امنیت

افغان ځواکونو د فراه په لسګونو کلي له طالبانو څخه پاک کړل

د عمر راپور

چارواکي وایي، د افغان او ایتلافي ځواکونو ګډو عملیاتو په فراه ولایت کې د طالبانو حضور ډېر را کم کړی دی. [د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو د رسنیو اداره]

هرات -- چارواکي وایي،‌ د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او د ناټو په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له خوا پیل شویو ګډو عملیاتوپه فراه ولایت کې د طالبانو حضور ډېر را کم کړی دی.‌

د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان، جنرال نورالله قادري وویل، «دښمن پلان درلود چې د ۵۱۷ لویې لارې ۱ لاره او د ابو نصر فراهي بندر مخه بنده کړي او زمونږ د تجارتي مالونو او توکو د انتقال مخه ونیسي،»

هغه وویل، «بیا مونږ د قاطع ملاتړ ماموریت په مرسته ګډ پلانونه تیار کړل او د طالب اورپکو پر ضد مو عملیات پیل کړل،»، او زیاته یې کړه چې دغه عملیات د لړم د میاشتې په ۲۶ مه پیل شول.

هغه د مرغومي په ۱۳مه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ ولیدل چې د دښمن ته ډېر تلفات ور واوښتل او مونږ وکولی شوای چې په بالابلوک، خاک سفېد، انار دره، شیب کوه او لاش جوین ولسوالیو کې، او همدارنګه د فراه ولایت په لویو لارو کې طالبانو ته سخت ټکانونه ورکړو،»

د افغان ملي اردو کمانډو ځواک د لیندۍ په ۲۵ مه د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې د طالب اورپکو پر ضد د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې لیدل کیږي.‌ [د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو د رسنیو اداره]

د افغان ملي اردو کمانډو ځواک د لیندۍ په ۲۵ مه د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې د طالب اورپکو پر ضد د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې لیدل کیږي.‌ [د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو د رسنیو اداره]

د افغان ملي اردو یوه څرخکه د لیندۍ په ۱۵مه د طالب اورپکو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ دپاسه الوتنه کوي. [د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو د رسنیو اداره]

د افغان ملي اردو یوه څرخکه د لیندۍ په ۱۵مه د طالب اورپکو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ دپاسه الوتنه کوي. [د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو د رسنیو اداره]

هغه وویل، «په فراه کې امنیت ښه شوی دی، خو دا کافي نه دی. په پشت رود ولسوالۍ او په ۵۱۷ لویه لاره به زمونږ روان عملیات دوام ومومي.»

قادري وویل، ۵۱۷ لویه لاره، چې له څو کلیو څخه تېرېږي، او همدارنګه بالابلوک او پشت رود ولسوالۍ او د انار درې او شیب کوه ولسوالیو برخې له اورپکو څخه پاکې شوي دي.

هغه وویل، «زمونږ واحدونه د قاطع ملاتړ ماموریت د ځواکونو په مرسته توظیف شوي او په دغو سیمو کې ځای پرځای شوي دي. مونږ د پام وړ مثبت نتایج وینو.»

هغه وویل، «ایتلافي ځواکونو ... په ځانګړیو عملیاتو کې زمونږ له کمانډو ځواک سره برخه اخیستې او همکاري یې کړې ده، چې دغه کار یو غټ او مثبت تاثیر درلود. مونږ وکولی شوای چې له ۳۰ ډېر کلي له وسله والو مخالفینو څخه پاک کړو.»

د طالبانو پټنځایونه ویجاړ شول

د تېرو دوه میاشتو په ترڅ کې، په فراه او ګاونډیو ولایتونو کې د افغان ملي اردو او ملي پولیسو او د ایتلافي ځواکونو له خوا ترسره شویو عملیاتو په لسګونو طالب قوماندانان ووژل.

قادري وویل، «دا هوایي بریدونه ډېر مؤثر دي. د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ او همدارنګه په بادغیس او فراه ولایتونو کې دښمن ته درانه تلفات ور اوښتي دي.»

هغه وویل، «په فراه کې په ۱ لویه لاره، طالبانو له ځانه یو ګمرک جوړ کړی وو، چې له لارۍ چلوونکیو څخه به یې د ګمرکي مالیې په نامه پيسې لوټلې، خو د هوایي بریدونو په نتیجه کې د دغو اورپکو، چې له محلي اوسېدونکو څخه یې پیسې لوټلې، ۳۶ کسان ووژل شول.»

د فراه والي محمد شعیب ثابت سلام ټایمز ته وویل، «د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو په لیدلو سره د فراه د اوسېدونکیو مورال لوړېږي ځکه هغوی پوهېږي چې دا هغه ځواکونه دي چې د هغوی دفاع کوي،»

هغه وویل، «امنیتي وضعه ورځ‌ تر بلې ښه کیږي، او د افغانستان د خلکو دښمنان د جګړې له ډګر څخه تښتېدلي دي،»

د فراه د ولایتي شورا یوه غړي، دادالله قانع، وویل، «په فراه ولایت کې جګړه د سیمه ییزو استخباراتي ادارو له خوا پلانېږي. د دې جنګ تر شا ځینې غټ خارجي جنرالان موجود دي، له دې امله په کار دی چې فراه ته ډېره پاملرنه وشي.»

هغه د لړم د میاشتې پېښې ته په اشارې، چې د طالبانو ضد عملیاتو کې یې لویه څپه رامنځته کړه، وویل، «مونږ [ولایتي شورا] تل ریښتیا ویلي دي، او ریښتیا دا دي چې زمونږ سرحدي لوا ماته شوه او په فراه ښار باندې د طالبانو بریدونه پراخ شول،»

د فراه ولایت پخواني امنیه قوماندان، جنرال فضل احمد شېرزاد، د لړم په ۱۹مه ایران ته په اشاره وویل، «د ګاونډي هېواد استخباراتي اداره په دې جنګ کې نېغ په نېغه لاس لري، چې طالب اورپکو ته مرسته اووسلې برابروي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په دې کې شک نشته چې استخباراتي ادارې... په افغانستان کې په جګړه کې د پام وړ رول لوبوي،»

په افغانستان کې سولې ته ژمن

امنیتي چارواکي وایي، د ایتلاف ځمکنیو او هوایي ځواکونو د عملیاتو له پیل راهیسې د طالب اورپکو په نښه کولو او ماتولو کې مهم رول لوبولی دی.‌

د فراه ولایت امنیه قوماندان جنرال رحمت الله صدیقي سلام ټایمز ته وویل، «د لیندۍ له ۱ راهیسې، چې د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو په فراه کې په ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې برخه اخیستنه پیل کړې، د لسګونو قوماندانانو په شمول، خواوشا ۲۵۰ تنه طالب اورپکي وژل شوي دي. دغه عملیاتو همدارنګه د هغوی په سلګونو ځمکني ماینونه شنډ کړي دي.»

په فراه ولایت کې د افغان ملي اردو د ۲ غونډ قوماندان، ډګروال ذکریا میرزاده، سلام ټایمز ته وویل، «زه د فراه خلکو ته اطمینان ورکوم چې د افغان ملي اردو، افغان ملي پولیسو، د ملي امنیت ریاست او د قاطع ملاتړ ماموریت د ځواکونو په شمول ټول امنیتي ځواکونه زمونږ د خلکو د ګټو د ساتنې لپاره کار کوي،»

هغه وویل، «په دې توګه، مونږ به اورپکي، چې هر چېرې وي، تعقیب کړو چې د فراه خلک د دغو ترهګرو په نشتوالي کې ارامي او هوسایي ترلاسه کړي،»

په افغانستان کې د متحده ایالاتو او ناټو جیګپوړي قوماندان، جنرال اسټین سکاټ مېلر، د مرغومي په ۱ له فراه څخه لیدنه وکړه چې د جګړې په ډګر کې د افغان او ایتلافي ځواکونو تر منځ همغږي وارزوي.‌

هغه خبریالانو ته وویل، «مونږ تل د افغانستان د خلکو ملاتړ کوو، او مونږ بې له شکه د خپلو امنیتي شریکانو ملاتړ کوو، او لکه څنګه چې ما څو څو ځلې ویلي دي، افغانان باید په خپلو امنیتي ځواکونو باندې وویاړي ځکه چې هغوی ډېرې قربانۍ ورکوي.»

هغه وویل، «مونږ دلته په افغانستان کې د دې لپاره یو چې لومړی او تر ټولو مخکې دلته سوله ووینو، په ټول افغانستان کې یووالی راشي او ملي ګټې یې خوندي کړای شي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500