زغم

افغان میندې د سولې د ملاتړ لپاره په هرات کې سره ټولې شوې

د عمر راپور

د شپږو ولایتونو له ۶۰ څخه ډېرې ښځې د مرغومي په ۲ - ۵ مه د هرات ولایت په هرات ښار کې په یوه درې ورځني کانفرانس کې د افغانستان د سولې د عالي شورا له خوا د سولې د رامنځته شویو هڅو د برخې په توګه سره ټولې شوي دي. [عمر]

هرات -- له شپږو ولایتونو څخه په لسګونو افغانانې تېره اونۍ په هرات کې د سولې میندې کانفرانس لپاره سره ټولې شوې. دغه پروګرام د افغانستان د سولې د عالي شورا له خوا د دې لپاره رامنځته شوی چې په ټولنه کې سولې ته وده ورکړي.

دغه ښځې، چې ځینې یې له نا امنه سیمو څخه راغلې وې،‌ د مرغومي په ۲ - ۵ مه په هرات ښار کې د دې لپاره سره غونډې شوې وې چې په هېواد کې د سولې د پروسې په وده کې د مرستې په هکله خبرې اترې وکړي.

د سولې د عالي شورا مرستیالې، حبیبې سرابي، وویل چې د سولې میندې کانفرانس هدف دا دی چې د داسې ښځو یوه شبکه جوړه کړي چې کولی شي د یوې سوله ییزې ټولنې د رامنځته کولو په هدف تجربې سره شریکې کړي.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «د افغانستان د نهو ولایتونو اړوند ۹۰ ښځې د سولې میندې پروګرام غړې دي، او دغه پروګرام به داسې پراخ کړای شي چې د هېواد ټول ولایتونه په کې شامل کړای شي،»

د شپږو ولایتونو له ۶۰ څخه ډېرې ښځې د مرغومي په ۲ - ۵ مه په هرات ښار کې د دې لپاره سره ټولې شوې چې په هېواد کې د سولې د پرمختګ په لارو خبرې اترې وکړي. [عمر]

د شپږو ولایتونو له ۶۰ څخه ډېرې ښځې د مرغومي په ۲ - ۵ مه په هرات ښار کې د دې لپاره سره ټولې شوې چې په هېواد کې د سولې د پرمختګ په لارو خبرې اترې وکړي. [عمر]

یوې ښځې، چې د کونړ اوسېدونکې ده، د مرغومي په ۲مه په هرات ښار کې د سولې میندې کانفرانس په ترڅ کې نورو برخه والو ته غوږ نیولی دی. [عمر]

یوې ښځې، چې د کونړ اوسېدونکې ده، د مرغومي په ۲مه په هرات ښار کې د سولې میندې کانفرانس په ترڅ کې نورو برخه والو ته غوږ نیولی دی. [عمر]

هغې وویل، «دا شبکه له داسې ښځو څخه جوړه شوې چې زمونږ په ټولنه کې په ځانګړې توګه د سولې د مقصد لپاره کار کوي. مونږ هوډ‌ لرو چې په افغانستان کې ټولنیزې سولې ته وده ورکړو او نورې داسې ښځې له ځان سره ولرو چې هغوی اجتماعي سوله غواړي.»

د سولې عالي شورا 'د سولې میندې' نوښت تېر کال پیل کړ.‌ تر اوسه پورې، د دغه پروګرام غونډې په کابل، بامیان او هرات ولایتونو کې ترسره شوي دي.

سرابي وویل،‌د سولې میندېپه وروستۍ غونډه کې د کاپیسا، بغلان، جوزجان، هرات، لغمان او کونړ، شپږو ولایتونو ښځو برخه اخیستې وه.‌

هغې وویل، «په پروګرام کې، د دغو ولایتونو له هر یوه څخه لسو ښځو برخه اخیستې وه،»

په دې کانفرانس کې د مدني ټولنې په لسګونو ښځو او له کابل څخه د ښځو د حقونو ملاتړ کوونکیو هم برخه اخیستې وه.‌

سرابي وویل، «کېدای شي چې دا شبکه ډېره مؤثره واوسي ... ځکه چې دا ښځې هڅه کوي چې په خپلو سیمو کې د سولې کلتور ته وده ورکړي،»

هغې وویل، «مونږ باید هېر نه کړو چې په افغاني ټولنه او کلتور کې ښځو ته په درنه سترګه کتل کیږي. ښځو ته،‌ د میندو په توګه درناوی کیږي او په ټولنه کې یو ډېر مهم رول لوبوي.»

«دا مور ده چې په یوه کورنۍ کې نظم اداره کوي، او د دغه کورني نظم له برکته یوه مور کولی شي په دې برخه کې یو مهم رول ولوبوي چې خپل بچیان د وسلو له اخیستلو یا د قومي او مذهبي ترینګلتیاو له پارولو څخه منع کړي.»

هغې وویل، «دا مور ده چې کولی شي خپل بچیان داسې لوی کړي او وروزي چې نور قبول کړي او یو سوله خوښی فرد و اوسي،»

میندې د ټولنیزې سولې لپاره

هغو ښځو، چې په کانفرانس کې یې برخه اخیستې وه، د ټولنیزې سولې د رامنځته کولو په برخه کې د کار کولو په لور خپلې انګېزې روښانه کړې.

د بغلان ولایت یوې اوسېدونکې، حمیدې طاهري، سلام ټایمز ته وویل، «د سولې د یوې مور په توګه، زه غواړم چې مونږ ته سوله راوستل شي او مونږ غواړو چې زمونږ په ولایت کې جنګ ودرول شي چې افغانان په سوله کې ژوند وکړي، درس ووایي او په سوله او امنیت کې له خپل ژوند څخه خوند واخلي،»

د جوزجان ولایت یوې اوسېدونکې فرزیم فهیمي وویل، «مونږ د اجتماعي سولې په برخه کې ډېر زیات کار کړی او ډېرې پایلې مو ترلاسه کړي دي، او مونږ هیله مند یو چې افغانستان ته به سوله راشي،»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زه د جګړې په ترڅ‌ کې په افغانستان کې پیدا شوې یم. زه د جګړې په ترڅ کې ځوانه شوم، او د یوې مور په توګه زه په دې جنګ کې د زړښت خواته روانه یم.»

فهیمي وویل هغه، په ځانګړې توګه د هغو میندو د ژوند د ستونزو په لیدلو، چې کونډې شوي یا یې په جنګ کې خپل بچیان له لاسه ورکړي، هیله لري چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي.

هغې وویل، «زه نه غواړم چې نور نو افغان میندې له ستونزو سره مخامخ شي، د هغوی بچیان ووژل شي، او افغانستان ته باید سوله راشي،»

فهیمي وویل، «له ډېرو نورو افغانانو سره له وخت تېرولو او خبرو کولو څخه وروسته،‌ زه په دې پوه شوې یم چې افغان میندې واقعاً د دې وضعیت په هکله اندېښمنې دي. هغوی ماته وویل، 'مونږ به خپل مېړونه او بچیان دې ته وهڅوو چې د طالبانو له لیکو سره یوځای نشي.'»

د جوزجان یوې بلې اوسېدونکې، سیما ستانکزی، سلام ټایمز ته وویل، «مور د یوې کورنۍ بنسټ جوړوي، له دې امله، زه باوري یم چې که میندو ته د سولې په پروسه کې یو مناسب رول ورکړل شي، مونږ به ژر سولې ته ورسېږو ځکه چې -- د هغو په شمول چې د مخالفینو په لیکو کې دي -- هېڅ بچی د خپلې مور غوښتنې نه ردوي.»

هغې وویل، د افغانستان په جګړه کې ډېر کړاو میندې ګالي او سولې ته په وده ورکولو کې یو لازم رول لوبوي. نوموړې وویل، «میندې نه غواړي چې بچیان یې، که په طالبانو کې وي که په افغان امنیتي ځواکونو کې، ووژل شي.»

د بغلان ولایت یوې اوسېدونکې، ظریفې یوسفي، وویل، «مونږ د سولې میندې پروګرام سره په رضاکارانه توګه یوځای شوې یو ځکه چې مونږ ټول -- سړي او ښځې یو ډول -- په خپل وطن کې سولې ته ضرورت لرو. ټول افغانان سولې ته اړتیا لري ځکه که ساده یې ووایو مونږ نشو کولی چې له سولې څخه پرته ژوند وکړو. میندو خپل بچیان له لاسه ورکړي او غواړي چې په هېواد کې سوله او امنیت حاکم شي.»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په جګړه ځپلیو میندو غږ کوو چې خپل بچیان له غلط ګام اخیستلو او له طالبانو سره یوځای کېدلو څخه منع کړي. هغوی باید خپل بچیان داسې وروزي چې د نېکۍ لاره ونیسي او هغوی ته د سولې ښوونه وکړي.»

د جګړې د فرهنګ ختمول

سرابي وویل، «له بده مرغه، په افغانستان کې د تېرو ۴۰ کالو جګړې ډېرې کورنۍ متاثرې کړي دي. د سولې فرهنګ باید په ټولنه کې ترویج شي او باید چې د جنګ او جګړې د فرهنګ ځای ونیسي.»

هغې وویل، «مونږ کولی شو چې د ښځو او همدارنګه د کورنیو له لارې دا کلتور پیل کړو،» او زیاته یې کړه چې، «د کورني تاوتریخوالي له منځه وړل به په ټولنه باندې یو مثبت تاثیر ولري.»

سرابي وویل،‌افغان حکومت او د هغه متحدینو جګړې ته د سیاسي حل د موندلو او په دې توګه له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د شرایطو د برابرولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

هغې د افغانستان، متحده ایالاتو او نورو نړیوالو لوبغاړو له خوا له طالبانو سره د پخلاینې هڅو ته په اشاره وویل، «افغان حکومت او نور ښکېل هېوادونه هڅه کوي چې دغه شرایط برابر کړي،»

سرابي وویل، «خو، مونږ هڅه کوو چې د سیاسي او اجتماعي سولې په برخه کې رول ترسره کړو. مونږ باور لرو چې ترهغه چې اجتماعي سوله نه وي رامنځته شوې، د پایښت وړ سیاسي سوله نشي رامنځته کېدلی.»

د ښځو او ځوانانو په چارو کې د افغان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله یوې جیګپوړې سلاکارې سجیه بیګم وویل، «میندې د کورنیو بنسټ جوړوي،»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «کله چې یوه مور یو ماشوم رالویوي او هغه ټولنې ته وړاندې کوي، که ماشوم په مناسب ډول پالل شوی وي، هغه به د ټولنې په جوړښت کې یو حیاتي رول ترسره کړي،»

هغې وویل، «افغان حکومت ښځو او کورنیو ته دا فرصت او لازمي رول په لاس ورکوي چې د سولې په پروسه کې لاس په کار شي. په دې د سولې په پروسه کې مسؤلیت یوازې د افغان حکومت پر غاړه نه دی ځکه چې افغانان او په ځانګړې توګه کورنۍ هم په دې پروسه کې لاس او مسؤلیت لري.»

هغې وویل، «کله چې یوه مور خپلې کورنۍ ته څه وایي، د کورنۍ غړي یې سمدلاسه قبلوي. دا خبره حتی د وسله والو مخالفینو په برخه کې هم صدق کوي، چې کولی شي بالاخره سولې ته لاره جوړه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500