جرم او انصاف

افغانانو د حکومت له خوا د جنګسالارانو او زورواکانو پر ضد عملیات وستایل

د سلیمان راپور

د کابل پولیسو د تمیم شهاب د ۱۳ساتونکو یو عکس خپور کړ، چې د لیندۍ په ۱۳مه لږ تر لږه له ۲۰ ساعته مقاومت څخه وروسته ونیول شول. [د کابل پولیس/فیسبوک]

د کابل پولیسو د تمیم شهاب د ۱۳ساتونکو یو عکس خپور کړ، چې د لیندۍ په ۱۳مه لږ تر لږه له ۲۰ ساعته مقاومت څخه وروسته ونیول شول. [د کابل پولیس/فیسبوک]

کابل -- د مدني ټولنې فعالان او ځایي خلک وایي،‌ چې د جنګسالارانو او ځایي زورواکو پر ضد د هغوی روانې هڅې د افغان قانونپوهانو، قانون جوړوونکیو، د مدني ټولنې فعالانو او ځایي خلکو له خوا ستایل شوي دي.

کتونکي وایي، چې زورواکي او د وسله والو ملېشو قوماندانان په هېواد کې د زیاتېدونکې ناامنۍ او بې ثباتۍ سبب دي، او د هغوی نیول او بندي کول ډاډمنوي چې عدالت او د قانون حاکمیت موجود دی.

عدالت ته ژمن

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش د لیندۍ په ۱۷مه سلام ټایمز ته وویل، «حکومت پرېکړه کړې چې هغه ناقانونه ګروپونه او وسله والې ډلې، چې د عامو خلکو له خوا پرې تورونه او شکایتونه موجود دي،‌ ونیسي او د عدالت منګولو ته یې وسپاري،»

هغه وویل، «مونږ په فاریاب، فراه، زابل، اروزګان او د افغانستان په شمال کې د دغو افرادو نیول پیل کړي، او د داسې افرادو او ګروپونو د نیولو پروسه دوام لري،»

د کابل پولیسو وویل چې هغوی د لیندۍ په ۱۳مه په کابل کې د تمیم شهاب له استوګنځي څخه بېلابېل ډولونه وسلې او مهمات ونیول. [د کابل پولیس/فیسبوک]

د کابل پولیسو وویل چې هغوی د لیندۍ په ۱۳مه په کابل کې د تمیم شهاب له استوګنځي څخه بېلابېل ډولونه وسلې او مهمات ونیول. [د کابل پولیس/فیسبوک]

دانش وویل، «د هغو کسانو پر ضد، چې امنیتي ځواکونو نیولي، د خلکو له خوا ډېر شکایتونه او جرمي تورونه موجود دي. مونږ لومړی هغوی نیسو او بیا یې عدلي او حقوقي مقاماتو ته سپارو څو د افغانستان عدلي سیستم وکولی شي چې د هغوی پر ضد د موجودو شکایتونو او تورونو څېړنه وکړي او د حل لارې ورته ومومي.»

هغه وویل، دا وسله والې ډلې په ناقانونه توګه -- د فساد او په زور اخیستنې له لارې -- پیسې ترلاسه کوي، ځکه چې دوی د وسلې په کارولو سره نور خلک وېروي. نوموړي وویل، «حکومت هوډ لري‌ چې هغوی ونیسي او په دې توګه ثبات او نظم رامنځته کړي.»

دانش وویل،‌ «د قانون تطبیق، د قانون د حاکمیت ډاډمنول او د خلکو د خوندیتوب او مالي امنیت ټینګول هغه لوی هدفونه دي چې لپاره یې دغه افراد او ګروپونه نیول کیږي،»

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وویل، «زمونږ امنیتي ادارې یوازني داسې مقامات دي چې کولی شي له ځواک څخه استفاده وکړي،»

هغه د لیندۍ په ۱۸مه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ هڅه کوو چې په هېواد کې له ځواک څخه د استفادې یو قانوني کلتور جوړ کړو او رسمیت ورکړو، او حکومت ناقانونه ډلو او وسله والو افرادو ته دا اجازه نه ورکوي چې له زور او وسلو څخه کار واخلي،»

په افغانستان کې د حکومت له خوا د جواز له ورکړې څخه پرته توپک لرل ناقانونه کار دی.

هغه وویل، «امنیتي ځواکونو د اروزګان ولایت او همدارنګه د فراه ولایت د پر چمن ولسوالۍ له اوسېدونکیو څخه د ترلاسه شویو عامه شکایتونو په اساس یو شمېر ناقانونه وسله وال سړي ونیول.‌ په ورته وخت کې،‌ زمونږ امنیتي ځواکونو په وروستیو کې په تخار ولایت کې یو بل ناقانونه وسله وال قوماندان ونیو.»

مرتضوي وویل، «افغان حکومت دې ته ژمن دی چې د ټولو ناقانونه وسله والو ګروپونو پر ضد جنګ وکړي،»

د قانون د حاکمیت لپاره قربانۍ

د کابل پولیسو او د یوې فرضي امنیتي کمپنۍ د مشر تمیم شنسب تر منځ یو وروستی ټکر د دې مثال دی چې حکومت دې ته ژمن دی چې د ناقانونه ګروپونو وسلې له مخې لیرې کړي.‌

د ځایي رسنیو د راپورونو په اساس،‌ دغه ټکر د لیندۍ په ۱۲مه پیل شو او لږ تر لږه ۲۰ ساعته روان وو. د ازادۍ راډېو د راپور له مخې، یو افغان پولیس افسر او یو امنیتي ساتونکی ووژل شول، او شپږ پولیس افسران او یو ژورنالست ټپیان شول.

د کابل پولیسو په وینا، وسله واله جګړه هغه وخت پای ته ورسېده چې شنسب د لیندۍ په ۱۳مه له خپلو ۱۸ خصوصي امنیتي ساتونکیو سره یوځای تسلیم شو.‌

طلوع نیوز راپور ورکړ، چې پولیسو له استوګنځي څخه د یوه راکټ، کلاشینکوف، او له ۱۵۰۰۰ څخه ډېرو مرمیو په شمول ۱۷ ډوله وسلې او ډول، ډول نظامي یونیفورمونه ونیول.

د کابل پولیسو د جنایي څېړنو د څانګې رییس محمد سالم احساس وویل، «د کورنیو چارو وزارت کې د تمیم شنسب په نامه هېڅ‌ امنیتي شرکت نه دی ثبت شوی،»

د کابل پولیسو ویاند بصیر مجاهد وویل، «کله چې تاسو دا ټول شواهد وګورئ،‌ تاسو پوهېږئ چې دلته یو څه روان ول. کله چې تاسو دا غټ‌ کور او ورسره غټ شمېر ناقانونه وسله وال سړي ګورئ،‌ په دې هکله باید څېړنه وشي چې معلومه کړي چې دلته څه روان ول.»

شنسب د ملي امنیت په توقیف کې دی او څېړنې ترې روانې دي.

د جنګسالارانو د نیونې ستاینه

د کابل اوسېدونکو د حکومت له خوا، د جنګسالارانو او زورواکو پر ضد، چې خلک وېروي او ګډوډي رامنځته کوي، روانې هڅې وستایلې .‌

یوه ۳۶ کلن ټکسي چلوونکي او د کابل اوسېدونکي عبدالولي وویل، «دا جنګسالاران په کابل او نورو ولایتونو کې او همدارنګه په لویو لارو په ډېرو وسله والو غلاوو کې لاس لري،‌ او د دوی وسله وال غړي تل ملکي خلک وېروي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه په دې خوښ یم چې ګورم زمونږ امنیتي ځواکونه هغوی بندي کوي ځکه چې د دغو غلو بندي کول یو ښه ګام دی،»‌

د کابل یوه اوسېدونکي هارون، چې ۲۱ کاله عمر لري او په دهنه باغ زنانه مارکېټ کې برګر خرڅوي، سلام ټایمز ته وویل، «د ناقانونه ګروپونو او وسله والو له منځه وړل د ټولو افغانانو هیله ده. مونږ له حکومت څخه غواړو چې دغه ټول افراد د قوم یا ژبې له تړون څخه پرته ونیسي او محاکمه یې کړي،»

افغان قانون جوړونکي هم د دغو عملیاتو ملاتړ کوي

د مشرانو جرګې د رییس مرستیال محمد آصف صدیقي سلام ټایمز ته وویل، «دغو ګروپونو د تښتونو، په زور د پیسو اخیستنو،‌ وژنو، غلاوو، لوټنو، د نشه ییزو توکو د قاچاق، په ماشومانو د جنسي تېري،‌ د ځمکو او ملکیتونو د غصب، زبر زنا، ناقانونه کان کیندنو، او لسګونو نورو ناقانونو کارونو په شمول ډېر جرمونه ترسره کړي دي،»

هغه وویل، «مونږ له امنیتي ځواکونو سره د وسله والو ګروپونو په هکله خبرې کړي دي،»

هغه وویل، «مونږ د دغو جنایتکارو ګروپونو د نیونې او محاکمې ملاتړ کوو او له حکومت څخه غواړو چې ټول دغه ډول ګروپونه ژر تر ژره ونیسي او بندیان یې کړي او په هېواد کې ثبات، امنیت او د قانون حاکمیت رامنځته کړي،»

صدیقي وویل، «جنګسالاران، ناقانونه وسله وال سړي او ناقانونه وسله وال ګروپونه زمونږ په هېواد کې د زیاتېدونکې نا امنۍ او بې ثباتۍ سببونه دي.‌ د دغو جنګسالارانو او ناقانونه ګروپونو په لاسونو کې د زرګونو وسلو موجودیت په ځینې ولایتونو کې ګډوډي رامنځته کړې ده.»

د افغانستان د قانون پوهانو د ټولنې مرستیال ګل احمد مددزي سلام ټایمز ته وویل، «د ناقانونه وسله والو افرادو او ګروپونو موجودیت د قانون حاکمیت او د حکومت پرستېژ کمزوری کړی دی،»

هغه وویل، «هغوی ځانونه له قانون څخه لوړ او د یوه حکومت په څېر بولي. هغوی د هېڅ قوانینو یا بشري حقونو پروا نه کوي.»

مددزي وویل، «له دې امله، د داسې افرادو او ګروپونو نیول او محاکمه کول کاملاً قانوني ګامونه دي او د حکومت حق جوړېږي، ځکه دغه ډول ګامونه هېواد د قانونیت او عدالت په لور پر مخ بیایي،»

جنګسالارن او ترهګران

د روان کال په لومړیو کې، افغان ځواکونو په فاریاب، اروزګان او فراه ولایتونو کې د ولایتي پوځي شوراګانو د پرېکړو په اساس درې غټجنګسالاران او د ملېشو مشران نیولي دي.‌

د چنګاښ په ۱۱مه، مقاماتو نظام الدین قیصاري په فاریاب کې وروسته له هغه ونیو چې د ادعاوو له مخې هغه په یوه ولایتي امنیتي غونډه کې چارواکو ته کنځلې او د مرګ ګواښونه وکړل. د چنګاښ په ۱۴مه، مقاماتو د فراه ولایت محمد داود مبارز او د اروزګان ولایت رحیم الله ونیول.

په ورته ډول، د چنګاښ په ۱۴مه، افغان ځانګړیو ځواکونو د بدخشان یو جنګسالار نادرشاه کوفي ونیو.‌

د لیندۍ په لومړیو کې، د ملي امنیت منسوبینو په میدان وردک ولایت کې دهزاره ملېشو قوماندان علیپور، چې په زور د پیسو اخیستنې، وېرونې او د ناقانونه وسله والو د استخدام تورونه پرې لګېدلي ول، ونیو.

د ملي امنیت ریاست وروسته له هغه علیپور په ضمانت خوشې کړ چې په ملاتړ یې لاریونونه وشول، خو د هغه له مشروطې ازادۍ څخه مخکې، علیپور په یوه ویډیوي پیغام کې وویل چې هغه دې ته چمتو دی چې خپلې ټولې وسلې حکومت ته وسپاري.

د کورنیو چارو وزارت وویل، چې له هغه څخه به څېړنې وشي.

نویدخان ابادي، چې په نویدک هم مشهور دی، د لیندۍ په ۱۰مه له یوه ۳۰ ساعته مقاومت څخه وروسته په تخار کې ونیول شو.

د افغانستان د مدني ټولنو د فدراسیون رییس صدیق انصاري سلام ټایمز ته وویل، «ناقانونه وسله وال ګروپونه او ځواکمن جنګسالاران ان له داعش او طالبانو څخه هم ډېر خطرناک دي،»

هغه وویل، «د دې افرادو نیول به ټولنې ته ارامي او ثبات راولي. د مدني ټولنې د یوه فعال په توګه، زه د قیصاري، علیپور، رحیم الله، نویدک او دوی ته ورته نورو افرادو بندي کول د قانون د حاکمیت او مدنیت د یوه ګام په توګه ستایم.»

هغه وویل، «زه له عامو خلکو څخه غواړم، چې کله حکومت دغه جنایتکاران نیسي، هغوی دې لاریونونه نه کوي. همدارنګه، زه له سیاستوالو څخه هم غواړم چې د داسې افرادو او ګروپونو ملاتړ نه کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زما په نظر د داسې کسانو (زورواکانو او جنګسالارانو) محاکمې ته هېڅ حاجت نشته، دا خلک خصوصا هغه چې مقاومت کوي باید په نیولو سره سمدلاسه له مخې لیرې کړای شي ځکه په دوی باندې وار له مخه د انسانانو د وژنو تورونه ثابت دي.

ځواب ورکړئ