اقتصاد

د طالبانو له خوا د برېښنا د تادیاتو غلا کول ښایي په کندوز کې د برېښنا د پرې کېدلو سبب وګرځي

د هدایت الله راپور

کارکوونکي د لړم په ۲۷مه د کندوز ښار په نهر سراج سیمه کې د طالب اورپکو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ له یوې نښتې څخه وروسته د برېښنا لینونه ترمیموي. [هدایت الله]

کارکوونکي د لړم په ۲۷مه د کندوز ښار په نهر سراج سیمه کې د طالب اورپکو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ له یوې نښتې څخه وروسته د برېښنا لینونه ترمیموي. [هدایت الله]

کندوز -- طالبان په کندوز ولایت کې د یادې ډلې تر کنټرول لاندې سیمو کې له افغانانو څخه په زور پیسې اخلي، او په دې لړ کې هر کال د برېښنا د تادیاتو په نامه نژدې یو میلیون ډالر غلا کوي.

د دغه ولایت د برېښنا د ریاست چارواکي وایي، چې په زور د اخیستل کېدونکو پیسو کلنی مبلغ خواوشا ۶۰ میلیونو افغانیو (۸۰۰۰۰۰ ډالرو) ته راښکته کېږي.

د ولایت د برېښنا رییس محمد خان مومند سلام ټایمز ته وویل، طالبان، چې په تهدید باندې تکیه کوي، په هغو سیمو کې، چې د برېښنا شرکت د کارکوونکيو لاس نه ور رسیږي، د برېښنا «بیلونه» ټولوي.

مومند د افغانستان د برېښنا شرکت - د هېواد د برېښنا لویې ادارې، ته په اشارې وویل، «طالب چارواکي خپل بیلونه صادروي، او مشتریان د پیسو له ورکولو څخه پرته بله لاره نه لري. د برېښنا ریاست کارمندان د امنیتي ګواښونو له امله نشي کولی چې یادو سیمو ته لاړ شي او د برق مېټرونه ولولي.»

په عکس کې د طالبانو له خوا د غوایي په ۲۶مه صادر شوی د برېښنا بیل لیدل کیږي. دغه سند د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ اړوند دی. [آرشیف]

په عکس کې د طالبانو له خوا د غوایي په ۲۶مه صادر شوی د برېښنا بیل لیدل کیږي. دغه سند د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ اړوند دی. [آرشیف]

هغه وویل، هغه دا موضوع په رسمي توګه راپورته کړې او له ولایتي او د مرکزي حکومت مقاماتو سره یې پرې خبرې کړي څو د عوایدو د لا نورې ضیاع مخه ونیسي.

هغه وویل، «د محلي مشرانو د منځګړتیا له لارې، مونږ پلان لرو چې د طالبانو استازو سره خبرې وکړو او هغوی د برېښنا د تادیاتو له جمع کولو څخه منع کړو،»

په کندوز ولایت کې د برېښنا د ولایتي ادارې د پخواني رییس حمیدالله په وینا، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو، په ځانګړې توګه چاردره ولسوالۍ او د کندوز ښار سره نژدې اسقلان، ګورتېپه، ملارقي، حضرت سلطان او بز کندهاري سیمو کې له ۱۴۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ د حکومت له خوا تأمین شوې برېښنا څخه استفاده کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، خو د دغو کورنیو له خوا کېدونکي تادیات د طالبانو لاس ته ورځي، او زیاته یې کړه چې طالبان ۱۴۰۰۰ د برېښنا مېټرونو ته لاسرسی لري.

حمیدالله وویل، طالبان په کندوز کې د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو کې له اوسېدونکیو څخه په هرو دوه میاشتو کې تر ۱۰ میلیونو افغانیو (۱۳۲۷۰۰ ډالرو) پورې ترلاسه کوي.

په برېښنا کې احتمالي ټکني توب

کندوز له ۲۰۰۸ راهیسې له تاجکستان څخه برېښنا راواردوي او کیلو واټ په ۳.۵ افغانۍ (۴ امریکایي سنټو) اوسېدونکو ته ورکوي.‌

مومند وویل، هغه تادیات، چې مشتریان یې طالبانو ته کوي، د برېښنا ریاست لپاره د اعتبار وړ نه دي، او هغوی مجبور دي چې بانکونو ته بیا تادیات وکړي.

هغه خبرداری ورکړ، چې که وضعه همداسې روانه وي، کېدای شي چې له تاجکستان څخه را وارده شوې برېښنا پرې کړای شي.

هغه وویل، «هر کال، مونږ هغسې چې تړون شوی دی، تاجکستان ته یو منل شوی مبلغ ورکوو. کله چې زمونږ د عوایدو ۲۵٪ د طالبانو له خوا ټول کړای شي، بیا مونږ کافي اندازه عواید نه لرو،»

هغه وویل، «مونږ د کندوز د برېښنا د تأمیناتو د قطع کېدلو په هکله وارخطا یو ځکه چې په دې حالت کې مونږ نشو کولی چې تاجکستان ته په ټاکلي وخت تادیات وکړو،»

په کندوز کې د مدني ټولنې یوه فعال عبدالستار دلاور وویل، «افغان حکومت په یوه دوه لارې کې ایسار دی،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «که افغان حکومت دغو کلیو ته ورغلې برېښنا پرې کړي، ښایي چې قهر او ناراحتي راوپاروي او خلک له حکومت څخه لیرې کړي،»

دلاور د خپلو خبرو په دوام وویل، خو که حکومت هېڅ ګام پورته نه کړي، «طالبان به د عوایدو له دې لویې سرچینې څخه استفادې ته دوام ورکړي.»

هغه یادونه وکړه چې، «اوس، مسؤلو مقاماتو ته په کار دي چې په امنیتي ځواکونو باندې غږ وکړي چې په نا امنو سیمو کې عملیات ترسره کړي،»

د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني د لیندۍ په ۶ مه سلام ټایمز ته وویل، امنیتي ځواکونه به په نا امنو او کم وسو سیمو کې د هدفي عملیاتو ترسره کولو ته دوام ورکړي او دغه سیمې به له یاغیانو څخه تصفیه کړي.

رحماني وویل، «په هره هغه سیمه کې، چې طالب اورپکي د کندوز د برېښنا ریاست د کارمندانو لپاره ستونزې جوړوي، باید چې پولیس ځواک خبر کړای شي چې مونږ وکولی شو چې ساحه د برېښنا د فیسونو ټولولو ته برابره کړو،»

هغه زیاته کړه، «مونږ هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوو چې د قانون حاکمیت یا د دولت واکمني وننګوي،»

د سیمې اوسېدونکي متأثر شوي دي

هغسې چې وېره کیږي، د طالبانو له خوا د تادیاتو ټولولو دکندوز اوسېدونکي وارخطا کړي دي.‌

په کندوز ولایت کې د بز کندهاري کلي یوه اوسېدونکي حاجي محمد تیموري، چې ۵۵ کاله عمر لري، وویل، «طالبان او حکومت دواړه د برېښنا بیلونه ټولوي، او مونږ بېخي په دوه کې ګېر یو چې مونږ څه وکړو او چاته تادیات وکړو،»

هغه وویل، «د طالبانو استازي هره میاشت زمونږ کورونو ته راځي او مېټرونه لولي. هغوی داسې د برېښنا بیلونه، چې د طالبانو د اسلامي امارت ټاپه پرې لګېدلې وي، ورکوي،»

هغه وویل، «بله ورځ، یوه بله ډله راځي او دغه بیلونه او تادیات ټولوي،»

د چاردرې ولسوالۍ د نهر صوفي کلي یوه اوسېدونکي غلام محمد، چې ۳۶ کاله عمر لري، وویل، «طالبانو مونږ ته ویلي چې تلوېزیون کتل یو غیر اخلاقي کار دی،»

محمد سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو مونږ ته خبرداری راکړی چې هر څوک چې تلوېزیون ګوري هغه به جریمه کړای شي، تلوېزیون به یې مات او برېښنا به یې پرې کړای شي،»

طالبانو ته پیسې ورکول

د طالبانو له خوا د برېښنا د تادیاتو غلا کول د هغو طریقو په ډله کې دي چې هغوی یې د خپلې مالي سرچینې په توګه کاروي.دا ډله همدارنګه د اپین او نورو نشه ییزو توکو له قاچاق، ناقانونه کان کیندنې، عشر او زکات ټولونې او له بېلابېلو ولایتونو څخه د «مالیاتو» د جبري ټولونې له لارې عواید ترلاسه کوي.‌

د کندوز د ولایتي شورا یوه غړي امرالدین ولي سلام ټایمز ته وویل، «طالبان د برېښنا د تادیاتو په شمول د خپلو بېلابېلو عایداتي سرچینو په کارولو سره، ځانونه تمویل او تجهیز کوي او وسلې او پوځي تجهیزات ترلاسه کوي،»

هغه وویل، طالب اورپکي دا مالي منابع د دې لپاره کاروي چې د افغان حکومت او عوامو پر ضد جنګ وکړي.

ولي وویل، «له دغه عاید څخه په استفادې، هغوی وسلې او موټرونه اخلي او زمونږ له سوداګرو او تجارانو څخه په زور پیسې اخلي،»

هغه وویل، «د کندوز حاصل خېز ولایت د افغانستان د غلې د کندو په نامه شهرت لري. طالبان له کروندګرو څخه عشر ټولوي او له پرمختیایي پروژو څخه په زور پیسې اخلي، او دغه مالي منابع بیا بېرته یوازې د افغان حکومت پر ضد کاروي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500