زده کړه

یو فعال د بایسکل په وسیله د افغانستان بېلابېلو برخو ته د پوهنې پیغام خپروي

د خالد زېري راپور

یوه افغان مدني فعال او رادېو ژورنالست، ادریس سیاوش، د ۱۳۹۷ د لیندۍ په ۱۹مه د هېواد هر ولایت ته د بایسکل په وسیله د دې لپاره سفر پیل کړ چې د پوهنې او سواد پیغام خپور کړي. [خالد زېری]

لغمان -- د مدني ټولنې فعال او رادېو ژورنالست، ادریس سیاوش، د افغانستان هر ولایت ته د بایسکل په وسیله د دې لپاره سفر پیل کړ چې د پوهنې او سواد پیغام خپور کړي.

سیاوش خپل سفر د لیندۍ په ۱۹مه د لغمان ولایت له مرکز مهترلام څخه پيل کړ او د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد په لور روان شو. له جلال اباد څخه هغه په بایسکل کابل ته لاړ چې د یکشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۵مه/ هلته ورسېد.

سیاوش د خپل بایسکل په شاتنۍ برخه کې یو کوچنی کتابتون لګولی چې د پښتو ژبې د مشهورو لیکوالو عکسونه لرونکي کتابونه یې په کې بار کړي دي.

هغه د لوډسپیکر په وسیله، مخکې تر مخکې ریکارډ شوي پیغامونه اوروي چې په کې عام خلک دې ته هڅوي چې کتابونه ولولي او تعلیم ته مخه کړي.

۲۷ کلن ادریس سیاوش خپل سفر د لیندۍ په ۱۹مه له لغمان ولایت څخه پیل کړ. [خالد زېری]

۲۷ کلن ادریس سیاوش خپل سفر د لیندۍ په ۱۹مه له لغمان ولایت څخه پیل کړ. [خالد زېری]

ادریس سیاوش د لیندۍ په ۱۹مه د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د ښوونځي ماشومانو ته کتابونه ور وېشي. [خالد زېری]

ادریس سیاوش د لیندۍ په ۱۹مه د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د ښوونځي ماشومانو ته کتابونه ور وېشي. [خالد زېری]

سواد خپرول

سیاوش، چې ۲۷ کاله عمر لري، لا د بایسکل د سفر له پیلولو څخه مخکې د دې لپاره «مبارزه» کوله چې سواد خپور کړي.

هغه په مهترلام کې سلام ټایمز ته وویل، «ما په فیسبوک باندې د خپلو فعالیتونو په هکله لیکنې کولې، خو اوس زه پوه شوم چې د افغانستان نوی نسل په ښوونه او روزنه کې یو انقلاب غواړي،»

هغه وویل، «څومره چې زه پوهېږم، یوازنۍ لاره، چې ټولې بدمرغۍ پرې له منځه وړل کېږي، هغه پوهنه ده. د دې بایسکل په چلولو سره، زه غواړم چې ټول ولایتونه وګورم او د ښوونې او روزنې پیغام خپور کړم.»

سیاوش د فیسبوک د یوه کمپاین له لارې له نورو افغانانو څخه په سلګونو کتابونه راټول کړل. هغه، نورو ولایتونو ته د خپل سفر له پیلولو څخه مخکې، په مهترلام کې زیات شمېر زده کوونکیو ته کتابونه او کتابچې ور ووېشل.

هغه وویل، «زه غواړم چې په هر ولایت کې یو شمېر ښوونځي وګورم او با استعداده زده کوونکیو ته کتابونه او کتابچې ورکړم. دا کار د دې لپاره کوم چې نور دې ته وهڅېږي چې خپلو زده کړو ته پام وکړي.»

سیاوش پر بایسکل د نه ګرځېدلو پر وخت په جلال اباد کې یو خصوصي راډېو سټېشن چلوي. پخوا هغه له اراکوزیا اېف اېم او د افغان ښځو شبکې سره کار کاوه.

د پوهې زړي کرل

ډېرو افغانانو د سیاوش د کار له امله هغه ستایلی دی او وایي چې دغه ډول نوښتونه کولی شي چې د پوهنې د ارزښت په هکله خبرتیا پراخه کړي.

د پښتو ژبې یوه شاعر او لیکوال محمد ادریس غروال په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، «زما سیاوش غواړي چې د جګړه ځپلي ملت په زړونو او ذهنونو کې د پوهې،‌ ښوونې او روزنې، مینې او عاطفې زړي وکري،»

په جلال اباد کې یوه ژورنالست هلال الدین عزیزیار سلام ټایمز ته وویل، «دا غټ کار دی، او دا کار به ټولنې ته داسې یو پیغام ور ورسوي چې ښوونې او روزنې ته مخه کړي. زه او زما ملګري د دې ملاتړ کوو، او مونږ به خپلې ټولې هڅې وکړو چې په دې برخه کې مرسته وکړو.»

هغه وویل،‌ «ښوونه او روزنه یوه غټه اړتیا ده. دغه ډول ویښ او خبر ځوانان کولی شي چې زمونږ د ښوونې او روزنې سکتور ته خوځښت ورکړي او لا نوره یې پرمخ بوځي.»

د جلال اباد یوه ۲۸ کلن اوسېدونکي محمد یوسف وویل، «مونږ په هغه څه چې د ښوونې او روزنې په برخه کې کېږي،‌ خوښ یو. مونږ یې ستاینه کوو، او څومره چې کېدای شي مونږ به یې مرسته وکړو.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د سیاوش په څېر نور ځوانان باید د ښوونې او روزنې لپاره کار وکړي ځکه چې زمونږ هېواد په ریښتیا سره ورته اړتیا لري،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ادریس سیاوش، دا ځوان د مطالعې پیغام د خپل بایسکل په وسیله د افغانستان په ټولو ولایتونو کې خپروي تر څو د ولایتونو ځوانان پوه شي چې کتابونه مطالعه وکړي. کتاب تر ټولو ښه ملګری دی. ادریس سیاوش په خپلو محدودو منابعو وتوانیده چې د کتاب لوستلو پیغام له لغمان ولایت څخه پیل کړي او ټولو ولایتونو ته یې ورسوي. د سیاوش دا فکر د ستایلو وړ دی. دا کار باید د افغان تلویزونونو له خوا شوی وای، چې په لاس کې یې ښې اسانتیاوې شته. تلویزونونه باید د هندي او ترکي سریالونو پر ځای تعلیمي پروګرامونه خپاره کړي. د افغانستان رسنۍ باید دې ټکي ته متوجه وای چې ځوانانو ته یې د لوستلو څرنګوالی ور زده کړی وای، تر څو زموږ نا لوستي ځوانان په دې پوه شي چې زده کړې وکړي. د دې پر ځای چې داسې هندي او ترکي سریالونه خپاره کړي چې د ځوانانو ذهنیت خرابوي، ښه به دا وي چې داسې ښوونیز پروګرامونه خپاره شي چې د افغانستان ځوانانو ته یې ګټه ورسیږي. د افغانستان ځوانان له زده کړو لرې پاتې شول. د دې ځوانانو لپاره، د دې ټولو هنري او تفریحي پروګرامونو په پرتله تعلیمي پروګرامونه ډیر ضروري دي.

ځواب ورکړئ

هیله ده چې لا نوره بریا یې په برخه شي او له سلام ټایمز نه مننه چې داسې ښه خبرونه خپروي.

ځواب ورکړئ