تجزيه

ایراني تبلیغاتي رسنۍ په نړۍ کې دروغ خپروي

له قاهرې څخه د ولید ابوالخیر راپور

دغه راپور ښودلې چې ایران درې غلط معلوماتي وېب سایټونه په پاکستان او څلور په افغانستان کې چلول. [سومیل کومار]

دغه راپور ښودلې چې ایران درې غلط معلوماتي وېب سایټونه په پاکستان او څلور په افغانستان کې چلول. [سومیل کومار]

رویټرز په یوه ځانګړي راپور کې څرګنده کړه چې ایران داسې پروپاګند خپروي چې غواړي په نړۍ کې د لسګونو خبري سایټونو له لارې د عامو خلکو په نظریاتو نفوذ ترلاسه کړي. دغه سایټونه د محلي رسنیزو چینلونو تر نامه لاندې کار کوي.

رویټرز په خپل راپور کې له ۷۰ څخه ډېر داسې وېب سایټونه په ګوته کړي چې ۱۵ هېوادونو ته ایراني پروپاګند خپروي.‌

دغه راپور ښودلې چې ایران درې غلط معلوماتي وېب سایټونه په پاکستان او څلور په افغانستان کې چلول.

د لیندۍ د ۹ مې په راپور کې راغلي، «دغه سایټونه ښیي چې سیاسي فعالان څنګه په نړیواله سطحه په مخ پر ودې توګه په آنلاین ډول ګمراه کوونکي یا غلط معلومات پراخوي چې د عامو خلکو په نظریاتو باندې تاثیر وکړي،»

د حزب الله المنار تلوېزیون یو له هغو لویو رسنیزو لاسونو څخه دی چې د اېران سره اړیکه لري. [په انټرنټ خپور شوی عکس]

د حزب الله المنار تلوېزیون یو له هغو لویو رسنیزو لاسونو څخه دی چې د اېران سره اړیکه لري. [په انټرنټ خپور شوی عکس]

دغه سایټونه د خبرونو یوه ګډوله وړاندې کوي او داسې طرحه شوي چې د منظمو خبري او رسنیزو چینلونو په څېر ښکاره کیږي.

دا وېب سایټونه د فایر آی په څېر د سایبر سیکیوریټي شرکتونو له خوا د ترسره شویو څېړنو په واسطه رالوڅ کړای شول، او له ۱۳۹۱ کال راهیسې په بېلابېلو وختونو کې فعال ول.

'یوه ډېره جدي موضوع'

په مصر کې د ابن الولید د مطالعاتو او ساحوي تحقیقاتو د مرکز د نویو رسنیو د څانګې رییس ماذن ذکي وویل، د ایران دا هڅې، چې په نړۍ کې د عامو خلکو په نظریاتو نفوذ ترلاسه کړي، «د یوه ښه پلان شوي فکر په اساس ترسره کیږي چې په وړاندې یې مجادلې او له منځه وړلو ته تر هغه هم قوي پلان ته اړتیا ده،»

هغه وویل، د دغو چینلونو له لارې،‌ ایران له عصري مواصلاتي ټکنالوجۍ څخه داسې ناوړه استفاده کوي چې «د رسنیو د پراخ استعمال داسې یوه پالیسي تعقیبوي چې د حقیقتونو په تغیرولو او په ماهرانه توګه مدیریت کولو سره په غیر مستقیمو طریقو سره نظریات خپروي».

هغه وویل، «په هغو چینلونو او وېب سایټونو سربېره چې ایران پلوه تګلاره یې پټه نه ده [...] په لسګونو داسې چینلونه او وېب سایټونه هم شته چې په بشپړ ډول نامعلوم دي او رهبري شوي خبرونه خپروي،»

هغه وویل د مثال په توګه، «یو وېب سایټ، چې یو مصری نوم لري او یو ادرس یې په قاهره کې دی» داسې غلط معلومات خپروي چې د مصر خارجي ارتباطات ژوبلوي.

هغه زیاته کړه، «په یمن کې، مونږ ځینې داسې وېب سایټونه وینو چې د قانوني حکومت پر ضد پارونې کوي او د حوثي ملېشو ستاینه کوي، او هغوی د یمن د خلکو د ناجیانو په توګه ښیي،»

هغه وویل، عین کار په سوریه کې هم کیږي، چې په کې د داعش د ځپلو لپاره د نړیوال ایتلاف او د هغه د متحدینو هڅې د ورته غلطو معلوماتو د خپرونکو وېب سایټونو په وسیله اغېزمنې کیږي.

ذکي وویل،‌ د اوازو په خپرولو سربېره، دا رسنیز چینلونه «د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ په هکله غلط معلومات خپروي» او د دغه ګروپ د ستاینې لپاره په دروغو د بریا خبرونه شریکوي.

ولایت فقیه ته وده ورکول

د قاهرې پوهنتون د رسنیو د پوهنځي استاد حسن عفیفي وویل، د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ‌ پراختیا «د نفاقونو د کرلو او د بحرانونو، نا ارامۍ او داخلي فرقه یي او مذهبي جنګونو د تحریکولو په اساس کیږي،»

هغه المشارق ته وویل، «بې له شکه چې د داسې غلطو معلوماتو خپرول یوه لوی رسنیز ماشین ته اړتیا لري،»

هغه وویل،‌«په ۱۳۵۸ کې، وروسته له هغه، چې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ‌ په ایران کې قدرت ترلاسه کړ، په داخل کې د رسنیو هڅې پیل شوې، څو د ولایت فقیه ایډیالوجي خپره کړي، او دا ژر د ایران له پولو څخه بهر پراخ کړای شو،»

د ولایت فقیه نظریه د ایران لوی مشر، علي خامنه اي، سره د بیعت غوښتنه کوي.

عفیفي وویل، د ایراني رسنیو له خوا په بهر کې لومړني ناوړه ګامونه په لبنان کې واخیستل شول چې د کیهان ورځپاڼې په مشرۍ د ایراني اخبارونو د عربي ژبې نسخو په کې خپرونې وکړې.

هغه وویل، هغو د لبنان او خلیج په چارو تمرکز کاوه، او د داسې نویو نظریو او ایډیالوجۍ لپاره، چې له ایران څخه خپرېدلې، بنسټونه کېښودل.

له ټکنالوجۍ څخه کار اخیستنه

د حلوان پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي یوه استاد او د یوې مخابراتي کمپنۍ سلاکار محمود شاهین وویل، «د ټکنالوجۍ په برخه کې پرمختګ دا سختوي چې وېب سایټونه او سټیلایټ چینلونه تعقیب او له کاره وغورځول شي،»

هغه د آی پي ادرسونو پټولو او جعلي وېب ادرسونو (یو آر اېلونو) ته په اشارې، المشارق ته وویل، «دا ټکنالوجۍ په نړۍ کې له هرځای څخه خپرونه او په بله بڼه د سرچینې ښودنه شونې کوي،»

هغه وویل، «همدا خبره د تلوېزیوني چینلونو په برخه کې هم صدق کوي، ځکه دا ممکنه ده چې د یوه سټیلایټ له لارې خپرونه وشي او د سټیلایټونو او د هغو د فریکوینسیو له نزدېوالي څخه په استفادې سګنال د یوه بل سټیلایټ له لارې ریلی کړای شي،»

شاهین خبرداری ورکړ چې، «هغه څه چې له یوه ځانګړي وېب سایټ څخه ډېر خطرناک دي، هغه د اجتماعي شبکو اکاونټونه دي چې د هغه وېب سایټ له خوا خپاره شوي پستونه بیا خپروي،»

هغه د خپلو خبرو په دوام وویل، «د ایران اسلامي انقلابي ګارډ یو د آنلاین رسنیو یوه رسېدلې مجموعه لري چې په چلولو یې په پراخه پیمانه پیسې لګول کیږي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا حقیقت باید په پراخ ډول خپور شي، چې هر چاته حقیقت معلوم شي او د هغوی خاینانه پلانونه څرګند کړای شي. دلیل یې دا دی چې انټرنټ له داسې غلطو معلوماتو نه، چې د دغو دروغجنو وېب سایټونو له خوا تبلیغ کیږي، ډک دی. د دغسې وېب سایټونو شمېر، چې محقق غریب یې دوکه کړی دی، ډېر زیات شوی دی.

ځواب ورکړئ

سلامونه او نیکې هیلې سلام ټايمز ته . لومړی خو تاسو خپله پاڼه سپانسر کړی تر څو خبر مو ټولو ته ورسېږي . دوهم دې ایرانی رسنيو په اړه تاسو ليکلي چي هغه دروغ او پروپاګند خپره وي. په ټوله کې لومړی دامریکا رسنی پروپاګند او دروغ خپره وي داسې دروغ چي په نړی کې سری نلري همدا شان ستاسو سلام ټايمز هم پروپاګند خپره وي او په افغانستان کی د میشتو قومونو په منځ کې نفاق خپره وي تاسو ډير ځلې داسې راپورونه خپاره کړي دي مه لوستلي دی آن پر ځينو مو تبصرې هم کړي دي نو ستاسو او دې ايرانی رسنی ترمنځ توپير څه شو خو تاسو هم دهغوی په لاره روان ياست . تاسو بايد داسې څه خپاره کړی چي دافغانستان او افغانانو په ګټه وي دوښمن وځپل شي نن دې مطبوعاتو جګړه ده زه دې سوشيال ميډيا متخصص يم له تيرو ۸ کالو راهيسي پکې کار کوم ان په خپله داسې فېسبوک پاڼې چلوم چي مينوال يي تر لکونه زيات او وړځیني ليدونکي يي هم تر لکونه زيات دي عامه پوهاوي ته کار دافغانستان د دوښمن پر وړاندې دقلم څوکه تيره چلوم . که چيري تاسو دوه کاله نور هم داسې روان ياست نه به مو مينوال زيات شي نه به کوم داسې مثبت څه خپاره کړی . پاڼه مو سپانسر کړی او ښه مالومات خبرونه خپاره کړی . مننه وزير ځدراڼ جرمني

ځواب ورکړئ