ديپلوماسي

د افغانستان د سولې هیئت له پاکستان څخه خپله ۴ ورځنۍ کتنه پای ته ورسوله

د ضیاء الرحمان راپور

د سیمه ییزو چارو او سولې لپاره د افغان ولسمشر اشرف غني ځانګړي استازي، محمد عمر داودزي،‌ چې د مرغومي په ۱۸ - ۲۱مه یې پاکستان ته د تللي یوه هیئت مشري کوله،‌ د مرغومي په ۲۰ مه په اسلام اباد کې د جماعت اسلامي پاکستان مشر سراج الحق (د داودزي ترڅنګ) سره ولیدل. [جماعت اسلامي پاکستان/ټوېټر]

د سیمه ییزو چارو او سولې لپاره د افغان ولسمشر اشرف غني ځانګړي استازي، محمد عمر داودزي،‌ چې د مرغومي په ۱۸ - ۲۱مه یې پاکستان ته د تللي یوه هیئت مشري کوله،‌ د مرغومي په ۲۰ مه په اسلام اباد کې د جماعت اسلامي پاکستان مشر سراج الحق (د داودزي ترڅنګ) سره ولیدل. [جماعت اسلامي پاکستان/ټوېټر]

اسلام اباد -- داسې ښکاري چې افغانستان او پاکستان له طالبانو سره د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې لپاره د یوه سیاسي حل د موندلو لپاره همکاري غښتلې کوي، او په ورته وخت کې د دواړو هېوادونو تر منځ ترینګلتیا راکموي.‌

د سیمه ییزو چارو او سولې لپاره د افغان ولسمشراشرف غني نوي ځانګړي استازي، محمد عمر داودزي، د مرغومي په ۱۸-۲۱مه پاکستان ته د تللي یوه څلور کسیز هیئت مشري کوله.‌

په دغه هیئت کې د پاکستان لپاره د افغانستان نوی ټاکل شوی سفیر، عاطف مشعل، او د سولې د عالي شورا غړي شامل ول.‌

د څلور ورځنۍ کتنې په ترڅ کې، د داودزي هیئت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او نورو بانفوذه مذهبي او سیاسي مشرانو سره ولیدل.‌

د سولې افغان هیئت د مرغومي په ۱۹مه د خیبرپښتونخوا په چارسده کې د عوامي نېشنل ګوند د مشرتابه سره د سولې په هکله خبرې کوي. [ای اېن پي]

د سولې افغان هیئت د مرغومي په ۱۹مه د خیبرپښتونخوا په چارسده کې د عوامي نېشنل ګوند د مشرتابه سره د سولې په هکله خبرې کوي. [ای اېن پي]

د سیمه ییزو چارو او سولې لپاره د افغان ولسمشر اشرف غني ځانګړی استازی، محمد عمر داودزی او د قومي وطن ګوند مشر، افتاب احمد خان شېرپاو،‌ د مرغومي په ۲۰ مه په اسلام اباد کې له طالبانو سره د سولې د احتمالي خبرو په هکله بحث کوي. [د افغانستان د سولې عالي شورا/فیسبوک]‌

د سیمه ییزو چارو او سولې لپاره د افغان ولسمشر اشرف غني ځانګړی استازی، محمد عمر داودزی او د قومي وطن ګوند مشر، افتاب احمد خان شېرپاو،‌ د مرغومي په ۲۰ مه په اسلام اباد کې له طالبانو سره د سولې د احتمالي خبرو په هکله بحث کوي. [د افغانستان د سولې عالي شورا/فیسبوک]‌

په پاکستان کې د یوې انګلیسي ژبي اخبار، نیوز انټرنېشنل، د راپور په اساس قرېشي راغلي هیئت ته وویل، «په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان په خپله ملي ګټه او په سیمه کې د اقتصادي پرمختګ او نېکمرغۍ لپاره ضروري دی،»

داودزي، چې د لیندۍ په میاشت کې یې د ځانګړي استازي په توګه نوی رول تر لاسه کړ، د سولې د عالي شورا د دارالانشأ مشري هم کوي. هغه پخوا دوه ځلې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر د رییس،‌ د کورنیو چارو د وزیر او په پاکستان او ایران کې د سفیر په توګه کارونه کړي دي.

په داسې حال کې چې افغانستان د سولې لپاره خپلې هڅې زیاتوي،‌ داسې تمه کیږي چې داودزی په سیمه کې له نورو هېوادونو څخه هم لیدنه وکړي.

۲۰۱۹:‌ 'د افغانستان لپاره د سولې کال'

کتونکي وایي، د داودزي سفر دا ثابتوي چې پاکستان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو له لارې د شخړې د حل په برخه کې اهمیت لري.

داودزي وویل، د پاکستان ملکي حکومت او امنیتي ادارې افغانستان ته د سولې د راوستلو په رابطه په عین صفحه کې دي،‌ چې دغه حالت د سولې د خبرو د ترسره کولو لپاره یو مناسب موقعیت رامنځته کوي.‌

هغه د مرغومي په ۱۹مه په اسلام اباد کې بي بي سي اردو ته وویل، «په اوسنیو شرایطو کې د لوېدیځ ګاونډي په رابطه د پاکستان د چلند په طریقه کې تغیر راغلی دی. دا وخت، ډېر داسې شواهد شته چې پاکستان د افغانستان د سولې په خبرو کې یو مثبت رول لوبوي.»

داودزي د مرغومي په ۱۹مه اسوسیټیډ پرېس ته وویل،«مونږ ۲۰۱۹ د افغانستان لپاره د سولې کال نوموو،»

په کابل کې مېشت ژورنالست بشیراحمد هوتک وویل، له پاکستان څخه د افغان هیئت د لیدنې وخت هم اهمیت لري.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «د داودزي په مشرۍ هیئت په داسې حال کې له پاکستان څخه لیدنه کوي چې د متحده ایالاتو استازي زلمی خلیلزاد د هغه د سولې د ماموریت د برخې په توګه د سیمې له هېوادونو څخه د کتنو یوه نوې دوره پیل کړې ده،»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د خپرې شوې یوې اعلامیې په اساس، د خلیلزاد په مشرۍ د څو ادارو یو هیئت به د مرغومي له ۱۸مې څخه د سلواغې تر ۱ پورې له هندوستان، چین، افغانستان او پاکستان څخه لیدنه وکړي.

هوتک وویل، دا به د داودزي لپاره یوه لویه ازموینه وي چې د سیمې د دواړو هېوادونو تر منځ د جوړجاړي په رامنځته کولو کې خپلې هڅې ثابتې کړي.‌

شریک هدفونه

د پاکستان له جیګپوړو حکومتي چارواکو سره د کتنې تر څنګ، داودزي د پاکستان د سیاسي او مذهبي ګوندونو له بانفوذه مشرانو سره،‌ چې د پاکستان کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ ته د جهت ورکولو په برخه کې یو مهم رول لوبوي،‌ ولیدل.‌

د مرغومي په ۱۸مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، له قریشي سره په کتنه کې، داودزي د غني د سولې پیغام وړاندې کړ او «د افغانستان قوي هیله یې څرګنده کړه چې له پاکستان سره د دوه اړخیزې علاقه مندۍ په ټولو برخو کې له نژدې څخه کار وکړي،»

هیئت د عوامي نېشنل ګوند د مشر اسفندیار ولي،‌ د قومي وطن ګوند د مشر افتاب احمد خان شېرپاو، د جماعت اسلامي پاکستان د مشر سراج الحق او د جمعیت علماء اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان په ګډون د بېلابېلو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره د سولې د روانو هڅو په هکله خبرې اترې وکړې.‌

شېرپاو د داودزي د کتنې په ستایلو سره وویل، چې د هغه ګوند به افغانستان ته د سولې په راوستلو کې خپل رول ولوبوي.‌

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «پاکستان او افغانستان دواړه ترهګرۍ او اورپکۍ سخت متاثر کړي، او له دې امله هغوی پوهېږي چې په سیمه کې سوله څومره مهمه ده،»

شېرپاو وویل، د پاکستان سیاسي ګوندونه په افغانستان کې د سولې د رامنځته کولو د پروسې په برخه کې په عین صفحه کې دي او له دې سره علاقه مندي لري چې بریالۍ شي، او زیاته یې کړه چې د افغان حکومت له برخه اخیستنې څخه پرته به د سولې مذاکرات ثمر ته ونه رسېږي.‌

په اسلام اباد کې مېشت ژورنالست، حنیف الرحمان، وویل، د پاکستان د یو شمېر بېلابېلو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره د هیئت کتنې ښیي چې افغانستان د سولې د پروسې لپاره یوه کلي قاعده په مخکې نیولې ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «هغه یو ښه شګون دی.‌ هغه به هرچا ته اعتماد او د مالکیت احساس ورکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د پاکستان ملکي سیاستوال په دې مسئله کی هیڅ رول نشي لوبولی ځکه لوبه ټوله د پاکستان د پوځ او استخباراتو په لاس کې دی. پوځ او آی ایس آی له څلورو لسیزو راهیسې د افغانستان پر ضد جنګیالي روزي او په سیمه کې خپل ستراتیژيک هدفونه د یوه مهذب مملکت پرځای چې د اقتصادي سیالۍ له لارې یې تعقیب کړي د ترهګرۍ او انسان وژنې له لارې تعقیبوي.

ځواب ورکړئ