امنیت

افغان ځواکونو په ننګرهار کې د طالبانو د قوماندې مرکزونه ویجاړ کړل

د خالد زېري راپور

د دې لپاره چې طالبان د مذاکراتو مېز ته راولي، افغان ځواکونو د مرغومي په ۵ مه د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې د اورپکو پر ضد یو لړ عملیات پیل کړل. [خالد زېری]‌

ننګرهار -- د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې د افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو له خوا په ترسره شویو ګډو عملیاتو کې د مرغومي له ۲۱مې راهیسې خواوشا ۳۴ کلي د طالبانو له وحشت او تاو تریخوالي څخه خلاص شوي دي.

چارواکي وایي، روان عملیات، چې د قهر سېلاب ۴ (نمبر ۲۰) په نامه یادېږي، د مرغومي په ۵ مه پيل شول او د هغو طالبانو په شا تمبولو کې مؤثر ثابت شول چې له اوږدې مودې راهیسې یې د سیمي په کلیو کې ترهګري کوله.‌

د افغان ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند، جګړن محمد هارون یوسفزي، سلام ټایمز ته وویل،‌«دا عملیات د افغان ملي اردو، افغان ملي پولیسو او د عامه نظم پولیسو له خوا په ګډه ترسره شول،»

هغه وویل، «مونږ دا عملیات د دې لپاره ترسره کړل چې د خلکو امنیت ډاډمن کړو، د حکومت مخالف وسله وال عناصر وځپو او په سوله کې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره لاره هواره کړو،»

د سلام ټایمز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی عکس ښیي، چې یو افغان پوځي کاروان د مرغومي په ۱۰ مه د ننګرهار ولایت غني خېلو ولسوالۍ ته رسېږي.

د سلام ټایمز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی عکس ښیي، چې یو افغان پوځي کاروان د مرغومي په ۱۰ مه د ننګرهار ولایت غني خېلو ولسوالۍ ته رسېږي.

د افغان ملي اردو عسکر د مرغومي په ۱۰ مه د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې ماشومانو ته کتابونه ورکوي. [خالد زېری]

د افغان ملي اردو عسکر د مرغومي په ۱۰ مه د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې ماشومانو ته کتابونه ورکوي. [خالد زېری]

طالب اورپکي په تېښته دي

یوسفزي وویل، د دغو عملیاتو په ترڅ‌ کې د ناټو ایتلافي ځواکونو له افغان ځواکونو سره مرسته کوله، او زیاته یې کړه چې تر اوسه پورې ګډو ځواکونو ۱۳ تنه طالب جنګیالي وژلي او ډېر نور یې له سیمې څخه په تېښته مجبور کړي دي.‌

هغه وویل، «غرونه په واورو پټ دي، نو اورپکي به یا تسلیمېږي یا به وژل کیږي،»

هغه د مرغومي په ۸ مه وویل، «په تېرو څو ورځو کې د عملیاتو په ترڅ کې هره ورځ د ۵ او ۱۵ تر منځ اورپکي وژل شوي دي،» او زیاته یې کړه چې ځینې اورپکي مقاماتو ته تسلیم شوي، په داسې حال کې چې نور د تېښتې پر وخت نیول شوي دي.

د هېواد په ختیځ کې د افغان سرحدي ځواکونو قوماندان، جنرال محمد ایوب، وویل، «هره ورځ، دوه یا درې -- ځینې وختونه تر اتو پورې -- طالب جنګیالي مونږ ته تسلیمېږي، چې ځینې په کې له خپلو کورنیو سره یوځای مونږ ته راځي،»

هغه وویل، اورپکي نشي کولی چې په واورو پټو غرونو کې ځانونو ته سرپناه پیدا کړي.

ایوب وویل، دغه هدفي عملیات به تر هغه وخته پورې دوام وکړي چې په غني خېلو ولسوالۍ کې هېڅ طالب پاتې نشي.

د طالبانو پر ضد ولسي پاڅون

د محلي چارواکو په وینا، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په غني خېلو کې د طالبانو محلي د قوماندې مرکزونه او همدارنګه یوه موقته د ولسوالۍ محکمه، چې دغه اورپکي ګروپ چلوله، نیولي دي.‌

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، «په ګولایي او سیاچوب سیمو کې د طالبانو د قوماندې مرکزونه د دغه ګروپ له خوا د دې لپاره کارول کېدل چې په بټي کوټ، مومند دره او نورو ولسوالیو کې ترې د جنګ لارښوونه وکړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو په دې سیمو کې خپل محبس او محکمه چلول او محلي ملکي خلک به یې له خپلو کورونو څخه را اېستل او کورونه به یې د خوندي پټنځایونو په توګه کارول. اوس هغه ټولې سیمې له طالبانو څخه پاکې شوي،‌ او د ولسي پاڅون غړي به په سیمه کې د امنیت د ډاډمنولو لپاره وګومارل شي.»

خوګیاڼي وویل، «مونږ د محلي ولسي پاڅونونو غړي په وسلو سمبالوو چې په دغو سیمو کې اوږدمهالی امنیت یقیني کړي. د محلي پاڅون په سلګونو غړي به توظیف شي، یعنې طالب اورپکي به نور ونشي کولی چې دغو سیمو ته راستانه شي.»

هغه وویل، روان عملیات بریالي ثابت شوي او محلي اوسېدونکي په دې خوښ دي چې د ولسي پاڅون د ځواکونو لپاره مرکزونه او د تلاشۍ پوستې جوړول کیږي چې هلته امنیت ډاډمن کړي.

نور به په وېره ژوند نه وي

د غني خېلو ولسوالۍ د کهي سیمې یوه اوسېدونکي، فقیرالله خان، چې ۳۲ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په دې عملیاتو خوښ یو ځکه چې له ۱۵ کالو راهیسې دلته طالبان موجود ول،»

خان وویل چې هغه نور د ډار ژوند نه کوي.‌

هغه وویل، «طالبانو به هره ورځ عادي ملکي خلک نیول، وهل او وژل، خو اوس به مونږ وکولی شو چې په سوله کې ژوند وکړو،»

د غني خېل ولسوالۍ د لسمې ویالې یوه اوسېدونکي، رؤف جان چې ۳۵ کاله عمر لري، وویل، «زمونږ نیکونو دا سیمې د همداسې ولسي پاڅونونو په وسیله ساتلې، او مونږ کولی شو چې عین کار وکړو، ځکه چې دا زمونږ ځمکه ده،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «که مونږ پخپله خپل ځانونه ونه ساتو هیڅوک به مونږ ونه ساتي. زه به د دې ټوپک او د یوه سوټي او تبر په وسیله، چې په کور کې یې لرم، دا سیمې وساتم،‌ خو حکومت باید زمونږ ملاتړ وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له هرات نه ستاسو خبریال ډیر ښه راپورونه جوړوي. د هرات خبریالان مو له نظامي ور اخوا د نورو موضوعاتو په هکله تحقیقاتي راپورونه جوړوي چې اکثر یې ښه معلومات لري. علاوه له هغه د ایران د مداخلی په رابطه ښه راپورونه جوړوي که په ننګرهار کی ستاسو خبریالان د هرات د خبریالانو په څیر د پاکستان د مداخلی او په لوی ننګرهار (ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان) کې د پرمختیایي کارونو په هکله راپورونه ولیکی لوستونکو ته به ډیره ګټه ورسوي. په هر حال ستاسو او ستاسو د خبریالانو د زحمتونو له امله چې په پښتو معلومات برابروئ ډیره مننه.

ځواب ورکړئ