ديپلوماسي

د متحده ایالاتو استازی د افغانستان د سولې د خبرو لپاره بیا سیمې ته ورسېد

سلام ټایمز او ای اېف پي

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو استازی، زلمی خلیلزاد، د لیندۍ په ۲۹مه په کابل کې له ځوانو افغان فعالانو سره خبرې کوي. هغه دا کتنه له افغانانو سره د خپلو کتنو د برخې په توګه ترسره کړه څو د کابل او طالبانو تر منځ د سولې خبرې برابرې کړي. [د زلمي خلیلزاد رسمي/ټوېټر]

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو استازی، زلمی خلیلزاد، د لیندۍ په ۲۹مه په کابل کې له ځوانو افغان فعالانو سره خبرې کوي. هغه دا کتنه له افغانانو سره د خپلو کتنو د برخې په توګه ترسره کړه څو د کابل او طالبانو تر منځ د سولې خبرې برابرې کړي. [د زلمي خلیلزاد رسمي/ټوېټر]

واشنګټن -- د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو استازی، زلمی خلیلزاد، د سې شنبې په ورځ /د مرغومي ۱۸مه/ بیا د افغانستان او د نژدې سیمې هېوادونو ته په سفر لاړ چې د افغانستان ۱۷ کلنې شخړې ته د پای د ټکي د اېښودلو لپاره خبرې اترې وکړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د مرغومي په ۱۸مه په یوه اعلامیه کې وویل، خلیلزاد، چې تېره میاشت یې په ابوظبی کې د طالبانو له استازو سره وکتل، به په خپل تازه سفر کې افغانستان او همدارنګه چین، هندوستان او پاکستان ته لاړ شي، او د هغه دغه سفر به د سلواغې تر ۱ پورې دوام وکړي.‌

که څه هم چې په اعلامیه کې نه دي راغلي چې آیا خلیلزاد به له طالبانو سره بیا وګوري، خو اعلامیه وایي چې هغه به «د افغان حکومت چارواکو او نورو ذیدخلو اړخونو سره» خبرې وکړي.‌

د بهرنیو چارو وزارت د خلیلزاد له قوله ویلي، «د شخړې یوازنی حل دا دی چې ټول لوري سره کېني او د افغانستان د سیاسي راتلونکي په هکله یو بل ته په احترام او منلو سره یوې موافقې ته ورسېږي،»

د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، خلیلزاد «به په هر هېواد کې له جیګپوړو حکومتي چارواکو سره وګوري چې یوه بین الافغاني سیاسي حل ته لاره هواره کړي. د متحده ایالاتو هدف دا دی چې د افغانانو تر منځ په دې هکله خبرې اترې پرمخ بوځي چې جګړه څنګه پای ته ورسېږي،‌ او ذیدخل لوري دې ته وهڅوي چې د مذاکراتو مېز ته سره ټول شي او داسې یوه سیاسي حل ته ورسېږي چې په کې هر افغان د قانون تر حاکمیت لاندې خپل برابر حقونه ادا او مسؤلیتونه ترسره کړي.»

د راپورونو له مخې،‌ د مرغومي په ۱۸مه طالبانو د متحده ایالاتو له استازو سره یوه ټاکل شوې کتنه د اجندا په سر د اختلاف له امله لغوه کړه، خو په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت دغه راپورونه رد کړل او یو ځل بیا یې په اورپکې ډله باندې غږ وکړ چې له افغان حکومت سره مخامخ مذاکراتو ته کېني.‌

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو سفیر جان ر. باس د سې شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل، «د متحده ایالاتو - طالبانو د چارشنبې د ورځې د خبرو په هکله راپورونه غلط دي. طالبان باید هغسې، چې له رسنیو سره خبرې کوي، له خپلو هېوادوالو افغانانو سره دې وغږېږي.»

تېره میاشت،خلیلزاد وروسته له هغه د طالبانو د صداقت په هکله شکونه وښودل چې طالبانو په ابوظبی کې د افغان حکومت له مذاکره کوونکي ټیم سره د مخامخ خبرو لپاره له کتنې څخه انکار وکړ.‌

خلیلزاد د لیندۍ په ۲۹مه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا د طالبانو مشرانو «په ریښتیا سوله غوښتله»، اریانا نیوز ته وویل، په داسې حال کې چې هغه مطمئن دی چې افغان حکومت غوښتل چې شخړې ته د پای ټکی کېږدي.

تېره میاشت له طالبانو سره د خلیلزاد په خبرو کې پاکستان، سعودي عربستان او متحده عرب امارات،‌ هغه درې هېوادونه شامل ول چې په ۱۳۷۵ - ۱۳۸۰ کې یې په کابل کې د طالبانو رژیم د متحده ایالاتو په مشرۍ ایتلاف له خوا له رانسکورېدلو څخه مخکې، په رسمیت پېژندلی وو.‌

دوامدارې سولې ته هیله

افغان حکومت څو ځلې په طالبانو باندې غږ کړی چې د هغوی له استازو سره دې مخامخ خبرې وکړي څو د سولې په سر هوکړې ته ورسېږي.‌

د ۱۳۹۶ د وږي په میاشت کې، ولسمشر اشرف غني د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ یوې یاغي ډلې،‌ حزب اسلامي، سره د سولې هوکړه وکړه.‌

افغانستان ته د سولې د راوستلو لپاره وروستیو هڅو له جګړې څخه ستړو او سولې او ثبات ته هیله منو افغانانو تر منځ هیلې غوړولي دي.‌

د هرات د ولایتي شورا رییس، کامران علیزي، سلام ټایمز ته وویل، «د افغانستان خلک د سولې پروسې ته ډېر خوشحال دي ځکه چې د سولې روانې هڅې د پخوانیو کلونو د هڅو په نسبت ډېرې جدي او قاطع دي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه موافق نه یم، ځکه چې متحده ایالات او نور سیمه ییز ځواکونه چې له متحده ایالاتو سره یې ګټې شریکې دي، ټول خپلې ګټې تعقیبوي. په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې د سولې راتګ د هغوی ګټو پورې مستقیماً ارتباط لري. زما په عاجزانه نظر کې، د افغانستان لپاره یوه دوامداره او مثمره سوله د بین الافغاني خبرو له لارې او داسې چې د قطر، روسیې یا نورو ځایونو پر ځای پخپله په افغانستان کې دننه پرې خبرې وشي، راتللی شي.

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې طالبان په دې سطحه کې نه دي چې په خپل سرتصمیم ونیسي چې د کابل حکومت له مشرانو سره مجلسونه وکړي او د هېواد د سیاسي چاپېریال د بدلون او د دایمي ثبات د راوستلو په هکله پرېکړه وکړي. پرعکس یې، هغوی کولی شي چې یوازې د نورو استازیتوب وکړي. په سیمه کې استخباراتي ادارې او بیا په سر کې یې د پاکستان استخبارات په داسې حال کې حکمونه صادروي چې پخپله د پردې تر شا پټ دي. د طالبانو مشران او د هغوی د کورنیو ټول غړي په کوېټه کې د پاکستان تر نظربندۍ لاندې ژوند کوي، او نشي کولی چې د پاکستان د آی ایس آی د چارواکو له مشورې او لارښونې څخه پرته کوم تصمیم ونیسي.

ځواب ورکړئ

خلیلزاد او په مجموع کې د امریکا متحده ایالات باید طالبان د افغانستان حکومت سره خبرو ته حاضر کړي او که امریکا یوازې داسې کار بلکې غلط کار وکړي چې پخپله پښې سپکې کړي او افغانان یو بل ته چاقو او ټوپک په لاس د جنګ په میدان کې پرېږدي دا کار به د امریکایانو لپاره یو تاریخي شرم جوړ کړي ځکه که څه هم چې امریکایان به نړۍ ته دا وښیي چې مونږ خو افغانستان ته القاعدې پسې راغلي وو او القاعده مو پسې واخیسته لاکن حقیقت دا دی چې د هماغو مارانو بچیان دي او که اصلاح نشي کیدای شي چې بیا نړۍ او بالخصوص امریکا ته خطر پېښ کړي بلکې پاکستان یې دې ته جوړوي چې د اسلام له نامه نه په ناوړه استفادې انساني نړۍ ته خطر جوړ کړي ځکه د پاکستان بنیاد په همداسې کثافت اېښودل شوی دی.

ځواب ورکړئ