امنیت

د کندوز ښځو د 'جنګ بس دی!' تر شعار لاندې لاریون وکړ

د هدایت الله راپور

په سلګونو ښځې او د ښځو د حقونو فعالانې د لیندۍ په ۱ په کندوز ښار کې راټولې شوې او په طالب اورپکو یې غږ وکړ چې خپلې وسلې کېږدي او د سولې پروسې سره یوځای شي.

کندوز -- په کندوز ولایت کې ښځې، چې له کړاو او تاوتریخوالي څخه ستړې شوي، له ځواکونو سره یوځای کیږي او په طالبانو غږ کوي چې د سولې لپاره د عامو خلکو غوښتنو ته غوږ ونیسي.

خواوشا ۵۰۰ ښځې او د ښځو د حقونو فعالانې د لیندۍ په ۱ په کندوز ښار کې راټولې شوې چې له نورو افغانانو سره د سولې د غوښتنې او د جنګ د پای ته رسولو لپاره خپل غږ یو کړي.

د «د سولې لپاره د افغانستان د ښځو ملي اجماع» په نامه دغه غونډه د افغانستان د سولې د عالي شورا له خوا دایره شوې وه، او په سلګونو ښځې یې د «جنګ بس دی!» تر شعار لاندې سره راټولې کړې وې.

د سولې لپاره متحد

د کندوز ولایت د ښځو د چارو سرپرست رییسې، ناهید اصفي، په غونډه کې وویل، د تېرو څلورو لسیزو په ترڅ کې، ښځې له سختو کړاوونو سره مخامخ شوي دي، چې ډېرو یې قربانۍ ورکړي او خپل عزیزان یې د طالبانو په جنګ کې له لاسه ورکړي دي.

د کندوز ولایت د بېلابېلو برخو خواوشا ۵۰۰ ښځې د لیندۍ په ۱ په کندوز ښار کې راټولې شوې او په طالب اورپکو یې غږ وکړ چې خپلې وسلې کېږدي او د سولې پروسې سره یوځای شي. [هدایت الله]

د کندوز ولایت د بېلابېلو برخو خواوشا ۵۰۰ ښځې د لیندۍ په ۱ په کندوز ښار کې راټولې شوې او په طالب اورپکو یې غږ وکړ چې خپلې وسلې کېږدي او د سولې پروسې سره یوځای شي. [هدایت الله]

هغې وویل، «اوس د سولې د خبرو لپاره یو فرصت برابر شوی دی، او ښځې د دغې پروسې ملاتړ کوي،»

هغې وویل، «مونږ ښځې له جنګ څخه ستړې شوې یو،» او پوښتنه یې وکړه، «تر څو به مونږ یو او دا جنګ او ویجاړتیاوې به وي؟ راځئ چې یو بل ته لاسونه ورکړو او خپل هېواد ته سوله راولو.»

مېرمن اصفي یاده کړه، «د سولې په خبرو کې د ښځو رول باید څرګند وي، او په کار دی چې داسې جدي هڅې وشي چې زمونږ نارینه سیالان د ښځو حقونه له پامه ونه غورځوي،»

په کندوز کې د ښځو د حقونو فعالې شمیلا صاحبزاده ومنله چې، ښځې د جنګ او تاوتریخوالي له امله سختې کړېدلي دي.

هغې په غونډه کې وویل، «مونږ، د کندوز ښځې، د هرو او ټولو هغو هڅو، چې افغانستان ته سوله راوړي، ملاتړ کوو. ښځو ډېره قرباني ورکړې ده.»

هغې وویل، «وحشیانه جنګ په ټولنه کې ښځې او نجونې دومره تجرید کړي چې د هېواد په ډېرو برخو کې ښځې له پوهنې، روغتیايي خدمتونو،‌ او سیاسي او ټولنیزې برخه اخیستنې څخه محرومې شوي،»

صاحبزاده وویل،‌«ګاونډي هېوادونه باید په دې پوه شي چې په افغانستان کې سوله د هغوی په ګټه ده او هغوی هېڅکله همنشي کولی چې د جګړې او تاوتریخوالي له لارې خپل هدفونه ترلاسه کړي،»

د سولې د عالي‌ شورا غړې لیلا جعفري ژمنه وکړه چې د سولې په راتګ کې به د ښځو د نظرونو ملاتړ وکړي.

هغې د غونډې برخه والو ته وویل، «مونږ د سولې د پروسې په هکله د کندوز د ښځو نظرونه او پلانونه په لیکلي ډول راټولوو او د سولې عالي شورا سره یې شریکوو او د خپلو راتلونکو مجلسونو د اجندا په توکو کې ترې کار اخلو،»

ښځې د جنګ تر سیوري لاندې هم استقامت ته دوام ورکوي

له هغه وخت نه، چې طالب اورپکو -- په ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ کې -- دوه ځلې کندوز ښار ونیو، د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ خواره واره جنګونه زیات شوي دي.‌

په کندوز کې د ښځو د حقونو یوې فعالې حبیبې ګلستاني، چې ۳۷ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو لاسونو ته د ولایت د مرکز له لوېدلو سره سره، لا هم ښځې په حکومتي ادارو، په ځانګړې توګه د ښوونې او روزنې، روغتیا او پولیسو په سکتورونو کې، خپلو کارونو ته دوام ورکوي،»

هغې وویل، «له دې سره سره، چې د جنګ لمبې ژبغړاندې کېږي، د کندوز ښځې په بېلابېلو سکتورونو کې د سړیو تر څنګ کار ته دوام ورکوي،»

په کندوز کې د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې ملالۍ سعد، چې ۴۳ کاله عمر لري، ووییل، «هر سهار، چې زه له کوره وځم او دفتر ته ځم، زه فکر کو چې ښایي زه بېرته کور ته راستنه نشم،»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «په کندوز کې زما په څېر په سلګونو نورې داسې ښځې شته چې له خپلو کورونو څخه بهر په دغسې یوه وضعه کې کار کوي. له هغې سره سره، مونږ شپه او ورځ د سولې هیله کوو او د هغې ورځې په هیله یو چې زمونږ په هېواد کې جنګ په بشپړ ډول پای ته ورسېږي.»

ملالۍ سعد په مینه د هغه اوربند یادونه وکړه چې د غبرګولي‌ په میاشت کې د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو او افغان حکومت تر منځ وشو.

هغې وویل، «درې ورځې مونږ د ارام او خوښۍ ساه واخیسته،» او تاکید یې وکړ چې،‌«طالبان دې د سولې لپاره د ښځو غوښتنې ومني

طالبان د بدمرغۍ او ویجاړتیا سبب کیږي

د کندوز والي عبدالجبار نعیمي وویل، سوله د افغانانو، په ځانګړې توګه د افغان ښځو له سترو هیلو څخه ده،‌ او حکومت سخته هڅه کوي چې رامنځته یې کړي.

هغه په غونډه کې وویل، «نورو هېوادونو ته د ځوانانو کډه کېدل، بې کاري، بې وزلي، بې عدالتي او ټولنې ته پېښې ننګونې، چې د شخړو له امله رامنځته شوي، د دغو له منځه وړل به سخت کار ته اړتیا ولري،»

هغه یاده کړه چې، د طالبانو جګړه د بد بختۍ، رواني او سلوکي ستونزو، او اقتصادي او انکشافي تنزل یا کمزورتیا لوی سبب دی.

هغه وویل، «طالبان په جوماتونو کې، چې مسلمانان په کې د لمونځونو لپاره راټولېږي، ځانمرګي بریدونه ترسره کوي. اوس مونږ په هره کورنۍ کې معیوب افراد، یتیمان او کونډې لرو.»

«دا ټول د جنګ له امله دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500