بشري حقونه

ملکي خلک وایي د طالبانو له خوا د سپر په توګه د انسانانو استعمال د هغوی کمزورتیا او ظلم ښیي

د سلیمان راپور

افغان وګړي د زمري په ۲۵مه په غزني کې د طالبانو له یوه برید څخه وروسته له ورانو کورونو سره نژدې روان دي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

افغان وګړي د زمري په ۲۵مه په غزني کې د طالبانو له یوه برید څخه وروسته له ورانو کورونو سره نژدې روان دي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

کابل -- افغان او نړیوال ځواکونه په دې کار کوي چې د هغو طالب اورپکو پر ضد مجادله وکړي چې په قصدي توګه د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي خلک د انساني سپرونو په توګه کاروي.

اورپکي، چې د افغان ملکیانو په وړاندې پوره بې پروایي ښیي، غواړي چې خپل ځانونه خوندي کړي او هغه غمځپلي افغانان، چې خپل عزیزان له لاسه ورکوي، د امنیتي ځواکونو پر ضد ودروي.

د هلمند والي محمد یاسین خان سلام ټایمز ته وویل، «مونږ دغه کار ډېر جدي نیسو،»

هغه وویل، «مونږ د خپلې نظامي شورا په غونډو کې په دې تاکید کړی چې د ملکي خلکو د تلفاتو مخه باید ونیول شي، خو دښمن تل مهمات او چاودېدونکي توکي په کورونو کې ذخیره کوي او هغه ځایونه د خپلو مرکزونو په توګه کاروي او په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې په کې جوړوي،»

په یوه عکس کې، چې په فیسبوک خپور شوی، ځایي خلک د لړم په ۲۴مه د طالبانو له یوه برید څخه وروسته د بغلان ولایت په بورکه ولسوالۍ کې لوی بازار ته اوښتی زیان وګوري.

په یوه عکس کې، چې په فیسبوک خپور شوی، ځایي خلک د لړم په ۲۴مه د طالبانو له یوه برید څخه وروسته د بغلان ولایت په بورکه ولسوالۍ کې لوی بازار ته اوښتی زیان وګوري.

هغه وویل، «کله چې نظامي عملیات پيل شي، طالبان تل د ملکي خلکو له کورونو څخه په امنیتي ځواکونو ډزې کوي،» او ویې ویل چې اورپکي دا تکتیک د دې لپاره کاروي چې امنیتي ځواکونه دې ته وپاروي چې د استوګنې په کورونو باندې بېرته ډزې ور وکړي.

خان وویل، «مونږ ډېره هڅه کړې چې د ملکي خلکو د مړینې مخه ونیسو،»

هغه وویل، «دا ښکاره ده چې که طالبان دومره تکړه وای چې زمونږ پر ضد جنګ وکړي، هغوی به له مونږ سره په داسې ځایونو کې مخامخ شوي وای چې ملکي خلک په کې نه وي، خو هغوی کمزوري دي او خپل ځانونه د ښځو او ماشومانو په منځ کې پټوي،»

افغان حکومت په داسې یوه پلان کار کوي چې له مخې به یې د ملکي خلکو تلفات کم کړای شي او د اورپکو د وحشیانه تکتیکونو مخه به ونیول شي.

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد وویل، «په بېلابېلو ولایتونو کې، دښمن تل د ملکي خلکو له کورونو،‌ د استوګنې د سیمو او مقدسو ساحو څخه د خپلو بریدونو د ترسره کولو لپاره کار اخلي، او هغوی ښځې، ماشومان او عامه تاسیسات د سپرونو او سرپناوو په توګه کاروي. دغه کار د ملکي خلکو په تلفاتو کې د ډېرښت سبب شوی دی.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «افغان امنیتي ځواکونو او زمونږ متحدینو، نړیوالو ځواکونو، د افغانانو د ژوند د خوندي کولو لپاره قربانۍ ورکړي او هېڅکله نه غواړي چې د هغوی ژوند په خطر کې واچوي،»

دقیق هوایي بریدونه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) له خوا خپاره شوي وروستي ارقام ښیي چې ملکي خلکو ته ډېرېدونکي تلفات وراوښتي. د ۱۳۹۶ د مرغومي او د ۱۳۹۷ د غبرګولي ترمنځ، یوناما ۵۱۲۲ ملکي تلفات مستند کړي -- چې ۱۶۹۲ کسان په کې مړه او ۳۴۳۰ نور ټپي حساب شوي دي.‌

د هلمند د ولایتي شورا یوه پخواني غړي میرزا حسین علي زاده وویل، طالبان په تېرو ۱۷ کالو کې د ملکي خلکو د مړینې مسؤل ول.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، طالبانو تل هڅه کړې چې «د ملکي خلکو په کورونو او جوماتونو کې ځانونه پټ کړي،‌ تر دې چې خپلې نظامي روزنې او غونډې د استوګنې په سیمو کې ترسره کوي،»

علي زاده یادونه وکړه، «نړیوال ځواکونه خپل هوایي عملیات په ډېر دقت سره ترسره کوي،»

خو د طالبانو له خوا د سپر په توګه د انسانانو کارول ځینې وختونه د ملکي خلکو تلفات حتمي ګرځوي.

علي زاده،‌ د ناټو له خوا د لیندۍ په ۶ مه هغه هوایي برید ته په اشارې، چې د راپورونو له مخې د افغان ځانګړیو ځواکونو او طالب یاغیانو تر منځ د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د جګړې په ترڅ کې ترسره شو، وویل، «په یوه وروستي هوایي برید کې... ګڼ شمېر ملکي خلک ووژل شول ځکه چې طالبانو ځایي خلک د انساني سپرونو په توګه وکارول،»

ناټو وویل، په ځمکه موجودو امنیتي ځواکونو د هوایي ملاتړ غوښتنه وکړه ځکه چې اورپکو درنې وسلې وارولې او یوې نژدې کلا ته په شا شول.‌

ناټو په یوه اعلامیه کې وویل، «ځمکنی ځواک په دې پوه نه وو چې د کلا خواوشا ته ملکي خلک موجود دي. هغوی یوازې په دې پوهېدل چې طالبان له یادې ودانۍ څخه د یوه جنګي مورچل په توګه کار اخلي،»

په اعلامیه کې راغلي، «طالبان له ملکي خلکو په ځانګړې توګه ماشومانو څخه د یوه خوندي کوونکي ګام په توګه کار اخلي،»

د انسانانو ژوند ته درناوی نه کول

د هلمند اوسېدونکیو د بې ګناه خلکو ژوند ته د طالبانو ښکاره بې پروایي تایید کړه.‌

د لښکرګاه ښار یوه اوسېدونکي صفی الله عزیزي، چې ۲۵ کاله عمر لري، وویل، «په ناد علي او ګرمسېر ولسوالیو کې داسې پېښې شوي چې طالبانو په کې له کورونو څخه سنګرونه جوړ کړي، او دغه کار د ملکي تلفاتو سبب شوی دی. حکومتي ځواکونه نه پوهېږي چې آیا هلته ملکي خلک شته، نو ځینې وختونه په نظامي غبرګونونو کې ملکي خلک وژل کیږي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه له طالب جنګیالیو څخه غواړم چې د ملکي خلکو کورونه د جنګ د میدانونو په توګه ونه کاروي. لومړی، هغوی باید تاوتریخوالی پرېږدي او سوله وکړي، خو که دې کار کولو ته نه وي تیار، بیا باید له داسې ځایونو څخه، چې ملکي خلک په کې اوسېږي، لیرې جنګ وکړي.»

د لښکرګاه ښار یوه بل اوسېدونکي نورالله نوري، چې ۲۷ کاله عمر لري وویل، د عادي افغانو د مړینې لوی مسؤلیت د طالبانو پر غاړه دی، «ځکه چې هغوی اکثر وختونه هڅه کړې چې له ملکي خلکو څخه د داسې سپرونو په توګه کار واخلي چې ځانونه پرې خوندي کړي او د هغوی له سیمو څخه بریدونه ترسره کړي».‌

نوري سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په طالبانو غږ کوو، د خدای لپاره، هیله کوو چې د انسانانو ژوند ته درناوی وکړئ. نور د ملکي خلکو ژوند په خطر کې مه اچوئ. تاسو دومره قرباني نه ورکوئ لکه څومره چې هغوی قرباني کیږي.»

هغه وویل، «ملکي خلک دواړو خواوو ته وژل کیږي -- کله چې تاسو په حکومتي تاسیساتو برید کوئ او کله چې حکومتي ځواکونه په تاسو برید کوي، ځکه چې تاسو له محلي خلکو څخه د انساني سپرونو په توګه کار اخلئ،»

طالبانو دې ته ورته تکتیک په پکتیا ولایت کې هم کارولی وو.

د پکتیا ولایت یوه قومي مشر محمد اسماعيل ځاځي وويل، په زرمت ولسوالۍ کې د لیندۍ په ۱۰مه په یوه جګړه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ ملکي کسان ووژل شول.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ملکي خلکو د تلفاتو یو له لویو عواملو څخه دا وو چې طالبانو د هغوی په کورونو کې ځانونه پټ کړي ول او له هغوی څخه یې د انساني سپرونو په توګه کار اخیسته،»

هغه وویل، د خلکو د احتجاج په ځواب کې، «طالبانو د خپلو وسلو او د مرګ د ګواښونو په زور د استوګنې په سیمو کې پټنځایونه ترلاسه کړل،»

هغه وویل، «طالبان په قصدي توګه د ملکي خلکو له کورونو څخه په امنیتي ځواکونو باندې ډزې کوي چې افغان او نړیوال امنیتي ځواکونه بېرته په ډزو ځواب ورکړي او ملکي خلک ووژني، او هڅه کوي چې عام خلک دې ته وپاروي چې د امنیتي ځواکونو پر ضد راپاڅېږي،»

د پکتیا د والي مرستیال عبدالولي سهي تایید کړه چې د لیندۍ د ۱۰مې په عملیاتو کې ملکي خلک ووژل شول. د طلوع نیوز د راپور له مخې، هغه وویل، «اکثر وختونه اورپکي د خلکو له کورونو څخه د سپرونو په توګه کار اخلي، چې دا کار غلط دی،»

د طالبانو جنګي جرمونه

په کابل کې د پوځي چارو یوه تحلیلګر جنرال سکندر اصغري وویل، د طالبانو دا ستراتیژي، چې له انسانانو څخه د سپر په توګه کار اخلي، دوه هدفونه لري: چې اورپکي له هوایي بریدونو څخه خوندي کړي او د ملکي خلکو د مړینې خطر زیات کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «کله چې په عملیاتو کې ملکي خلک متأثر شي، ښایي چې هغوی د حکومت او نړیوالو امنیتي ځواکونو پر ضد ودرېږي، او دا کار د طالبانو لپاره دا اسانوي چې له محلي خلکو څخه جنګیالي استخدام کړي،»

اصغري وویل، «په هوایي بریدونو کې د ملکي خلکو د وژل کېدلو او اغېزمن کېدلو لوی سبب طالبان دي ځکه چې هغوی له محلي خلکو څخه د انساني سپرونو په توګه کار اخلي،»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي وایي، د استوګنې له سیمو څخه بریدونه کول او له ملکي خلکو څخه د انساني سپر په توګه کار اخیستل جنګي جرمونه بلل کیږي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ډېر داسې راپورونه شته چې د حکومت وسله وال مخالف عناصر له ملکي خلکو څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي، او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د وسله والو مخالفینو دا کار غندي،»

صدیقي وویل، «د استوګنې په سیمو کې پناه اخیستل او ملکي خلک د حکومت ضد عناصرو له خوا د سپرونو په توګه کارول د وسله والو نښتو په ترڅ کې د ملکي تلفاتو د ډېرښت اصلي سببونه دي،»

هغه وویل، «مونږ له طالبانو او د جګړې له نورو اړخونو څخه غواړو چې د جنګ قوانین او نړیوال بشري قوانین ومني. هغوی باید د استوګنې په کورونو کې پټ نشي او ملکي خلک د انساني سپرونو په توګه ونه کاروي او د نورو جنګي جرمونو ترسره کول ودروي.»

[له هلمند څخه ضیأ ثمر د د دې راپور په تیارولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه په دې باور نه لرم چې په جګړه کې دې کوم قوانین مراعت شي. په کار دا دی چې د جنګ پېښېدلو ته چانس ور نه کړل شي. زه ډېر په دې هکله فکر کوم چې په امریکا، روسیه، چین، فرانسه، جرمني، اسراییلو، هندوستان، کاناډا... کې چې د نړۍ تر ټولو هوښیار او پوه خلک ورټول شوي نور خو یې په ځای پرېږده دا بدبختان ولې اتومي وسلې جوړوي؟ فکر کوئ چې دا شی مصؤن دی؟ نه. دا احمقان فکر کوي چې دوی ډېر پوه دي او هېڅکله به اتومي وسلې بې ځایه استعمال نه کړي خو دا په ځای استعمال یې لا څه؟ آیا بیا به هم په ټولیز ډول ډېر انسانان ونه وژل شي؟ د امریکا، روسیې، چین، فرانسې، جرمني،‌ هندوستان، اسراییلو او حتی د غولن پاکستان له مشرانو نه زما غوښتنه ده چې په اول قدم کې دې خپلې اتومي وسلې ویجاړې کړي او بیا دې د نورو وسلو د جوړولو فابریکې بندې کړي او وسله جوړول دې جرم وګرځوي. په کار دی چې په نړۍ کې داسې قوانین جوړ کړای شي چې انسان بل انسان ته ضرر ونه رسوي، په اسلام کې ډېر داسې موارد شته چې نورو انسانانو ته د ضرر رسولو مخه نیسي، په کار دی چې د اسلام، عیسویت، موسویت، هندواییزم، بوداییزم،.... مشران او عالمان کېنول شي او د انسان د خیر او فلاح لپاره ترې روایتونو را واېستل شي چې په نړۍ کې انسان له انسان سره د مینې او محبت ژوند وکړي، بدبختي او دښمني یو مخ ختمه شي.

ځواب ورکړئ