امنیت

د پنجوایي ولسوالۍ دیني عالمانو ژمنه وکړه چې د سولې لپاره به غږونه خپاره کړي

د ضیأ ثمر راپور

په لسګونو دیني عالمانو، چې د لیندۍ په ۱۲مه د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې راټول شوي ول، په ښکاره له طالبانو سره د سولې خبرو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ژمنه یې وکړه چې په خپلو ټولنو کې به د سولې په هکله عامه خبرتیا پراخه کړي. [صبغت الله ارغند]‌

کندهار -- د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې په لسګونو دیني عالمانو په ښکاره له طالبانو سره د سولې د خبرو د ترسره کولو ملاتړ اعلان کړ.

دیني عالمانو، چې د لیندۍ په ۱۲مه راټول شوي ول، ژمنه وکړه چې په خپلو ولسونو کې به د سولې د خبرو په هکله د عامه خبرتیا په پراخولو کې مرسته وکړي.

د پنجوایي د پاشمول کلي امام مولوي نعمت الله اخوندزاده د غونډې برخه والو ته وویل، «مونږ به له اوس څخه د خپلو خلکو په منځ کې د سولې پیغام خپور کړو او د خپلو جوماتونو له ممبرونو څخه به د سولې لپاره خپل غږونه پورته کړو،»

هغه وویل، «اوس خلک پوه شوي چې هغوی په دې هېواد کې جنګ نه غواړي،»

دیني عالمان د لیندۍ په ۱۲مه د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې راټول شوي ول. هغوی ژمنه وکړه چې د خپلو ولسونو په منځ کې به د سولې پیغام خپور کړي. [صبغت الله ارغند]

دیني عالمان د لیندۍ په ۱۲مه د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې راټول شوي ول. هغوی ژمنه وکړه چې د خپلو ولسونو په منځ کې به د سولې پیغام خپور کړي. [صبغت الله ارغند]

د پنجوایي ولسوالۍ په تلوکان سیمه کې د دیني عالمانو د شورا رییس مولوي عبدالغني شاه وویل، دا د ټولو دیني عالمانو وظیفه ده چې د سولې د پروسې په پرمخ بوولو کې مرسته وکړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا د دیني عالمانو مسؤلیت دی چې عام خلک د ښو او بدو په هکله خبر کړي، او مونږ ټول په هېواد کې روان جنګ غندو. مونږ له طالب اورپکو څخه غواړو چې نور جنګ ونه کړي ځکه چې دا جنګ نامشروع دی.»

عبدالغني شاه وویل، «د پولیسو، اردو او د ولسوالۍ د دفتر کارکوونکي زمونږ ورونه دي. په جنګ کې شر او په سوله کې خیر دی.»

د پنجوایي ولسوال فضل محمد اسحاقزي د غونډې برخه والو ته وویل، دینی عالمان د سولې په هکله د عامو خلکو او د اورپکو د ذهنونو په روښانولو کې یو مهم رول لوبوي.

هغه وویل، «سوله یوه اړتیا ده، او افغانان ورته تږي دي،»

اسحاقزي وویل، «که دیني عالمان د ممبر له لارې د سولې لپاره خپل غږونه پورته کړي او ولس له هغوی سره یوځای شي، سوله به راشي. همدارنګه، دیني عالمان کولی شي چې په ښوونځیو کې د اسلامي مضامینو په تدریس کې یو ګټور رول ولوبوي.»

د سولې لپاره دې ورته غږونه د هلمند، چې د یاغیتوب او تاوتریخوالي په برخه کې د طالبانو یو غټ مرکز وو، په شمول په ګاونډیو ولایتونو کې هم پورته کیږي.

د هلمند د مدني ټولنې، یوې په ګټه نه ولاړې ادارې، مرستیال اسدالله پتمن وویل، اوس د هلمند اوسېدونکي سولې ته لا ډېر هیله مند دي.

هغه د سولې لپاره محلي غږونو او د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هڅو ته په اشارې سره وویل، «مونږ د وروستیو هڅو ملاتړ کوو،»

هغه وویل، «خلیلزاد په وروستیو کې د طالبانو له استازو سره ولیدل، او مونږ سولې ته نژدې شوي یو،»

«مونږ هیله لرو چې وسله وال ګروپونه به خپلې وسلې کېږدي او سوله به وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500