ځوانان

افغان ماشومان د رسامیو او لیکنو له لارې د سولې غوښتنه کوي

د عمر راپور

د درې ولایتونو خواوشا ۲۰۰۰ د ښوونځیو ماشومانو د مرغومي په ۳ مه د هرات ولایت په هرات ښار کې خپلې رسامۍ او لیکنې شریکې کړې، او په طالبانو یې غږ وکړ چې سوله ومني. [عمر]

هرات -- د هرات، کابل او کندهار ولایتونو خواوشا ۲۰۰۰ د ښوونځیو ماشومانو د خپلو لیکنو او رسامیو له لارې په طالبانو غږ وکړ چې جنګ بس کړي او په ټول افغانستان کې سولې ته مخه کړي.

ارمان شهر/اوپن ایشیا فاونډېشن د مرغومي په ۳ مه په هرات ښار کې یو پروګرام ترتیب کړ چې د ماشومانو هنري کارونه او د سولې لپاره غوښتنې نندارې ته وړاندې کړي.

د ارمان شهر/اوپن ایشیا فاونډېشن موسسې مرستیال روح الامین امیني وویل، «مونږ په هرات، کندهار او کابل کې دا غږ په ټولو ښوونځیو وکړ، چې په نتیجه کې یې نژدې ۲۰۰۰ زده کوونکیو خپلې لیکنې او رسامۍ مونږ ته راولېږلې،»

د ماشومانو هنري کار او لیکنو په دې هکله د هغوی اندېښنې منعکسولې چې د طالبانو تاوتریخوالي او جګړې ډېر ماشومان وژلي او نور یې له ښوونې او روزنې څخه محروم کړي دي.

په هرات ښار کې د یوه ښوونځي یوه نجلۍ په یوه پروګرام کې، چې د مرغومي په ۳ مه د ارمان شهر/اوپن ایشیا فاونډېشن په کوربه توب جوړ شوی وو، د خپل جوړ کړي انځور تر څنګ ولاړه ده. [عمر]

په هرات ښار کې د یوه ښوونځي یوه نجلۍ په یوه پروګرام کې، چې د مرغومي په ۳ مه د ارمان شهر/اوپن ایشیا فاونډېشن په کوربه توب جوړ شوی وو، د خپل جوړ کړي انځور تر څنګ ولاړه ده. [عمر]

د هرات، کابل او کندهار ولایتونو خواوشا ۲۰۰۰ د ښوونځیو ماشومانو د خپلو لیکنو او رسامیو له لارې په افغانستان کې د سولې غوښتنه وکړه او په طالبانو یې غږ وکړ چې خپلې وسلې کېږدي او سولې ته مخه کړي. [عمر]

د هرات، کابل او کندهار ولایتونو خواوشا ۲۰۰۰ د ښوونځیو ماشومانو د خپلو لیکنو او رسامیو له لارې په افغانستان کې د سولې غوښتنه وکړه او په طالبانو یې غږ وکړ چې خپلې وسلې کېږدي او سولې ته مخه کړي. [عمر]

هغه سلام‌ ټایمز ته وویل، «دا پروګرام یو استازی پروګرام او د سولې په ارتباط د افغانستان د راتلونکي نسل یو حقیقي اواز دی،»

امیني وویل، «د سولې په هکله د ماشومانو نظرونه، چې د هغوی په انځورګریو او لیکنو کې لیدل کیږي، د لویانو د هغو په نسبت ډېر ژور دي. ماشومانو وکولی شوای چې د جنسیت نابرابرۍ، بې سوادۍ، کورني تاوتریخوالي او داسې نورو مسئلو ته له سولې سره ارتباط ورکړي.»

هغه یادونه وکړه چې، «د سولې په هکله د ماشومانو احساسات ښه او سوچه دي،» او زیاته یې کړه چې ښایي کوچني ماشومان ونشي کولی چې په الفاظو خپل احساسات څرګند کړي خو هغوی کولی شي چې دا کار د انځور اېستنې او رسامۍ له لارې وکړي.

امیني روښانه کړه چې، «په افغانستان کې د سولې د خبرو موضوع، په ځانګړې توګه له هغه وخت راهیسې چې د سولې د رامنځته کولو لپاره هڅې پیل شوي دي، یوه ډېره حساسه مسئله ګرځېدلې ده،»

هغه وویل، «په وروستیو ورځو کې، مونږ د افغانستان د مدافعینو او همدارنګه د هغو، چې په هېواد کې وژنې او ویجاړتیاوې کوي، دواړو له خوا د سولې په ملاتړ غږونه اورو. دغه حال هیله بخښونکی دی.»

سوله نېکمرغي او پرمختګ راوړي

د ماشومانو له خوا په جوړو شویو انځورونو کې سولې ته د هغوی هیله مندي او له جنګ څخه د هغوی کرکه انځور شوې، په داسې حال کې چې د هغوی په لیکنو کې داسې انځور وړاندې شوی چې د افغانانو راتونکی نسل څنګه سولې ته په جګړې ترجیح ورکوي.‌

په هرات ښار کې د څلورم ټولګي یوې زده کوونکې مهدیې سلطاني، چې ۱۰ کاله عمر لري، وویل، «زما رسامۍ د هغو ماشومانو په هکله وې چې په خپل کلي کې تر یوې ونې لاندې له خپل معلم سره درس وایي او دا چې د هغوی درسونه څنګه ښه پرمخ ځي،»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زه هیله لرم چې په هېواد کې سوله او جوړجاړی رامنځته شي. له سولې سره یوځای نېکمرغي راځي، په داسې حال کې چې جګړه ویجاړتیا راولي.»

په هرات ښار کې د شپږم ټولګي یوې زده کوونکې شقایق عرب نژاد، چې ۱۴ کاله عمر لري، وویل، «په افغانستان کې له خواوشا ۴۰ کالو راهیسې جګړې روانې دي، او دا یو داسې حقیقت دی چې زمونږ د کوچنیانو او لویانو دواړو لپاره په یو ډول ډېر دردناک دی،»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زه د هغې ورځې په هیله یم چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه شي چې دایمي سوله په کې راشي،»

هغې وویل، «زما په شمول د هېواد ډېر ځوانان ونه توانېدل چې زده کړه وکړي، او لوی علت یې جنګ وو. په ورته وخت کې، ښځو ونشوای کولی چې د جګړې او نامطلوبو کلتوري ضوابطو له امله لوړ موقفونه ترلاسه کړي.»

عرب نژاد زیاته کړه، «سوله داسې شی دی چې هر هېواد ورته اړتیا لري، او دا به ډېره ښه وي چې زمونږ هېواد ته هم سوله راشي. زمونږ هېواد کولی شي چې د جنګ په نشتوالي کې ښه پرمختګ وکړي ځکه چې جنګ واقعاً په هېواد کې د پرمختګ مخه نیسي.»

په هرات ښار کې د څلورم ټولګي یوې زده کوونکې، روزنه وحدت، چې ۱۱ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «زه تل له سولې سره مینه لرم او ملاتړ یې کوم،‌ او زه غواړم چې زما په هېواد کې دې سوله وي. په سوله کې، هر څوک کولی شي چې په سوله ییز ډول زده کړه وکړي، چاودنې به نه وي، او ښوونځي به د طالبانو د وېرې د نشتوالي په صورت کې خوندي وي.»

په هرات ښار کې د اوم ټولګي یوې زده کوونکې ندا پوپل، چې ۱۳ کاله عمر لري، وویل،‌ «مونږ ټول په داسې یوه چاپېریال کې د زده کړې خوب وینو چې هلته د جګړې او چاودنو وېره نه وي،»

هغې د افغانانو له خوا د سولې د غوښتنې په لړ کې د ماشومانو د پیغامونو د شاملولو په برخه کې د ارمان شهر/اوپن ایشیا فاونډېشن هڅې وستایلې.

پوپل سلام ټایمز ته وویل، «زه فکر کوم چې دغه ډول پروګرامونه به ټولو ځوانو خلکو ته مثبت الهامونه ورکړي. په نتیجه کې، په هېواد کې د سولې په رامنځته کولو سربېره، به هغوی په دې عقیده ولري چې هغوی په افغانستان کې د سولې په برابرولو کې همکاري کوي.»

هغې زیاته کړه، «مونږ، د هېواد تنکي ځوانان، په خپل ټول توان هڅه کوو چې په هېواد کې د سولې د رامنځته کولو لپاره کار وکړو،»

له جګړې څخه د ماشومانو خوندي کول

په افغانستان کې د ورځنۍ جګړې او تاوتریخوالي ضربه افغان ملکیانو،‌ په ځانګړې توګه ماشومانو ته ور رسېږي.

په هرات ولایت کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییس، عبدالقدیر رحیمي، وویل، «ماشومان په جګړه کې برخه نه لري، خو بیا هم د جګړې بار د هغوی په اوږو ور لوېږي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «کله چې په جګړه کې یو لوی شخص وژل کیږي یا معیوبیږي او خپله کورنۍ له روزي ګټونکي څخه پرته پرېږدي، د دغې کورنۍ مسؤلیت د هغه ماشوم په اوږو لوېږي چې لا چمتو شوی نه وي،»

رحیمي وویل، «ډېر داسې ماشومان شته چې د هغوی میندې پلرونه په جګړه کې وژل شوي، او هغوی یتیمان شوي او داسې څوک نه دي ورپاتې چې د هغوی ملاتړ وکړي. دا په دې معنی چې یو ۶ یا ۷ کلن ماشوم باید د خپل ځان او همدارنګه د خپلو کوچنیو خویندو او ورونو ملاتړ وکړي، چې دغه حالت ماشومان د جګړو لومړني او تر ټولو ډېر قربانیان ګرځوي.»

هغه وویل، «د هغو کسانو، چې جنګ کوي، له مسؤلیتونو څخه یو دا دی چې د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي څو د ملکي خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو تلفات کم کړي،»

رحیمي زیاته کړه، «خو په افغانستان کې، ښځو او ماشومانو ته د جګړو په ترڅ کې ډېره توجه نه کیږي. د وسله والو مخالفینو ګروپونه د ماشومانو ژوند ته پام نه کوي. په جګړو کې بیا هم ملکي خلک، په ځانګړې توګه ماشومان او ښځې ژوبلیږي.»

د هرات ولایت سرپرست والي محی الدین نوري سلام ټایمز ته وویل، «په هرځای کې د جګړو ډېر کړاو ماشومانو ته رسېږي،»

هغه وویل، «جګړې ماشومان د هغوی له مدني حقونو او ښوونې او روزنې څخه محروموي او د دې مخه نیسي چې یو ارام او سوله ییز ژوند ولري،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ هیله لرو چې افغان حکومت به وکولی شي چې په هېواد کې حقیقي سوله رامنځته کړي -- داسې یوه سوله چې د دې هېواد ټولو وګړو، په خاص ډول ماشومانو ته ارامي او نېکمرغي تضمینوي. افغان حکومت هوډ لري چې دا کار وکړي.»

نوري وویل، «له بده مرغه، د وسله والو مخالفینو ګروپونو له ملکي خلکو، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو څخه د انساني سپر په توګه کار اخیستی دی، په داسې حال کې چې په هر پوځي عملیات کې زمونږ هڅه دا وي چې د ماشومانو ژوند خوندي وساتو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500