امنیت

په غزني کې د طالبانو سلا کوټ ښیي چې ایران د جګړې د پراخولو هڅې کوي‌

د سلیمان راپور

افغان پولیسو او د ملي امنیت د ریاست ځواکونو د لیندۍ په ۱۸مه د غزني ښار په علي لالا سیمه کې یوه د استوګنې کور څخه د وسلو او مهماتو یوه ذخیره ونیوله. د ځایي چارواکو په وینا، د طالبانو د وسلو په ډیپو کې لږ تر لږه ۹ ایران جوړ وسلې موجودې وې.‌ [سلیمان]

افغان پولیسو او د ملي امنیت د ریاست ځواکونو د لیندۍ په ۱۸مه د غزني ښار په علي لالا سیمه کې یوه د استوګنې کور څخه د وسلو او مهماتو یوه ذخیره ونیوله. د ځایي چارواکو په وینا، د طالبانو د وسلو په ډیپو کې لږ تر لږه ۹ ایران جوړ وسلې موجودې وې.‌ [سلیمان]

کابل -- چارواکي او تحلیلګران وایي،په غزني ولایت کې د طالبانو له ملکیت څخه د ایران جوړ وسلو ترلاسه کول د دې یو ښکاره ثبوت دی چېایران په دې کار کوي څو په افغانستان کې د جګړې ساحه پراخه کړي.

افغان امنیتي ځواکونو دغه سلاکوټ د لیندۍ په ۱۸مه له غزني ښار څخه بهر د عملیاتو په ترڅ کې وموند.‌

د غزني ولایت امنیه قوماندان غلام داود تره خېل سلام ټایمز ته وویل، «امنیتي ځواکونو، د استخباراتي راپورونو په اساس، په ګډو عملیاتو کې، د ایران جوړ وسلو او مهماتو یوه ذخیره کشف او ضبط کړه چې طالبانو پورې یې تړاو درلود،»

هغه وویل، اردو، پولیسو او د ملي امنیت ریاست «دغه وسلې په پام سره پلان شویو عملیاتو کې کشف او ضبط کړې،»

هغه وویل، «په نیول شوې ذخیره کې نهه ډوله کلاشینکوف ټوپکونه، پنځه تمانچې، یو راکټ لانچر او یو څه مهمات موجود دي چې ټول یې طالب اورپکو په غزني ولایت کې د ترهګریزو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره ذخیره کړي ول،»

رادېو فردا راپور ورکړ،‌ چې د غزني والي وحیدالله کلیمزي تایید کړه چې «نهه سپک توپکونه» په ایران کې جوړ شوي دي.‌

تره خېل وویل، «کله چې دا وسلې له ایران څخه افغانستان ته را ورسېدې او په بېلابېلو ولایتونو کې د دښمن ځواک تر منځ ووېشل شوې، زمونږ کشفي او استخباراتي شریکانو مونږ خبر کړو چې ځینې وسلې غزني ته را انتقال کړای شوي دي،»

د نا امنۍ رامنځته کولو ملاتړ

تره خېل وویل،‌«په ایران کې جوړې وسلې د دې لپاره افغانستان ته راوړل کېدلې چې جګړه اوږده شي،» او زیاته یې کړهچې دغه ډول وسلې اکثر وختونه هغو ولسوالیو ته راوړل کېږي چې د افغان حکومت تر کنټرول لاندې نه دي.‌

هغه وویل، «ایران په هغو وروستیو پېښو کې، چې په غزني کې یې ناامني رامنځته کړه، ۱۰۰٪ ښکېل دی،»

هغه وویل،‌دا حقیقت هغه وخت معلوم شو چې طالبانو د زمري په میاشت کې په غزني برید وکړ.

هغه وویل، «دا ټول فعالیتونه د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایران د بربنډې لاسوهنې ښکاره نښې دي. له ترهګرو څخه د ایران د ملاتړ په هکله ډېر زیات شواهد موجود دي.»

په هرات کې د سیاسي او پوځي چارو یوه تحلیلګر عارف کیاني وویل،‌ «ایران په پرله پسې توګه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي، چې په کې طالبانو ته د مالي او پوځي مرستو برابرول، د دغې ډلې د اورپکو روزل، او په ایران کې دننه طالبانو ته د سرپناه برابرول، هم شامل دي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا په دې معنی ده چې ایران له افغانستان سره نېغ په نېغه په جنګ کې دی،»

هغه وویل، «د ځوانو افغانانو استخدام او په افغانستان کې د طالبانو په لیکو کې د جنګولو لپاره هغوی لېږل، بېخي ښکاره دي او انکار ترې نه کیږي. داسې معتبر راپورونه شته چې وایي په ایران کې مېشت یو شمېر طالب قوماندانان اکثر وختونه د افغانستان لوېدیځو ولایتونو لکه فراه او نیمروز ته سفرونه کوي.»

کیاني وویل، «دا وخت، د ایران ستراتیژي دا ده چې د یاغیانو ملاتړ وکړي، په افغانستان کې د قومي ګروپونو تر منځاختلافات رامنځته کړي او په دې توګه زمونږ په هېواد کې خپل سیاسي او نظامي هدفونه ترسره کړي،»

د افغان ځوانانو روزل

افغان ځواکونو په غزني کې تهاجمي عملیات زیات کړي چې طالب اورپکي له منځه وېسي او د ایران ویجاړوونکي پلانونه مات کړي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وویل، «دا لومړی ځل نه دی چې امنیتي ځواکونو په غزني کې ایران جوړ وسلې وموندلې. په حقیقت کې، افغان امنیتي ځواکونو په ډېرو پېښو کې د جګړې په ډګر کې له طالبانو څخه ایران جوړ وسلې نیولې دي.»

سربېره پر دې، ایران بې اسرې افغان ځوانان په نښه کوي او طالبانو ته یې په لاس ورکوي.

نوري وویل،‌«ځینې ځوان افغانان، چې ایران ته د کار لپاره تللي او ایراني مقاماتو په ایران کې نیولي، له هېواد څخه پهاېستلو ګواښل کیږي یا په ایران کې مېشتو طالب ګروپونو ته په لاس ورکول کیږي چې دغه ځوانان استخدام کړي،»

هغه وویل،‌«دغه ځوانان بیا په زاهدان ښار او نورو سیمو کې، چې له افغانستان سره سرحد لري، د ایراني فعالانو له خوا تیاره شوې روزنه ترلاسه کوي.‌د روزنې له ترلاسه کولو څخه وروسته، یاد ځوانان بېرته افغانستان ته رالېږل کېږي چې جنګ وکړي.»

نوري وویل، «مونږ دا معلومات له یو شمېر ځوانو افغانانو څخه، چې له طالبانو څخه تښتېدلي ول، ترلاسه کړل،»

هغه وویل، «غزني یو ستراتیژيک موقعیت لري، له دې امله، طالبان په دې باور دي چې که هغوی د دغه ولایت واک ترلاسه کړي، هغوی کولی شي چې اتو ګاونډیو ولایتونو ته لوجیستیکي لارې ومومي.»

هغه وویل، په اتو ولایتونو کې دایکندي، بامیان، اروزګان، زابل، پکتیا، پکتیکا او کندهار ولایتونه شامل دي، خو اتم یې یاد نه کړ.‌

هغه وویل، «له همدې امله، ایران په غزني کې د طالب اورپکو ملاتړ کوي،»

ایران د جګړې ساحه پراخوي

د پکتیکا ولایت پخواني والي امین الله شارق وویل، ایران له پخوا راهیسې په افغانستان کې د بې ثباتۍ ملاتړ کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په [۱۳۷۱ - ۱۳۷۵] کې د افغانستان د کورنۍ جګړې پر وخت، چې کابل په کې ویجاړ شو او په زرګونو خلک ووژل شول، ایران جګړه مارو ډلو ته وسلې او نورې نظامي اسانتیاوې برابرولې،»

هغه وویل، اوس په افغانستان کې له طالبانو څخه د ایران ملاتړ په پراخېدا دی.‌

شارق وویل، «پخوا، ایران د فراه، نیمروز، هرات، بادغیس او غور په شمول لوېدیځو ولایتونو او د هلمند،‌ اروزګان او کندهار په جنوبي ولایتونو کې طالبانو ته وسلې او نظامي مرستې برابرولې،»

هغه وویل، «زمونږ امنیتي ځواکونو، په ځانګړې توګه د ملي امنیت ریاست ځواکونو رسنیو ته ایران جوړ وسلې ښودلي دي. په دې لړ کې هغه وسلې هم ښودل شوي چې په غزني کې نیول شوې وې، او دا ښیي چې ایران په دېکار کوي چې په افغانستان کې د جنګ ساحه پراخه کړي،»

هغه وویل، «په مرکزي او شمالي ولایتونو کې د ایران له خوا طالبانو ته د وسلو ور رسول ټول افغانستان ته د جګړې د پراخولو معنی لري، چې دا ډېره د اندېښنې خبره ده. افغان حکومت او نړیواله ټولنه باید د هغو هېوادونو مخه ونیسي چې د طالبانو ملاتړ کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500