اقتصاد

په افغانستان کې زعفرانو له تمې څخه ډېر حاصلات ورکړل

سلام ټایمز او ای اېف پي

کارکوونکي د لړم په ۲۲مه په هرات ولایت کې په یوه پټي کې راټول شوي د زعفرانو ګلان انتقالوي. افغانستان له کلونو راهیسې هڅه کوله چې د کوکنارو له کرنې څخه د بزګرانو د مخ اړونې لپاره هغوی ته د مېوې د بوټو او زعفرانو په څېر بدیلونه ورکړي. کوکنار او حاصلات یې د طالبانو د یاغیتوب لپاره د وینې حیثیت لري. دغه بهیر او تر څنګ یې نړیوال مالي تمویل د مثبتو پایلو ورکول پیلوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

کارکوونکي د لړم په ۲۲مه په هرات ولایت کې په یوه پټي کې راټول شوي د زعفرانو ګلان انتقالوي. افغانستان له کلونو راهیسې هڅه کوله چې د کوکنارو له کرنې څخه د بزګرانو د مخ اړونې لپاره هغوی ته د مېوې د بوټو او زعفرانو په څېر بدیلونه ورکړي. کوکنار او حاصلات یې د طالبانو د یاغیتوب لپاره د وینې حیثیت لري. دغه بهیر او تر څنګ یې نړیوال مالي تمویل د مثبتو پایلو ورکول پیلوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

هرات -- د سهار له راختلو څخه مخکې د افغانستان د زعفرانو ټولوونکی لښکر حرکت کوي، لمر پخو کړیو پټیو ته ځانونه رسوي چې هغه د نخودي رنګ ګلان ټول کړي چې د هېواد کروندګرو ته د عاید یوه نوې وسیله جوړوي.

له پېړیو راهیسې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې، له دغې نازکې طلایي رنګه مادې څخه په پخلي کې کار اخیستل کیږي او د هغې د قېمت د لوړوالي له امله هغه خلک چې په کرنه باندې یې پایي هغې ته «سره زر» وایي.

جمعه خان یو له هغو ۱۵۶۰۰۰ موسمي کارکوونکو څخه دی چې د دغه بوټي په لو کولو کې مرسته کوي، او په ساعت کې خواوشا ۷۵ افغانۍ (۱ ډالر) ګټي.

نوموړي، چې ۱۶ کاله عمر لري، ای اېف پي ته وویل، «مونږ خپل د پټي کار د لمر له راختلو څخه مخکې پیلوو او زمونږ له ډلې څخه هر کس کولی شي چې خواوشا ۴ - ۵ کیلوګرامه د زعفران ګلونه ټول کړي،»

کارکوونکي د لړم په ۲۱مه په هرات ولایت کې د پروسیس په یوه مرکز کې له راټولو شویو ګلانو څخه د زعفرانو تارونه بېلوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

کارکوونکي د لړم په ۲۱مه په هرات ولایت کې د پروسیس په یوه مرکز کې له راټولو شویو ګلانو څخه د زعفرانو تارونه بېلوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

یو کارکوونکی د لړم په ۲۲مه په هرات ولایت کې په یوه پټي کې راټول کړای شوي د زعفرانو ګلان بسته بندي کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

یو کارکوونکی د لړم په ۲۲مه په هرات ولایت کې په یوه پټي کې راټول کړای شوي د زعفرانو ګلان بسته بندي کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

یو کارکوونکی د ۱۳۹۶ د لړم په ۸ مه په هرات ولایت کې د پاکولو په یوه مرکز کې زعفران سرت کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

یو کارکوونکی د ۱۳۹۶ د لړم په ۸ مه په هرات ولایت کې د پاکولو په یوه مرکز کې زعفران سرت کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

بیا دغه اخیستل شوی حاصل فابریکو ته لېږل کیږي چې هلته کارکوونکي، چې دستکشې یې په لاسونو وي، ماده چې له درې تارونو څخه جوړه شوې وي، جلا کوي. کله چې هغه وچ شي بیا دغه مساله ترې جوړېږي.‌

د کوکنارو بدیل

مقامات چې هڅه کوي د کروندګرو مخه د کوکنارو له ډېر ګټور بوټي څخه واړوي، هیله لري چې له دغې مسالې څخه د یوه جالب بدیل په توګه کار واخلي.

او د ملیاردونو ډالرو په ارزښت نړیوالې مرستې له برکته، نتایج مثبت معلومېږي.

د کرنې د وزارت ویاند اکبر رستمي وویل، چې سږ کال د زعفرانو حاصل ۱۳ ټنه شو، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۳ کال کې یوازې یو ټن وو.

هغه د لیندۍ په ۲۰مه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «په پام کې وو چې د زعفرانو کلنی تولید په ۲۰۲۱ کال کې ۱۴ ټنو ته ورسېږي، خو له نېکه مرغه،‌ اوس تمه کیږي چې په راتلونکي کال کې به د زعفرانو تولید له ۱۴ ټنو څخه واوړي،»

د دغه فصل کرنه لږو اوبو ته اړتیا لري، یعنې هغې تاریخي وچکالۍ، چې نژدې درې میلیونه افغانان یې د لوږې له خطر سره مخامخ کړي دي، پرې ناوړه تاثیر نه دی کړی.

په ځینې وچکالۍ ځپلیو سیمو، په ځانګړې توګه له ایران او ترکمنستان سره په پوله په هرات ولایت کې یې لا نوره وده کړې ده.‌

رسمي ارقام ښیي چې د زعفرانو کرنه په ۲۰۱۸ کال کې ۶۲۰۰ هکتاره ځمکې ته پراخه شوې، چې د تېر کال په نسبت په کې ۲۱٪ ډېرښت راغلی دی.‌

خو افغانستان لا هم ډېر نور پرمختګ ته ضرورت لري، ځکه چې ۲۶۳۰۰۰ هکتاره ځمکه باندې یې کوکنار کرل شوي دي، او په داسې حال کې چې د زعفرانو سکتور په ۲۰۱۷ کال کې ۲.۶ میلیارده افغانۍ (۳۵ میلیونه ډالر) عاید جوړ کړی، اپین یو زیات مقدار ۱۰۵ میلیارده افغانۍ (۱.۴ میلیارده ډالر) جوړ کړي دي.

ایران لا هم د نړۍ تر ټولو لوی د زعفرانو تولیدوونکی دی، چې په کال کې ۴۰۰ ټنه تولیدوي او د نړۍ ۹۰٪ مارکېټ یې نیولی دی. په ورته وخت کې، په ځمکه کې د کرل کېدونکي اپین ۹۰٪ اوس هم له افغانستان څخه ترلاسه کیږي.

په ایراني زعفرانو باندې بندیز

د دې لپاره چې د ستایل شویو افغان زعفرانو تله درنه شي، مقامات په دې کار کوي چې د ټیټ معیار لرونکیو ایراني زعفرانو، چې له بېلابېلو قانوني او غیرقانوني لارو څخه افغانستان ته راځي، په وارداتو باندې بندیز تطبیق کړي.

د ولسمشر اشرف غني د تلې د ۱۵مې د حکم په اساس، په هرات ولایت کې ټول ګمرکي چارواکي او سرحد ساتونکي مسؤل دي چې افغانستان ته د زعفرانو د راننوتلو مخه ونیسي.‌

د هرات د والي مرستیال محی الدین نوري د لیندۍ په نیمایي کې سلام ټایمز ته وویل، «د ولسمشر غني د حکم پوره تطبیق د افغان او ایراني سوداګرو تر منځ د پولې دواړو غاړو ته د همکارۍ له امله ټکنی شوی دی،»

هغه وویل، «مونږ په هرات کې داسې یوه کمېټه جوړوو چې د ولسمشر حکم په بشپړ ډول اجرأ کړي او د اسلام کلا د ګمرک د ادارې له طریقه د قاچاق ټولې لارې په منظمه توګه وڅاري، څو مونږ د زعفرانو د ورود مخه ونیسو،»

نوري وویل، «مونږ یوه بله کمېټه لرو، چې هغوی ته دا مسؤلیت ورکړل شوی چې د هرات ښار او بازارونه وڅاري او د ځایي دوکاندارانو په شمول، د ټولو هغو کسانو پر ضد قانوني اجرأت وکړي چې د ولسمشر له حکم څخه یې سرغړونه کړې وي،»

رستمي تایید کړه، چې یو څه له دې امله چې مافیایي ګروپونه، چې په ناقانونه توګه ایراني زعفران واردوي او بازار پرې ډکوي، د دغې مادې قېمتونه د کال د پیل له ۶۸۰۰۰ افغانیو (۹۰۰ ډالرو) څخه اوس ۵۰۰۰۰ افغانیو (۶۶۰ ډالرو) ته را لوېدلي دي.‌

له دا هرڅه سره سره، د زعفرانو د کرنې ډېرښت یوه مثبته نښه بلل کیږي.

د کرنې د وزارت په وینا، افغانستان دغه ماده د نویو هوایي دهلېزونو له لارې، تر ډېره چین، هندوستان او د خلیج هېوادونو ته،‌ او په لږ مقدار کې اروپایي اتحادیې اوشمالي امریکا ته صادروي.

د، افغان سره زر، په نامه د هېواد د پروسیس د یوه مرکز رییس، عبدالشکور احراري، وویل، «د افغانستان زعفران د هغه د عضوي کیفیت له مخې، له هر بل زعفران څخه بهتر دي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ضروري ده چې د ایران په څېر بهر کې د تولید شویو زعفرانو د راواردېدلو مخه ونیول شي ځکه چې افغانستان د زعفرانو د کرنې او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت زعفرانو د سوداګرۍ لپاره یو ډېر ستر پوتنشیل او ظرفیت لري.

ځواب ورکړئ