اقتصاد

د هرات مقامات په دې کار کوي چې د ایراني زعفرانو په وارداتو باندې بندیز تطبیق کړي

د عمر راپور

د ټیټ معیار لرونکیو ایراني زعفرانو، چې په بېلابېلو قانوني او غیرقانوني لارو افغانستان ته راځي، تولیدات د افغان زعفران کرونکیو لپاره د اندېښنې سرچینه ګرځېدلې ده. [عمر]

هرات -- افغان مقامات په دې کار کوي چې د ولسمشر اشرف غني له خوا هېواد ته د ټیټ کیفیت لرونکیو زعفرانو په را روانو وارداتو باندېلګېدلي بندیز تطبیق کړي.‌

د ټیټ معیار لرونکیو ایراني زعفرانو، چې په بېلابېلو قانوني او غیرقانوني لارو افغانستان ته راځي، تولیدات د افغان زعفران کرونکیو لپاره د اندېښنې سرچینه ګرځېدلې ده.

د غني د تلې د ۱۵مې د حکم په اساس، د ټولو ولایتونو د ګمرکاتو رییسانو او په هرات کې پوله ساتو امنیتي ځواکونو ته حکم کیږي چې افغانستان ته د زعفرانو د راننوتلو مخه ونیسي. ولایتي مشران خپلې هیلې او هوډ څرګندوي.

د هرات د کرنې ریاست مرستیال بشیراحمد احمدي سلام ټایمز ته وویل، «د هرات د والي د جدي حکم په رڼا کې او د ولایت د کرنې د رییس په لارښوونه، په ایران کې تولید شوي زعفران او د زعفرانو غوټې باید بیا هېڅکله افغانستان ته راداخل نشي،»

په هرات ولایت کې د زعفرانو یو پټی د لړم په ۲۰مه ښودل شوی دی. د حکومت په وینا، په ۱۳۹۵ کې په افغانستان کې د زعفرانو تولید وروسته له هغه دوه برابره شو چې افغان زعفران په نړۍ کې تر ټولو ښه زعفران وبلل شول. [عمر]

په هرات ولایت کې د زعفرانو یو پټی د لړم په ۲۰مه ښودل شوی دی. د حکومت په وینا، په ۱۳۹۵ کې په افغانستان کې د زعفرانو تولید وروسته له هغه دوه برابره شو چې افغان زعفران په نړۍ کې تر ټولو ښه زعفران وبلل شول. [عمر]

کارکوونکي د لړم په ۲۰مه په هرات ولایت کې د زعفرانو ګلان پاکوي او ګېډۍ کوي. [عمر]

کارکوونکي د لړم په ۲۰مه په هرات ولایت کې د زعفرانو ګلان پاکوي او ګېډۍ کوي. [عمر]

کارکوونکي د لړم په ۲۰مه په هرات ولایت کې د زعفرانو ګلان پاکوي او ګېډۍ کوي. [عمر]

کارکوونکي د لړم په ۲۰مه په هرات ولایت کې د زعفرانو ګلان پاکوي او ګېډۍ کوي. [عمر]

هغه وویل، «خو دغه واردات دوام لري او مونږ ورته اندېښمن یو،»

احمدي وویل، «افغانستان له ایران سره یو اوږد سرحد لري،‌ او زعفران په ناقانونه توګه هېواد ته راوړل کیږي،» هغه زیاته کړه، «زه هیله لرم چې امنیتي ادارې وکولی شي چې له ایران څخه د زعفرانو قاچاق پای ته ورسوي.»

د هرات د والي مرستیال محی الدین نوري سلام ټایمز ته وویل، «د ولسمشر غني د حکم بشپړ تطبیق د ځینې افغان او ایراني سوداګرو تر منځ په سرحد کې د همکارۍ له امله مختل شوی دی،»

هغه وویل، «مونږ په هرات کې یوه کمېټه جوړوو چې د ولسمشر حکم په بشپړ ډول اجرأ کړو او د اسلام کلا د ګمرک د ادارې له طریقه قاچاقي لارې وڅارو، او په دې توګه د زعفرانو د وارداتو مخه ونیسو،»

نوري روښانه کړه، «مونږ یوه بله کمېټه لرو، چې حکم ورته شوی چې د هرات ښار او مارکېټونه یې وڅاري او د ټولو هغو کسانو پر ضد قانوني ګامونه واخلي چې د ولسمشر له حکم څخه سرغړونه کوي... او محلي دوکانداران هم په کې شامل دي،»

هغه زیاته کړه، «د ولسمشر دغه حکم اوس اوس صادر شوی، او دې کمېټې تازه خپل کار پیل کړی دی. که مونږ د زعفرانو د وارداتو مخه ونه نیسو او په مارکېټ کې دغه ډول توکي ومومو، بیا به مونږ له مجرمانو سره قانوني چلند کوو.»

د ایران ټیټ کیفیت لرونکي زعفران

حاجي محمد اکبر، چې ۸۵ کاله عمر لري، دا ویاړ لري چې په ۱۳۷۰مو کلونو کې یې په لومړي ځل په هرات کې د زعفرانو کرنه ترویج کړه. د هغه د درې لسیزو د کار له امله هغه د افغانستان د زعفرانو د پلار نوم ګټلی دی.‌

اکبر هم افغانستان ته د خراب کیفیت لرونکیو ایراني زعفرانو په راننوتلو اندېښمن دی.‌

هغه وویل، «افغان حکومت باید سرحدونه کنټرول کړي چې نور زعفران را وارد نشي. خراب او د ټیټ کیفیت لرونکي شیان را واردیږي،او د افغان زعفرانو په نامه پلورل کیږي. دغه جریان زمونږ افغان زعفرانو ته زیان رسوي.»

اکبر سلام ټایمز ته وویل، «تېر کال، د افغان زعفرانو قېمت کیلو په ۲۰۰۰۰۰ افغانۍ (۲۶۰۰ ډالر) وو، خو سږ کال کیلو ۵۰۰۰۰ افغانیو (۶۶۰ ډالرو) ته راښکته شوی، او علت یې له ایران څخه د ټیټ کیفیت لرونکیو زعفرانو ورود دی،»

هغه وویل، څو کاله افغان زعفران د نړۍ د تر ټولو ښو زعفرانو په درجه کې راغلل ځکه چې افغان بزګرانو پرې ډېر زحمت اېست، او زیاته یې کړه چې افغانستان به ایران ته اجازه ور نه کړي چې د خپل ټیټ کیفیت لرونکي تولید په پلورلو د افغان زعفرانو اعتبار خراب کړي.

اکبر له غني څخه وغوښتل چې سرحد ساتونکيو ادارو ته حکم وکړي چې افغانستان ته د ایراني زعفرانو د قاچاق مخه ونیسي.

د زعفرانو د کرونکیو د ملي ټولنې مشر بشیراحمد رشیدي سلام ټایمز ته وویل، «افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو څخه د زعفرانو راننوتلو ته باید نورې بهانې جوړې نشي،»

«د دې حکم د بشپړ تطبیق لپاره، په کار دی چې په بندرونو کې یوه څارونکې او کنټرولونکې کمېټه او سیستم جوړ کړای شي چې د زعفرانو د وارداتو مخه ونیسي.»

هغه زیاته کړه، «لویې لارې او حتی په هرات کې د زعفرانو شرکتونه باید وڅارل شي، چې دا کار به د ولسمشر د حکم د پوره تطبیق په برخه کې مرسته وکړي،»

قاچاق روان دی

په هرات کې د زعفرانو یوه کرونکي شکور ایثار سلام ټایمز ته وویل، «د زعفرانو په وارداتو باندې د غني له حکم سره سره، هرات ته ایراني زعفران راقاچاق کیږي... چې دغه کار مونږ اندېښمن کړي یو،»

«که مونږ په مکمله توګه د ایراني زعفرانو د ورود مخه ونیسو، دا به ډېره مؤثره وي او د افغان زعفرانو قېمت او کیفیت به لوړ کړي.»

په هرات کې د زعفرانو یوه بل کروندګر فرهاد امېد سلام ټایمز ته وویل، «مونږ له خارج څخه افغانستان ته د راداخلېدونکیو زعفرانو په هکله جدي اندېښنې لرو،»

هغه وویل، «د افغان زعفرانو اکثر کروندګر او شرکتونه، چې په دې ساحه کې له ډېرو کلونو راهیسې سخت زیار ګالي، دې ته وارخطا دي چې افغانستان ته به د ټیټ کیفیت لرونکي زعفران راداخل شي، چې کېدای شي د افغانستان د زعفرانو صنعت او همدارنګه ټول اقتصاد ته سخت ټکان ورکړي،»

په هرات کې د زعفرانو یوې بلې کروندګرې ازیتا سلیم شاهي وویل، «په ایران کې د تولید شویو زعفرانو وارداتو مونږ ته سخته ضربه را ورسوله،»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ اندېښنه دا ده چې مونږ به نور ونشو کولی چې خپل زعفران خرڅ یا صادر کړو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500