امنیت

افغان ځواکونو د طالبانو له خوا 'د ګمرکي مالیاتو' په نامه په زور د پيسو اخیستلو پر ضد حرکت پیل کړ

د عمر راپور

یو طالب اورپکی د ۱۳۹۶ د چنګاښ په ۲۷مه د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز په لمنه احمد ابا ولسوالۍ کې یو مسافر تلاشي کوي. [فریدالله احمدزی/ای اېف پي]

یو طالب اورپکی د ۱۳۹۶ د چنګاښ په ۲۷مه د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز په لمنه احمد ابا ولسوالۍ کې یو مسافر تلاشي کوي. [فریدالله احمدزی/ای اېف پي]

هرات -- افغان ځواکونه د هغو طالب اورپکو پر ضد عملیات پیلوي چې د فراه - هرات او هرات - کابل په لویو لارو له سوداګرو او نورو خلکو څخه په ناقانونه مالیات ټولوي.

د دغو موقتو ګمرکي پوستو له جوړولو څخه وروسته، طالبان له موټروانانو څخه د هغوی د مالونو د ارزښت په اساس «مالیه» ټولوي، او هغوی ته داسې رسیدونه ورکوي چې د تش په نامه «د افغانستان اسلامي امارت» مهر پرې لګېدلی دی.

د محلي مقاماتو په وینا، د دغې جعلي مالیه اخیستنې د ودرولو لپاره، افغان امنیتي ځواکونو د لویو لارو په اوږدو کې ګزمې زیاتې کړي، او اورپکي یې دې ته مجبور کړي چې د تلاشۍ پوستې پرېږدي او وتښتي.

د فراه امنیه قوماندان رحمت الله صدیقي په بالابلوک ولسوالۍ کې یوې سیمې ته په اشارې سره وویل، «تجارتي کاروانونه د فراه - هرات په لویه لاره د فراه رود په سیمه کې د طالبانو له خوا ودرول کېدل، چې موټروانان به یې وېرول او ناوړه چلند به یې ورسره کاوه،»

د افغان ملي اردو عسکر د لړم په ۲۸مه د فراه ښار په لمنو کې د طالب ضد عملیاتو په ترڅ کې ځای پرځای کیږي. افغان امنیتي ځواکونه د هغو اورپکو پر ضد عملیات کوي چې هڅه کوي د فراه - هرات او هرات - کابل په لویو لارو له تلونکو افغانانو څخه پیسې په زور واخلي. [د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو د رسنیو دفتر]

د افغان ملي اردو عسکر د لړم په ۲۸مه د فراه ښار په لمنو کې د طالب ضد عملیاتو په ترڅ کې ځای پرځای کیږي. افغان امنیتي ځواکونه د هغو اورپکو پر ضد عملیات کوي چې هڅه کوي د فراه - هرات او هرات - کابل په لویو لارو له تلونکو افغانانو څخه پیسې په زور واخلي. [د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو د رسنیو دفتر]

هغه وویل، «کله چې موټروانانو مونږ ته د وضعیت په هکله وویل، مونږ سیمې ته راغلو او د فراه رود په دوه سرکه کې مو په زور د پیسو اخیستلو کمپاین بند کړ. په داسې حال کې چې پخوا به طالبانو په تجارتي موټرو ډزې کولې، اوس دا موټرونه کولی شي چې په سیمه کې سفر وکړي، او مونږ د طالبانو له خوا ډارونې پای ته رسولې دي.»

حکومتي ځواکونه په هرات ولایت کې په ورته ډول پر مخ روان دي.

د هرات د والي مرستیال محی الدین نوري سلام ټایمز ته وویل، «د هېواد په لوېدیځو سیمو کې سوداګرو له مونږ سره خپلې اندېښنې شریکې کړې،»

هغه وویل، «دغه وخت مونږ د لویې لارې د ګزمې ځواکونو ته وویل چې په هرات ولایت کې د تورغونډۍ له بندر [د افغانستان او ترکمنستان تر منځ پولې] او د اسلام کلا له بندر [د افغانستان او ایران تر منځ پولې] څخه شینډنډ ولسوالۍ ته خپل عملیات پراخ او زیات کړي،»

نوري وویل، «تر اوسه، مونږ په هرات ولایت کې د پرتو دغو دوه لویو لارو په اوږدو کې له کومې پېښې سره نه یو مخامخ شوي، او طالبانو بله کومه د تلاشۍ پوسته نه ده جوړه کړې، نه یې هڅه کړې چې له وضعې څخه ګټه واخلي، او دا تر ډېره له دې امله ده چې زمونږ ځواکونه په دې لویه لاره بشپړ کنټرول لري،»

له افغانانو څخه په زور پیسې اخیستل

د امنیتي ځواکونو له خوا له اقداماتو څخه مخکې، طالبانو په سیستماتیک ډول له افغانانو څه په زور پیسې اخیستلې. که څه هم چې اوس وضعه د امنیت د ښه کېدا له امله بهتره شوې، طالبان لا هم د تلاشۍ په پوستو کې له موټروانانو څخه پیسې اخلي او دغه کار څو ساعته روان وي.‌

د هرات د سوداګرۍ د خونې رییس سعد خطیبي سلام ټایمز ته وویل، طالبانو «اعلان وکړ چې هغوی به له هرات څخه تر کابل پورې د لارې په اوږدو کې له سوداګرو څخه د هغوی د مالونو مالیات ټولوي.‌ هغوی دا پیسې په یوه رسمي شکل ټولوي، او سوداګر یې ورکوي.»

خطیبي وویل، «هغوی د زرنج ښار سره نژدې یوه غورفه لګولې وه او له موټرونو څخه یې حق العبور ټولاوه،»

په هرات کې د تعمیراتي موادو یوه واردوونکي سید ولي شاه وویل، «طالبان په فراه رود کې له سوداګرو څخه ګمرکي مالیه ټولوي او ان رسیدونه ورکوي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغوی داسې رسیدونه ورکوي چې د رخت په ټوټو لیکل شوي او د افغانستان اسلامي امارت مهر پرې لګېدلی دی، او وایي چې دا د رخت ټوټه تر کابل پورې په ټوله لاره د تادیاتو د رسید په توګه د منلو وړ ده،»

هغه وویل، «طالبان هر هغه څوک، چې طالبانو ته تادیات نه کوي یا د هغوی له رخت نه جوړ رسیدونه ردوي، ودروي، او وېروي یې.‌ طالبان له هر موټر څخه، چې اوسپنیز مواد انتقالوي ۳۵۰۰۰ افغانۍ (۴۶۲ ډالر) اخلي،‌ په داسې حال کې چې د سیمنټو له انتقالوونکیو موټرو څخه ۲۵۰۰۰ افغانۍ (۳۰۰ ډالر) ټولوي.»

طالبانو، د دې لپاره، چې له هغو موټرو څخه چې په فراه ولایت کې تجارتي مالونه انتقالوي، پیسې په زور واخلي،‌ د شیخ ابونصر فراهي په لویه لاره، چې ایران د فراه ښار سره وصلوي،‌ یې تش په نامه د ګمرک دفتر جوړ کړی دی.

د مدني ټولنې د یوه ځایي فعال په وینا، طالبان هره ورځ د فراه په سړکونو له موټر چلوونکیو څخه په میلیونونو افغانۍ په زور اخلي.

په فراه ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال حمیدالله رحماني سلام ټایمز ته وویل، طالبانو «د فراه رود لاره د یوه زنځیر په وسیله بنده کړې. هغوی له هر موټر څخه، چې تجارتي مالونه انتقالوي، د موادو د ډول په اساس ۲۵۰۰۰ - ۳۰۰۰۰ افغانۍ (۳۳۰ - ۳۹۶ ډالر) اخلي.»

هغه وویل، «تر ډېره په فراه ولایت کې د ګمرک سټېشنونو ته ورته چې په قانوني توګه له موټروانانو څخه پیسې ټولوي، طالبانو خپل د ګمرک سټېشن جوړ کړی او په دې برخه کې یې خپلې لایحې جوړې کړي دي،»

رحماني وویل، «هغوی په یوه لویه لاره ودرېږي او هره ورځ له ۳ میلیونو څخه تر ۴ میلیونو افغانیو (۴۰۰۰۰ - ۵۲۰۰۰ ډالر) ټولوي ... چې ډېرې زیاتې پیسې دي. طالبان په دغو پیسو خواړه، وسلې او مهمات اخلي او خپلو اورپکو ته ترې تادیات کوي.»

هغه وویل، «دا د هغوی د جنګ د تمویل لپاره یوه عایداتي سرچینه ده،»

طالبان موټروانان وهي او ګواښي

د تجارتي لاریو هغه موټروانان، چې په لویو لارو له طالبانو سره مخامخ کیږي، د اورپکو د ظلم او وحشت کیسې کوي، او وایي چې هغوی په زور د پیسو اخیستنې څخه تر پوزې پورې رسېدلي دي.‌

یوه لارۍ چلوونکي جلیل احمد سلام ټایمز ته وویل،‌ «طالبان مونږ ته حکم کوي چې پیسې ورکړو، که نه په زور یې راڅخه اخلي. ان که مونږ پیسې ونه لرو او غواړو چې لږې ورکړو، هغوی په مونږ باندې فشار راوړي چې ډېرې ورکړو.»

هغه وویل، «دا یوه جدي ستونزه ده. هغوی شپه او ورځ له مونږ څخه پیسې اخلي.»

د محمد یونس په نامه یوه بل لارۍ چلوونکي سلام ټایمز ته وویل، «طالبان د شپې خواوشا ۱۰ یا ۱۱ بجې سړک د غټو ډبرو په وسیله بند کړي او له مونږ هر یوه څخه ۱۰۰۰۰ افغانۍ (۱۳۲ ډالر) په زور اخلي. که ور یې نه کړو،‌ هغوی مونږ د ټوپکونو په کونداغونو تر هغه وخته وهي څو د هغوی له خوا غوښتل شوې پیسې ورکړو.»

لارۍ چلوونکي نثاراحمد وویل، «طالبانو ته مونږ کوم ارزښت نه لرو. هغوی مونږ ته ټوپک ونیسي او وایي، 'مونږ به تاسو ووژنو، او هیڅوک به شاهد نه وي.'»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغوی پیسې غواړي. مونږ هغوی ته زارۍ کوو، او وایو، 'د خدای لپاره، مونږ دومره ډېرې پیسې له کومه کړو؟ مونږ دا تجارتي مالونه په خپلو موټرونو کې بار کړي. آیا دا په دې معنی ده چې مونږ کافران یو؟ تاسو له ما نه څه غواړئ؟'»

ډېر کړاو ملکي خلکو ته رسېږي

د طالبانو له خوا په زور د پیسو اخیستنه په محلي بازارونو کې د انفلاسیون سبب شوې ده، چې د عادي خلکو لپاره دا سختوي څو خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.

په هرات ولایت کې یوه اقتصاد پوه محمد یعقوب مصحوف وپوښتل، «یو سوداګر باید څو بېلابېلو مقاماتو ته مالیات ورکړي؟‌ داسې فیسونه ولې باید حکومت او اورپکو ګروپونو دواړو ته تادیه کړای شي؟»

هغه سلام ټایمز ته وویل، طالبان کولی شي چې «له سوداګرو او تجارانو څخه په زور پیسې واخلي،»

هغه وویل، «د قانون له مخې، کله چې سوداګریز توکي، چې د هغو د وارداتو مالیات او د ګمرکاتو فیسونه په قانوني توګه تادیه شوي وي، یوه هېواد ته ورسېږي، نباید چې نور اضافي، ګمرکي تادیات پرې ورکړل شي،»

هغه وویل، «کله چې د سوداګرو په مالونو باندې اضافي مالیات او ګمرکي فیسونه ور واچول شي، په دې کار سره اخري کاروونکیو ته سخت زیان ور رسیږي... او په قېمتونو باندې مستقیماً تاثیر کوي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تاسو ډېر زیات دروغ وایئ!

ځواب ورکړئ