امنیت

د افغان هوایي ځواک د شپنیو عملیاتو نوو وړتیاوو اورپکو ته نوی ګواښ جوړ کړی دی

د نجیب الله راپور

د افغان هوایي ځواک پیلوټان د وري د میاشتې له ۲مې راهیسې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د دښمن په هدفونو باندې د لیزر په وسیله رهبري شوي بمونه غورځوي. دا د دقیقو بریدونو د ترسره کولو وړتیا د مخالفینو دا وړتیا محدودوي چې ډېرې ګڼ مېشتې سیمې د پټنځایونو په توګه وکاروي او د ملکي خلکو د تلفاتو مخه نیسي. [د متحده ایالاتو هوایي ځواک]

کابل -- د افغانستان غوړېدونکي هوایي ځواک داسې وړتیاوې ترلاسه کړي چې د شپې په مخه بریدونه ترسره کړي چې دا د دغې څانګې د ډېرېدونکو وړتیاوو یوه نښه ده.

افغان هوايي ځواک د لیندۍ په ۱۸مه په اروزګان ولایت کې د طالبانو پر ضد خپل لومړني هوایي بریدونه ترسره کړل، چې چارواکي وایي وسلې او مهمات یې ویجاړ کړل او «درانه تلفات» یې واړول.

د دفاع وزارت ویاند غفوراحمد جاوېد د لیندۍ په ۲۶مه افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته په اشارې، سلام ټایمز ته وویل، «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو دا وړتیا نه لرله چې د شپې په مخه د دښمن پر ضد عملیات ترسره کړي،»

هغه وویل، «خو له نېکه مرغه، وروسته له هغه، چې پیلوټانو یوه دوه میاشتنۍ روزنه ترلاسه کړه، افغان هوایي ځواک دا وړتیا وموندله چې تېره اونۍ په اروزګان ولایت کې د یوې ای - ۲۹ الوتکې په وسیله د شپې په مخه لومړني عملیات ترسره کړي،»

د افغان هوایي ځواک د یوې ای - ۲۹ سوپر ټوکانو د کارمندانو مشر د ۱۳۹۶ د لیندۍ په ۱۳مه د کندهار هوایي ډګر کې د الوتنې په ترڅ کې خپل پیلوټ ته اشاره کوي. [د ناټو له خوا اخیستل شوی عکس]‌

د افغان هوایي ځواک د یوې ای - ۲۹ سوپر ټوکانو د کارمندانو مشر د ۱۳۹۶ د لیندۍ په ۱۳مه د کندهار هوایي ډګر کې د الوتنې په ترڅ کې خپل پیلوټ ته اشاره کوي. [د ناټو له خوا اخیستل شوی عکس]‌

د افغان هوایي ځواک دوه د یو اېچ - ۶۰ بلیک هاک پیلوټان د لیندۍ په ۱۷مه د کندهار له هوایي ډګر څخه پورته کیږي. [د ناټو له خوا اخیستل شوی عکس]

د افغان هوایي ځواک دوه د یو اېچ - ۶۰ بلیک هاک پیلوټان د لیندۍ په ۱۷مه د کندهار له هوایي ډګر څخه پورته کیږي. [د ناټو له خوا اخیستل شوی عکس]

یو افغان پیلوټ د لیندۍ په ۲۹مه د کابل په سر په ای - ۲۹ سوپر ټوکانو الوتکه کې روزنه ترسره کوي. [د ناټو له خوا اخیستل شوی عکس]‌

یو افغان پیلوټ د لیندۍ په ۲۹مه د کابل په سر په ای - ۲۹ سوپر ټوکانو الوتکه کې روزنه ترسره کوي. [د ناټو له خوا اخیستل شوی عکس]‌

هغه وویل، «نور او لا نور پیلوټان روزل کیږي چې وکولی شي د شپې د حملو او عملیاتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو ته ملاتړ برابر کړي،»

په وړتیاوو کې د پام وړ ډېرښت

جاوېد وویل، «د هوایي عملیاتو اهمیت په دې کې دی چې زمونږ د ځواکونو ملاتړ کوي ... او دا کولی شي چې د جګړې په ډګر کې تلفات کم کړي،» هغه وویل، اورپکو «د شپې په مخه زمونږ د تلاشۍ په پوستو بریدونه کول، او اوس د هوایي ملاتړ له لارې، مونږ کولی شو چې هغوی ته درانه تلفات ور واړوو».‌

جاوېد زیاته کړه، «د دغو عملیاتو په نتیجه کې، د اورپکو د روزنې مرکزونه او د هغو اسانتیاوو په شمول، چې ناقانونه نشه ییز توکې تولیدوي، د هغوی د تمویل سرچینې، ویجاړې کړای شوي دي،»

په کابل کې یوه پخواني پوځي افسر او متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل وویل، هره اردو د حجم له پام کې نیولو څخه پرته باید وکولی شي چې په هر ډول شرایطو کې عملیات ترسره کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «اردو باید دا وړتیا ولري چې ورځ وي که شپه، ورېځ وي که باران، خپل عملیات ترسره کړي،»

امرخېل وویل، «عملیات ترسره کول، په ځانګړې توګه د شپې په مخه، ډېر مؤثر دي ځکه چې په ګوریلایي جنګونو کې ګوریلایي جنګیالي هڅه کوي چې د ورځې په ترڅ کې له خوندي ځایونو څخه خپل عملیات پیل کړي، ځکه چې د یخنۍ له امله، د شپې په مخه په کورونو او تودو ځایونو کې پټېږي،»

هغه د حکومتي عسکرو په هکله وویل، «نو، که زمونږ د هېواد استخباراتي اداره صحیح معلومات ولري او د شپې په مخه هوایي او ځمکني عملیات پیل کړي، ډېر به مؤثر وي،»

«د هېواد د وسله والو ځواکونو مهم عناصر له پلي، هوایي او سمندري ځواک څخه جوړ شوي دي،»

په کابل کې د امنیتي چارو تحلیلګر متقاعد ډګروال عبدالغفار ګردېزي سلام ټایمز ته وویل چې دغه نوې وړتیا «د دښمن پر ضد جنګ کې یو مهم رول لوبوي.»

هغه وویل، «مخکې له دې چې زمونږ ځمکني ځواکونه خپل عملیات پیل کړي، زمونږ هوایي ځواک کولی شي چې پر دښمن د هغوی په پټنځایونو کې سخت ګوزارونه وکړي، چې دا زمونږ ځمکنیو ځواکونو ته د پرمختګ وړتیا ورکوي،»

ګردېزي وویل، «د افغان ځواکونو وړتیا انکشاف مومي،‌ او زمونږ د امنیتي ځواکونو له خوا د شپنیو عملیاتو د ترسره کولو وړتیا اوس ترهګرو ته د خطر زنګ دی،»

د پرمختګ نښه

د دفاع وزارت د شمېرنو له مخې،‌د هوایي ځواک وړتیاوې وده کوي.‌

د دفاع وزارت له خوا د لیندۍ په ۲۳مه د خپرې شوې یوې اعلامیې په اساس، افغان ځواکونو د ۲۴ ساعتونو په موده کې، د حکومت ضد عناصرو پر ضد په بېلابېلو ولایتونو کې اټکل ۱۳ ګډې حملې او تصفیوي عملیات، ۱۰۱ ځانګړي د کمانډو ځواک ماموریتونه او اته هوایي عملیات ترسره کړي دي.‌

په اعلامیه کې راغلي، چې دغو عملیاتو د دښمن پټنځایونه په نښه کړل او د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې د موجودو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره هڅې ترسره کړې.

اعلامیه وایي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې، افغان هوایي ځواک ۱۱۶ الوتنې ترسره کړې چې په ځمکه موجود عسکر حمایه کړي، چې ۴۴ ترهګر یې ووژل او ۱۱ نور یې ټپیان کړل.‌

په کابل کې د ځانګړي ماموریت د څانګې یوه پیلوټ، تورن عبدالرحمان رحماني، په یوه ایمیل کې سلام ټایمز ته وویل، «افغان هوایي ځواک د مستقیم هوایي ملاتړ د برابرولو په برخه کې نوې وړتیاوې ترلاسه کړي دي،»

هغه وویل، پخوا افغان ځواکونه «تر ډېره د ایتلاف په هوایي ملاتړ، په ځانګړې توګه ګن شېپونو او اورنیو بریدونو باندې متکي ول، خو اوس زمونږ خپلې ای - ۲۹ الوتکې دغه وړتیاوې برابروي».

هغه وویل، «دا په دومره لنډ وخت کې یوه لویه لاسته راوړنه ده،» او زیاته یې کړه چې افغان ځواکونو ۱۷ کاله مخکې «له صفر څخه» د هوایي ځواک بیاجوړونه پیل کړي وه.

د رحماني په وینا، د یوه بادپسلینه ځواک په توګه، هوایي ځواک پوهېږي چې په یوه چریکي جنګ کې به دښمن تل د ملکي خلکوتلفات د داسې یوې وسیلې په توګه وکاروي چې په امنیتي ځواکونو او حکومت باندې فشار واچوي.‌

هغه وویل، «له دې امله، مونږ تل خپل لومړني راپورونه په پام سره ګورو، له عملیاتو څخه مخکې اکتشافي فعالیت ترسره کوو، او ان د عملیاتو په ترڅ کې مونږ له خپلو اکتشافي الوتکې څخه معلومات اخلو چې د ملکي خلکو تلفات کم کړو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له افغان هوایي ځواک سره د ناټو او په ځانګړې توګه د امریکا مرسته د ستاینې وړ ده خو دا الوتکې چې امریکایانو افغان هوایي ځواک ته ورکړي کفایت نه کوي. افغان ځواک ته باید داسې وسلې او الوتکې ورکول شي چې د ترهګرو او د ترهګرو د حاميانو یعنې پاکستان او ایران د هوایي ځواکونو مقابله پرې وکړای شي. همدې امریکا پاکستان ته اېف ۱۶ جنګي جیټان ورکړل، که امریکایان په ریښتیا د افغان هوایي ځواک تجهیزول غواړي، باید چې په هماغه شمېر اېف ۱۶ او له هغو پرمختللې الوتکې ورکړي چې پاکستان ته یې ورکړي دي. تل دې وي د افغانستان او متحده ایالاتو دوستي، مرګ په ترهګرو او د ترهګرو په حامي پاکستان او ایران.

ځواب ورکړئ

زنده باد اشرف غنی

ځواب ورکړئ

دا د لمر په څېر روښانه ده چې دا تبصره کوم بې سواد او احمق انسان لیکلې ده. دا مه هېروئ چې خدای (ج) شاهد دی. کله چې یو ملت ستاسو خدمت کوي او تاسو د عین ملت پر وړاندې بد چلند کوئ، خدای (ج) به سزا درکړي. تاسو به یې عاقبت وګورئ.

ځواب ورکړئ