امنیت

د میدان وردک د برید طراح ووژل شو، نور جنایتکاران په تېښته دي

سلام ټایمز او ای اېف پي

یو افغان نظامي موټر د هغه موټر بمي برید له ساحې سره نژدې لیدل کیږي چې د سلواغې په ۱ یې د میدان وردک ولایت په مرکز میدان ښار کې د ملي امنیت ریاست بېس په نښه کړ. [ای اېف پي]

یو افغان نظامي موټر د هغه موټر بمي برید له ساحې سره نژدې لیدل کیږي چې د سلواغې په ۱ یې د میدان وردک ولایت په مرکز میدان ښار کې د ملي امنیت ریاست بېس په نښه کړ. [ای اېف پي]

غزني -- د ملي امنیت ریاست د چارشنبې په ورځ /د سلواغې ۳ مه/ وویل، چې د میدان وردک ولایت په مرکز میدان ښار کې د ملي امنیت ریاست په مرکز د برید طراح په یوه هوایي برید کې ووژل شو.‌

چارواکو وویل، چې لږ تر لږه ۶۵ کسان په دغه برید کې، چې د دوشنبې په ورځ /د سلواغې ۱/ وشو او طالبانو یې د ترسره کولو مسؤلیت پر غاړه واخیست، وژل شوي ول. په برید کې اورپکو یو هاموي، چې په چاودېدونکو موادو سمبال وو، وچاوه او بیا وسله وال سړي په یوه موټر کې راورسېدل او ډزې یې پیل کړې او د استخباراتو د روزنې مرکز یې په نښه کړ.

د ملي امنیت ریاست د چارشنبې په ورځ رسنیو ته په یوه اعلامیه کې وویل، «د میدان وردک د برید طراح، قوماندان نعمان، تېره شپه په ۱۱:۱۲ بجې په میدان ښار کې له ۷ نورو ترهګرو سره یوځای په یوه هوایي برید کې ووژل شو،»

اعلامیه زیاتوي، د ترهګرو د دغې شبکې د نورو غړو پل به پسې واخیستل شي او له منځه به وېوړل شي.

طالبانو د چارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د ملي امنیت ریاست دغه ادعا رد کړه.

له صحنې څخه اخیستل شوي عکسونه ښیي،‌ چې د کابل خواوشا ۵۰ کیلومتره جنوب لوري ته په میدان ښار کې چاودنې د ودانۍ بام نیم را وغورځاوه.

د میدان وردک د ولایتي شورا غړي عبدالواحد اکبرزي د سې شنبې په ورځ ای اېف پي ته وویل، «بیا لږ تر لږه درې نور بریدګر په یوه ټویوټا موټر کې چې په هاموي پسې را روان وو، ودانۍ ته ننوتل،»

هغه وویل، بریدګر په چټکۍ سره ووژل شول خو ډېر تلفات د بام د راولوېدلو په نتیجه کې وشول.

د ولایتي شورا رییس اخترمحمد طاهري وویل، «هغه یو لوی زیان دی.‌ د ملي امنیت ریاست ځواکونه د نورو افغان پولیسو او د اردو د عسکرو په نسبت په ښه توګه روزل کیږي او سمبالیږي.»

هغه زیاته کړه چې اورپکو د افغان ځانګړیو ځواکونو له خوا کارېدونکي یونیفورمونه اغوستي ول.‌

نژدې اوسېدونکیو محلي خلکو وویل، چې هغوی یوه «درنه چاودنه» واورېدله.

د میدان ښار یوه اوسېدونکي صدیق الله ای اېف پي ته وویل، «ما تور لوګی ولید،»

هغه وویل چې چاودنې د هغه د کور دننه شیشې ماتې کړې، او زیاته یې کړه چې د هغه د کورنۍ ځینې غړي ټپیان شول.‌

د سولې لپاره د فشار هڅه

دا پېښه د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، له خوا په وروستیو میاشتو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مستقیماً خبرو اترو د هڅو په ترڅ کې وشوه.

خلیلزاد، چې د څو ادارو د یوه پلاوي مشري کوي،د مرغومي د ۱۸مې او د سلواغې د ۱ تر منځ موده کې له هندوستان، چین، افغانستان او پاکستان څخه لیدنه وکړه.

متحده ایالاتو د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۲ مه/ تایید کړه چې د هغوی استازی په قطر کې له طالبانو سره ګوري.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل، «مونږ کولی شو تایید کړو چې ځانګړی استازی خلیلزاد او د څو ادارو ګډ یو ټیم نن په دوحه کې دي او د طالبانو له استازو سره خبرې کوي،» او زیاته یې کړه چې له دوه ورځو راهیسې خبرې روانې دي.

خلیلزاد څو ځلې له طالبانو سره لیدلي، خو دا لومړی ځل دی چې متحده ایالاتو دومره په مستقیم ډول د هغه کتنې تایید کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500