| چاپیریال

کابل د وچکالۍ او د نفوس د ډېرښت له امله د اوبو له بحران سره مخامخ دی

ای اېف پي

د باران کمښت، د نفوسو ډېرښت او بې ځایه استعمال د کابل د اوبو لګن تش کړی او د کورنیو او تجارتي شرکتونو تر منځ د ښه کیفیت اوبو په لټه د ژورو څاګانو په اېستلو کې یې سخته سیالي رامنځته کړې ده. په روانه میاشت کې په ښار کې واوره شوې خو هغه د اوبو د کمي د له منځه وړلو لپاره تقریباً کفایت نه کوي -- په تېر کال کې په ځینې سیمو کې د اوبو سطحه ۲۰ متره ښکته شوې ده. [لارنټ عبادي، راتب نوري/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- بازمحمد کوچی، چې په کابل کې په خپل باغ کې ولاړ دی، وروسته له هغه د یوې نوې له ۱۰۰ متره څخه ژورې څا د اېستلو نظارت کوي چې د اوبو لومړۍ ذخیره یې وچه شوه. هغه یوازې نه دی.‌

د باران او واورې کمښت، د نفوسو ډېرښت او بې ځایه استعمال د پلازمېنې د اوبو لګن تش کړی او د کورنیو او تجارتي شرکتونو تر منځ د ښه کیفیت اوبو په لټه د ژورو څاګانو په اېستلو کې یې سخته سیالي رامنځته کړې ده.

څا اېستونکی محمد امان په داسې حال کې، چې وران ویجاړ ماشین یې د کوچي په حوېلۍ کې ځمکه کیندي، وایي، «د اوبو سطحه دومره ټیټه شوې چې اوس ۱۰۰ متره او ان ۱۲۰ متره ټیټ د اوبو بل لګن ته رسېدل ضروري دي،»


دا عکس، چې د ۱۳۹۷ د لړم په ۳ مه په کابل کې اخیستل شوی، افغان هلکان په داسې حال کې ښیي چې کورونو ته د اوبو لوښي چلوي. د باران او واورې کمښت، د نفوسو ډېرښت او بې ځایه استعمال د افغانستان د پلازمېنې د اوبو لګن تش کړی او د کورنیو او تجارتي شرکتونو تر منځ د ښه کیفیت اوبو په لټه د ژورو څاګانو په اېستلو کې یې سخته سیالي رامنځته کړې ده. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

دا عکس، چې د ۱۳۹۷ د لړم په ۳ مه په کابل کې اخیستل شوی، افغان هلکان په داسې حال کې ښیي چې کورونو ته د اوبو لوښي چلوي. د باران او واورې کمښت، د نفوسو ډېرښت او بې ځایه استعمال د افغانستان د پلازمېنې د اوبو لګن تش کړی او د کورنیو او تجارتي شرکتونو تر منځ د ښه کیفیت اوبو په لټه د ژورو څاګانو په اېستلو کې یې سخته سیالي رامنځته کړې ده. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]


دا عکس، چې د ۱۳۹۷ د لړم په ۳ مه اخیستل شوی، په کابل کې یو افغان سړی په داسې حال کې ښیي چې په یوه جومات کې د اوبو له یوې ټانکۍ څخه اوبه را اخلي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

دا عکس، چې د ۱۳۹۷ د لړم په ۳ مه اخیستل شوی، په کابل کې یو افغان سړی په داسې حال کې ښیي چې په یوه جومات کې د اوبو له یوې ټانکۍ څخه اوبه را اخلي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]


دا عکس، چې د ۱۳۹۷ د لړم په ۲۳ مه اخیستل شوی، افغان کارګران په داسې حال کې ښیي چې په کابل کې د یوه کور په باغ کې په یوه څا باندې کار کوي چې اوبه په کې راوباسي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

دا عکس، چې د ۱۳۹۷ د لړم په ۲۳ مه اخیستل شوی، افغان کارګران په داسې حال کې ښیي چې په کابل کې د یوه کور په باغ کې په یوه څا باندې کار کوي چې اوبه په کې راوباسي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

هر کال د کابل د اوبو له طبقو څخه ۸۰ میلیونه مکعب متره (۲.۸ میلیارد مکعب فټ) اوبه را اېستل کېږي -- چې د افغانستان د ښاري اوبو رسونې او کانالایزېشن د شرکت په وینا دا د باران او واورې له لارې د ډکېدنې دوه برابره جوړوي.‌

په افغانستان کې د اسیایي پرمختیایي بانک مرستیال شېني کمپ بېل وایي، په نتیجه کې، په وروستیو کلونو کې د کابل د اوبو سطحه لږ تر لږه ۳۰ متره (۱۰۰ فټه) ښکته شوې ده.‌

په روانه میاشت کې په ښار کې واوره شوې خو هغه د اوبو د کمي د له منځه وړلو لپاره تقریباً کفایت نه کوي -- په تېر کال کې په ځینې سیمو کې د اوبو سطحه ۲۰ متره ښکته شوې ده.‌

کمپ بېل وایي، «هغه ستونزه، چې مونږ یې په کابل کې لرو، هغه د نفوس ډېر زیاتوالی، د اقلیم تاثیر او په مجموع کې لږ اورښت او واره ورېدنه دي،»

د کابل یوازې خواوشا ۲۰٪ د ښار د پایپ د اوبو سیستم سره نښتې ده، چې ډېر اوسېدونکي دې ته پاتې کېږي چې د څاګانو د کیندلو له لارې، چې څو ګاونډیان پرې شریک وي، اوبه ترلاسه کړي.

نور خلک له خصوصي شرکتونو څخه اوبه اخلي، یا لکه محمد نذیر بوشکې په جوماتونو یا په ښار کې خپرو له ۴۰۰ څخه ډېرو عمومي نلونو څخه ډکوي.‌

نذیر، چې ۵۰ کاله عمر لري، او په داسې یوه غونډۍ اوسېږي چې هلته ځمکه ډېره سخته ده او څا په کې نه اېستل کېږي او د ښار پایپونه هم نه دي ور رسېدلي، وایي،‌ «هلته نلونه نشته -- هلته اوبه نشته،»

«دا زمونږ په ژوند کې تر ټولو بد کال دی.»

د نه څښلو وړ

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې په وینا،‌ په کابل کې نه یوازې دا چې اوبه کمې دي، بلکې د څښلو وړ هم نه دي.

د ښار خواوشا ۷۰٪ د ځمکې اوبه د کورنیو د لیک شویو سیپتیک ټانکیو او صنعتي دستګاوو د کثافاتو او کېمیاوي موادو په وسیله ککړې شوي، چې که اوبه یې ونه جوشول شي یا په مناسب ډول تصفیه نشي، کېدای شي چې د نس ناستي یا نورو ناروغیو سبب وګرځي.‌

هڅې روانې دي چې د ښاروالۍ د پایپ د اوبو له شبکې سره نښلونې زیاتې شي او صحي سیستمونه ښه کړای شي.

خو پرمختګ ورو دی ځکه چې مقامات هڅه کوي چې د نړۍ په سطحه په چټکۍ سره د پراخېدونکيو ښارونو له جملې څخه په دغه یوه کې د تقاضا په اساس پرمخ لاړ شي.‌

د کابل نفوس په تېرو ۳۰ کالو کې خواوشا پنځو میلیونو ته دوه برابره زیات شوی دی، چې ډېر خلک ورته د جنګ او فقر له امله راغلي دي.‌

په واشنګټن کې د نړیوالو چارو د بیاکتنې د ادارې (SAIS) د ۱۳۹۶ د یوه راپور له مخې، تمه ده چې دا شمېر تر ۲۰۵۰ کال پورې ۸ میلیونو ته ورسېږي.

د ډېرو کورنیو لپاره د ژوند د معیارونو پرمختګ هم دا تقاضا کوي چې ډېر اوسېدونکي د پخوا په نسبت ډېر لامبي او ډېر موټرونه وینځي.

د اوبو د سپما په هکله د خلکو د معلوماتو او د اوبو په استعمال د محدودیتونو نشتوالی دا معنی لري چې ډېرې یې ضایع کیږي.‌

مقامات د ښار د تر ځمکې لاندې ذخیرو د بیا ډکولو لپاره، د تلوېزیونونو له لارې یو کمپاین چلوي او له دیني مشرانو څخه د دې لپاره استفاده کوي چې خلک د اوبو خوندي کولو ته وهڅوي.

د هېواد د دیني عالمانو د شورا یو غړی عبدالرؤف وایي، «زمونږ د جمعې په خطبو کې، مونږ په مؤمنانو غږ کوو چې اوبه نه ضایع کوي،»

په داسې حال کې، چې هغوی په ښار کې د ژمي لومړۍ واورې ته په تمه دي، عبادت کوونکي همدارنګه دعا کوي چې، «دا وچکالي ژر تر ژره ختمه شي».‌

ان طالبان په دې برخه کې لاس په کار شوي او خپلو پلویانو ته یې په یوه اعلامیه کې ویلي چې «د باران لپاره د استسقاء لمونځ وکړي».

چټک رغون

مقامات دې ته په تمه نه دي ناست چې د کابل د اوبو ستونزه به له اسمانه حل شي.

د سږنۍ وچکالۍ په څېر وچکالي لپاره، چې د افغانستان ډېرې برخې یې متاثرې کړي دي او وېره شته چې د اقلیم د تغیر له امله لا نوره سخته او بیا بیا راشي، دایمي حل په کار دی.

د اسیایي پرمختیایي بانک له خوا په وړاندې شویو انتخابونو کې یو «د اوبو د لګنونو پراخول دي» -- چې داسې لوی ډنډونه جوړ کړای شي چې د باران اوبه تر ډېره وساتي څو هغه په ځمکه کې ننوځی او د اوبو طبقې بیا خړوبې کړي.

اسیایي پرمختیايي بانک همدارنګه په دې فکر کوي چې «داسې پمپونه وکاروي چې اوبه مستقیماً» د اوبو لګنونو ته ور تزریق کړي او د کابل په لمنو کې یو بند جوړ کړي.

کمپ بېل وایي، «ځواب په یوه ټکنالوجۍ کې نه بشپړیږي بلکې د دې لپاره له یوه مخلوط څخه کار اخیستل په کار دي،»

«کابل د اوبو په برخه کې تر فشار لاندې دی، نو مونږ د داسې ټکنالوجۍ له لارې، چې اغېز او قېمت یې کم وي، د حل لاره لټوو چې وکولی شي چې دا ستونزه په چټک ډول حل کړي.»

دا به د کوچي لپاره، چې د هغه له نوې څا څخه د اوبو په راوتلو د ارام ساه اخلي، د خوښۍ خبر وي. هغه پوهېږي چې کېدای شي د بور په وسیله کیندل شوې څا بیا وچه شي.‌

کوچی وایي، «مونږ په انقلاب او کورنیو جنګونو، د طالبانو رژیم او ځانمرګو بریدونو کې ژوندي پاتې شو، خو دا د اوبو کمی ښایي مونږ تېښتې ته مجبور کړي،»

«له اوبو پرته ژوند نه کیږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4
0
نه
0 تبصره
د تبصرو تګلاره Captcha