امنیت

طالبانو د خپلو هغو بریدونو مسؤلیت نه دی اخیستی چې ملکي تلفات یې رامنځته کړي دي

سلام ټایمز او ای اېف پي

افغانان د تېر زمري په ۲۳مه په غزني ښار د طالبانو له یوه برید څخه وروسته د سړک پر غاړه له تابوتونو سره، چې جسدونه په کې دي، ولاړ دي. [زکریا هاشمي/ای اېف پي]

افغانان د تېر زمري په ۲۳مه په غزني ښار د طالبانو له یوه برید څخه وروسته د سړک پر غاړه له تابوتونو سره، چې جسدونه په کې دي، ولاړ دي. [زکریا هاشمي/ای اېف پي]

کابل -- د طالبانو له خوا د تېرې جمعې په ورځ /د مرغومي ۱۴مه/ خپاره شوي یوه راپور کې، هغوی هغه بریدونه نه دي یاد کړي چې هغوی یې مسؤلیت اخیستی وو او داسې حیرانوونکې ادعا یې کړې چې هغوی په ۲۰۱۸ کال کې هېڅ ملکي کس نه وژلی او نه یې ټپي کړی دی.‌

دغه معلومات -- چې په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت د «پروپاګند» په توګه رد کړل -- د افغانستان په جګړه کې د یوه خونړي کال له تېرېدلو څخه وروسته خپاره شوي دي.‌

دغه ارقام، چې طالبان یې هر کال خپروي، د «شواهدو او لومړنیو سرچینو» په اساس دي، چې ښیي چې په تېر کال کې په مجموعي توګه ۴۱۷۰ ملکي کسان وژل شوي -- چې ۲۲۹۴ مړه او ۱۸۷۶ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو ادعا کړې چې ۳۷۰۵ کسان د متحده ایالاتو او د «اجیر» افغان حکومت ځواکونو تلف کړي، او ۴۶۵ نور داعش او نورو «نامعلومو» ډلو له منځه وړي دي.

د طالبانو له خوا خپور شوی یو عکس د تېر لړم په میاشت کې د یادې ډلې جنګیالي د روزنې په ترڅ کې ښیي. [ارشیف]

د طالبانو له خوا خپور شوی یو عکس د تېر لړم په میاشت کې د یادې ډلې جنګیالي د روزنې په ترڅ کې ښیي. [ارشیف]

قاطع ملاتړ د دغو ارقامو په ردولو سره وویل چې طالبانو «افغان ملکیانو ته د سخت زیان رسولو» ته دوام ورکړی دی.

د ناټو ماموریت په یوه اعلامیه کې وویل، «یوازې د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې، طالبانو د خپلو هېوادوالو پر ضد ګڼ شمېر وحشتونه ترسره کړي دي،»

د طالبانو له خوا یاد شوي ټول تلفات د هغه شمېر نژدې نیمایي جوړوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یې د ۲۰۱۸ د لومړیو نهو میاشتو په هکله راپور ورکړی وو.‌

د تلې په میاشت کې د یوناما له خوا خپاره شوي راپور موندلې وه چې اکثر ملکي تلفات د طالبانو په شمول د ملکیانو له خوا ترسره شوی دي. تمه ده چې د ټول کال شمېر راتلونکې میاشت خپور شي.

د طالبانو راپور یو شمېر هغه لوی بریدونه نه دي حساب کړي چې په قصدي توګه یې ملکي خلک په نښه کړي وو او دغې ډلې یې مسؤلیت پر غاړه اخیستی وو.

په هغو کې هغه په بمونو سمبال امبولانس هم شامل وو چې په تېر مرغومي کې په کابل کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې وچول شو، او له ۱۰۰ څخه ډېر خلک یې ووژل او په سلګونو نور یې ټپیان کړل.‌

طالبانو په عین میاشت کې په کابل کې په یوه لوکس هوټل باندې هم یو ویجاړوونکی برید وکړ چې لږ تر لږه ۲۵ کسان یې ووژل.‌

دغې ډلې د زمري په میاشت کې په غزني کې یو خونړی برید وکړ، چې سختې ویجاړتیاوې یې رامنځته کړې.طالبانو د ښځو او ماشومانو په ګډون په سلګونو ملکي خلک ووژل او ټپیان کړل، کورونه او تجارتونه یې وسوزول، او د بشریت پر ضد جرمونه یې ترسره کړل.‌

همدارنګه، دغه ډله د هغه برید مسؤله بلل شوې چې تېره میاشت یې په کابل کې په یوه حکومتي ودانۍ وکړ او له ۴۰ څخه ډېر کسان یې ووژل.‌

په طالبانو له ډېر وخت راهیسې تور پورې کېږي چې له ملکي خلکو څخه د حکومت پر ضد جګړه کې د انساني سپر په توګه کار اخلي.

د طالبانو راپور په داسې وخت کې مخته راځي چې د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د اورپکو د هڅولو لپاره نړیوالې هڅې روانې دي.

ډېر طالبان د ملکي خلکو پر ضد د طالبانو د ظالمانه تاوتریخوالي په ډېرېدلو سره خفه شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500