امنیت

د طالبانو په مرکزي سیمه کې په سلګونو خلکو په لاریون سره د افغان جګړې د پای ته رسېدلو غوښتنه وکړه

ای اېف پي

افغان لاریونوال، د مرغومي په ۲۷ مه، په داسې حال کې چې په کندهار ولایت کې شعارونه ورکوي او بیرغونه یې پورته کړي، د سولې لپاره لاریون کوي. لاریونوالو په داسې حال کې لاریون کاوه چې په پورته کړو کاغذونو یې لیکلي وو: «جنګ مه کوئ»، «مونږ اوربند غواړو» او «مونږ سوله غواړو» [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

افغان لاریونوال، د مرغومي په ۲۷ مه، په داسې حال کې چې په کندهار ولایت کې شعارونه ورکوي او بیرغونه یې پورته کړي، د سولې لپاره لاریون کوي. لاریونوالو په داسې حال کې لاریون کاوه چې په پورته کړو کاغذونو یې لیکلي وو: «جنګ مه کوئ»، «مونږ اوربند غواړو» او «مونږ سوله غواړو» [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

کندهار -- څو سوه لاریونوالو د پنجشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۷ مه/ د افغانستان په جنوب او ختیځ کې په درې ښارونو کې لاریونونه وکړل چې د اوربند، او د ۱۷کلنې جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړي.

په کندهار کې، چې په جنوب کې د طالبانو زانګو ده، او د خوست او جلال اباد په ختیځو ښارونو کې، هغوی د لاریون په ترڅ کې داسې شعارونه پورته کړي وو چې پرې لیکلي وو: «جنګ مه کوئ»، «مونږ اوربند غواړو» او «مونږ سوله غواړو»

د سولې لاریونونه د ۱۳۹۷ د غوایي په میاشت کې هغه وخت پیل شول چې یو شمېر ملکي کسانو د هلمند ولایت له لښکرګاه څخه ۷۰۰ کیلومتره پلی مزل وکړ چې خپل سفر د غبرګولي په میاشت کې په پلازمېنه کابل کې پای ته ورسوي. له هغوی سره په لاره کې په سلګونو نور کسان یوځای شول.

له هغه وخت راهیسې، ډېر نور سره منسجم شوي‌، چې هغه لاریون هم په کې شامل دی چې په ترڅ کې یې د زمري په میاشت کې له هرات څخه معیوبین کابل ته په ویلچیرونو کې راغلل.

افغان لاریونوال د ۱۳۹۷ د مرغومي په ۲۷ مه په کندهار ولایت کې په داسې حال کې د سولې او اوربند لپاره لاریون کوي چې بینرونه یې په لاسونو کې نیولي دي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

افغان لاریونوال د ۱۳۹۷ د مرغومي په ۲۷ مه په کندهار ولایت کې په داسې حال کې د سولې او اوربند لپاره لاریون کوي چې بینرونه یې په لاسونو کې نیولي دي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

د خلکو د سولې حرکت یوه غړي بسم الله وطندوست ای اېف پي ته وویل، «هر څومره ژر چې کېدای شي، افغانان یو مطلق اوربند غواړي. حکومت په یوه یو کلن اوربند باندې موافقه کړې او طالبان باید د هغوی غوښتنه ومني،»

په جلال اباد کې یوه پروفیسر حاجي فرهاد وویل، «مونږ په طالبانو غږ کوو چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي او په افغانانو باندې رحم وکړي. زمونږ سړي، ښځې، ماشومان او کونډې سوله غواړي. مونږ له جنګ څخه ستړي یو،»

له اوږدې مودې څخه د روانې شخړې د پای ته رسولو لپاره سیاسي هڅې چټکېږي.

اوس په افغانستان کې د متحده ایالاتو استازی، زلمی خلیلزاد، د چین، متحده عرب اماراتو، هندوستان او افغانستان له یوه سیمه ییز سفر څخه وروسته پاکستان ته د خبرو لپاره تللی دی.‌

خلیلزاد تېره میاشت په دوحه او ابو ظبی کې له کتنو څخه وروسته د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۶ مه/ په کابل کې وویل، چې هغه هیله لري چې له طالبانو سره به «ډېر ژر» تازه خبرې وشي.‌

سعودي عربستان، متحده عرب امارات او پاکستان د متحده ایالاتو د سولې په هڅو کې برخه اخلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اوربند هم یو جنګی تکتیک شمیرل کیږی دمتخاصمو غاړو لپاره، او تجربو ثابته کړی چی دهر اوربند وروسته دواړه خواوی خپل اخری ځواک استعمالوی چی په دی سره نه یواځی ګټه کوی بلکه داوربند وخت او موده هم جبرانوی، او دجنګ اصلی قرابانیان لازیات زیان ګوری

ځواب ورکړئ

هو، دا لیکنه عالي وه.

ځواب ورکړئ