اقتصاد

د لاجوردو نوې پرانستل شوې لاره د افغان صادراتو پر مخ د اروپا دروازې پرانیزي

د عمر راپور

ولسمشر اشرف غني د لیندۍ په ۲۲مه په هرات ولایت کې د لاجوردو لاره پرانستله. دا داسې یو ګام دی چې د افغانستان کورني تولیدات به دې ته جوړ کړي چې اروپا ته ولېږدول شي. [عمر]

هرات -- ولسمشر اشرف غني په هرات ولایت کې د لاجوردو لاره پرانستله. دا داسې یو ګام دی چې د افغانستان کورني تولیدات به دې ته جوړ کړي چې اروپا ته ولېږدول شي.

غني د لیندۍ په ۲۲مه په هرات کې د پرانستې په مراسمو کې په یوه وینا کې وویل، «زمونږ د هدف،‌ چې د صادراتو په اساس او وصل شوی افغانستان دی، په مخکې له موجودو سترو خنډونو څخه یو له مخې لیرې کړای شو».

دغه لاره چې په افغانستان کې پیل کیږي، د ترکمنستان اړوند ترکمن باشي ته رسېږي او بیا د اذربایجان د باکو له لارې د جورجیا له تبیلیسي سره وصلېږي. له تبیلیسي څخه دا لاره د ترکیې له کارس او استانبول او اخوا ته اروپا ته دوام مومي.‌

غني وویل، «افغانستان ۱۷ کاله مخکې په انزوا کې وو، او مونږ داسې لارې نه لرلې چې له نورو هېوادونو سره مو وصل کړي.‌ یوازې څلور کاله مخکې، نورو مونږ ته ګواښونه کول او ویل یې، 'که مونږ دا یا هغه لاره بنده کړو تاسو به حتی ډوډۍ ونه لرئ'، خو نن افغانستان یو وصل شوی هېواد دی.»

یوه نقشه، چې د لاجوردو لاره پرې کښل شوې ده، د لیندۍ په ۲۲مه په هرات ولایت کې د پرانستې د مراسمو په ترڅ کې په یوه سکرین ښودل شوې ده. [عمر]

یوه نقشه، چې د لاجوردو لاره پرې کښل شوې ده، د لیندۍ په ۲۲مه په هرات ولایت کې د پرانستې د مراسمو په ترڅ کې په یوه سکرین ښودل شوې ده. [عمر]

د لاجوردو په لاره تلونکې لومړۍ لارۍ د لیندۍ په ۲۲مه له هرات څخه روانېږي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فیسبوک]

د لاجوردو په لاره تلونکې لومړۍ لارۍ د لیندۍ په ۲۲مه له هرات څخه روانېږي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فیسبوک]

ولسمشر اشرف غني د لیندۍ په ۲۲مه په هرات کې د لاجوردو لاره پرانیزي.‌ [عمر]

ولسمشر اشرف غني د لیندۍ په ۲۲مه په هرات کې د لاجوردو لاره پرانیزي.‌ [عمر]

د ټرانزیټ د وصل یو سیمه ییز مرکز

غني وویل، د افغانستان لپاره د یوې بریا تر څنګ، دغه لاره په سیمه کې موجود ټول هېوادونه سره وصلوي.

هغه وویل، «د افغانستان د خلکو، حکومت او اقتصاد هدف دا دی چې وصل شوی اوسي. مونږ د وصل خلک یو نه د فصل او لیرې کېدلو.‌ مونږ انزوا او جدایي نه غواړو. مونږ مواصلات او همکاري غواړو.»

هغه وویل، «د نوې لارې پرانستل دا معنی نه لري چې نورې هغه لارې، چې افغانستان له جنوبي اسیا سره تړي، بندې کړای شي،»

غني وویل، «پرعکس یې، د لاجوردو د لارې دویم فېز به جنوبي اسیا له منځنۍ اسیا، قفقاز او اروپا سره وتړي.»

هغه وویل، «د لاجوردو لاره ۴۰۰۰ کاله تاریخ لري. له تاریخي لحاظه، مونږ په یوه بین المللي څلورلاري کې پراته وو. مونږ د فلسفې مرکز وو. نن نه یوازې دا چې مونږ د هندوستان براعظمګي ته د تګ دروازه یو بلکې همدارنګه قفقاز او اروپا ته هم د تګ دروازه یو.»

افغانستان به ژر اروپایی مارکېټونو ته د خپلو تولیداتو لېږدول پیل کړي، چې په پیل کې به دا کار په فاریاب ولایت کې د اقینې او په هرات ولایت کې د تورغونډۍ له لارې وکړي.

غني وویل، «که خدای کول، د هرات بې جوړې انګور به اروپا ته ورسېږي.‌ د هرات ماربل،‌ چې په نړۍ کې سیال نه لري، به ایټالیا او د نړۍ نورو برخو ته ورسېږي. او د هرات زعفران به،‌ چې درې ځلې یې د نړۍ د غوره زعفرانو نوم ګټلی دی، د افغان زعفرانو په نامه هر چېرته صادر شي،»

هغه د خپلو خبرو په دوام وویل، «دا یوازې پیل دی. د کندهار انار، د سمنګان او زابل بادام،‌ او د افغانستان د ټولو نورو ولایتونو حاصلات به د نړۍ مارکېټونو ته ورسېږي. د افغانستان ټول خلک په دې خوښۍ کې شریک دي.»

د افغان صادراتو لپاره د فرصت برابری

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د لاجوردو په لاره اروپایي مارکېټونو ته مستقیم لاسرسی ترلاسه کړ.‌

د هرات پوهنتون یوه استاد احمد غني خسروي سلام ټایمز ته وویل، «دا لنډه لاره کېدای شي چې د هغو توکو لپاره، چې افغانستان ته راځي او د افغانستان له لارې نورو هېوادونه ته ځي، ډېره اقتصادي تمامه شي،»

هغه وویل، «پخوا، مونږ په سختۍ سره کولی شوای چې د افغانستان تازه مېوه صادره کړو ځکه چې مونږ د ټرانسپورټ یوه منظمه لاره نه لرله،»

په هرات کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر عبدالقادر کامل سلام ټایمز ته وویل، «د لاجوردو لاره یو بدیل دی چې کولی شي په جنوبي اسیا، منځنۍ اسیا او اروپا کې د هېوادونو تر منځ سوداګرۍ کې یو حیاتي رول ولوبوي.‌ دا لاره کولی شي چې د اوږدو شراکتونو په غښتلتیا کې یو مهم رول ولوبوي

هغه وویل، «دا لاره کولی شي چې د افغانستان په هکله د سیمې د هېوادونو درک بدل کړي،» او زیاته یې کړه چې، «هغه داسې هیلې رامنځته کوي چې افغانستان به د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د راجلبولو لپاره یو مناسب ځای وګرځي.»

کامل وایي، دا لاره به د ټرانزیټ وخت او قېمت ډېر راکم کړي.

د ټرانسپورټ وزیر محمد حامد تهماسي د لیندۍ په ۲۲مه په هرات کې په جوړو شویو مراسمو کې وویل، د افغانستان اټکل ۱۸۰ ټنه تولیدات چې ممیز، د هندواڼو زړي،‌ د کونځلو زړي او ورېښم په کې ول، د لارې د پرانستلو په ترڅ کې په نویو افغاني لاریو کې صادر کړای شول.

هغه د ۱۹۷۵ ګڼ اړخیز تړون ته په اشارې، چې د بین المللي لارو د شبکې بیوروکراتیک رسمیات اسانوي، وویل، «دا انتقالات د TIR [انټرنېشنل روډ ټرانسپورټس] په چوکاټ کې لېږدول کیږي،»

تهماسي وویل، «د TIR سیستم څخه استفاده کولی شی چې د ټرانزیټ د وخت او قېمت په کمولو کې مرسته وکړي په داسې حال کې چې د توکو او تولیداتو خوندیتوب زیاتوي،» او زیاته یې کړه چې، «په راروانو میاشتو کې، به د لاجورو د لارې په اوږدو کې د توکو د صادراتو اندازه زیاته شي.»

په هرات کې یوه اقتصادپوه، محمد یعقوب مصحوف، سلام ټایمز ته وویل، «افغانستان یو په وچه کې ایسار هېواد دی چې یو بې جوړې اقتصادي حالت لري. له تاریخي لحاظه، مونږ له خپلو ګاونډیانو سره د سمندر له لارې د ټرانسپورټ په برخه کې جدي ستونزې لرلې، چې د افغانستان اقتصاد یې ورو کړی وو.»

مصحوف وویل، که حکومت سمه استفاده ترې وکړي، د لاجوردو لاره کولی شي چې د افغانستان د اقتصاد په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي.‌ نوموړي وویل، «دا لاره کولی شي چې د افغانستان په اقتصاد، په ځانګړې توګه د هېواد په جنوب - لوېدیځو سیمو باندې مثبت اغېز ولري.»

هغه زیاته کړه، «دا لاره به افغانستان له اروپا سره ونښلوي او مرسته به وکړي چې دغه هېواد له انزوا څخه راوځي،»

خصوصي سکټور خوشحال دی

په هرات کې د کانونو او صنایعو د خونې رییس، حمیدالله خادم،‌ سلام ټایمز ته وویل، «دا د سیمې هېوادونو سره د افغانستان د صادراتو د وصلولو لپاره یو ښه پیل دی،»

هغه وویل، «افغانستان له هغو هېوادونو سره، چې افغانستان ته صادرات کوي، یو څه ستونزې لري.‌ د بدیلو لارو لټون او پرانستل د هغې ستونزې په حلولو کې لوی ګامونه دي.‌ د دې لارې پرانستل یو ښه پیل دی.»

خادم وویل،‌ «خصوصي سکټور ورته د یوه غټ او منطقي ګام په سترګه ګوري، چې مونږ ورته ښه راغلاست وایو،»

د هرات د صادرونکو د اتحادیې رییس محمد عثمان انصاري سلام ټایمز ته وویل، «پخوا، مونږ نشوای کولی چې خپل تولیدات او توکي صادر کړو، او لومړی علت یې دا وو چې د ټرانزیټ مناسبې لارې نه وې. د مثال په توګه، مونږ مجبور وو چې خپلې تازه مېوې په ډېر کم قېمت خرڅې کړو یا یې حتی پرېږدو چې ورستې شي ځکه چې په محلي سطحه ورته تقاضا کمه وه.»

هغه وویل، «د لاجوردو لاره مرسته کوي چې مونږ خپل تولیدات منځنۍ اسیا،‌ ترکیې او اروپا ته ولېږدوو.‌ مونږ په حکومت غږ کوو چې له دې لارې څخه د وارداتو او صادراتو د پروسې په پراخولو کې هېڅ هڅې ونه سپموي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500