تروريزم

طالبانو په کابل کې د لارۍ بمي چاودنې مسؤلیت واخیست او د نورو خبرداری یې ورکړ

ای اېف پي

په کابل کې، وروسته له هغه، چې یوې زورورې لارۍ بمي چاودنې خواوشا ګاونډیان سخت ژوبل کړل، په یوه روغتون کې د ټپي شویو کسانو درملنه کیږي. په دې چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان ووژل شول او له ۱۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شول. [راتب نوري/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- طالبانو د سې شنبې په ورځ /د مرغومي ۲۵ مه/ په کابل کې د یوې زورورې لارۍ بمي چاودنې مسؤلیت پر غاړه واخیست چې خواوشا ګاونډیان یې سخت ژوبل کړل، لږ تر لږه څلور کسان یې ووژل او له ۱۰۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل.

د ای اېف پي د راپور له مخې،‌ په یوه بې رحمانه پیغام کې، اورپکو د کورنیو چارو د وزیر په توګه د افغانستان د استخباراتو د پخواني رییس او د طالبانو ضد شخص امرالله صالح د ټاکنې په وړاندې د مستقیم غبرګون په توګه، ژمنه وکړه چې په ښار کې به نور بریدونه هم وکړي.

دغې چاودنې، چې د دوشنبې په ماښام /د مرغومي ۲۴ مه/ له زرغون کلي/ګرین ویلیج/ سره، چې کلک امنیت تدابیر یې نیول شوي، نژدې پېښه شوه، کابل ته ټکان ورکړ او په داسې حال کې وشوه چې دپلوماتان په افغانستان کې د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې چټکوي.‌

د چاودنې زور په ټول ښار کې حس شو، چې په لومړیو کې یې د دقیق موقعیت په هکله خلک ګنګس کړل. هغې د خواوشا کورونو او دوکانونو کړکۍ ماتې کړې.‌

افغان خصوصي امنیتي ساتونکي د مرغومي په ۲۵ مه، په کابل کې د خارجیانو له یوه مرکز سره نژدې، له یوې زورورې لارۍ بمي چاودنې څخه یوه ورځ وروسته، چې طالبانو یې مسؤلیت پر غاړه واخیست، په نژدې ساحه کې د ماتو شویو کړکیو تر څنګ لیدل کیږي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان خصوصي امنیتي ساتونکي د مرغومي په ۲۵ مه، په کابل کې د خارجیانو له یوه مرکز سره نژدې، له یوې زورورې لارۍ بمي چاودنې څخه یوه ورځ وروسته، چې طالبانو یې مسؤلیت پر غاړه واخیست، په نژدې ساحه کې د ماتو شویو کړکیو تر څنګ لیدل کیږي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان خصوصي امنیتي ساتونکي د مرغومي په ۲۵ مه، د زورورې لارۍ بمي چاودنې په ساحه کې، یوه ورځ وروسته له هغه، چې په کابل کې د خارجیانو له یوه مرکز سره نژدې وشوه، څېړنې کوي. د چاودنې مسؤلیت طالبانو پر غاړه واخیست. دغې چاودنې د خواوشا ګاونډیانو ته سخت ټکان ورکړ، چې لږ تر لږه څلور افغانان یې ووژل او له ۱۰۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان خصوصي امنیتي ساتونکي د مرغومي په ۲۵ مه، د زورورې لارۍ بمي چاودنې په ساحه کې، یوه ورځ وروسته له هغه، چې په کابل کې د خارجیانو له یوه مرکز سره نژدې وشوه، څېړنې کوي. د چاودنې مسؤلیت طالبانو پر غاړه واخیست. دغې چاودنې د خواوشا ګاونډیانو ته سخت ټکان ورکړ، چې لږ تر لږه څلور افغانان یې ووژل او له ۱۰۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یوه ښځه د مرغومي په ۲۵ مه په کابل کې له یوې زورورې لارۍ بمي چاودنې څخه وروسته په اندراګاندي روغتون کې له یوه ټپي شوي ماشوم سره نژدې ناسته ده. [شکیب رحماني/ای اېف پي]

یوه ښځه د مرغومي په ۲۵ مه په کابل کې له یوې زورورې لارۍ بمي چاودنې څخه وروسته په اندراګاندي روغتون کې له یوه ټپي شوي ماشوم سره نژدې ناسته ده. [شکیب رحماني/ای اېف پي]

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د وټس آپ له لارې ژورنالستانو ته وویل چې څلورو بریدګرو یوه لارۍ، چې چاودونکي توکي په کې ځای پرځای شوي ول، وچوله او بیا زرغون کلي بېس ته داخل شول او «ډېر خارجیان» یې ووژل.‌

د روغتیا وزارت تایید کړه چې د څلورو کسانو وژنه او د ۱۱۳ ټپي کېدا تایید شوې ده.‌

ډېر قربانیان محلي ملکي خلک دي.‌

د کابل یوه اوسېدونکي، محمد عارف، وویل، «دلته خواوشا، په هر کور کې زما په شمول اوه یا اته کسان ټپي شوي دي. کله چې زه راووتلم، کوڅې د مړو او ټپیانو له جسدونو نه ډکې وې.»

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش وویل، مقامات لا هم څېړنې کوي چې آیا په تلفاتو کې خارجیان شامل دي که نه.‌

د ملګرو ملتونو ځینې کارکوونکي تر وروستیو پورې هم په ګرین ویلیج مرکز کې اوسېدل. دغه مرکز د سمنټي او چاودنې ضد دېوالونو په وسیله کلک خوندي کړای شوی دی.‌

دانش وویل، خو اوس دغه کمپاونډ تر ډېره پورې تش وو، او «یوازې یو شمېر ساتونکي» په کې پاتې ول.‌

'سبوتاژ'

د دوشنبې د ورځې پېښه په وروستیو میاشتو کې د خارجیانو په استوګنځی دویمه حمله وه چې طالبانو یې مسؤلیت ومانه.‌

د لیندۍ د میاشتې په لومړیو کې، د برتانوي امنیتي کمپنۍ جي ۴ اېس له ودانۍ څخه بهر یو موټربم وچاودېدچې د یاد شرکت د پنځو کارمندانو په شمول، لږ تر لږه ۱۰ کسان یې ووژل.

په هغه پسې، د مرغومي په ۳ مه په کابل کې په یوه حکومتي ودانۍ یو ځانمرګی او وسله وال برید وشو چې لږ تر لږه ۴۳ کسان یې ووژل، چې دا تېر کال په ښار کې یو له تر ټولو ډېر خونړی برید وو.

وروستی بمي برید په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان شخړې ته د پای ټکي د اېښودلو په مقصد د نورو کتنو لپاره سیمې ته رسېدلی دی.‌

خلیلزاد، چې تېره میاشت یې په ابوظبی کې د طالبانو له استازو سره وکتل، افغانستان او همدارنګه چین، هندوستان او پاکستان ته په یوه سفر ځيچېد سلواغې تر ۱ پورې به دوام ومومي.

افغان چارواکو وویل چې وروستی بمي برید د سولې د غوړېدونکې پروسې د خرابولو په هڅه شوی او ژمنه یې وکړه چې بې ځوابه به یې پرې نه ږدي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په ټولنیزو رسنیو وویل، «په داسې حال کې، چې مونږ هڅه کوو چې د سولې په هکله یوې سیمه ییزې اجماع ته ورسېږو، دښمن هڅه کوي چې سبوتاژ یې کړي،»

هغه وویل، «زه دا برید په کلکه غندم او ژمنه کوم چې زه به په دې هکله جدي څېړنه وکړم او انتقام به یې واخلم،»

په کابل کې دپلوماتان له ډېر وخت راهیسې وایي،‌ چې ښايي له اورپکو سره هر مذاکرات د جګړې په ډګر کې د جنګ په دوام سره ترسره شي،چې دا د افغان ملکیانو لپاره، چې له ډېر وخت راهیسې د جګړې مصیبت پر اوږو وړي، نا اراموونکی پیغام دی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ستاسو د لیکلو طریقه بده ده.

ځواب ورکړئ

وبخښئ، د مرغومي میاشت ۳۰ ورځې لري، ۳۱ ورځې نه.‌

ځواب ورکړئ