جرم او انصاف

افغانانو د حکومت له خوا د ښځو په فوټبال کې د جنسي زورونو د څېړنې هرکلی وکړ

د نجیب الله راپور

د کابل د فوټبال لوبغاړي د ۱۳۹۳ د تلې په ۱۱مه په کابل کې په یوه پایلوبه کې د هرات پر وړاندې له لوبې کولو څخه مخکې ځانونه تودوي. [ای اېف پي/وکیل کوهسار]

د کابل د فوټبال لوبغاړي د ۱۳۹۳ د تلې په ۱۱مه په کابل کې په یوه پایلوبه کې د هرات پر وړاندې له لوبې کولو څخه مخکې ځانونه تودوي. [ای اېف پي/وکیل کوهسار]

کابل -- افغانو ښځو د حکومت له خوا د افغانستان د فوټبال فدراسیون د څو هغو غړو پر ضد د چټک اقدام ستاینه وکړه، چې د لوبغاړو په شمول د فدراسیون د ښځینه غړو د فزیکي او جنسي زورونې تور پرې لګېدلی دی.

د ولسمشر اشرف غني یوه سلاکار فضل فضلي د لیندۍ په ۱۷مه په یوه ټویټ کې وویل، چې د تورونو له لګېدلو څخه وروسته، لوی څارنوالۍ د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رییس کرام الدین کریم او د فدراسیون د پنځو نورو غړو وظیفې وځنډولې.

هغه مخکې ویلي وو، چې د تورونو څېړنه به د لوی څارنوالۍ او د کورنیو چارو د وزارت په مشرۍ ترسره شي، او د څېړنې نتایج به «له بشپړېدلو څخه وروسته له عامو خلکو سره شریک کړای شي.»

د لوی څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د لیندۍ په ۱۸مه د یادو چارواکو د دندو ځنډېدا تایید کړه. دا کار د څېړونکو د هغې ډلې په سپارښتنه وشو چې د دغو تورونو څېړنه کوي.

لوی څارنوالۍ په داسې حال کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رییس کرام الدین کریم، چې د تلې په ۱۴مه په کابل کې لیدل کیږي، او د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پنځو نورو غړو دندې ځنډولي،‌ چې دغه اداره د ښځینه لوبغاړو پر ضد د فزیکي او جنسي زورونې تورونه څېړي. [د افغانستان د فوټبال فدراسیون/فیسبوک]

لوی څارنوالۍ په داسې حال کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رییس کرام الدین کریم، چې د تلې په ۱۴مه په کابل کې لیدل کیږي، او د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پنځو نورو غړو دندې ځنډولي،‌ چې دغه اداره د ښځینه لوبغاړو پر ضد د فزیکي او جنسي زورونې تورونه څېړي. [د افغانستان د فوټبال فدراسیون/فیسبوک]

د ازادۍ راډېو د راپور په اساس، هغه وویل، چې دغه حرکت د دې لپاره وشو چې څېړنه په شفاف ډول ترسره شي.

لوی څارنوالۍ د لیندۍ په ۱۰مه د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په چارو کې د لوی څارنوال د مرستیال په مشرۍ یوه کمېټه جوړه کړه چې دغه مسئله وڅېړي.

دي ګارډین د لیندۍ په ۱۸مه راپور ورکړ، چې د فوټبال نړیوالې واکمنې ادارې، فیفا، هم ویلي چې هغوی دغه ادعاوې څېړي او له ملګرو ملتونو سره یوځای په دې کار کوي چې د لوبغاړو خوندیتوب ډاډمن کړي.

ښځینه لوبغاړې خپل غږ پورته کوي

دغه تورونه اصلاً د افغان ښځو د فوټبال ټیم د مشرې خالدې پوپل له خوا ولګېدل. هغې وویل چې ادعا شوې زورونې په افغانستان کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په مرکز کې دننه او په اردن کې په یوه روزنیز کمپ کې پېښې شوې.

دي ګارډین د لیندۍ په ۹مه د پوپل له خولې راپور ورکړ، چې لوبغاړو هغې ته د فزیکي او جنسي زورونې، د مرګ د ګواښونو او په زور د جنسي عمل د ترسره کولو خبرې وکړې.‌

هغې وویل، «هغه زمونږ لپاره ډېر سخت حالت وو،‌ چې په وطن کې دننه اوسو، او د دې شیانو په هکله خبرې وکړو ځکه چې دا ډېر زورور خلک دي. که د افغانستان یوه لوبغاړې خپل غږ اوچت کړي،‌ کیدای شي چې هغه ووژل شي.»

پوپل، چې اوس په ډنمارک کې اوسېږي، په ۲۰۱۱ کال کې له افغانستان څخه وروسته له هغه ووتله چې څو ځلې ورته د مرګ ګواښونه وشول.

ګڼ شمېر نورو پخوانیو لوبغاړو او کوچانو هم له رسنیو سره د دغسې تورونو په هکله خبرې کړي دي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وویل چې دغه تورونه «بې بنسټه او غلط» ول او ژمنه یې وکړه چې له څېړنې سره به همکاري وکړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ځنډول شوي رییس کریم وویل، نوموړی د ښځینه فوټبالرانو له خوا د لګول شویو تورونو له امله «واقعاً خفه» دی.

هغه طلوع نیوز ته وویل، «زه په دې خفه یم چې هغوی داسې بیانونه ورکړل، چې د دغسې ادعاوو ثابتول د هغوی او د نورو خلکو لپاره سخت دي. اوس خبره قانون ته وتلې، او مونږ یې باید تعقیب کړو.»

د ښځو پر ضد تاوتریخوالی د زغملو نه دی

غني، چې دغه تورونه یې «ټکان ورکوونکي» وبلل، وویل چې د هغو «باید لا نوره څېړنه وشي».

هغه د لیندۍ په ۱۳مه لوی څارنوال سره له کتنې وروسته وویل، «هر اړخیز اقدامات تر کار لاندې نیول شوي څو ډاډمنه شي چې که دا تورونه تایید شي، د دغو جرمونو ترسره کوونکيو ته اشد مجازات ورکول شي،»

هغه وویل، «افغانان نشي کولی چې دغه ډول د تاوتریخوالي عملونه او د افغان ښځو په عزت تېری وزغمي، او افغان کورنۍ باید په دې باوري او مطمئنې وي چې کله چې د هغوی ماشومان د سپورټونو ترسره کولو، ښوونځیو، پوهنتونونو، یا کومو نورو موسساتو او پروګرامونو ته ځي، هغوی به خوندي وي،»

هغه وویل، «د افغان ښځو وقار او عزت د افغانستان د ټولو خلکو وقار او عزت دی، او په دې موضوع کې هېڅ عفوه، معامله یا بخښنه د منلو وړ نه ده،»

د ښځو لپاره انصاف

افغان وګړو او د ښځو د حقونو فعالانو د حکومت دغه چټک اقدام وستایه او په لوی څارنوالۍ باندې یې تاکید وکړ چې دغه موضوع په جدي توګه تعقیب کړي.

په کابل کې د ښځو د حقونو یوې فعالې لیا جواد غضنفر د لیندۍ په ۱۵مه سلام ټایمز ته وویل، «دا ادعاوې باید وڅېړل شي. پخوا هم دې ته ورته ادعاوې شوې وې. پرون مونږ په لوی څارنوالۍ کې له چارواکو سره ولیدل، او هغوی په دې هکله ډېر جدي دي.»

هغې وویل، «څارنوال مونږ ته وویل چې هغوی دا موضوع په عادلانه توګه تعقیبوي او دا چې د هغوی څېړنه روانه ده. مونږ لوی څارنوالۍ ته وویل چې ښځې باید قرباني نشي او دا چې دا موضوع باید جدي ونیول شي او سیاسي چلند ورسره ونشي.»

په کابل کې د افغان ښځو د شبکې یوې مشرې غړې روشن مشال وویل، چې دغه ډول ادعاوې د افغان ښځو لپاره د اندېښنې یوه جدي سرچینه ده.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د حکومت له خوا د یوه حقیقت موندونکي ګروپ د جوړونې هرکلی کوو،»

هغې وویل، د ښځو د حقونو په اړوندو قضیو کې پخوانۍ بې انصافۍ د دې سبب شوي چې ښځې په سیستم باندې اعتماد له لاسه ورکړي. نوموړې وویل، «له دې امله مونږ اندېښمنې یو او له دې کمېټې څخه غواړو چې موضوع په بشپړ ډول او دقت سره وڅېړي، او مونږ یوازې شفافیت غواړو.»

مشال وویل، «مونږ پلان لرو چې د مدني ټولنې له داخل څخه یوه څارونکې کمېټه جوړه کړو چې په دې مسئله کې پرمختګ وڅاري، او دلیل دا دی چې مونږ، د ښځو د حقونو د یوې مدافع موسسې په توګه غواړو چې دغه ډول قضیې په جدي توګه او شفافیت سره وڅېړل شي چې انصاف ترلاسه شي.»

په کابل کې د ابن سینا پوهنتون د حقوقو پوهنځي یوې محصلې حمیرا رسولي وویل، دا مسئله د ټولو افغان ښځو او نجونو لپاره «ډېره مهمه» ده.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «که دا مسئله په جدي توګه ونه څېړل شي، زمونږ کورنۍ به بیا نجونو ته اجازه ور نه کړي چې په سپورټي فعالیتونو کې برخه واخلي،»

هغې وویل، «د افغانستان د فوټبال فدراسیون کې د اخلاقي فساد او له مقام څخه د ناوړه استفادې تورونو د هغه اعتبار خراب کړی، او له دغه حالت څخه د وتلو یوازنۍ لاره دا ده چې لوی څارنوال په پاملرنې سره او په شفاف ډول دغه قضیه وارزوي او نتایج په روښانه توګه ولس ته وړاندې کړي،»

هغې وویل، «مونږ، افغانې ښځې، دا مسئله ډېره په جدیت سره تعقیبوو او مونږ هیله لرو چې ولسمشر او لوی څارنوال به په خپلو وعدو ودریږي او داسې ضروري ګامونه به واخلي چې د دې مسئلې د سیاسي کېدلو مخه به ونیسي،»

حکومت ادعاوې جدي نیسي

د لوی څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وویل، څېړنه په دقیق او شفاف ډول پرمخ ځي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «لوی څارنوال، چې له دې مسئلې څخه خبر شو، هېڅ حکم ته یې صبر ونه کړ، او په خپل ابتکار سره یې یوې کمېټې ته وظیفه ورکړه چې دغه موضوع وڅېړي،»

هغه وویل، «دا ښیي چې قضایي او حقوقي ادارې قاطع او خپلواکې دي. د افغانستان خلک کولی شي مطمئن اوسي چې د قانون له مخې زمونږ حقوقي او قضایي سیستم خپلواک دی او هم به په خپلواک ډول عمل کوي.»

هغه وویل، «مونږ به په دې موضوع کې هېڅ هڅې ونه سپموو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500