امنیت

له طالبانو سره د ایران معاملې د افغان حکومت د راپرځولو د هڅې برخه جوړوي

د سلیمان راپور

د طالبانو استازي د ۱۳۹۷ د لړم په ۱۸مه په مسکو کې د افغانستان په هکله په نړیوالو خبرو کې برخه اخلي. [یوري کدوبنوف/ای اېف پي]

د طالبانو استازي د ۱۳۹۷ د لړم په ۱۸مه په مسکو کې د افغانستان په هکله په نړیوالو خبرو کې برخه اخلي. [یوري کدوبنوف/ای اېف پي]

کابل -- افغان چارواکي او تحلیلګران وایي، چې د طالبانو د مشرانو او ایراني چارواکو تر منځ‌ روانې خبرې د دې روښانه ثبوت دی چې تهران د طالبانو ملاتړ کوي.

د مرغومي په ۱۱مه، طالبانو یوه اعلامیه خپره کړه او تایید یې کړه چې دغې ډلې تهران ته یو هیئت لېږلی چې «د افغانستان له اشغال څخه وروسته او همدارنګه په افغانستان او سیمه کې د سولې او امنیت د بیا رامنځته کولو په څېر مسایلو په هکله له ګاونډي هېواد ایران سره خپل نظرونه شریک کړي».

دا اعلامیه لږ وروسته له هغه خپره شوه، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له تهران څخه د طالبانو د هیئت لیدنه تایید کړه.

دغه سفر او د ایران او طالبانو تر منځ زیاتېدونکیو اړیکو د اورپکو د ډلې سره د تهران د ملاتړ په هکله پخواني راپورونه تایید کړل.‌

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي،‌ علي شمخاني (دویم ښی)، له نورو ایراني امنیتي چارواکو سره یوځای، د مرغومي په ۵ مه کابل ته په لاره د افغانستان نقشه ګوري. [آی آر آی بي خبري اژانس]

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي،‌ علي شمخاني (دویم ښی)، له نورو ایراني امنیتي چارواکو سره یوځای، د مرغومي په ۵ مه کابل ته په لاره د افغانستان نقشه ګوري. [آی آر آی بي خبري اژانس]

افغان تحلیلګران وایي، د ایران طرحې داسې دي چې افغان حکومت نسکور کړي او د کابل او د هغه د نړیوالو شریکانو او په ځانګړې توګه متحده ایالاتو تر منځ فاصلې رامنځته کړي.

د افغانانو له خوا قهر او خفګان

افغان کتونکي په دغو خبرونو باندې په قهر او خفه دي.‌

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر عبدالکریم هاشمي سلام ټایمز ته وویل، «داسې ښکاري چې له ایران څخه د طالبانو د لیدنې اصلي هدف دا وو چې تهران هڅه کوله چې افغان حکومت نسکور کړي،»

هغه له طالبانو څخه د روسیې د ملاتړ په هکله دې ته ورته راپورونو ته په اشارې، وویل، «له ایراني چارواکو سره د طالبانو له لیدنې څخه وروسته د طالبانو بیانونو په ښکاره دا ښودله چې دغه ډله، چې تهران او مسکو یې ملاتړ کوي، له هغوی سره لاس په لاس کار کوي چې افغانستان او د هغه نړیوال ملاتړي کمزوري کړي،»

هاشمي وویل، د طالبانو او د هغوی د سیمه ییزو ملاتړو له خوا دغه پلانونه دا معنی لري «چې په افغانستان کې بیا طالبان واک ترلاسه کړي».

هغه وویل، «له افغان حکومت سره له مشورې یا همکارۍ څخه پرته، له ایران سره د طالبانو ارتباط او د سولې او د افغانستان د راتلونکي په هکله د بحث لپاره له تهران څخه د هغوی لیدنې د سولې په پروسه کې هېڅ مرسته نه ده کړې،» او زیاته یې کړه چې دغه کار شخړه لا نوره پراخه کړې او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې یې بې ثباتي زیاته کړې ده.‌

افغان چارواکي دغه اندېښنې غبرګوي

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یوه غړي، محمد داود کلکاني، وویل، «داسې ښکاري چې تهران طالبانو ته زرغون څراغ ورکړی،‌ او د قدرت د بیا ترلاسه کولو لپاره د هغوی د هڅو ملاتړ کوي،»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر نبي مصداق سلام ټایمز ته وویل، د ایران له خوا طالبانو ته د «اسلامي امارت» په نامه بلنه دا ښيي چې تهران طالبان په رسمیت پېژني.‌

هغه وویل، د یوه اورپکي ګروپ له خوا ځان ته د اېښودل شوي نوم دغه ډول په رسمیت پېژندنه د سولې روانې هڅې او د افغان حکومت مذاکره کوونکی موقف کمزوری کوي.

مصداق وویل، «د ایران د حکومت له خوا دغه ډول ترجیحي کارونه ... د افغان حکومت یا زمونږ د خلکو لپاره د منلو وړ نه دي،»

هغه وویل، «افغان حکومت باید ژر تر ژره د دې مسئلې په هکله له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي،»

په ورته وخت کې،‌ د افغان حکومت له خوا، د متحده ایالاتو او د نړیوالې ټولنې د مهمو غړو له خوا بشپړې هڅې روانې دي چې دغې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

8 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانستان او امریکا باید د طالبانو له خوا چې خپل چلند یې بدل کړی دی، ونه غولول شي.‌ دا د ایران یو پلان دی چې امریکا له افغانستان څخه وتلو ته مجبوره کړي. روسیه، قطر او ایران غواړي چې یوازې سعودي عربستان مات کړي. امریکایان د ریښتیاوو احمق دي چې له طالبانو سره خبرې اترې کوي په داسې حال کې چې طالبان بمونه کېنوي او افغانان او امریکایان وژني. په داسې یوه حالت کې د مذاکراتو معنی د ترهګرۍ حمایه کول دي.

ځواب ورکړئ

زه هیله لرم چې یوه ورځ به مونږ په خپل هېواد کې سوله ولرو.

ځواب ورکړئ

درنو ملګرو سلامونه. آیا ممکنه ده چې افغانستان ته سوله راشي؟‌

ځواب ورکړئ

تر څو چې طالبان د هغوی د سیمه ییزو حامیانو له خوا حمایه کیږي، د سولې د راتګ احتمال کمزوری دی. له کلونو راهیسې، ایران او پاکستان هڅه کوي چې له خرابې وضعې څخه استفاده وکړي، خو که د افغانستان حکومت او خلک په جدي توګه سره متحد شي، سوله به حتماً راشي.

ځواب ورکړئ

مرګ په ترهګر ایران. خدای دې د ترهګرو مخه د هغوی خوا ته ور واړوي. خدای دې ایراني نژاد او خلک نېست او نابود کړي، چې نړۍ ترې د ارام ساه واخلي. د ایران اسلامي انقلابي ګارډ (سپاه انقلاب) او په مجموع کې ټول ایران د افغانستان د خلکو او حکومت په رابطه ناوړه ارادې لري.‌ چې دښمن دی ریښتنی وي هغه ښه دی خو مونږ له داسې ناوړه، دروغژن دښمن ایران سره مخامخ یو.

ځواب ورکړئ

ایرانیان ښه خلک نه دي.

ځواب ورکړئ

په دې کې شک نشته چې د طالبانو سیمه ییز حامیان نیت لري چې افغانستان د امریکایانو لپاره په یوه بل ویتنام بدل کړي، خو دا باید هېره نشي چې د کابل د حکومت په مشرانو کې د سیاسي ابتکار او ورسره په حکومت کې د یوې ځانګړې سیمه ییزې پالیسۍ د نشتوالي له امله، په سیمه کې د افغانستان په سیاسي اړیکو کې توازن ښایي له شکونو سره مخامخ شي.‌ په نننۍ نړۍ کې، او په ځانګړې توګه په لږ پرمختللیو هېوادونو کې داسې هېڅ داسې هېواد نشته چې په نورو تکیه ونه لري. سربېره پر دې، د سیمې هېوادونه دلته ګټې لري چې باید په پام کې ونیول شي. د سیمه ییزې ستراتیژۍ طراحان د کابل حکومت مشران او د هغوی ملاتړ کوونکي دي، له دې امله، د سیمې هېوادونه له دې فرصت څخه استفاده کوي او خپل هدفونه پرې ترلاسه کوي. که دا ارتباط د هېواد د سیاسي اشرافو له خوا د هېواد د لوړو ارزښتونو د خوندي کولو لپاره له قانون سره سم جوړ کړای شي، بیا به د سیمې د هېوادونو له خوا د لاسوهنې ضرورت کم شي.

ځواب ورکړئ

ایران، او په ځانګړې توګه شیعه ګان د افغانستان دښمنان دي. افغان حکومت باید د دغو په شمول د ایران پر ضد خاص ډول بندیزونه ولګوي:‌ د اوبو بندول او په ایران کې د کډوالو پر ضد د ناوړه چلند د قضیو څېړل.

ځواب ورکړئ