امنیت

د ایتلاف هوایي برید په هلمند کې د طالبانو تش په نامه والي وواژه

ای اېف پي

د لېندۍ په لسمه د ایتلافي ځواکونو په یو هوايي برید کې لږ تر لږه ۳۲ طالب جنګیالي ووژل شول. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک په وینا، د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوی والي عبدالمنان د هغو ټپونو له امله ساه ورکړه چې په برید کې ورته رسیدلي ؤ. [د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت]

کابل -- چارواکو د یکشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۱مه/ وویل، چې د طالبانو یو جیګپوړی پوځي قوماندان په هلمند ولایت کې د ایتلاف په یوه هوایي برید کې ووژل شو.

د هلمند د والي ویاند، عمر ځواک، وویل، د دغه ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه والي، عبدالمنان، د شنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۰مه/ ناوخته د یوه هوایي برید په ترڅ کې د ور رسېدلو ټپونو له امله مړ شو.

طالبانو په یوه اعلامیه کې د منان مړینه تایید کړه او هغه یې د دغې ډلې لپاره یو «غټ زیان» وبلله.

منان، د طالبانو د یوه جیګپوړي مشر په توګه، په اپین شتمن ولایت کې په وروستیو کلونو کې د خپل کنټرول په کلکولو سره د یاغیتوب پراخېدا ته لاره هواره کړه. هلمند د افغانستان د اپین د حاصل تر ټولو لویه برخه برابروي.

د طالبانو مړ مشر عبدالمنان په یوه بې نېټې عکس کې ښودل شوی دی. [د هلمند د والي د رسنیو دفتر]

د طالبانو مړ مشر عبدالمنان په یوه بې نېټې عکس کې ښودل شوی دی. [د هلمند د والي د رسنیو دفتر]

په ریاض کې واقع د ترهګرو د تمویل د په نښه کولو مرکز (ټي اېف ټي سي) د تلې د میاشتې په وروستیو کې منان په خپل تور لست کې ونیو.‌نوموړی د شپږو طالبانو په شمول د هغو نهو کسانو په ډله کې وو، چې مالي بندیزونه پرې ولګول شول، چې ډېرو یې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ‌ سره اړیکې لرلې.

یو غټ ټکان

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش وویل، منان د افغانستان په جنوب کې د اورپکو د ډلې جیګپوړی قوماندان وو او د هغه مړینه طالبانو ته یو غټ ټکان وو.‌

دانش ای اېف پي ته وویل، «د هغه مړینه به د دښمن مورال کمزوری کړي، او په نتیجه کې به یې په هلمند او نورو جنوبي ولایتونو کې امنیت بهتر شي،»

دانش وویل چې په عین هوایي برید کې ۳۲ تنه نور طالب جنګیالي ووژل شول.‌

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو یوه ویاند تایید کړه چې برید د طالبانو تش په نامه والي وژلی دی.

ډګروال ډیو بټلر د یکشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۱مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، «طالبان باید د سولې د خبرو په پراخولو فکر وکړي، نه د جنګ. کله چې د هغوی جنګیالي او مشران په ثابت ډول تر برید لاندې وي، هغوی به د جنګ په پراخولو کې له ستونزو سره مخامخ شي،»

د سولې لپاره هیلې

منان په داسې حال کې وژل کیږي چې افغان حکومت او د هغه غربي شریکانو د ۱۷ کلن جنګ پای ته رسولو لپاره هڅې پراخې کړي دي.‌

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، په وروستیو کې هیله څرګنده کړه، چې کېدای شي د افغانستان د ولسمشرۍ له انتخاباتو څخه، چې ټاکل شوې ده د وري د میاشتې په ۳۱مه ترسره شي، مخکې د سولې یوه هوکړه وشي.‌

د لیندۍ په ۵ مه په جنیوا کې د افغانستان په هکله د یوه نړیوال کانفرانس په ترڅ کې، ولسمشر اشرف غني، وویل چې د هغه حکومت یو ۱۲ کسیز ټیم تشکیل کړی چې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې ترسره کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500