امنیت

د ننګرهار دیني عالمانو او مدني‌ فعالانو له طالبانو څخه وغوښتل چې سوله وکړي

د خالد زېري راپور

د ننګرهار ولایت او ګاونډیو ولایتونو د مدني ټولنې په سلګونو فعالان،‌ دیني عالمان، قومي مشران د مرغومي په ۲۳ - ۲۴ مه په جلال اباد ښار کې راټول شول او په طالبانو یې غږ وکړ چې په بین الافغاني خبرو اترو کې برخه واخلي او په هېواد کې روانې شخړې ته د پای ټکی کېږدي. [خالد زېری]

جلال اباد -- په ننګرهار ولایت کې د مدني ټولنو د همغږۍ شورا کې فعالانو په طالبانو غږ وکړ چې په بین الافغاني مذاکراتو کې برخه واخلي او جنګ ته د پای ټکی کېږدي.

خواوشا ۳۰۰ غړو د مرغومي په ۲۳مه په جلال اباد کې د یوې غونډې په ترڅ کې د «مونږ بین الافغاني سوله غواړو» تر عنوان لاندې غږ پورته کړ.

په ننګرهار کې د مدني ټولنو د همغږۍ شورا رییس عبداللطیف واحدي غونډې ته وویل، «د دې غونډې هدف دا وو چې په طالبانو غږ وکړي چې بین الافغاني مذاکرات ترسره کړي او جنګ بس کړي،»

هغه وویل، «فرق نه کوي چې طالبان څومره ډېر جنګ کوي، خو هغوی به ونشي کولی چې بریا ترلاسه کړي. هغوی به یوازې خلک ووژني او هغوی به بې ځایه کړي او هېواد به لا نور وران کړي.»

د مدني ټولنې فعالان د مرغومي په ۲۳مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې راټول شول چې له طالبانو څخه وغواړي چې وسلې کېږدي او سوله وکړي. [خالد زېری]

د مدني ټولنې فعالان د مرغومي په ۲۳مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې راټول شول چې له طالبانو څخه وغواړي چې وسلې کېږدي او سوله وکړي. [خالد زېری]

د ننګرهار ولایت د بېلابېلو برخو دیني عالمان،‌ قومي مشران او ځوانان د مرغومي په ۲۴ مه په جلال اباد کې راټول شول، او په طالبانو یې غږ وکړ چې له افغان حکومت سره سوله وکړي. [خالد زېری]

د ننګرهار ولایت د بېلابېلو برخو دیني عالمان،‌ قومي مشران او ځوانان د مرغومي په ۲۴ مه په جلال اباد کې راټول شول، او په طالبانو یې غږ وکړ چې له افغان حکومت سره سوله وکړي. [خالد زېری]

سیمه ییزه لاسوهنه

واحدي په افغانستان کې د زیاتې شوې سیمه ییزې لاسوهنې په هکله اندېښنه وښودله، او ویې ویل چې بېلابېلې سیمه ییزې استخباراتي ادارې نه غواړي چې طالبان له افغان حکومت سره سوله وکړي.‌

هغه وویل، «افغان حکومت تیار دی چې له هر ډول مخکې تر مخکې شرط پرته د سولې خبرې پیل کړي. طالبان نه غواړي چې مخامخ خبرې وکړي ځکه داسې ښکاري چې هغوی د نورو له خوا تریکیږي چې جنګ اوږد کړي

واحدي په افسوس ښودلو سره وویل، «زمونږ خلک د دغو شرایطو له امله له جنګ نه دومره ستړي دي چې نور په ژوند تنګ دي،» او زیاته یې کړه چې، «په هر کور کې کونډې موجودې دي.»

هغه زیاته کړه، هغه کسان، چې غواړي جنګ ته دوام ورکړي، هغوی باید دغو کونډو او یتیمانو ته ځواب ووایي.

د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د مدني ټولنې یوه فعال، اشناګل بانډه وال، سلام ټایمز ته وویل ایران په افغانستان کې یو شمېر ګټې لري چې له افغان حکومت سره سیالي کوي، او تر ټولو مهمه یې د اوبو مسئله ده. هغه وویل،«په دغو سببونو، ایران نه غواړي چې افغانستان ته سوله راشي او له همدې امله د طالبانو ملاتړ کوي

سولې ته هیله من

په جلال اباد کې د مدني ټولنې یوې فعالې، ملالۍ مشال، وویل، افغانستان ته د سولې راتګ ګډو هڅو ته اړتیا لري.‌

هغې غونډې ته وویل، «دا په مساوي توګه مهمه ده چې ښځې د سولې په خبرو کې برخه ولري ځکه چې ښځې میندې، خویندې او مېرمنې دي،»

د ننګرهار د ځوانانو د ملي یووالي د ټولنې رییس، عبدالرحمان معاون، د سولې د راوستلو په برخه کې د افغان حکومت د هڅو په ستاینې سره وویل،‌ هغه هیله لري چې د سولې روانې خبرې، چې متحده ایالات یې ملاتړ کوي، به مثبت نتایج ولري.

معاون په غونډه کې وویل، «د افغان ولسمشر اشرف غني هڅې ښیي چې هغه د سولې په راوستلو کې څومره مخلص دی او ښیي چې نوموړی د دغه بهیر پرمختګ ته څومره لېوال دی،»

په غونډه کې حاضرو ګڼ شمېر محلي سوداګرو هم د غني د سولې وړاندیزونو څخه ملاتړ اعلان کړ،‌ او استدلال یې وکړ چې که سوله په حقیقت بدله شي، د افغانستان اقتصادي وضعیت به هم په پاموړ توګه پرمختګ وکړي.

یوه افغان سوداګر، خانزاده افغان، له غونډې څخه وروسته خبریالانو ته وویل، «سوداګر د سولې د نشتوالي له امله هره ورځ په میلیونونو افغانۍ تاوان کوي،»

دیني عالمانو د سولې غوښتنه وکړه

د سولې د غږونو په غبرګولو سره، نژدې ۴۰ دیني عالمانو،‌ قومي مشرانو او ځوانانو د مرغومي په ۲۴مه په جلال اباد کې په یوه جلا غونډه کې په طالبانو غږ وکړ چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي.

د ننګرهار د علماوو د شورا یوه غړي، مولوي حبیب الله جلال ابادي، وویل، «هره ورځ په جنګ کې بې ګناه افغانان وژل کیږي،»

جلال ابادي وویل،‌د طالبانو له خوا روان تاوتریخوالی د بهرنیانو په لارښوونه ترسره کیږي او دا ناروا ده چې هغه دې «جهاد» وبلل شي.

هغه د سیمې هېوادونو ته په خطاب کې وویل چې په ګډه دې د شریکو دښمنانو پر ضد جګړه وکړي. هغه زیاته کړه «که زما کور سوزېږي، ستا به هم وسوزېږي،»

یوه بل ديني عالم،‌ محمد مطهر، په دې هکله جزیات ورکړل چې روان جنګ څنګه هېواد په بېلابېلو طریقو ویجاړ کړی دی.‌

هغه وویل،‌«زمونږ ماشومان او ښځې تر بدو شرایطو لاندې ژوند کوي.د دې جنګ دوام به زمونږ بدمرغۍ لا پسې زیاتې کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500