امنیت

افغان ځواکونو په نوې ستراتیژۍ کې د طالبانو په لسګونو مشران وژلي دي

د سلیمان راپور

د افغان ملي اردو عسکر د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه سره نژدې د افغان ملي اردو په یوه بېس شورابک کمپ کې د تلې په ۲۱ مه تمرینات کوي. [ضیأ ثمر]

د افغان ملي اردو عسکر د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه سره نژدې د افغان ملي اردو په یوه بېس شورابک کمپ کې د تلې په ۲۱ مه تمرینات کوي. [ضیأ ثمر]

کابل -- د افغانستان د دفاع وزارت وایي، د هغوی ځواکونو د نوې ستراتیژۍ د برخې په توګه د طالبانو د مشرانو پر ضد هدفي عملیات پراخ کړي او د تېرې میاشتې په ترڅ کې یې په لسګونو کسان وژلي دي.

د دفاع وزارت ویاند غفوراحمد جاوېد د لیندۍ په ۲۷ مه سلام ټایمز ته وویل، «د نوې ستراتیژۍ او جنګي پلان له مخې، د پوځي مشرانو او تش په نامه والیانو په شمول د طالبانو مهم قوماندانان د افغان هوایي او ځمکنیو ځواکونو مهم هدفونه ول،»

جاوېد وویل، «د تېرو ۲۶ ورځو په ترڅ کې، د طالبانو ۱۵ تش په نامه والیان، پوځي قوماندانان، تش په نامه ولسوالان او د دغې ډلې جیګپوړي قوماندانان د هغو عملیاتو په وسیله له منځه تللي چې د افغان او نړیوالو ځواکونو له خوا ترسره شوي دي،»

هغه وویل، د ګڼ شمېر ازبک جنګیالیو په شمول خواوشا ۴۰ طالبان «څه موده مخکې» په کونړ ولایت کې ووژل شول، او زیاته یې کړه چې د نورو له منځه د معاویه، غزنوي او غازي په نومونو د هغوی درې قوماندانان وژل شوي دي.

د افغان ملي اردو منسوبین د تلې په ۲۴ مه په کندوز ښار کې د مانورو لپاره تیاری کوي. [هدایت الله]

د افغان ملي اردو منسوبین د تلې په ۲۴ مه په کندوز ښار کې د مانورو لپاره تیاری کوي. [هدایت الله]

دغه ډول عملیات دوام لري.

جاوېد د لیندۍ د ۲۷مې یوه برید ته په اشارې وویل، «د پکتیا، پکتیکا، غزني، خوست، میدان وردک او لوګر ولایتونو لپاره د طالبانو د سرې قطعې قوماندان بلال ځدراڼ د هغو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو چې د اردو ځانګړیو ځواکونو په پکتیکا ولایت کې ترسره کړل،»

هغه زیاته کړه، «د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مشر مولوي کرام الدین له ۳۴ نورو جنګیالیو سره یوځای په هوایي او د هاوان په بریدونو کې ووژل شو،»

د ژمي ستراتیژي

جاوېد وویل، «د طالبانو د روزنې، استخدام او مدیریت مرکزونه، او همدارنګه د هغوی د تمویل ځایونه (لکه د ناقانونه نشه ییزو توکو د تولید مرکزونه) په نښه او ویجاړ کړای شول، چې ورسره د هغوی مالي سرچینې کمزورې کړای شوې،»

هغه وویل، «د نوې ستراتیژۍ په اساس، د دغه ګروپ د مالي سرچینو په نښه کول به دوام ومومي،»

جاوېد وویل، «د امنیتي او دفاعي ځواکونو بریدونه وار له مخه زیات شوي،‌ او د ژمي په ترڅ کې به لا زیات شي. په فراه، کونړ، هلمند، ننګرهار، کندهار، فاریاب، بادغیس او ځینې نورو ولایتونو کې د دښمن د ماتولو لپاره عملیات روان دي، او په دغو ولایتونو کې طالبانو ته درانه تلفات ور اوښتي دي.»

هغه زیاته کړه، «یوازې په تېرو دوه ورځو کې، په بېلابېلو ولایتونو کې له ۱۴۰ څخه ډېر طالب جنګیالي وژل شوي دي،»

جاوېد وویل،‌ «د متحده ایالاتو له خوا جدي هڅې روانې دي چې له طالبانو سره د سولې خبرې وشي، خو هغه جیګپوړي طالب قوماندانان به په نښه کړای شي چې د سولې پر ضد دي،»

د افغان ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو یوه ویاند محمد حنیف رضایي تایید کړه چې دغه عملیات د طالبانو مشران په نښه کوي.‌

رضایي د لیندۍ په ۲۸مه سلام ټایمز ته وویل، «د افغان ځواکونو له خوا د قاطع ملاتړ ماموریت په ملاتړ د هېواد په شمالي او شمال ختیځو سیمو کې د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو جیګپوړي کسان ووژل شول،»

رضایي وویل، د وژل شویو په ډله کې د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش، شیرین تګاب او دولت اباد ولسوالیو کې د طالبانو د نظامي کمېسیون مشر قاري یوسف، چې په ملا حقیار هم مشهور وو، او د بلخ ولایت د چاربولک ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه والي او نظامي مشر ملا مخلص شامل دي.

د رضایي په وینا، په نورو جیګپوړو طالبانو کې، چې افغان ځواکونو په وروستیو کې وژلي، د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ لپاره تش په نامه ولسوال قاري رسول، د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ لپاره یو قوماندان قاري تاج الدین، د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو یو قاضي عبدالرسول، او په بدخشان ولایت کې د ازبک طالبانو یو نامعلوم قوماندان شامل دي.

د طالبانو کمزوري کېدل

د افغان نظامیانو کتونکي د نوې ستراتیژۍ ملاتړ کوي او له دې سره یوه خوله دي چې د طالبانو د مهمو مشرانو او جیګپوړو قوماندانانو په نښه کول به دغه ډله کمزورې کړي.‌

په کابل کې د پوځي چارو تحلیلګر متقاعد جنرال هادي خالد سلام ټایمز ته وویل، «په داسې حال کې چې په صفونو او لیکو کې موجود طالب جنګیالي د جګړې په ډګر کې وژل کیږي، د لومړۍ، دویمې او درېیمې سطحې قوماندانان او جیګپوړي مشران اکثر وختونه خوندي پاتې کېږي،»

هغه وویل، په تکتیکونو کې بدلونونه او نوې جنګي ستراتیژي، چې د دښمن جیګپوړي قوماندانان په نښه کوي، ډېر مهم او ګټور دي،»

خالد وویل، «جیګپوړي طالب قوماندانان د جنګیالیو په جلب او استخدام او د جګړې په لارښوونه کې غټ رول لوبوي، او د دې ستراتیژۍ تطبیقول به د طالبانو د استخدام او لارښوونې وړتیاوې راکمې کړي،»

خالد وویل، «طالب جنګیالي او مشران اکثر وختونه د استوګنې له سیمو څخه جګړه کوي، چې ملکي خلکو ته د تلفاتو سبب کیږي، نو د هغوی د مشرانو له منځه وړل مؤثر دي، ځکه چې په دې کار سره د ملکي خلکو تلفات کمېږي.په دې توګه، نوې ستراتیژي یوه بریالۍ ستراتیژي ده. زه د یوه پخواني جنرال په توګه د دې ستراتیژۍ هرکلی کوم.»

د سولې لپاره هڅونه

په کابل کې د سیاسي او نظامي چارو تحلیلګر مقدم امین سلام ټایمز ته وویل، «مهمو طالب قوماندانانو، نظامي مشرانو او تش په نامه والیانو په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړې په تنظیم کې یو مؤثر رول لوبولی دی،»

هغه وویل، «د طالبانو د دغو متنفذو مشرانو په نښه کول او وژل د جګړې په ډګر کې د طالبانو د کمزوري کولو غوره لاره ده او د دې مخه نیسي چې دغه مشران د جګړې لارښوونه وکړي،» او زیاته یې کړه چې په دې کار سره «د ژمي په ترڅ کې په یاده ډله باندې پوځي فشار زیاتېږي».

امین وویل، «ځینې مهمو طالب قوماندانانو، د نشه ییزو توکو د قاچاق او له ګاونډیو هېوادونو څخه د مالي مرستې د ترلاسه کولو په شمول، د جګړې له لارې ډېره شتمني ترلاسه کړې ده، او هغوی لا هم د جګړې په اوږدولو کې خپلې ګټې ويني،»

هغه وویل، «د هغوی له منځه وړل د افغانستان د سولې پروسې سره ډېره مرسته کولی شي،»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر بشیراحمد بیژن وویل، «د طالبانو ګڼ شمېر جیګپوړي غړي د ګاونډیو هېوادونو له له استخباراتي ادارو سره اړیکې لري، او هغوی د خبرو اترو او سولې مخالف دي،»

بیژن وویل، «د دغو افرادو په نښه کول او وژل کولی شي چې د سولې خبرې چټکې کړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د بوش له دورې راهیسې روان دی. مونږ یې نتیجه لیدلې ده.

ځواب ورکړئ

صحیح

ځواب ورکړئ

هو

ځواب ورکړئ

دا یوه عالي ستراتیژي ده چې کیدای شي ډېره ګټوره ثابته شي، په دې شرط چې هغسې تطبیق شي لکه څنګه چې تاسو تشریح کړې ده.

ځواب ورکړئ