زده کړه

طالبانو د کندوز په زرګونو نجونې له ښوونې او روزنې څخه محرومې کړي دي

د هدایت الله راپور

د کندوز ولایت ځایي چارواکي او اوسېدونکي وایي چې طالب اورپکي د دغه ولایت په هغو سیمو کې، چې په بشپړ ډول د هغوی تر واک لاندې دي، په زرګونو نجونې له دې څخه منع کوي چې له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړې وکړي. [هدایت الله]‌

کندوز -- طالبان په کندوز ولایت کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د زرګونو نجونو مخه نیسي چې له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړې وکړي.

د کندوز د ولایتي شورا یوه غړي،‌ امرالدین ولي، وویل چې د تېرو دوه کالو څخه ډېرې مودې راهیسې، د کندوز ولایت په چاردره، دشت آرچي، او قلعه زال ولسوالیو کې له ۲۰ څخه د ډېرو ښوونځیو نجونې د طالبانو د ګواښونو له امله نه دي توانېدلي چې خپلو ټولګیو ته لاړې شي.

ولي سلام ټایمز ته وویل، «د بندو شویو او هغو ښوونځيو، چې تر امنیتي ګواښونو لاندې دي، د بیا پرانستلو لپاره جدي ګامونو اخیستلو ته اړتیا ده،»

هغه وویل،‌«د هغو معلوماتو په اساس، چې مونږ له یادو ولسوالیو او د کندوز ښار سره نژدې سیمو څخه ترلاسه کړي،طالبانو کورنیو ته خبرداری ورکړی چې خپلې لوڼې ښوونځیو ته ونه لېږي، او ادعا یې کړې چې که د هغوی نجونې ښوونځیو ته لاړې شي، مغزونه به یې ووینځل شي،»

د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د څلورم ټولګي زده کوونکیو د تېر غوایي په ۳۱ مه خپل ښوونکي ته غوږ نیولی دی.‌ [هدایت الله]

د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د څلورم ټولګي زده کوونکیو د تېر غوایي په ۳۱ مه خپل ښوونکي ته غوږ نیولی دی.‌ [هدایت الله]

د بي بي خدیجې د ښوونځي شاګردانې وروسته له هغه د یوه عکس د اخیستنې لپاره ولاړې دي چې هغوی په کندوز کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستندویې ادارې (یونیسېف) له ولایتي څانګې څخه د لړم په ۱۲مه د ښوونځي توکي ترلاسه کړل. [هدایت الله]

د بي بي خدیجې د ښوونځي شاګردانې وروسته له هغه د یوه عکس د اخیستنې لپاره ولاړې دي چې هغوی په کندوز کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستندویې ادارې (یونیسېف) له ولایتي څانګې څخه د لړم په ۱۲مه د ښوونځي توکي ترلاسه کړل. [هدایت الله]

ولي وویل، «دا واقعاً زمونږ د خلکو،‌ او په ځانګړې توګه زمونږ د هغو خویندو پر ضد یو جرم دی چې له حقونو څخه یې سرغړونه کېږي. ښوونه او روزنه د نجونو حق دی چې طالبانو ترې محرومې کړي دي.»

هغه وویل، «ښوونځیو ته له تګ څخه د نجونو په منع کولو سربېره، طالبان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې ښوونکي مقرروي او ګوښه کوي، د ښوونځیو حاضري ګوري او خپل نصاب په کې تدریسوي،»

د کندوز ولایت د مدني ټولنې د سازمانونو د اتحادیې رییس عنایت الله خلیق وویل، چې د هلکانو ښوونځي هم تر ګواښ لاندې دي.

هغه وویل، طالبان په دشت آرچي، چار دره، ګل تېپه او کلباد ولسوالیو او همدارنګه د کندوز ښار په خواوشا سیمو کې د هلکانو په ښوونځیو کې نصاب کنټرولوي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا په کندوز کې له بشري حقونو څخه د محرومولو یو له لویو سببونو څخه دی. مونږ هیله لرو چې طالبان په دې پوه شي چې ښوونه او روزنه هم یوه دیني موضوع ده.»

هغه وویل، «د طالبانو د ګواښونو خطرناک نتایج دا دي چې نجونې نشي کولی چې له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړې وکړي،»

خلیق وویل، «حکومت مسؤل دی چې دغه سیمې تصفیه کړي څو نجونې وکولی شي چې ښوونځیو ته تګ بیا پیل کړي،»

۲۰۰۰ نجونې له ښوونځیو څخه بهر دي

د کندوز د ښوونې او روزنې رییس نجیب الرحمان ثاقب وویل، «دا ستونزه، چې نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه محرومول کیږي، اکثر وختونه د دشت آرچي، چاردرې، ګل تېپې، کلباد او نورو په څېر لیرې پرتو ولسوالیو کې ډېره، او د کندوز ولایت په مرکز کې پرتو ښوونځیو کې کمه وي،»

ثاقب د هغو نجونو دقیق شمېر ور نه کړ چې طالبان یې ښوونځیو ته له تګ څخه منع کوي.‌

خو د رستم احمدي په وینا چې له ثاقب څخه مخکې یې په دغه موقف کار کاوه، د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې په ۱۵ ښوونځیو کې نژدې ۲۰۰۰ نجونې له ښوونې او روزنې څخه محرومې شوي دي.‌

هغه د تېر وري په میاشت کې وویل، «مونږ له طالبانو څخه څو ځلې وغوښتل چې ماشومان پرېږدي چې ښوونه او روزنه ترلاسه کړي او د ګاونډیو هېوادونو له ماشومانو سره سیالان شي، خو هغوی په مکرر ډول زمونږ غوښتنې رد کړې،»

په کندوز ښار کې د بي بي خدیجه الکبرا د نجونو د لېسې سرمعلمې، پشتون نزهت، وویل، د کندوز ولایت له لیرې پرتو سیمو څخه، چې طالبان په کې حاکم دي، یو شمېر کورنۍ د کندوز ښار ته نژدې سیمو ته کډه شوي څو وکولی شي ماشومان یې ښوونځیو ته لاړ شي.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «څومره چې مونږ پوهېږو، طالبان حتی د لومړي ټولګي نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه منع کوي،»

هغې وویل، «د چاردرې ولسوالۍ ډېرې مشرانې شاګردانې د خپلو زده کړو د جاري ساتلو لپاره په ښار کې ښوونځیو ته راغلي دي،»

د پوهنې د ترلاسه کولو لپاره هوډمنې

په کندوز کې یوې ۲۵ کلنې ښوونکې، رشین حبیبي، وویل چې نجونې له زده کړو سره هغه هومره علاقه مندي لري لکه هلکان یې چې لري.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو د رژیم پر وخت، نجونې له زده کړو څخه محرومې او خپلو کورونو پورې محدودې شوې وې. آیا دغه کړاو بس نه وو؟ طالبان ولې بیا نجونې له دې څخه منع کوي چې زده کړه وکړي او پوهنه ترلاسه کړي؟»

حبیبي وویل، په وروستیو کلونو کې له ښوونې او روزنې سره د ښځو علاقه مندي د سړیو په نسبت ډېره شوې ده.‌

هغې په داسې حال کې چې تاکید یې کاوه چې سړي او ښځې باید برابر حقونه ولري، په حکومت غږ وکړ چې ښځو ته دې د اړتیاوړ اسانتیاوې برابرې کړي څو دغه ډله ونشي کولی چې هغوی ښوونځیو ته له تګ څخه منع کړي.‌

د ښوونې او روزنې د ریاست رییس، ثاقب، د ښځو او نجونو تر منځ له ښوونې او روزنې سره ډېره شوې علاقه مندي تایید کړه.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«ښځې د سړیو په نسبت د تعلیم ترلاسه کولو سره ډېره علاقه مندي لري،‌ او دا د ښځو لپاره د موجودو ښوونځیو، روزنیزو مرکزونو او تعلیمي کورسونو له شمېر څخه ښه معلومیږي،»

هغه وویل، «مونږ حتی په دې خبر یو چې ځینې ښځې، د عمر له پام کې نیولو څخه پرته، له زده کړې او د ښوونې او روزنې ترلاسه کولو سره علاقه لري. مونږ له هغوی سره مرسته کوو چې له ښوونځیو سره ارتباط کې شي.»

په کندوز ښار کې د فاطمه الزهره د نجونو د ښوونځي یوې زده کوونکې، رقیه سنګین، چې ۲۲ کاله عمر لري، وویل، «ښوونځي ته له تګ څخه زما هدف دا دی چې ښوونه او روزنه ترلاسه کړم چې په ټولنه کې پرمختګ وکړم او د ټولنې یوه مؤثره غړې جوړه شم،»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زه غواړم چې د ښوونې او روزنې له لارې پوهه ترلاسه کړم او په ټولنه کې د یوې روښانه، په پوهه سمبال ښځې په توګه ولیدل شم،»

امنیتي ګامونه

د کندوز د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني وویل، د پولیسو، اردو او د ملي امنیت ریاست په شمول افغان امنیتي ادارې ژمني عملیات ترسره کوي څو طالبان په کندوز ولایت کې له نا امنو او ژر متاثره کېدونکیو سیمو څخه وباسي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «حکومت ژمن دی چې د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمې تصفیه کړي،» او زیاته یې کړه چې د ژمني جنګ به ساحه د ورپسې پسرلنیو عملیاتو لپاره چمتو کړي.‌

هغه وویل، «مونږ هوډ لرو چې هغه سیمې، چې ستونزې په کې دي، تصفیه کړو او زده کوونکیو ته دا فرصت برابر کړو چې ښوونه او روزنه ترلاسه کړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500