جرم او انصاف

د ایراني افسر له خوا د افغان کډوالو د وهلو ویډیو چې په انټرنټ خپره شوې د خلکو قهر راپارولی دی

د عمر راپور

له ایران څخه را اېستل شويو افغان کډوالو وروسته له هغه خپل غږ اوچت کړ چې د یوه ایراني سرحد ساتونکي له خوا په یوه نامعلوم ځای کې د افغان کډوالو د وهلو او سپکولو ویډیو خپره شوه. [عمر]

هرات -- یوه ویډیو، چې د ایران سرحدي ساتونکي په داسې حال کې ښیي چې افغان کډوال سخت زوروي او سپکوي، په وروستیو کې ټولنیزو رسنیو ته راوتلې، چې د افغانانو تر منځ یې سخت انتقاد او قهر راپارولی دی. د دوی په ډله کې یو شمېر هغه کسان هم شامل دي چې له دغه ډول تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.

په دې ویډیو کې افغان کډوال په داسې حال کې ښودل کیږي چې په یوه لین کې ولاړ دي. یو ایرانی سرحدي ساتونکی د هغوی هر یو په مخ په څپېړه وهي او چیغه پرې وهي. دا لا معلومه نه ده چې دغه ویډیو چېرې اخیستل شوې ده.‌

د مرغومي په ۲ مه، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال ور وغوښت، او داسې یوه اعلامیه یې صادره کړه چې «په ایران کې د یادو افغان کډوالو وهل او هغوی ته کنځلې کول یې غندل او دغه عمل یې غیرانساني وباله».

وزارت د لیندۍ په ۲۹مه په کابل کې د ایران د سفارت په نامه یوه لیک کې وویل، «په وروستیو کې په غټو ملي او بین المللي رسنیو یوه ویډیو خپره شوې چې د ځینې افغان کډوالو پر ضد د ایران د اسلامي جمهوریت د قانون نافذوونکیو له خوا د نامناسب، سپکوونکي او کرکجن چلند استازیتوب کوي،»

له ایران څخه را اېستل شوي افغان کډوال د لیندۍ په ۲۸مه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمپ کې د مرستې ترلاسه کولو لپاره انتظار کوي. [عمر]

له ایران څخه را اېستل شوي افغان کډوال د لیندۍ په ۲۸مه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمپ کې د مرستې ترلاسه کولو لپاره انتظار کوي. [عمر]

وزارت ویلي، «د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې توګه د یادې پېښې له امله خپله اندېښنه څرګندوي،»

هغه وایي، «دا به ډېره د ستاینې وړ وي چې که په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په ایران کې اړوندو مقاماتو ته خبر ورکړي او د څېړنې د نتایجو په هکله دغه وزارت ته بېرته تازه معلومات ورکړي،»

د ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال، شاه حسین مرتضوي، د لیندۍ په ۲۸مه د وټس آپ د یوه پیغام له لارې ژورنالستانو ته وویل، افغان حکومت دا مسئله له دپلوماتیکو لارو څخه تعقیبوي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد سلام ټایمز ته وویل، «مونږ هم په ټولنیزو رسنیو ولیدل چې افغانان د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا وهل کیږي. دا د هرات د ولایتي ادارې لپاره د اندېښنې خبره ده، او دغه مسئله به حتماً تعقیب کړای شي.»

فرهاد وویل، «پخوا، مونږ ته داسې راپورونه راغلي وو چې د ایران قانون نافذوونکې ادارې افغان کډوال اذیت کوي، او مونږ خپلې اندېښنې له افغان حکومت، او همدارنګه له دپلوماتیکو لارو څخه د ایران حکومت سره شریکې کړې وې. مونږ غواړو چې په ایران کې د کډوالو پر ضد د تاوتریخوالي ټول ډولونه پای ته ورسېږي.»

په هرات کې د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو د وزارت د ولایتي ادارې رییس احمد جاوېد ندیم سلام ټایمز ته وویل، «په ایران کې د افغان کډوالو وضعه سخته د اندېښنې وړ ده،»

هغه وویل، «مونږ همدارنګه په ټولنیزو رسنیو داسې وېروونکي عکسونه ولیدل چې افغان کډوال، چې اکثر یې تنکي ځوانان او ماشومان دي او ایراني عسکر یې شکنجه کوي، ښیي،»

ندیم یاده کړه، «هغه کډوال، چې وهل کیږي یا ناوړه فزیکي چلند ورسره کیږي، اکثر وختونه په رسمي توګه د شکایتونو له ثبتونې څخه ځانونه ژغوري ځکه هغوی فکر کوي چې که هغوی بیا کله ایران ته لاړ شي، هغوی به له ناوړه عکس العمل سره مخامخ شي.»

هغه وویل،‌خو راستانه شوي افغان کډوال په شفاهي توګه د ایران د حکومت د ناوړه چلندونو په هکله سخت تورونه لګوي او شکایتونه کوي.

په زور د پیسو اخیستل او تاوتریخوالی

هغه افغان کډوال، چې له ایران څخه را اېستل شوي، د ایراني ځواکونو له خوا له هغوی سره د شوي ناوړه چلند په هکله سختې کیسې کوي.‌

د هرات یوه ۳۱ کلن اوسېدونکي نادر طاهري، چې په وروستیو کې له ایران څخه را اېستل شوی، سلام ټایمز ته وویل، «ایراني عسکرو له مونږ سره غیرانساني چلند وکړ. کله چې ایراني مقاماتو مونږ کمپ ته راوړو، له مونږ سره ډېر واړه ماشومان هم وو، او د ایران وسله والو ځواکونو په دغو ماشومانو باندې جنسي تېری وکړ.»

هغه وویل، وروسته له هغه چې د طاهري ګروپ ونیول شو، «د ایران امنیتي ځواکونو له مونږ سره داسې چلند کاوه لکه مونږ چې حیوانات یو او سخت یې ووهلو،»

طاهري وویل، «هغوی زمونږ کالي واېستل او څو ساعته یې په یوه ځای کې وساتلو. هلته، ایراني پوځي ځواکونو زمونږ د سترګو په وړاندې په یو شمېر ماشومانو باندې جنسي تېری وکړ.»

د بدخشان ولایت یوه اوسېدونکي،‌ عبدالرزاق ایوبي، چې ۲۹ کاله عمر لري او اوس په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو په یوه کمپ کې اوسېږي، وویل، «یو ځل ایراني پولیسو مونږ زندان ته بوتلو، او مونږ ته یې وویل، 'تاسو باید پیسې راواخلئ او مونږ ته یې راکړئ،'»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغوی مونږ ووهلو، ویې زورولو، او کنځلې یې راته وکړې. تر دې چې هغوی واړه ماشومان دومره ووهل چې د هغوی لاسونه او پښې یې ورمات کړل،»

ایوبي وویل، «ایراني ځواکونو به مونږ ته ویل، تاسو حرامي افغانان یئ. مونږ ډېر داسې افغانان ولیدل چې پښې یې ایراني ځواکونو ماتې کړې وې.»

د هرات یوه بل اوسېدونکي حبیب الله، چې ۲۶ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «کله چې ایراني پولیسو زه ونیولم، د پولیسو په لومړي ماموریت کې یې زه ډېر سخت ووهلم، او کله چې هغوی مونږ دویم ماموریت ته بوتلو، بیا یې ووهلو،»

هغه وویل، «مونږ ۳۶ کسان وو. هغوی مونږ یوه کوچني کور ته چې چت یې نه درلود دننه کړو، کالي یې رانه واېستل، زمونږ سرونه یې په دېوالونو سریښ کړل او راته یې وویل چې یو بل ته ونه ګورو. مونږ د هغو ماشومانو چې له مونږ سره وو اوازونه اورېدل چې ایراني عسکرو پرې جنسي تېری کاوه او هغوی چیغې وهلې. مونږ له دوزخ څخه تېر شوو، او هره شېبه، مونږ مرګ د خپلو سترګو په وړاندې لیده.»

حبیب الله وویل چې درې عسکرو هغه د خپلو توپکونو د کونداغونو په وسیله وواهه او زیاته یې کړه چې هغه اوس هم «د هغو وهلو له امله کړېږي».‌

د بامیان ولایت اوسېدونکي علي، چې ۲۵ کاله عمر لري، له ایران څخه راستون شوی او اوس په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو په کمپ کې اوسېږي، سلام ټایمز ته وویل، «د ایراني ځواکونو له خوا له افغان کډوالو سره شوی ناوړه چلند سخت او ډېر بد وو. یو ځل هغوی مونږ خپل محبس ته بوتلو، سخت یې ووهلو، د برقي شارټونو او د اوښکې بهوونکي ګاز شکنجې یې راکړې.»

هغه زیاته کړه، «ایراني ځواکونو یو څو کډوال راوستل چې پیسې ورسره نه وې او د هغوی لاسونه او پښې یې ورمات کړل،»

له بشري حقونو څخه سرغړونې

په هرات ولایت کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییس عبدالقادر رحیمي وویل، «مونږ د هغو افغان کډوالو شکایتونه ثبت او مستند کړي چې د ایران حکومت په زور را اېستلي ول،»

هغه وویل، «د ایران قانون نافذوونکیو چارواکو په ریښتیا له هغوی سره ناوړه چلند کړی وو،»

رحیمي وویل،‌ «د ایراني عسکرو له خوا د کډوالو وهل زمونږ لپاره د اندېښنې خبره ده، او مونږ د دغو کډوالو شکایتونه حکومتي ادارو ته رسولي او د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په کلنیو راپورونو کې مو خپاره کړي دي،»

په هرات کې یوه حقوق پوه عبدالکریم حقیار سلام ټایمز ته وویل، «دا په داخلي او بین المللي قوانینو کې په روښانه ټکو قید شوې چې کله د یوه هېواد د اتباعو له خوا د بل هېواد د اتباعو پر ضد یو جرم ترسره شي،‌ دا بیا د مجرمینو د هېواد مسؤلیت دی چې موضوع تعقیب کړي او په یوه بین المللي مسئله د بدلېدلو مخه یې ونیسي،»

هغه وویل، «هغه هېواد چې د یوه جرم مرتکب د هغه تبعه وي مسؤل دی چې قضیه تعقیب کړي،»

حقیار وویل، «د حقوقي چینلونو له لارې، افغان حکومت کولی شي چې په کابل کې د ایران په سفارت فشار واچوي، چې حقوقي او عدلي موسسې وکولی شي چې دا قضیه تعقیب کړي،»

هغه زیاته کړه، «په دې طریقه، د ایران قانون نافذوونکي چارواکي به په دې برخه کې ضروري ګامونه واخلي چې مرتکبین ومومي او ویې نیسي، او بیا یې محکمې ته کش کړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

8 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران ډېر ظالم دی. سره له دې چې ما پاسپورټ درلود او وېزه هم پرې لګېدلې وه لاکن هغوی زه ۲۰ ورځې بندي کړم. هغوی له هغه څه نه چې په الفاظو کې بیانیږي ډېر ظالم دي.‌

ځواب ورکړئ

کله چې یو افغان الاصله امریکایي افسر او یو خبریال په افغانستان کې دننه د افغان کډوالو د ډوبولو په پېښه کې د ایران پر ضد د امریکا د توطیې د سناریو په ګټه خبرې کوي، بیا دا معلومه خبره ده چې د امریکا حکومت د افغانستان دننه د افغان کډوالو د ډوبولو د ترخه حقیقت تر شا لاس لري، او د ایران پر ضد پلان یې ثابتیږي. د امریکا نوکران، چې غواړي د خپلو هېوادوالو په ډوبولو سره د ایران لپاره ستونزې جوړې کړي، باید وشرمیږي، ځکه چې هغوی په هغو ټولو خدمتونو باندې سترګې پټوي چې د ایران حکومت او خلکو د تاریخ په اوږدو کې د افغان کډوالو لپاره کړي دي. د داسې غلطو خبرونو خپرول به په افغانستان کې د امریکایي ترهګرو د حضور په هکله د افغانانو د ستونزو په حلولو کې مرسته ونه کړي.

ځواب ورکړئ

د دې وېب سایټ مدیر ته سلام. اجازه ده چې زه د ایرانیانو له خوا د افغانانو د وهل کیدلو له ویډیو څخه د یوټیوب لپاره یو راپور جوړ کړم؟

ځواب ورکړئ

ایران په اسلامی نړۍ کی بدترینه نظام اوهیڅ دترحم په نامه پکی څه نشته

ځواب ورکړئ

د ایران د امنیتي او پولیس ځواکونو له خوا د مظلومو افغان کډوالو دا ډول په څپېړو وهل او کوتک کاري او ورسره په ایران کې له افغان کډوالو څخه په زور د پیسو اخیستل او وهل یو عادي کار دی. هغه ظلم، چې هغوی وار له مخه د افغان کډوالو پر ضد ترسره کړی، له دغو وهلو ټکولو څخه چې تاسو اوس ولیدل ډېر زیات دی...!

ځواب ورکړئ

مونږه خو نور څه ويلاى نه شو.بايد افغان حکومت هغه مهجر بيرته راستنه کړي هيواد ته کوم چې ايران او پاکستان نه بيرته هيواد ته راستانه شي،کومه ويډيو چې نن دلته مونږه انترنيټ باندي ويونو،دا ښه د عزت ويډيو ده،داسي ظلم زياتى د افغانيانو سره کوي،چې ورته کتل يې له سترګو اوښکي د باران په څير ګريوان ته ځې،نو د دخداى ج په خاطر نور دي افغان دولت خپل ورونه په نورور نه ځپي بايد مهاجرين راوغښتل شي بايد د کډوالو سره مرستي وشي دا خبره هم غلته ده چې ولي نه راځي را دي سي خپل هيواد ته د دوى مخ چا نيولى دى،هغه دلته کوم ځاى کې کور جوړ کړي ځمکه نه لري ځاى نه لري کور نه لري کار وو کسب نه لري چې راشي هغه د بچو لپاره خواړه پيدا کړي کور واخلي،څه وکړي، وسلام

ځواب ورکړئ

هره بدبختي او مصیبت چې د افغانستان خلکو ته پېښېږي د ع او غ د ناوړتیا له امله دي.‌

ځواب ورکړئ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخپله د ایران له دوستانو نه ډک دی. ته سوچ وکړه چې د ایران سفارت ته په داسې الفاظو لیکل کوي لکه هغه سفارت چې د افغانستان مالک وي او دی په کې د مزدور په حیث کار کوي. په کار وو چې د ایران سفارت ته یې احتجاج ورسپارلی وای چې په دومره وخت کې باید تور او سپین معلوم کړي او که نه کډه دې بار کړي زمونږ نه ایران په کار دی او نه یې سفارت خو زمونږ چارواکي پوهېږي چې د دوی د فساد او حرامیتوب له امله په وطن کې فقر او ناامني حاکم دي او خلک مجبوریږي چې پاکستان او ایران ته وتښتي. په یو سل او څو میلیارد ډالرو کې چې امریکایان وایي چې افغانستان ته راغلل که یو میلیارد ډالر په منظم ډول له پاکستان او ایران څخه د کډوالو په راستنولو او ځای پرځای کولو لګېدلي وای اوس به مونږ نه کثیفو ایرانیانو ته محتاج وو او نه تورمخو چټلو پنجابیانو ته خو بدبختانه چې د کرزي له واکمنۍ راهیسې اداري فساد دومره پراخ شو چې اوس یې راټولول اسان کار نه دی.

ځواب ورکړئ