امنیت

افغان او ایتلافي ځواکونو له فراه څخه د ایران له خوا ملاتړ کېدونکي طالبان پسې واخیستل

د عمر راپور

افغان ځواکونه، چې د ایتلافي ځواکونو له خوا یې هوایي ملاتړ کېږي، په فراه ولایت کې د طالب اورپکو پر ضد عملیات پراخوي. ګډو ځواکونو په روانو عملیاتو کې، چې د لړم په ۲۶مه پیل شول، «غټ پرمختګ» کړی دی. [د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو د رسنیو دفتر]

هرات -- د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه، چې د ایتلافي ځواکونو هوایي ملاتړ ورسره دی، په فراه ولایت کې د طالب اورپکو پر ضد عملیات پراخوي.

د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال نورالله قادري وویل، ګډو ځواکونو په روانو عملیاتو کې، چې د لړم په ۲۶مه پیل شول، «غټ پرمختګ» کړی دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا عملیات د فراه ولایت په بېلابېلو برخو کې روان دي. د افغان ملي اردو ځانګړيو ځواکونو، افغان ملي پولیسو، د ملي امنیت ریاست او د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت په دې عملیاتو کې یو له بل سره په پوره همغږۍ کې برخه اخیستې ده.»

قادري روښانه کړه، «زمونږ امنیتي ځواکونو په بېلابېلو سیمو کې غټ پرمختګ کړی دی،»

د افغان ملي اردو یو عسکر د لړم په ۲۸مه د فراه ولایت په انار دره ولسوالۍ کې د طالب ضد عملیاتو په ترڅ کې د هاوان ګولۍ واروي. [د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو د رسنیو دفتر]

د افغان ملي اردو یو عسکر د لړم په ۲۸مه د فراه ولایت په انار دره ولسوالۍ کې د طالب ضد عملیاتو په ترڅ کې د هاوان ګولۍ واروي. [د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو د رسنیو دفتر]

د افغان ملي اردو عسکر د لړم په ۲۸مه د فراه ښار په لمنه کې د طالب ضد عملیاتو په ترڅ کې موقعیت نیسي. [د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو د رسنیو دفتر]

د افغان ملي اردو عسکر د لړم په ۲۸مه د فراه ښار په لمنه کې د طالب ضد عملیاتو په ترڅ کې موقعیت نیسي. [د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو د رسنیو دفتر]

هغه وویل، «طالبانو ته په فراه ولایت کې غټه ضربه ور رسېدلې ده. په ولایتي مرکز سربېره، مونږ د ۵۱۷ لویې لارې او د پشت رود او خاک سفېد ولسوالیو په شمول سیمې له طالبانو څخه پاکې کړي دي.»

هغه یادونه وکړه، «په ګډو تصفیوي عملیاتو کې، عسکرو د ګانهکان او بارانګوټ کلي او د فراه ښار اطراف پاک کړل او هلته امنیت راغلی دی،»

هغه وویل، «زمونږ عسکرو، د افغان ملي اردو د کمانډو د عملیاتو له لارې په دیوار سرخ، خاک سفید ولسوالیو کې، او د پشت رود ولسوالۍ په نوبهار سیمه کې... او همدارنګه د افغان هوایي ځواک له خوا د پشت رود د ساج سیمې په نښه کولو سره، د دښمن نهه وسلې او دوه مخابروي وسیلې ویجاړ کړل او نهه دښمن یاغیان یې ووژل،»

قادري زیاته کړه، «سربېره پر دې،‌ د افغان هوایي ځواک له خوا ترسره شویو عملیاتو... د پشت رود ولسوالۍ په ګجګین کلي کې درې تنه اورپکي ټپیان کړل او شپږ وسلې یې ویجاړې کړي. په ورته ډول، د پشت رود په نوبهار کلي کې د کمانډو عملیاتو یو مخالف کس وواژه او یو موټر او دوه وسلې یې ویجاړ کړل.»

د طالبانو له منځه وړلو ته ژمنتیا

چارواکي وایي، د ناټو هوایي ملاتړ په فراه ولایت کې د طالبانو په ماتولو کې مهم رول لوبولی دی.

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال استین سکاټ میلرد لیندۍ په ۳ مه،فراه ولایت ته لاړ او له محلي امنیتي مشرانو سره یې غونډه وکړه. هغه تکرار کړه چې د ایتلاف ځواکونه به د اورپکو پر ضد جګړه کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

میلر وویل، «قاطع ملاتړ په مطلق ډول د سوله ییزو مذاکراتو ملاتړ کوي. مونږ د یوه سیاسي حل ملاتړ کوو،‌ خو په عین حال کې، مونږ جنګ کوو،»

د فراه ولایت امنیه قوماندان جنرال رحمت الله صدیقي سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د دغو ستونزو د حلولو لپاره، چې مونږ ورسره په فراه کې مخامخ یو، عملي ګامونه اخیستي دي،»

هغه وویل، «له نېکه مرغه،‌ په دې عملیاتو کې مونږ د افغان او قاطع ملاتړ د ځواکونو دواړو له هوایي ملاتړ څخه برخه من یو، چې په نتیجه کې یې مونږ ښې بریاوې او لاسته راوړنې لرلي دي. دښمن دا وړتیا نه لري چې زمونږ له ځواکونو سره مخامخ شي، او مونږ ډېرې سیمې په مکمل ډول تلاشي کړي او تصفیه کړي دي.»

د فراه والي محمد شعیب ثابت د لړم په ۲۵ مه سلام ټایمز ته وویل، «افغان پوځي واحدونه پرمخ روان دي، او ډېرې د تلاشۍ پوستې یې جوړې کړي دي. سربېره پر دې، د افغان ملي اردو او افغان ملي پولیسو نور ځواکونه فراه ته رسېدلي، او مونږ ډېر پوځي تجهیزات ترلاسه کړي دي.»

هغه د ځواکونو ځای پرځای کېدلو ته په اشارې، چې د لیندۍ په ۱ ترسره شو، یادونه وکړه چې، «د راتلونکو څو ورځو په ترڅ کې، به فراه ولایت ته د ملي امنیت ریاست ځانګړي ځواکونه، او همدارنګه کمانډو ځواکونه ورسېږي. زه کولی شم په اطمینان سره ووایم چې په فراه کې وضعه هره ورځ د ښه والي خواته ځي، او له نېکه مرغه چې زمونږ امنیتي ځواکونه د جنګ مشري کوي.»

د طالبانو د ماتو سلسله

د طالب اورپکو پر ضد افغان او ایتلافي عملیاتو کې زیاتوالی په فراه ښار او د ولایت په نورو برخو کې د بریدونو د یوې لړۍ او د اورپکو د جنګي عملیاتو د هڅو په ترڅ کې رامنځته کیږي.

طالبانو د لړم په ۲۰ مه د ولایتي مرکز په لمنو کې د امنیتي ځواکونو یو شمېر پوستې ونیولې، او د لنډ وخت لپاره یې د ښار د ځینې برخو کنټرول ترلاسه کړ خو وروسته عسکرو بېرته پسې واخیستل.

په فراه ولایت کې د افغان ملي اردو یوه قوماندان ډګروال ذکریا میرزازاده د لړم په ۲۵مه سلام ټایمز ته وویل، «د هغو شمېرنو له مخې، چې ما ثبت کړي، تېره اونۍ د دښمن ۴۹ کسان وژل شوي او ۵۳ نور ټپیان شوي دي،»

هغه وویل، «د دښمن ځواکونه له اکثرو سیمو څخه تښتېدلي، او د هغوی مړي تر دوه ورځو پورې د جنګ په میدان کې پاتې شوي دي،» او زیاته یې کړه چې په مړو کې ځینې خارجیان هم موجود ول.

د فراه ولایت د پولیسو مرکز کې د استخباراتو رییس میرویس اندرابي وویل، «تصفیوي عملیات روان دي او هدف دا دی چې د افغانستان هغه وحشي دښمنان له مخې لیرې کړای شي چې هغوی له خپلو بادارانو او د سیمې استخباراتي ادارو څخه د حکمونو له ترلاسه کولو څخه وروسته په فراه کې بریدونه پیل کړل او راښکاره شول،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبان په فراه کې ملکي خلک وېروي، چې د محلي خلکو په منځ کې ډېره سربدالي او ګډوډي رامنځته کوي،»

هغه وویل، «دغه عملیات به تر هغه وخته دوام وکړي چې له ولایت څخه دغه وحشي دښمنان واېستل شي. د افغان ملي اردو، افغان ملي پولیسو او د ملي امنیت ریاست ګډو ځواکونو، او په ځانګړې توګه کمانډو ځواکونو، دغه عملیات جاري ساتلي دي.»

د افغان ملي اردو د کمانډو یوه سرتېري، نورعلي، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د خپلو افسرانو له خوا په فراه کې توظیف شوي وو چې خاص ماموریتونه ترسره کړو، او دا دقیقاً هغه څه دي چې مونږ یې کوو. د کمانډو ځواکونه به د دښمنو ځواکونو تعقیب ته، چې هر چېرې یې نفوذ کړی وي، دوام ورکړي څو مونږ د هغوی پټنځایونه ویجاړ کړو.»

د کمانډو یوه بل سرتېري محمد اشرف سلام ټایمز ته وویل، «مونږ، افغان کمانډو دې ته چمتو یو چې ملکي خلکو ته په هر ځای کې امنیت برابر کړو، څو زمونږ ماشومان په اسانۍ سره وکولی شي چې خپلې زده کړې ترسره کړي،»

هغه زیاته کړه، «د افغانانو قسم خوړلي دښمنان به مات کړای شي،»

'کورنی جنګ نشته'

د افغان ملي اردو قوماندان میرزا زاده وویل، «په افغانستان کې روان جنګ یو کورنی جنګ نه دی،»

هغه له ایران سره د افغانستان شریک سرحد ته په اشارې وویل، «د فراه په ګاونډ کې یو هېواد د اوسنۍ وضعې تر شا لاس لري. هر هېواد خپلې ګټې لټوي، چې اصلي علت یې د بخش اباد بند دی خو نور سکتورونه هم په کې رول لري.»

د محلي مقاماتو په وینا، په فراه کې د بخش اباد د بند جوړونه څو کاله وځنډېدله ځکه چې، ایران طالبان حمایه کوي او تجهیزوي چې د بند د جوړونې مخه پرې ونیسي.‌

د فراه والي همدارنګه ایران ته ګوته ونیوله او د لړم په ۳ مه یې له امریکاغږ سره په یوه مرکه کې وویل، چې تهران د افغانستان په لوېدیځ کې د ډېرې شوې ناامنۍ تر شا لاس لري.

ثابت وویل، «مسئله د بخش اباد بند د جوړونې ده، چې د ایران لپاره ستونزمنه ده. ایران نه غواړي چې دغه بند جوړ شي. هر کله چې مونږ په رغونه باندې بیا کار پیل کړی هغوی جنګ تېز کړی دی.»

هغه یادونه وکړه چې، «ایران حتی طالب اورپکي د شپې لیدونکو دوربینونو باندې سمبال کړي دي،»

ثابت د خپلو خبرو په دوام وویل، «فراه یو له هغو ولایتونو څخه وو چې هلته په وروستیو کلونو کې سخت جنګ وشو، او له بېلابېلو ولایتونو څخه یو زیات شمېر دښمن ځواکونه دلته راغلي ول او هڅه یې کوله چې د فراه ښار ونیسي خو ګټه یې ونه کړه. افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په زړورتیا سره د هغوی پر ضد جګړه وکړه او وبه یې کړي.»

هغه زیاته کړه، «فراه به هیڅکله سقوط ونه کړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500