زده کړه

په پروان ولایت کې د نجونو له ښوونې او روزنې سره د خلکو علاقه مندي زیاته شوې ده

د نجیب الله راپور

د پروان ولایت په جبل سراج ولسوالۍ کې زربیه د نجونو ښوونځی د جنوبي کوریا د حکومت په مرسته جوړ شوی دی. ولایتي چارواکو د لړم په ۲۰مه دغه ښوونځی، چې اته درسي خونې، یوه د کانفرانس خونه او یو د کمپیوټرونو لابراتوار لري، پرانست. [د پروان د ښوونې او روزنې ریاست/فیسبوک]

د پروان ولایت په جبل سراج ولسوالۍ کې زربیه د نجونو ښوونځی د جنوبي کوریا د حکومت په مرسته جوړ شوی دی. ولایتي چارواکو د لړم په ۲۰مه دغه ښوونځی، چې اته درسي خونې، یوه د کانفرانس خونه او یو د کمپیوټرونو لابراتوار لري، پرانست. [د پروان د ښوونې او روزنې ریاست/فیسبوک]

کابل -- د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له خوا د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پوهنې په برخه کې په پانګه اچونې -- د نویو ښوونځیو جوړولو او د ښوونې او روزنې په عصري وسایلو د هغو په سمبالولو -- سره په پروان ولایت کې د نجونو د ښوونې او روزنې په برخه کې د خلکو علاقه مندي مخ په ډېرېدلو ده.

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وایي، هغوی په دې کار کوي چې په هېواد کې د ښوونځیو شمېر زیات کړي ځکه چې د ښوونې او روزنې په برخه کې علاقه مندي ډېره شوې ده.

د پروان ولایت په جبل سراج ولسوالۍ کې زربیه د نجونو ښوونځی دغسې یو مثال دی.

د ښوونځي نوې ودانۍ،‌ چې چارواکو د لړم په ۲۰مه افتتاح کړه، د جنوبي کوریا په ملاتړ جوړه شوه چې اته درسي خونې، یوه د کانفرانس خونه، یو د کمپیوټر لابراتوار او ټول د اړتیا وړ تجهیزات لري.‌

د ښوونځي نجونې د لړم په ۲۰مه د پروان ولایت په جبل سراج ولسوالۍ کې د زربیه ښوونځي د افتتاح په مراسمو کې یو شعر وایي. [د پروان د ښوونې او روزنې ریاست/فیسبوک]

د ښوونځي نجونې د لړم په ۲۰مه د پروان ولایت په جبل سراج ولسوالۍ کې د زربیه ښوونځي د افتتاح په مراسمو کې یو شعر وایي. [د پروان د ښوونې او روزنې ریاست/فیسبوک]

د پروان د والي ویاندې، وحیدې شهکار، وویل، «د نورو ولایتونو په مقایسه، په پروان ولایت کې د ښوونې او روزنې وضعه ښه ده او مونږ سږ کال ښې هڅې ولیدلې،»

هغې «د ۱۲ ډېرو ښو ښوونځیو پرانستې» ته په اشارې سره وویل، «دلته، په ځانګړې توګه په وروستیو او د مالي کال پای ته رسېدلو پر وخت، ځینې غټ پرمختګونه وشول،»

شهکار وویل، «په پروان کې د خلکو د خبرتیا سطحه جیګه شوې، او کورنۍ په دې برخه کې ډېرې ازادې دي او له دې امله خپلو ماشومانو په ځانګړې توګه لورګانو ته اجازه ورکوي چې ښوونځیو ته لاړې شي،»

هغې وویل، «د خبري رسنیو له خوا معلوماتي پروګرامونو او پیغامونو، چې د منبر او د عالمانو د هڅو له لارې، او همدارنګه د ښځو د چارو د ریاست له لارې هغوی ته ور رسول کیږي... د خبرتیا په زیاتولو کې حیاتي رول لوبولی دی،»

د خبرتیا زیاتول، د ذهنونو بدلول

په پروان ولایت کې د ښځو د حقونو یوې فعالې، رخسانه خالد، ومنله چې، د افغان حکومت او د رسنیو د تبلیغاتي هڅو له برکته، د نجونو د ښوونې او روزنې په هکله د خلکو نظرونه بدل شوي.

هغې وویل، تر ډېره، کورنۍ دې ته لېوالې دي چې ماشومان یې ښوونه او روزنه ترلاسه کړي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، په پروان کې پخوا کورنیو «داسې فکر درلود چې د نجونو لپاره یوازې دا کافي ده چې شپږم ټولګی بشپړ کړي، خو دغه نظر ډېر وخته بدل شو. اوس هغوی اجازه ورکوي چې لوڼې یې تعلیم وکړي.»

هغې وویل، «په وروستیو کلونو کې، د پروان د ښوونې او روزنې په سکټور کې غټ پرمختګ وشو. د مثال په توګه، د ځینې ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شوې په داسې حال کې چې هغو پخوا ودانۍ نه لرلې.»

هغې وویل، «په پروان کې د لومړنیو ښوونځيو تر څنګ، د پروان پوهنتون او ډېرو خصوصي موسساتو په شمول نور تعلیمي موسسات هم فعالیت کوي،»

نجونې په لوړه کچه علاقه مندي لري چې بېلابېل مضامین ولولي.

هغې روښانه کړه، «د مثال په توګه، په داسې حال کې چې پخوا نجونو له دې سره علاقه نه لرله چې د پروان د زراعت انسټیټیوټ کې درس ووایي، اوس هلته ۱۰۰ نجونې درس وایي،»

هغې زیاته کړه، «مونږ ښځینه ښوونکیو، وکیلانو، ډاکترانو او نورو متخصصانو ته عین هغسې ضرورت لرو لکه څنګه یې چې د هغوی نارینه سیالانو ته لرو،»

د ښوونې او روزنې په برخه کې پانګونه کول

د ښوونې او روزنې د وزارت ویاندې نوریې نزهت سلام ټایمز ته وویل، «له ۲۰۰۱ څخه مخکې، د افغانستان د ښوونې او روزنې په سکتور کې د نجونو حضور صفر وو،»

هغې وویل، «خو د ښوونې او روزنې وزارت هڅې وکړې، او د حج او اوقافو وزارت، محلي شوراګانو د مدني ټولنې سازمانونو د خبرتیا پروګرامونه ترسره کړل چې د دغو هڅو په نتیجه کې له ښوونې او روزنې سره علاقه مندي زیاته شوه.»

هغې وویل، دا وخت په افغانستان کې ۹.۳ میلیونه زده کوونکي ښوونځیو ته ځي چې ۳.۵ میلیونه یې نجونې دي.‌

هغې یاونه وکړه، «اوس زمونږ له ۴۰٪ څخه ډېر زده کوونکي نجونې دي. سربېره پر دې، زمونږ ۳۳٪ ښوونکي ښځې دي، او مونږ هڅه کوو چې د ښوونې او روزنې په سکتور کې د ښځو ونډه زیاته شي،»

هغې د خپلو خبرو په دوام وویل، وزارت په دې کار کوي چې د ښوونځیو ماشومانو، په ځانګړې توګه نجونو ته، لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي، څو له ښوونې او روزنې سره د هغوی علاقه مندي زیاته شي.‌

نزهت وویل، «د ۶۰۰۰ ښوونځیو جوړول، چې ولسمشر د روان تعلیمي کال په پیل کې پرې اعلان وکړ، د ښوونې او روزنې د وزارت د تر ټولو لویو پروژو په ډله کې راځي،»

هغې زیاته کړه، د روان لمریز کال په ترڅ کې، حکومت پلان لري چې ۲۷۰۰ ښوونځي جوړ کړي.‌

هغې وویل، «مونږ په ۱۷ ولایتونو کې، چې ښوونځیو ته په کې سخته اړتیا وه، د ۱۹۴۶ ښوونځیو جوړول پیل کړي دي،» او زیاته یې کړه چې دغه پروژه د نړیوال بانک د افغانستان د ښوونې او روزنې د کیفیت د پرمختګ د پروګرام له لارې، چې ۱۷۵ میلیونه ډالر پانګونه یې کړې ده، شونې شوه.

هغې وویل، «سربېره پر دې، د پورته یاد شوي پروګرام له لارې به ۷۰۰ نور ښوونځي چې انکشاف، لکه د احاطې د دېوالونو جوړولو، د فاضله اوبو اېستلو او د تشنابونو جوړولو، او د څښلو د اوبو د برابرولو په برخه کې کار کولو، ته اړتیا لري،‌ تجهیز کړای شي،»

د سواد ارزښت

یوه محلي ښوونکي عبدالاحمد وویل، د پروان ولایت اوسېدونکي په دې خبر شوي او پوه شوي چې نجونو ته د ښوونې او روزنې ورکول نه یوازې نجونو ته ګټه رسوي بلکې همدارنګه ټولې ټولنې ته ګټه ور رسوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د پروان په ښوونځیو کې د زده کوونکیو -- نارینه او ښځینه دواړو -- شمېر له یوه کال څخه بل کال ته ډېر شوی ځکه چې ټولنه د ښوونې او روزنې په اهمیت باندې پوه شوې ده،»

احمد وویل، «عام خلک په دې پوه شوي چې بې سوادي د ړوندوالي په څېر ده، په داسې حال کې چې د سواد زده کړې او ښوونې او روزنې له لارې، هغوی کولی شي چې هر هغه څه ترسره کړي چې هیله یې لري،»

هغه یادونه وکړه، «مونږ خوښ یو چې خلک ښوونې او روزنې ته اهمیت ورکوي ځکه چې بې سوادي زمونږ په هېواد کې د نژدې هرې بدبختۍ ریښه ده،»

هغه وویل، «پخوا، ځایي خلکو د ناوړه رواجونو او ټولنیزو ستونزو له امله ګډوډ فکرونه درلودل، نو خپلو لوڼو ته یې اجازه نه ورکوله چې ښوونځیو ته لاړې شي، او هغه چې اجازه به یې ورکوله هغوی هم نه پرېښودلې چې له شپږم ټولګې څخه پورته زده کړې وکړي.»

هغه زیاته کړه، «یو ځل چې د ځایي خلکو د ښوونې او روزنې سطحه لوړه شوه، هغوی پوه شول چې که د هغوی لوڼې ډاکترانې شي، هغه به نه یوازې له نجونو بلکې د هغوی د کلي له ټولو اوسېدونکیو سره مرسته وکړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500