امنیت

د جوزجان اوسېدونکي د داعش د ۳ کالو د ظلمونو کیسې کوي

د هدایت الله راپور

په افغانستان کې د داعش یو اورپکی د خپل توپک د ډکولو پر وخت لیدل کیږي. د داعش اورپکي د جوزجان ولایت د یو شمېر برخو د کنټرول پر وخت هلته بې شمېره ظلمونه وکړل. افغان اردو په وروستیو کې هلته د هغوی حضور پای ته ورساوه. [آرشیف]

په افغانستان کې د داعش یو اورپکی د خپل توپک د ډکولو پر وخت لیدل کیږي. د داعش اورپکي د جوزجان ولایت د یو شمېر برخو د کنټرول پر وخت هلته بې شمېره ظلمونه وکړل. افغان اردو په وروستیو کې هلته د هغوی حضور پای ته ورساوه. [آرشیف]

کندوز -- د جوزجان ولایت د درزاب او قوش تېپې ولسوالیو اوسېدونکي، چې درې کاله مخکې د طالبانو او داعش اورپکو تر منځ نښتو د خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبور کړي ول، اوس بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.

اورپکو له ۳۰۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ بې ځایه کېدلو ته مجبورې کړې تر هغه چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د هغوی پر ضد فشار زیات کړ او په نتیجه کې یې اورپکو ته سخت تلفات ور واوښتل او له ۱۵۰ څخه ډېر داعشي جنګیالي د زمري په میاشت کې تسلیم شول.

د داعش له خوا دا ښکاره تسلیمي په دغه ولایت کې د داعش اورپکو او طالبانو تر منځ د څو اونیو سخت جنګ څخه وروسته پېښه شوه چې د راپورونو له مخې له ۳۰۰ څخه ډېر اورپکي په کې دواړو خواوو ته ووژل شول.

د جوزجان والي مولوي لطف الله عزیزي وویل، په درزاب ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ته تسلیم شویو یاغیانو له ځانونو سره ۱۱۱ کلاشینکوفونه، ۱۲ راکټونه، ۹ پيکاګانې، اېم - ۱۶ ټوپکې، اېم - ۴۹ ماشینګن او سنایپر ټوپکونه راوړل.

د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا له سخت نظامي فشار څخه وروسته، د هغو په شمول، چې په دې عکس کې راغلي، له ۱۵۰ څخه ډېر د داعش جنګیالي د زمري په ۱۰مه د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې افغان مقاماتو ته تسلیم شول. [د درزاب ولسوال ذبیح الله زاهد/فیسبوک]‌

د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا له سخت نظامي فشار څخه وروسته، د هغو په شمول، چې په دې عکس کې راغلي، له ۱۵۰ څخه ډېر د داعش جنګیالي د زمري په ۱۰مه د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې افغان مقاماتو ته تسلیم شول. [د درزاب ولسوال ذبیح الله زاهد/فیسبوک]‌

د افغان ملي اردو عسکر د ۲۰۱۷ د مارچ په ۲۴مه په بادغیس ولایت کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې خپلو مورچلو ته روان دي.‌ [هوشنګ هاشمي/ ای اېف پي]

د افغان ملي اردو عسکر د ۲۰۱۷ د مارچ په ۲۴مه په بادغیس ولایت کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې خپلو مورچلو ته روان دي.‌ [هوشنګ هاشمي/ ای اېف پي]

د جوزجان امنیه قوماندان جنرال فقیرمحمد جوزجاني سلام ټایمز ته وویل، وروسته له هغه، چې د داعش اورپکي افغان ځواکونو ته تسلیم شول، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په سیمه کې خپل عملیات پراخ کړل.

هغه وویل، «داعشیان پخپله نه دي تسلیم شوي. کله چې هغوی د افغان ځواکونو له خوا فشار احساس کړ،‌ هغوی دې ته مجبور کړای شول چې تسلیم شي.»

د داعش ظلمونو کړولي

د درزاب قومي مشر بازمحمد داور سلام ټایمز ته وویل، داعش د درزاب په درې کلیو:‌سر دره، مغول او القاني کې هر ډول ظلمونه وکړل.

هغه وویل، «د داعش اورپکي د ماشومانو په وژلو سربېره، د خلکو د مالونو په غلا کولو، جنسي بریدونو کولو، د ملکي خلکو وېرولو او د ښوونځیو ودانیو ته اور اچولو کې ښکېل ول،»

داور وویل،‌ «دې ډلې یو ۱۱ کلن د ښوونځي هلک رحیم داد له دې امله حلال کړ چې محلي پولیسو ته یې ډوډۍ او اوبه ور وړي ول. دا ماشوم د داعش د جنګیالیو له خوا له دې امله ووژل شو چې له خپل اوښي سره یې، چې په محلي پولیسو کې یې کار کاوه، مرسته کړې وه.»

د محلي مقاماتو په وینا، د داعش جنګیالیو دغه هلک د وري د میاشتې په ۲۸مه د درزاب په کوتل اویستي سیمه کې وواژه.

هغه د یوې بلې وېروونکې پېښې د مثال په وړاندې کولو سره، وویل، «هغه ظلمونه، چې داعش په دې سیمه کې وکړل، ښایي له هغه څه نه بدتر وي چې دغې ډلې په سوریه او عراق کې ترسره کړي ول،»

هغه وویل، «د داعش ۴ جنګیالیو یوه ۱۹ کلنه کوزده شوې نجلۍ د هغې له کور څخه د داعش یوه مرکز ته بوتلله. هلته د داعش ټول ګروپ تر څلورو اونیو پورې په هغې باندې جنسي تېری کاوه،»

هغه وویل، سربېره پر دې،‌ د داعش اورپکو په درزاب ولسوالۍ کې په لسګونو د ښوونځیو ودانۍ وسوزولې، او لږ تر لږه ۲۰۰۰۰ هلکان او نجونې یې له ښوونې او روزنې څخه محروم کړل.‌

هغه وویل، «د داعش اورپکو تر ټولو بد جرمونه ترسره کړل. اوس د درزاب اوسېدونکي حق لري چې د داعش جنګیالي محاکمې ته راکاږي.»

د عامو خلکو له خوا د انصاف او سزا غوښتنه

د شیبرغان یوه ۴۸ کلن اوسېدونکي حفیظ بیګ، چې اصلاً د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکی دی،‌ وویل، «د داعش اورپکي او د هغوی مشران باید محاکمه او تر ټولو سخته سزا ورکول شي ځکه چې هغوی دلته ژوند ویجاړ کړی دی،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د هغوی کارونه کاملاً غیرقانوني او غیرانساني ول. هغوی په سیمه کې ښوونځي بند کړل، د ښوونځیو ودانۍ یې ویجاړې کړې او د ملکي خلکو په کورونو کې یې مورچلونه جوړ کړل.»

وروسته له هغه، چې د داعش اورپکي په جوزجان کې تسلیم شول، افغان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د زمري په ۱۵مه د کابینې په یوه غونډه کې وویل چې تسلیم شويو اورپکو سره به د جګړې د زندانیانو په څېر چلند وشي.

هغه وویل، «له محاصرې څخه وروسته حکومت ته د هغوی تسلیمېدل دا معنی نه لري چې د هغوی ظلمونه به له پامه وغورځول شي او دا چې هغوی بخښل کیږي. هغوی وروسته له هغه تسلیم شول چې د هغوی مشر هبت الله او د هغه په لسګونو جنګیالي ... زمونږ د ځانګړیو ځواکونو له خوا ووژل شول.»

د درزاب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، ملک محمد،‌ چې ۳۷ کاله عمر لري وویل، «وروسته له هغه، چې داعش بې واکه کړای شو، د دې سیمې خلکو د سولې او له ظلم څخه خلاص ژوند کول پیل کړل،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «داعش د درې کالو په مخه تر ټولو بد ظلمونه وکړل -- خدای دې هغوی ته سزا ورکړي،»

د جوزجان د ولایتي شورا رییس بابر ایشچي وویل، امنیتي ځواکونه باید اوس هڅې زیاتې کړي چې په درزاب کې تلپاتې امنیت او ثبات یقیني شي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «افغان ځواکونه باید د کال په دې وخت کې تصفیوي عملیاتو ته د دوام ورکولو فرصت له لاسه ور نه کړي،»

هغه وویل، «اوس اکثرې کورنۍ په خپلو سیمو کې ځای پرځای شوي دي، خو که ځایي حکومت د تلاشۍ پوستې جوړې او اضافي امنیتي ځواکونه توظیف نه کړي، ښایي چې په راتلونکي کال کې ننګونې لا پسې پراخې شي،»

حکومت مرسته او امنیت برابروي

بې ځایه شوې کورنۍ تر هغه وخته په شیبرغان کې د کرایي په کورونو کې اوسېدلې چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سیمه له داعش څخه پاکه کړه.‌

اوس چې کورنۍ بېرته ستنېږي، محلي مقامات په دې کار کوي چې مرستې ورته برابرې کړي، خو کورنۍ وایي چې هغوی لا هم له ستونزو سره مخامخ دي.

مرحبا، چې ۴۲ کاله عمر لري او د څلورو ماشومانو مور ده وویل، هغه خوشحاله وه چې په درزاب کې خپل کور ته بېرته ستنه شي خو د داعش له خوا د ملکي خلکو د کورونو ویجاړولو او په مورچلونو باندې اړولو له امله سخته پرېشانه شوه.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «کله چې مونږ تللو مونږ هر څه لرل، خو اوس چې مونږ راستانه شوو، هېڅ شی راته نه دی پاتې. داعش زمونږ کورونه لوټ کړي او زما د کورنۍ کوټې، پخلنځی، تنور او غوجل یې ویجاړ کړي دي، او مونږ مجبور یو چې اوس یې په دا یخ ژمي بېرته جوړ کړو.»

ولسوال عزیزي وویل،‌ حکومت هڅې تېزې کړي چې راستنېدونکیو کورنیو ته وظیفې پیدا کړي او داسې پلانونه به تطبیق کړي چې ژر درزاب ته وړې او غټې اقتصادي پروژې راوړي.

هغه د لړم په ۵ مه خبریالانو ته وویل، «حکومت دې ته ژمن دی چې په دې سیمو کې امنیت ډاډمن کړي او د خلکو اړتیاوو ته پاملرنه وکړي،» او زیاته یې کړه چې محلي مقاماتو ۵۰ ښوونځي، چې داعش اورپکي بند کړي ول، بېرته پرانستي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تاسو په دې لیکنه باندې ډېره زیاته خواري کړې ده، خو یو څه تېروتنې هم په کې شته. مثلاً، ۱۱ کلن شاګرد، جنرال مولوي لطف الله هغه ښوونځي او زده کوونکي، چې له ښوونې او روزنې څخه محروم شوي ول، وسوزول، او په یوه مثال کې هغه د کندوز ذکر کوي په داسې حال کې چې خبر د جوزجان په هکله دی. یو ځل بیا، د خبریال له خوا اېستل شوی زحمت د ستاینې وړ دی، خو ایډیټر باید ډېره پاملرنه ورته کړې وای.‌

ځواب ورکړئ