ديپلوماسي

د سولې د هڅو دوام د هرات اوسېدنکي هیله من کړي دي

د عمر راپور

افغانستان ته د سولې د راتګ لپاره وروستیو هڅو -- چې افغان حکومت، متحده ایالات، پاکستان، متحده عرب امارات او سعودي عربستان په کې برخه لري -- د جګړه ځپلیو افغانانو تر منځ هیلې ټوکولې دي. [عمر]

هرات -- افغانستان ته د سولې د راتګ په برخه کې وروستیو هڅو د افغانانو تر منځ، چې جګړې او سولې او ثبات ته اوږده انتظار سخت ستړي کړي دي، هیلې غوړولي دي.

وروستۍ هڅې د متحده عرب اماراتو په ابوظبی ښار کې ترسره شوې. افغان حکومت د سې شنبې په ورځ /د لیندۍ په ۲۷مه/ یوه ورځ وروسته له هغه هلته د سولې د مذاکراتو یو ټیم ور ولېږه چې د متحده ایالاتو او طالبانو استازو د ۱۷ کلنې شخړې د پای ته رسولو لپاره خبرې وکړې.

د کتنو پر وخت د متحده عرب اماراتو، پاکستان او سعودي عربستان چارواکي حاضر ول.

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، چې د دغو هڅو مشري یې کوله، د پنجشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۹مه/ په کابل کې وو چې د روانو خبرو اترو په هکله له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.‌

یوه ښځه د لیندۍ په ۲۵مه په هرات ښار کې د نجونو د یوه ښوونځي تر څنګ تېرېږي. په دېوال لیکلي، «له سولې پرته ژوند د زندان په څېر دی،». [عمر]

یوه ښځه د لیندۍ په ۲۵مه په هرات ښار کې د نجونو د یوه ښوونځي تر څنګ تېرېږي. په دېوال لیکلي، «له سولې پرته ژوند د زندان په څېر دی،». [عمر]

په هرات ښار کې په دېوال شوې انځورګري، چې د وږي په ۲۳مه یې یو انځور کښلی دی، د افغان ملي اردو یو عسکر په داسې حال کې ښیي چې یوه طالب ته یې لاس ورکړی دی. افغان ځواکونو او ملکي خلکو د کوچني اختر لپاره د غبرګولي په میاشت کې د یوه لنډمهالي اوربند په ترڅ کې ښارونو ته د طالب اورپکو د راتک هرکلی وکړ. [عمر]

په هرات ښار کې په دېوال شوې انځورګري، چې د وږي په ۲۳مه یې یو انځور کښلی دی، د افغان ملي اردو یو عسکر په داسې حال کې ښیي چې یوه طالب ته یې لاس ورکړی دی. افغان ځواکونو او ملکي خلکو د کوچني اختر لپاره د غبرګولي په میاشت کې د یوه لنډمهالي اوربند په ترڅ کې ښارونو ته د طالب اورپکو د راتک هرکلی وکړ. [عمر]

د هرات د ولایتي‌ شورا رییس کامران علیزي سلام ټایمز ته وویل، «د افغانستان خلک د سولې پروسې ته ډېر خوښ دي ځکه چې د سولې اوسنۍ هڅې د تېرو کلونو د هغو په نسبت ډېرې زیاتې جدي او قاطع دي،»

هغه وویل، «خارجي هېوادونه کولی شي چې د سولې په پروسه کې مرسته وکړي، او دا ځل مونږ هیله من یو چې هغوی غواړي چې افغانستان ته سوله راشي،»

علیزي وویل، «افغانان له جنګ څخه مطلق ستړي دي. کله چې هغوی د سولې یو پیغام واوري، هغوی ډېر هیله من کیږي او خوشحالېږي. هغوی هیله لري چې له کلونو کلونو جګړې څخه وروسته، دا جنګ کېدای شي چې بالاخره پای ته ورسېږي او سوله راشي، چې ملکي خلک به وکولی شي چې په ارامۍ کې کار او ژوند ته دوام ورکړي.»

هغه وویل، د سولې لپاره روانې هڅې له تېرو هڅو څخه «په بشپړ ډول مختلفې دي. دا ځل، بهرني هېوادونه سوله غواړي، او مونږ هیله لرو چې سوله به راشي.»

د هرات یوه اوسېدونکي احمد امیري، چې ۲۹ کاله عمر لري، وویل، په افغانستان کې له لسیزو راهیسې خونړۍ جګړې روانې دي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «افغانان له دې جګړو څخه ډېر زیات ستړي دي،»

هغه وویل، «په دې ورځو کې، د افغان حکومت او د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي تر منځ خبرې اترې روانې دي، او افغانان ټول هیله من دي چې دا کتنې به ګټور نتایج ورکړي،»

امیري چې هیله یې څرګندوله چې افغانستان به ژر «له جنګ او تاوتریخوالي څخه خلاص» شي، وویل، «مونږ د هغه ټیم په جوړولو خوښ یو چې ولسمشر غني له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره جوړ کړی دی،»

د دوامدارې سولې لپاره هیله لرل

د افغانستان د سولې عالي شورا ډېره هڅه کوي چې طالبان د خبرو اترو مېز ته راولي.

په هرات ولایت کې د سولې د عالي شورا د ادارې رییس احمد یما امیني سلام ټایمز ته وویل، «له تېرو دوه کالو راهیسې د سولې هڅې روانې دي چې طالبان د مذاکراتو مېز ته راولي،»

هغه وویل، «همدارنګه، هڅه کېږي چې د سولې او خبرو اترو په هکله یوه سیمه ییزه اجماع رامنځته شي، او مونږ په دې برخه کې وار له مخه یوه درجه بریا ترلاسه کړې ده. په سیمه کې ډېر هېوادونه په افغانستان کې سوله غواړي او ژمنه یې کړې چې په دې برخه کې به همکاري وکړي.»

امیني وویل، «په وروستیو کې، متحده ایالاتو د زلمي خلیلزاد په معرفي کولو سره خپلې هڅې چټکې کړي. نوموړی د افغانستان د جغرافیې ... او وضعیت په هکله پوره معلومات لري. د اجماع د رامنځته کولو او په هغو هېوادونو باندې، چې کېدای شي د سولې په پروسه کې مرسته وکړي، د فشار په اچولو سره، د هغه وروستیو هڅو هیله مندي رامنځته کړې ده.»

هغه وویل، «دغو هڅو مېوه نیول پیل کړي دي،‌ او د وسله والو مخالفینو د ګروپونو له مخې د بې سابقې زرغون څراغ د ښودنې په پام کې نیولو سره، داسې ښکاري چې مونږ به ژر د سولې د [رسمي] مذاکراتو پيلېدل ووینو،»

امیني وویل، په هرات کې طالبان په څو ډلو وېشل شوي او ځینې یې دې ته تیار دي چې سوله ومني.

هغه وویل، «د ملا هبت الله اخوندزاده په مشرۍ د طالبانو یو ګروپ د سولې د خبرو په هکله د هغوی د مشر پرېکړې ته منتظر دی.دلته مهم ټکی دا دی چې په هرات کې موجود طالبان له جنګ څخه ستړي دي او په افغانستان کې سوله غواړي.»

د سولې د پروسې پرمخ تلل

د هرات ولایت سرپرست والي محی الدین نوري وویل، د سولې د پروسې په هکله ملي، منطقه یي اوبین المللي اجماع رامنځته شوې ده.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «پورتني درې عناصر به له مونږ سره مرسته وکړي چې په هېواد کې د سولې په مذاکراتو کې بریا ترلاسه کړو،»

هغه وویل، «کله چې حکومت اوربند اعلان کړ، مونږ د هغو کسانو په منځ کې، چې د طالبانو په لیکو کې دي، د سولې دخبرو اترو په هکله یو پراخ یووالی ولید، او دا یو لوی بدلون دی،»

په هرات کې د سیاسي چارو تحلیلګر محمد رفیق شهیر وویل، «اوس چې متحده ایالاتو په صداقت او جدیت سره د سولې په پروسه کې برخه اخیستې ده، په افغانستان کې له نورو ښکېلو هېوادونو سره په همغږۍ کې د مذاکراتو مېز ته د جګړه مارو ډلو د راوستلو په برخه کې ډېرې هیلې ټوکېدلي دي،»

شهیر وویل، «که څه هم چې دا یوه ډېرې پېچلې وضعه ده او ډېر سازمانونه هڅه کوي چې په افغانستان کې نا امني رامنځته شي، طالبان هغه ډله ده چې غټه ستونزه یې جوړه کړې ده،»

هغه وویل، «مونږ هیله لرو چې د افغانستان جګړه پای ته ورسېږي، او د دغه کار د کېدلو یوازنۍ لاره د سولې هڅې دي،»

'د سولې دروازه' پرانستل

په هرات کې مېشت د مدني ټولنې فعال، سید اشرف سادات، ومنله چې متحده ایالات دا وړتیا لري چې په هغو لوریو، چې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې پروسه کې ښکېل دي، له ډېر نفوذ څخه کار واخلي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د سولې په پروسه کې د متحده ایالاتو برخه اخیستنه په خپله یو لوی مفهوم لري ځکه کېدای شي چې ټول هغه لوري، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د ملاتړ کولو تور پرې لګېږي، د متحده ایالاتو له خوا اغېزمن شي،»

هغه وویل، «داسې هیلې شته چې دا ځل به په افغانستان کې سولې ته تللې دروازه پرانستل شي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500