امنیت

طالبانو د خپلو جنایتونو د پټولو لپاره په غور کې د خلکو تلوېزیونونه وسوزول

د عمر راپور

طالبان د ۱۳۹۷ د لړم په ۲۹مه په غور ولایت کې تلوېزیونونه سوزوي. افغان چارواکي وایي، چې طالبان د تلویزیونونو په ویجاړولو سره هڅه کوي چې خبرونو ته د عامو خلکو لاسرسی محدود او خپل ډېرېدونکي جنایتونه پټ کړي. [سلام ټایمز]

هرات -- طالبانو د تاوتریخوالي یوه نوي ډول ته مخه کړې ده -- چې په ترڅ کې یې د غور ولایت د دولت یار ولسوالۍ په لیرې پرتو کلیو کې د ځایي خلکو تلوېزیونونو ته اور ور اچوي.

د سېمې اوسېدونکي وایي چې د دغې ویجاړۍ هدف دا دی چې هغوی د طالبانو د جنایتونو په هکله په تیارو کې وساتل شي. په عام ډول د ډېرو تلوېزیونونو د سوزولو هدف دا دی چې یوې خواته ځایي خلک ووېرول شي او بلې خواته هغوی خبرونو ته له لاسرسي څخه محروم کړای شي.

د دغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سیف الدین سلام ټایمز ته وویل، «د دولت یار ولسوالۍ اوسېدونکي حق لري چې له ژوند څخه خوند واخلي. طالبانو، چې د دولت یار په ځینې سیمو کې فعال دي، د خلکو له کورونو څخه په زور سره تلوېزیونونه اخیستي او اور یې ور اچولی دی.»

هغه وویل، «طالب اورپکي نه غواړي‌ چې ملکي خلک یو ښه ژوند ولري،» او زیاته یې کړه چې، د ولسوالۍ اوسېدونکیو له حکومت څخه غوښتي چې د دغه ډول ستونزو مخه ونیسي.

افغان خبریالان د وږي د میاشتې په ۲۰مه په کابل کې د طلوع تلوېزیون په خبر خونه کې کار کوي. په غور ولایت کې طالب اورپکي تلوېزیونونه ویجاړوي چې محلي خلک د طالبانو د جنایتونو په هکله ناخبره وساتي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان خبریالان د وږي د میاشتې په ۲۰مه په کابل کې د طلوع تلوېزیون په خبر خونه کې کار کوي. په غور ولایت کې طالب اورپکي تلوېزیونونه ویجاړوي چې محلي خلک د طالبانو د جنایتونو په هکله ناخبره وساتي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د هغو افغان عسکرو جسدونه چې طالب یاغیانو یې موټرونه درولي وو او هغوی یې ترې راښکته کړي او وژلي دي. دا عکس د ۱۳۹۳ د زمري په ۳ مه په غور ولایت کې اخیستل شوی دی. [ای اېف پي]

د هغو افغان عسکرو جسدونه چې طالب یاغیانو یې موټرونه درولي وو او هغوی یې ترې راښکته کړي او وژلي دي. دا عکس د ۱۳۹۳ د زمري په ۳ مه په غور ولایت کې اخیستل شوی دی. [ای اېف پي]

سیف الدین وویل چې دغو خلکو «سخت کار وکړ او خپلو کورونو ته یې تلوېزیونونه واخیستل چې هغوی ورته غوږ ونیسي او د حکومت د پلانونو په هکله په ښه ډول خبر شي،»

د غور ولایت یوه اوسېدونکي غلام حضرت سلام ټایمز ته وویل، «خلکو خپل مالونه خرڅ کړل چې ځانونو ته تلوېزیونونه او سټیلایټونه واخلي او په تلوېزیون باندې خپل ولسمشر او په پارلمان کې خپل استازي وګوري،»

حضرت وویل، «مونږ له حکومت څخه غواړو چې دغلته عملیات پیل کړي او طالب اورپکي له سیمې څخه پسې واخلي. مونږ تل له خپلو امنیتي ځواکونو سره ودرېدلي یو او په راتلونکي کې به هم دغه کار ته دوام ورکړو.»

د غور ولایت یوه بل اوسېدونکي عبدالغفور وویل، «طالب اورپکي له اجازې پرته د خلکو کورونو ته ننوځي. په داسې حال کې چې خلک غواړي چې هره ورځ خبرونه وګوري او له حالاتو خبر اوسي، طالبان هغوی له داسې کولو څخه ایساروي.»

غفور سلام ټایمز ته وویل، «طالبان مونږ ته وایي چې مونږ باید ږیرې پرېږدو او دا چې مونږ حق نه لرو چې کلې یې کړو،»

هغه وویل، «خلک د طالبانو اصول او قواعد، چې مونږ بېرته تیارو ته بیايي، نه خوښوي. مونږ له حکومت څخه غواړو چې مونږ له دغه حالت څخه وژغوري.»

له عامو خلکو څخه د خپلو جنایتونو پټول

طالب اورپکي هڅه کوي چې له رسنیو څخه د افغان عوامو د لیرې ساتلو او معلوماتو ته د هغوی د لاسرسي د محدودولو له لارې د خپلو جنایتونو لړۍ پټه کړي.

د غور د ولایتي شورا یوه غړي حمیدالله متحد سلام ټایمز ته وویل، «مونږ خپلې اندېښنې په مکرر ډول له امنیتي ادارو سره شریکې کړي، او په دې مو تاکید کړی چې په دولت یار ولسوالۍ کې د طالب اورپکو موجودیت ډېر زیات خطرناک دی،»

هغه وویل، «طالبانو په غور کې هر ډول وحشیانه جنایتونه او ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي دي،» او زیاته یې کړه چې،«طالبانو ټول تلوېزیونونه ټول کړل او د خلکو په مخکې یې اور ور واچاوه.»

هغه وویل، «د طالبانو د وحشت له امله خلک نه پرېښودل کیږي چې له ورځنیو خبرونو او روانو چارو څخه خبر شي،»نوموړي یادونه وکړه، «طالبان غواړي چې هغوی د طالبانو د جنایتونو په هکله بې خبره وساتي.»

په غور کې د مدني ټولنې یوه فعال عبدالصمد احمدي تایید کړه چې، طالبان غواړي چې د غور خلک له حکومتي پروګرامونو څخه لیرې او ناخبره وساتي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «اورپکي هره ورځ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې بې ګناه خلک وژني او نور د نه بخښلو وړ جرمونه ترسره کوي،»

هغه تاکید وکړ چې، «عام خلک د طالبانو له ظالمانه قوانینو او وحشیانه کارونو څخه تر پوزې پورې رسېدلي، خو عام خلک له دې امله چوپ دي چې که هغوی اواز پورته کړي، کېدای شي چې طالبان یې ووژني،»

په غور کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد ګل پویا وویل، «د طالبانو بندیزونه د بیان د ازادۍ په وړاندې د هغوی مخالفت په ګوته کوي او دا څرګندوي چې هغوی نه غواړي چې عام خلک د هغو ځانمرګو بریدونو او چاودنو په شمول، چې هغوی یې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ترسره کوي، د هغوی د شیطاني پلانونو په هکله خبر شي،»

پویا وویل، «طالبانو له محلي خلکو څخه د عشر او زکات په ټولولو سربېره، له خلکو څخه د ازادۍ او د بیان د ازادۍ حق تروړلی دی،»

د غور د ولایتي شورا رییس فضل الحق احسان سلام ټایمز ته وویل، «عام خلک نه غواړي چې د طالب اورپکو منحوس مخونه حتی یوه ورځ هم وګوري. د طالبانو یوازنۍ لاسته راوړنه ورانول او وژل دي.»

هغه وویل، محلي خلک د اورپکو د دغې ډلې له کارونو څخه تر پوزې پورې رسېدلي او د هغوی د له منځه تللو هیله لري.

په غور کې د مدني ټولنې فعال پویا وویل، «ملکي خلک له طالبانو څخه کرکه لري او نه غواړي چې نور د دغې ډلې ظلمونه وګوري،»

هغه وویل، «د عامو خلکو له خوا د طالبانو په وړاندې کرکې دغه اورپکې ډله خفه کړې ده،» او زیاته یې کړه چې، «په نتیجه کې، اورپکو د ملکي خلکو وېرول او په هغوی باندې داسې فشار اچول پیل کړي چې د هغوی غیر انساني قوانین او کړنې ومني.»

د حکومت له خوا عملیات

طالب اورپکي، چې له افغان ځواکونو سره د مخامخ کېدلو وړتیا نه لري، اکثر وختونه د حکومتي ځواکونو په ورتګ سره د غور ولایت لیرې پرتو ولسوالیو او کلیو ته تښتي.‌

د غور ولایت امنیه قوماندان جنرال شاه اغا شتاب سلام ټایمز ته وویل، «د افغانانو دښمنانو د دولت یار په لیرې پرتو سیمو کې د ځایي خلکو تلوېزیونونه سوزولي دي. طالبان باید پوه شي چې افغانان د خپلو دښمنانو په وړاندې متحد ولاړ دي.»

شتاب وویل، «د طالبانو نظر دا دی چې عام خلک باید له رسنیو او خبرونو څخه لیرې وساتل شي چې هغوی د افغانانو پر ضد د طالبانو د ترسره شویو جنایتونو په هکله څه وانه وري،»

هغه تاکید وکړ، «خو طالب اورپکو غلط حساب کړی ځکه چې زمونږ امنیتي ځواکونه د هغوی پر ضد کلک ولاړ دي او هغوی به ویجاړ کړي،»

هغه د غور ولایت خلکو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل، «زه له خپلو هېوادوالو سره ژمنه کوم چې مونږ دې ته تیار یو چې د دښمن په مقابل کې وجنګېږو، او تاسو کولی شئ چې په دې هکله مطمئن واوسئ،»

د والي ویاند عبدالحی خطیبي سلام ټایمز ته وویل، «مونږ ته په دولت یار ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د تلوېزیونونو د سوزولو په هکله شکایتونه را رسېدلي دي. زمونږ امنیتي ځواکونه به اجازه ور نه کړي چې طالب اورپکي ځایي خلک ووېروي یا د هغوی عادي ژوند ټکنی کړي.»

خطیبي وویل، «طالبان نشي کولی چې نور د امنیتي ځواکونو پر ضد وجنګیږي، او ملکي خلک د دغې جنایتکارې ډلې ملاتړ نه کوي. له دې امله، اورپکي هڅه کوي چې د ډارونې له لارې خپل شوم پلانونه پرمخ وېسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500