ديپلوماسي

کابل:‌ له طالبانو سره د ایران اړیکې د افغانستان په چارو کې 'ښکاره لاسوهنه' ده

سلام ټایمز

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د مرغومي په ۱۸مه د هندوستان په نوي ډیلي کې په 'ایران او د ۲۰۱۹ لپاره سیمه ییز او نړیوال لید' بحث کې د ګډون پر وخت. [سجاد حسین/ای اېف پي]

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د مرغومي په ۱۸مه د هندوستان په نوي ډیلي کې په 'ایران او د ۲۰۱۹ لپاره سیمه ییز او نړیوال لید' بحث کې د ګډون پر وخت. [سجاد حسین/ای اېف پي]

کابل -- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۰مه/ د افغانستان په راتلونکي کې د طالبانو د رول په هکله د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف وروستۍ څرګندونې وغندلې.

ظریف د مرغومي په ۱۹مه له اېن ډي ټي وي سره په یوه مرکه کې وویل، «زه فکر کوم دا به ناشونې وي چې طالبانو ته له څه رول ورکولو څخه پرته دې راتلونکی افغانستان ولرل شي، او زیاته یې کړه چې طالبان «باید په افغانستان کې یو حاکم رول ونه لري».

ایران همدارنګه تېره میاشت په لومړي ځل له طالبانو سره رسمي خبرې پیل کړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ادریس زمان د پنجشنبې په ورځ په یوه دری ټویټ کې ولیکل، «د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تاکید کوي چې د حکومتونو تر منځ د مفاهمو له چوکاټ څخه بهر له طالبانو سره هر ډول ارتباطات به د دوه هېوادونو تر منځ اړیکو ته زیان ورسوي،»

د طالبانو له یوې ویډیو څخه، چې د چنګاښ په ۱۶مه خپره شوې، اخیستل شوی، یو عکس طالب جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې د نظامي روزنې په حال کې ښیي.‌ ایران په فعالانه توګه په خپله خاوره کې طالبانو ته روزنه ورکوي. [آرشیف]

د طالبانو له یوې ویډیو څخه، چې د چنګاښ په ۱۶مه خپره شوې، اخیستل شوی، یو عکس طالب جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې د نظامي روزنې په حال کې ښیي.‌ ایران په فعالانه توګه په خپله خاوره کې طالبانو ته روزنه ورکوي. [آرشیف]

هغه په یوه دویم ټویټ کې ولیکل، «په حکومت کې [د طالبانو په څېر] د وسله والو ډلو د شاملولو په هکله د وړاندیز په شمول، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جوړښت د بدلون لپاره هر ډول لارښوونې، د دپلوماسۍ له ټولو اصولو سره په ټکر کې او د هېواد په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بلل کیږي،»

د طالبانو لپاره دوه ژبی تبلیغ

افغان چارواکي وایي،‌ ایران له اورپکو سره د افغانستان په خبرو تاکید کوي په داسې حال کې چې خپل حکومت یې د واک په ټولو ډولونو باندې کلکې منګولې لګولې دي.‌

د ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په فیسبوک په یوه پست کې، چې وروسته لیرې شو، لیکلي وو، «د ایران د بهرنیو چارو د وزارت چارواکي اوس د طالبانو د ویاندانو په توګه کار کوي،»

د بي بي سي پارسي په وینا، د مرتضوي په پست کې راغلي وو، «که یو ګاونډی هېواد د حل لارې د موندنې لپاره په خبرو اترو باور لري، ولې دا میتود د خپلو سیاسي ستونزو د هوارولو لپاره نه کاروي؟»

هغه په ایراني چارواکو تاکید وکړ چې د طالبانو پر ځای دې خپلو سیاسي مخالفانو ته پام وکړي.

مرتضوي د طالبانو مؤسس مشر ملا محمدعمر ته په اشارې، چې په ۱۳۹۲ کال مړ شو، وویل، «د ایران حکومت وېرېږي چې په افغانستان کې ازادۍ به د ایران لپاره یوه بېلګه وګرځي، او له همدې امله ده چې دغه هېواد په افغانستان کې د ملا عمر د نظریاتو له واکمنېدلو سره علاقه مندي لري،»

د ایټالیا لپاره د افغانستان سفیر، وحید عمر، په ایراني چارواکو غږ وکړ چې په افغانستان کې له طالبانو سره د واک د شریکولو له غوښتنې څخه مخکې دې په خپل هېواد کې عدالت تأمین کړي.‌

عمر په خپل انګلیسي ټویټ‌ کې لیکلي، «زمونږ ایراني دوستانو:‌ مونږ ښایي طالبان راوړو یا یې را نه وړو، خو ستاسو د نصیحت له امله مننه. د ښه ګاونډیتوب د متقابل عمل په توګه، زه له تاسو څخه غواړم چې له مجاهدین خلق او اېن سي آر آی سره واک شریک کړئ، کروبي او موسوي خوشې کړئ او له سعودي عربستان سره سوله وکړئ، ځکه مونږ باور لرو چې دا کارونه ستاسو لپاره ښه دي.»

د ایران د مقاومت ملي شورا (اېن سي آر آی) یو سیاسي سازمان دی چې په فرانسه کې مېشت دی او د تهران مخالف دی.‌

مهدي کروبي، یو اصلاح غوښتونکی ایرانی سیاستوال دی چې د ملي اعتماد د ګوند مشري کوي، او له یوه بل اصلاح غوښتونکي میرحسین موسوي سره یوځای له ۱۳۹۰ راهیسې په کور کې نظربند دی.‌

تېره میاشت،‌یوازې څو ورځې وروسته له هغه، چې د اورپکو د یوه هیئت او د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ په متحده عرب اماراتو کې د روغې جوړې خبرې وشوې، ایراني چارواکو تایید کړه چې هغوی له افغان طالبانو سره وکتل.

ګڼ‌ شمېر ایراني خبري اژانسو راپورونه ورکړل، چې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي،‌ علي شمخاني، دغه کتنه د مرغومي په ۵ مه له کابل څخه د یوې لیدنې په ترڅ کې اعلان کړه.‌

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور په اساس، شمخاني وویل، «افغان حکومت د هغو ارتباطاتو او خبرو په هکله خبر کړای شوی دی چې له طالبانو سره ترسره شوې، او دا پروسه به دوام ومومي،»

د تسنیم، چې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ‌ سره نژدې رسنۍ بلل کیږي،‌ یوه خبریال عباس اسلاني ټويټ کړه چې، دا لومړی ځل وو چې یوه جیګپوړي ایراني چارواکي د ایران او طالبانو تر منځ خبرې تایید کړې.‌

ډېره شوې لاسوهنه

ایران، چې له افغانستان سره ۹۲۱ کیلومتره اوږده شریکه پوله لري، په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ډېره کړې ده.

د لیندۍ په ۱۸مه، افغان امنیتي ځواکونو له غزني څخه بهر د وسلو داسې یوه ذخیره وموندله چې ایران جوړ وسلې په کې وې.دا په افغانستان کې له طالبانو سره د ایران د ملاتړ وروستي شواهد وو چې وموندل شول.

د لیندۍ په ۸ مه،‌امریکایي چارواکو داسې شواهد افشا کړل چې ښودل یې چې ایران په افغانستان کې د طالبانو په شمولاورپکو ګروپونو ته مهمات تآمینوي.

د طالبانو د استخدام لپاره د تهران هڅې لا زیاتې خطرناکې دي.‌

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د لیندۍ په میاشت کې سلام ټایمز ته وویل، «ځینې ځوان افغانان، چې د کار په لټون پسې ایران ته ځي او ایراني مقامات یې په ایران کې دننه نیسي یا د را اېستلو له ګواښ سره مخامخ وي، په ایران کې موجود د طالبانو ګروپونو ته په لاس ورکول کیږي چې هغوی دغه ځوانان استخدام کړي،»

هغه وویل، «دغه ځوانان بیا په زاهدان ښار او نورو هغو سیمو کې، چې له افغانستان سره شریکه پوله لري، د ایراني نظامیانو له خوا روزل کیږياو له روزنې څخه وروسته دا ځوانان بېرته افغانستان ته د جنګ لپاره رالېږل کیږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هو،‌ زما دا پست د ګټورو معلوماتو له امله خوښ شو.‌

ځواب ورکړئ