رسنۍ

د ایران له خوا د افغان ژورنالستانو 'روزنه' د مغزونو وینځنه وبلل شوه او وغندل شوه

د عمر راپور

د طلوع نیوز خبریالان د ۱۳۹۷ د وږي په ۱۹مه په کابل کې د طلوع تلوېزیون په سټېشن کې کار کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د طلوع نیوز خبریالان د ۱۳۹۷ د وږي په ۱۹مه په کابل کې د طلوع تلوېزیون په سټېشن کې کار کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

هرات -- کتونکي وایي،په ایران کې د افغان ژورنالستانو لپاره روزنیز کورسونه ترتیبول یو بل پلان دی چې هدف یې د افغانانو د مغزونو وینځل او په افغانستان کې د تهران د مضر نفوذ پټول دي.‌

په هرات کې د ایران کونسلګري هر کال له ۱۵ څخه تر ۲۰ پورې محلي ژورنالستان ورغواړي چې په یو میاشتني اوږده روزنیز کورس کې د برخه اخیستنې لپاره تهران ته لاړ شي.

خو پخواني برخه وال او د رسنیو تحلیلګران وایي چې دغه روزنیز پروګرام په مؤثره توګه د تهران لپاره یو بل داسې پلاټفورم ګرځېدلی چې له لارې یې په افغانستان کې خپل نفوذ پراخوي.‌

د دې ټکي په پام کې نیولو سره، چې ایران د بې سرحده خبریالانو د ادارې له خوا د رسنیو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې ۱۶۴م ځای لري، د ژورنالستانو د روزنې لپاره د دغه هېواد وړاندیز د مسخرو وړ دی.

په هرات ښار کې د ایران کونسلګري د ۱۳۹۷ د وږي په ۴ مه لیدل کیږي. [عمر]

په هرات ښار کې د ایران کونسلګري د ۱۳۹۷ د وږي په ۴ مه لیدل کیږي. [عمر]

د بې سرحده خبریالانو ادارې وویل، «رژیم د رسنیو د ازادۍ پر ضد خپله جګړه د هېواد له سرحدونو څخه بهر غزولې او نړیوالې رسنۍ هم په نښه کوي، که څه هم چې هغه هڅه کوي چې داسې وښیي چې هر څه ښه روان دي،»

د نفوذ لرلو یوه ښکاره هڅه

هغه ژورنالستان، چې دغه «روزنه» یې لیدلې، وایي، د ایران حکومت هڅه کوي چې د افغان ژورنالستانو مغزونه ووینځي او د ایران په وړاندې د هرو منفي نظریاتو د خپرېدلو مخه ونیسي.

معمولاً، کونسلګري هغه ژورنالستان، چې د ایران په هکله منفي نظریات لري، په دغسې سفرونو د لېږلو لپاره انتخابوي، او دا کار په دې هیله کوي چې د هغوی فکر واخلي او هغوی داسې استخدام کړي چې افغانستان ته په راستنېدلو سره د طالبانو په ګټه کار وکړي.

یوه برخه وال، چې خپل ځان یې د فرشید په مستعار نامه معرفي کړ، وویل،‌«دا ښکاره خبره ده چې ایران د داسې پروګرامونو په ترسره کولو سره خپل هدفونه تعقیبوي. د ایران حکومت غواړي چې د ژورنالستانو په مغزو کې د خپل هېواد یو ښه انځور جوړ کړي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په نورو ټکو، ایران غواړي چې د وربلل شویو کسانو له لارې د ایران یو ښه انځور نورو ته وړاندې کړي چې ایران پرمخ تللی هیواد دی او په دې کې هېڅ ستونزه نشته،»

هغه وویل، «ایران غواړي چې په ژورنالستانو باندې نفوذ وکړي چې هغوی د ایران یوازې مثبت اړخونه وګوري، ځکه چې افغان ژورنالستان په عمومي توګه د ګاونډیانو او په ځانګړې توګه د ایران له خوا [په افغانستان کې] د لاسوهنې په هکله ښه راپورونه وړاندې کوي،»

فرشید وویل، «ایران ته د سفر په ترڅ کې،‌ مونږ له یو شمېر قضیو سره مخامخ شو چې په کې د ایران حکومت هڅه وکړه چې زمونږ نظرونه بدل کړي.‌ ایران ډېره زیاته هڅه کوي چې د وربلل شویو ژورنالستانو فکرونه بدل کړي.»

هغه وویل، «د مثال په توګه، ځینې ژورنالستان وو چې د کورس له تعقیبولو څخه مخکې یې د ایران په هکله مثبت نظرونه نه لرل، خو د هغوی له روزنیز کورس څخه وروسته د هغوی نظرونه په بشپړ ډول بدل شول،»

خو فرشید ته، دغه سفر هغه منافقت ورښکاره کړ چې ایران د هغه د پلرني وطن افغانستان په هکله څنګه منفي نظرونه لري.

هغه وویل،«کله چې مونږ ایرانۍ رسنۍ ولیدلې، [مونږ ولیدل] چې هغه خبرونه، چې هغوی یې د افغانستان په هکله وړاندې کوي،اکثر د جنګ او تاوتریخوالي په هکله دي،‌ او ایراني رسنیو د افغانستان په هکله ډېر کم مثبت خبرونه خپرول،»

هغه وویل،‌ «د ایران حکومت هڅه کوي چې د افغانستان یو منفي تصویر وړاندې کړي په داسې حال کې چې د ایران یو مثبت تصویر وړاندې کوي،»

خپلواک ژورنالیزم ته یو ټکان

یوه هرات مېشت ژورنالست، پدرام قاضي زاده، وویل، «ایران غواړي چې له ژورنالستانو سره نژدې واوسي او د هغوی او رسنیو له لارې خپل سیاسي هدفونه ترلاسه کړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ایران هڅه کړې چې ځینې ژورنالستان تر خپل وزره لاندې ونیسي. هیڅوک هم نشي کولی دا پټ کړي چې ایران څنګه په هرات کې ځینې تش په نامه ژورنالستان حمایه کړي او پرمخ یې بوولي دي. هغوی په ځانګړې توګه د یاد هېواد د ګټو لپاره کار کوي.»

هغه وویل، د ایران کونسلګرۍ ان له ځینې افغان ژورنالستانو څخه په مشخص ډول غوښتي وو چې «د ایران لپاره کار وکړي».

قاضي زاده وویل، «له ما سره څو ځلې رابطه وشوه او راته وویل شول، 'مونږ غواړو چې له تا سره وګورو'،» او زیاته یې کړه چې هغه د کونسلګرۍ له خوا شوې ټولې غوښتنې رد کړې.‌

په هرات ولایت کې د یوې نړیوالې رسنۍ خبریال، عارف کریمي، وویل، «له بده مرغه، چې په هرات کې زمونږ په ژورنالستانو باندې د بهرنیو استخباراتي ادارو، په ځانګړې توګه زمونږ د لوېدیځ ګاونډي د ادارې نفوذ موجود دی،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په هرات کې یو شمېر ژورنالستان د رسنیو د چینلونو یا د ټولنیزو رسنیو له لارې د ایران لپاره په کمپاین کولو سره د هغه هېواد ګټې تأمینوي،»

هغه وویل، «د یوه خبریال په توګه، زه فکر کوم چې دا به په افغانستان کې د ژورنالیزم د راتلونکي لپاره ډېره مضره وي او دا به هغه اعتماد، چې افغان حکومت، ټولنیزې موسسې او خلک یې په ژورنالستانو او رسنیو لري، کم کړي،»

د افغانستان ګټو او د بیان ازادۍ ته یو ګواښ

ځینې کتونکي په هرات کې په ځینې ژورنالستانو باندې د ایران د استخباراتي ادارو نفوذ د افغانستان ملي ګټو، د بیان ازادۍ او د دیموکراسۍ غوړېدلو ته یو لوی ګواښ بولي.

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم یوه استاد بشیراحمد بهروان وویل، «دغه کار کولی شي چې په افغانستان کې امنیت او نورې ټولنیزې ستونزې له بد نه بدترې کړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ژورنالست داسې یو څوک دی چې یو هدف او یو ماموریت لري. خبریالان باید د هېواد قوانین او د ژورنالیزم قوانین وپېژني او د هغو په اساس پرمخ لاړ شي.»

هغه وویل، «له بده مرغه، د دې وضعیت له امله رامنځته شوی خرابی کېدای شي ډېر غټ وي،‌ او هغه ستونزې چې پېښېږي، کولی شي چې ژورنالیزم او په ټولنه کې د ژورنالستانو اعتبار ژوبل کړي،»

هغه وویل، کله چې یو ژورنالست د ایراني ګټو وسیله ګرځي، «هغه کولی شي چې یو خرابوونکی او ویجاړونکی اغېز ولري،»

بهروان وویل، حکومت مسؤلیت لري چې قوانین وساتي او د داسې مضرو کارونو د دوام مخه ونیسي. نوموړي وویل، «همدارنګه، هغه باید ژورنالستان وپېژني او د هغوی کارونه وڅاري.»

هغه وویل،‌ «حکومت چې فیصله وکړي، چې دغه ډول کارونه د هغه د ملي امنیت او ملي ګټو لپاره تخریبوونکي دي، بیا باید لاس په کار شي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا یوه ډېره ګټوره لیکنه وه. زه هیله لرم چې د ایران سفارت ژر تر ژره په مکمله توګه بند کړای شي. د ایران سفارت، که په کابل کې دی که په هرات، بیروت،‌ فرانسه یا کوم بل ځای کې، د ناوړو ترهګریزو عملونو مرکز دی. که په اسراییلو کې د ایران سفارت وای،‌ هلته به هره ورځ ځانمرګي بریدونه کېدل.

ځواب ورکړئ