اقتصاد

په عکسونو کې: ګوړه بیا بازار ته راووتله

د خالد زېري راپور

یو کروندګر د مرغومي په ۵ مه د ننګرهار ولایت په کامه ولسوالۍ کې ګني د ګوړې د جوړولو لپاره لو کوي. [خالد زېری]‌

سید رحمان، چې ۴۸ کاله عمر لري، د مرغومي په ۵ مه د ننګرهار ولایت په کامه ولسوالۍ کې له ګنیو څخه شربت وباسي. دغه شربت د ګوړې د جوړولو لپاره کارول کیږي. [خالد زېری]‌

په دې عکس کې، چې د ۱۳۹۷ د مرغومي په ۵ مه اخیستل شوی، افغان کارګران د ننګرهار ولایت په کامه ولسوالۍ کې په یوه ګاڼۍ کې د ګنیو له شربت څخه ګوړه جوړوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

په کامه ولسوالۍ کې د ګوړې جوړونې په یوه ګاڼۍ کې یو افغان کارګر د مرغومي په ۵ مه د ګوړې جوړولو پر وخت تنور ته وچ ګني ور اچوي. [خالد زېری]

یو کارګر د مرغومي په ۵ مه د ننګرهار ولایت په کامه ولسوالۍ کې د ګوړې د پخلي له پيلولو څخه مخکې لږ تر لږه د دوه ساعتونو لپاره د ګوړې شربت لړي. [خالد زېری]

کارګران د مرغومي په ۵ مه د ننګرهار ولایت په کامه ولسوالۍ کې د ګوړې له جوړولو څخه مخکې غوزان او د ګنیو نیم پوخ شربت ورزیاتوي. [خالد زېری]

کارګران د مرغومي په ۵ مه د ننګرهار ولایت په کامه ولسوالۍ کې د ګنیو پوخ شوی شربت برابروي. [خالد زېری]

یو کروندګر د مرغومي په ۵ مه د ننګرهار ولایت په کامه ولسوالۍ کې د ګنیو ګېډۍ له لو کولو څخه وروسته چلوي. [خالد زېری]

یو کروندګر د مرغومي په ۵ مه د ننګرهار ولایت په کامه ولسوالۍ کې په نورو پټیو کې د کرنې لپاره ګني تیاروي. [خالد زېری]

ننګرهار -- د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکو د مشهورو افغاني خوږو یعنې ګوړې جوړول، چې د طالبانو د ۱۳۷۵ - ۱۳۸۰ د واکمنۍ پر وخت له منځه تللې وه، بیا پیل کړي دي.

مخکې له دې چې طالبان په ۱۳۷۵ کې قدرت ته ورسېږي،‌ په کامه ولسوالۍ کې په لسګونو د ګوړې ګاڼیو فعالیت کاوه، خو د طالبانو د واکمنۍ پر وخت هغه ټولې ګاڼۍ ودرېدلې.

یو لوی علت یې د ارزانې پاکستانۍ ګوړې موجودیت وو.‌

خو د ننګرهار ولایت اوسېدونکي په کامه کې جوړه شوې ګوړه غوره ګڼي ځکه هغوی پاکستانۍ ګوړه له معیار نه ښکته بولي او وایي چې پاکستاني ګوړه جوړونکي د ګوړې په جوړولو کې مصنوعي خوږوونکی توکی یعنې شکرین استعمالوي.‌

یو کاریګر د مرغومي په ۵ مه د ننګرهار ولایت په کامه ولسوالۍ کې له ګنیو څخه ګوړه جوړوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

دا وخت، په کامه کې څلور د ګوړې جوړونې ګاڼۍ فعالیت کوي چې تازه یې د دغو خوږو جوړول پیل کړي دي.‌ هغوی ټول د شکرین پر ځای د ګنیو شربت استعمالوي.

شفیق الله، چې ۳۵ کاله عمر لري او د کامې ولسوالۍ د نورزي کلي اوسېدونکی دی، سلام ټایمز ته وویل، «په تېرو کلونو کې، دلته دومره ډېره ګوړه نه جوړېدله ځکه چې ګټه یې نه کوله. خلکو پاکستانۍ ګوړه چې شکرین په کې ګډ وو استعمالوله.»

هغه وویل، ځایي اوسېدونکيو، چې د روغتیا لپاره د شکرین د تاثیراتو په هکله شک لري، بېرته ځایي، طبیعي ګوړې ته مخه کړه.‌

د ننګرهار د کرنې ریاست مرستیال عبدالوارث تاند وویل، په ننګرهار کې، «ګني یوازې په کامه ولسوالۍ کې کرل کیږي،»

هغه وویل، له یوه کال څخه په لږ وخت کې، د کامې ولسوالۍ د ګنیو د حاصلاتو اندازه «اټکل ۹۰ مټریک ټنه وه. تمه ده چې سږ کال به د ګنیو کرنه او د ګوړې تولید د تېر کال په نسبت زیات وشي.»

تاند د ګوړې د تولید په هکله ارقام وړاندې نه کړل، خو ویې ویل، چې په کامه کې جوړه شوې ګوړه په افغانستان کې نورو ځایونو ته د خرڅ لپاره ځي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500