتي چارواکو سره ولیدل.

د بهرنیو چارو وزارت وویل، هغه تاکید وکړ چې ټول افغانان باید د افغانستان لپاره د یوې پایښت وړ سولې په رامنځته کولو کې خپل نظر څرګند کړي.

د ایران د مضر نفوذ مخنیوی

ایران د افغانستان په چارو کې له ډېر وخت راهیسې لاسوهنه کوي او له هغه وخت راهیسې، چې متحده ایالاتو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د اسانولو لپاره هڅې زیاتې کړي دي، ایران هم ورسره خپل مضر نفوذ زیات کړی دی.‌

د وري په میاشت کې، متحده ایالات له ایران سره له یوه تړون څخه ووتل. د دغه تړون هدف د ایران له خوا د هستوي وسلو د جوړونې مهارول وو.

هوک وویل، له تړون څخه له وتلو راهیسې، د متحده ایالاتو چارواکو دا «ازادي او اعمال نفوذ» ترلاسه کړي چې په سیمه کې د ایران د نفوذ مخه ونیسي.

هغه وویل، «موجود نړیوال چاپېریال په تهران کې د رژیم لپاره هیلې په نه منلو وړ توګه کمې کړي دي،»

که «د ایران د رژیم غوښتنې ډېرې زیاتې ښکاري، د دې علت دا دی چې د ایران ناوړه فعالیتونه ډېر زیات دي.»

د متحده ایالاتو د خزانې وزیر سټیفن منوچین د لړم په میاشت کې وویل، «د ایران له خوا طالبانو ته د پوځي روزنې برابرول، مالي او تسلیحاتي تمویل په سیمه کې د ایران د ښکاره لاسوهنې او له ترهګرۍ څخه د ملاتړ یو بل مثال دی،»

هغه دا خبرې په داسې وخت کې وکړې چې د ترهګرو د تمویل د په نښه کولو د مرکز (ټی اېف ټي سي) ټولو اوه واړو غړود لړم په ۱ په نهو طالب چارواکو او د هغوی په ایراني ملاتړ کوونکیو باندې بندیزونه ولګول.

د ترهګرو د تمویل د په نښه کولو مرکز (ټی اېف ټي سي) په غړو هېوادونو کې بحرین، کوېت، عمان، قطر،‌ سعودي عربستان، متحده عرب امارات او د امریکا متحده ایالات شامل دي.

د هغو کسانو په ډله کې، چې د ترهګرو د تمویل د په نښه کولو مرکز (ټی اېف ټي سي) له خوا پرې بندیزونه لګېدلي،د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ‌ د یوه ځانګړي واحد (قدس ځواک) دوه ایراني چارواکي هم شامل دي چې طالب اورپکو ته یې ملاتړ برابراوه.‌

د ایران اسلامي انقلابي ګارډ همدارنګه د وېرولو، مالي تشویقاتو او د ایران د اقامې د ورکولو د تشو وعدو په شمول له بېلابېلو تکتیکونو څخه په استفادې سره په زرګونو بې وزلي افغان کډوال دې ته مجبوره کړي چې په سوریه کې د ایران په ګټه جنګ وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا لیکنه زما خوښه نشوه ځکه چې ایران هیڅکله هم له افغانانو سره زمونږ په هیواد کې د سولې د راتللو لپاره مرسته نه کوي.‌

ځواب ورکړئ

ستاسو ټول خبرونه دروغ او چټیات دي.

ځواب ورکړئ

ډير شايسته مضمونونه نشروي د لانورو کامیابي په هيله

ځواب ورکړئ

مونږ له طالبانو سره د ایران د وروستیو مرستو څخه انکار نه کوو.‌ په وروستیو کلونو کې په ځانګړې توګه له JCPOA څخه د متحده ایالاتو له وتلو وروسته او د ایران او متحده ایالاتو تر منځ د سیاسي فضا په خرابېدلو سره ایران له طالبانو سره مرسته کوي. که چېرې متحده ایالات او د هغه عرب متحدین په ریښتیا سره غواړي چې د ایران په هکله خپلو هدفونو ته ورسېږي،‌ هغوی باید له طالبانو سره، په ځانګړې توګه د عرب هېوادونو له لارې سوله وکړي.

ځواب ورکړئ

جالب خبرونه

ځواب ورکړئ

متحده ایالات د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کې د جنګ او شر د لویو ترویجوونکو په ډله کې دي. اولس کاله وشول چې د متحده ایالاتو په مشرۍ نړیوالې ټولنې نېغ په نېغه د افغانستان په جګړه کې لاسوهنه پیل کړه.‌ د دې جنګ نتیجه د خلکو لپاره له درد او د افغانستان په نامه یوه هېواد لپاره له وراني څخه پرته بل څه را ونه وتله. د دې ټولې ویجاړۍ سبب د متحده ایالاتو بې کاره سیاستونه او پالیسۍ دي. راځئ چې داسې وګڼو چې متحده ایالات په ریښتیا هم هڅه کوي چې د افغانستان مسئله حل کړي. له څلورو لسیزو څخه ډېر وخت وشو چې پاکستان په افغانستان کې د جګړې او ویجاړۍ اصلي سبب دی. پاکستان په ځانګړې توګه په افغانستان کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د نړیوال ایتلاف [د ترهګرۍ ضد جګړې] پر وخت د افغان حکومت پر ضد جنګ کوي، او چې داسې ده بیا نو ولې متحده ایالات په پاکستان باندې، چې د نړیوالې ترهګرۍ ملاتړ کوونکې او مالي تمویلوونکې سرچینه ده، بندیز نه لګوي او سزا نه ورکوي؟ له همدې امله،‌ د افغانستان خلک، چې د متحده ایالاتو په مشرۍ جګړې اصلي قربانیان دي، د متحده ایالاتو په حکومت باندې تور لګوي او وایي چې دغه قاتل حکومت په نړۍ او افغانستان کې د ترهګرۍ، په ځانګړې توګه د طالبانو او داعش په لوجیستیکي او مالي ملاتړ کې مستقیماً لاس لري.

ځواب ورکړئ