امنیت

په لغمان کې نوي عملیات د ولسمشرۍ انتخاباتو ته لاره هواروي

د خالد زېري راپور

یو افغان عسکر د مرغومي په ۲۵مه د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې د هاوان ډز کوي. [خالد زېری]

یو افغان عسکر د مرغومي په ۲۵مه د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې د هاوان ډز کوي. [خالد زېری]

ننګرهار -- د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو غړو، د چنګاښ په ۲۹مه د ولسمشرۍ له پلان شویو انتخاباتو څخه مخکې، د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.‌

افغان مقامات وایي چې دغه ګډ عملیات، چې د مرغومي په ۲۲مه پيل شوي، د افغان ملي اردو، د ملي امنیت ریاست او افغان پولیسو په مشرۍ ترسره کیږي او تر هغه وخته به دوام کوي څو چې دغه ځواکونه یاده ولسوالي له طالب اورپکو څخه پاکه کړي.

د افغان ملي اردو د لومړۍ پلې لوا قوماندان، تورن جنرال محمد یوسف نیازي، د مرغومي په ۲۴مه په الیشنګ ولسوالۍ کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې خبریالانو ته وویل، «مونږ دا عملیات د دې لپاره پیل کړي چې ځایي خلک د طالبانو له ظلمونو څخه خوندي کړو او د راروانو انتخاباتو لپاره لا ښه امنیت ټینګ کړو،»

هغه وویل، «مونږ به خپل دښمنان یا ووژنو یا به یې له دې سیمې څخه ریښې ورکې کړو... مونږ به، د خدای په مرسته، دا او نورې ولسوالۍ له طالبانو څخه پاکې کړو، او امنیت به په کې راولو،»

د لغمان والي آصف ننګ (منځ کې) د مرغومي په ۲۵مه د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې له یوه افغان عسکر سره خبرې کوي. [خالد زېری]

د لغمان والي آصف ننګ (منځ کې) د مرغومي په ۲۵مه د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې له یوه افغان عسکر سره خبرې کوي. [خالد زېری]

د افغان ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند، ډګروال محمد هارون یوسفزي، سلام ټایمز ته وویل، تر اوسه پورې،‌ طالبانو ته ډېر تلفات ور اوښتي دي، او افغان ځواکونه بریالي دي.‌

یوسفزي وویل، «دغو عملیاتو تر اوسه پورې لږ تر لږه ۲۵ تنه طالب جنګیالي وژلي او ډېر نور ټپیان شوي دي. همدارنګه، امنیتي ځواکونو د دغو عملیاتو په ترڅ کې له ۲۰ څخه ډېر کلي بېرته نیولي دي.»

امنیت ساتل

د لغمان ولایت د امنیت آمر، جنرال عبدالرزاق اروزګاني، خبریالانو ته وویل، «کله چې دا عملیات پای ته ورسېږي او سیمې خوندي کړای شي، مونږ به د اوږدمهالي امنیت د ډاډمنولو لپاره د ملي او محلي پولیسو د تلاشۍ پوستې جوړې کړو،»

هغه وویل،‌که افغان ځواکونه د تلاشۍ پوستې جوړې نه کړي،ښایي چې طالب اورپکي بیا راوګرځي او په ملکي خلکو باندې ظلمونه وکړي.

هغه یادونه وکړه چې، «مونږ له لوړو مقاماتو څخه غوښتي دي چې د محلي پاڅون ډلو ته امکانات برابر کړي، هغوی به له امنیتي ځواکونو سره په ګډه په دغو سیمو کې امنیت خوندي کړي. مونږ ژمنه کوو چې له تصفیې څخه وروسته دا سیمې وساتو.»

اروزګاني په ملکي خلکو غږ وکړ چې له محلي مقاماتو او امنیتي ځواکونو سره د هغوی په هڅو کې مرسته وکړي.‌

د الیشنګ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، رحمت الله حامد، چې ۴۳ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «دا عملیات صحیح کار دی، دا به [له طالبانو څخه] د دې سیمو په پاکولو کې مرسته وکړي،»

د الیشنګ ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي، نظرمحمد، چې ۲۸ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «جنګ دلته ورځنۍ خبره ده. طالبانو په سړکونو د خلکو بدني تلاشي اخیستله، او مونږ تر ظلم او وېرې لاندې ژوند تېراوه.»

محمد د هغه وخت یادونه کوي چې طالبانو ځایي خلک د لمر په پرېوتلو سره په خپلو کورونو کې بندي کول ځکه کله به چې ورځ پای ته ورسېدله او شپه به پيل شوه، خلک به د زورول کېدلو له وېرې بهر نه وتل.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغه یو نا اشنا حالت وو، خو مونږ مجبور وو چې ویې زغمو. که مقامات د تلاشۍ ډېرې پوستې جوړې کړي، زمونږ سړکونه به خوندي شي او اوسېدونکي به له ډار څخه پرته ژوند وکړي.»

انتخابات لازمي دي

د لغمان والي آصف ننګ د مرغومي په ۲۵مه په الیشنګ کې یوې غونډې ته وویل، «انتخابات ضروري دي. مونږ له حکومت لرلو څخه پرته ژوند نشو کولی.»

ننګ وویل،‌روان عملیات به مرسته وکړي چې امنیتي وضعه د چنګاښ د میاشتې د انتخاباتو لپاره برابره شي او محلي امنیت به ودهوکړي، چې حکومت د دې وړ کړي چې عامه پروژې تطبیق کړي.

ننګ یاده کړه، چې یو ځل چې عملیات پای ته ورسېږي، بیا حکومت د ښوونې او روزنې، عامې روغتیا، اوبه لګولو او د برېښنا د پروژو لپاره پلانونه لري.

ننګ د محلي اوسېدونکو غونډې ته وویل، «مونږ به ستاسو د سیمې لپاره په بېلابېلو نورو ګټورو پروژو باندې کار وکړو. د سیمې خلک باید وعده وکړي چې له امنیتي ځواکونو سره درېدلو ته به دوام ورکوي.»

هغه خلکو ته وویل چې په امنیتي ځواکونو باندې اعتماد وکړي او ویاړ پرې وکړي ځکه چې هغوی د خلکو او هېواد لپاره امنیت برابروي.

هغه زیاته کړه، «خلک باید قرباني ورکړي،‌ او عسکرو وار له مخه زمونږ ټولو لپاره قربانۍ ورکړې دي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه دا ده چې هغه خپل کار په خپل وخت بشپړوي.

ځواب ورکړئ