ديپلوماسي

غني په طالبانو غږ وکړ چې له کابل سره 'جدي خبرې' وکړي

سلام ټایمز او ای اېف پي

په داسې حال کې چې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد، هڅه کوي چې طالب اورپکي له افغان حکومت سره د خبرو اترو مېز ته راولي، د کابل اوسېدونکي د هغه هڅو ته ښه راغلاست وایي او په هېواد کې د دوامدارې سولې لپاره هیله ښیي. [راتب نوري/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- افغانستان د دوشنبې په ورځ /د سلواغې ۸ مه/ وویل چې واشنګټن هغوی ته ډاډ ورکړی چې له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ له افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو چمتو کېدلو پورې ارتباط لري.

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یکشنبه ناوخته /د سلواغې ۷ مه/ کابل ته راورسېد چې د ولسمشر اشرف غني په شمول چارواکو ته په قطر کې له طالب استازو سره د شپږ ورځنیو خبرو په هکله معلومات ورکړي.

متحده ایالاتو او طالبانو دواړو په خبرو کې «پرمختګ» وستایه، او داسې هیلې په غوړېدلو دي چې دغه غیرمتوقع اوږده مذاکرات کولی شي چې داسې یوې هوکړې ته لاره وباسي چې ښایي د یو لړ اختلافاتو له موجودیت سره سره د افغانستان د سولې خبرو ته لاره هواره کړي.

په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا خپره شوې یوه اعلامیه کې راغلي،‌ «متحده ایالاتو له طالبانو سره په خپلو خبرو کې په دې تاکید وکړ چې په افغانستان کې د اوږدمهالې سولې لپاره یوازنۍ حل لاره بین الافغاني خبرې دي،»

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد، د سلواغې په ۷ مه په کابل کې ولسمشر اشرف غني ته معلومات ورکوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فیسبوک]

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد، د سلواغې په ۷ مه په کابل کې ولسمشر اشرف غني ته معلومات ورکوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فیسبوک]

ولسمشر اشرف غني د سلواغې په ۸ مه په یوه ویډیویي پیغام کې په هېواد کې سولې ته په اړتیا باندې تاکید کوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فیسبوک]

ولسمشر اشرف غني د سلواغې په ۸ مه په یوه ویډیویي پیغام کې په هېواد کې سولې ته په اړتیا باندې تاکید کوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فیسبوک]

خلیلزاد وویل چې د هغه رول دا وو چې د یاغیانو او کابل تر منځ داسې خبرې «اسانې» کړي او زیاته یې کړه چې دواړو لوریو د سولې د هوکړې د یوه «چوکاټ» په هکله سره موافقه وکړه.

هغه په کابل کې له نیویارک ټایمز سره په یوه مرکه کې وویل، «مونږ د داسې چوکاټ یوه مسوده لرو چې مخکې له دې چې هغه په یوه موافقه واوړي، هغه باید د جزیاتو په ورزیاتولو سره بشپړ کړای شي،»

هغه وویل، «طالبانو زمونږ د قناعت تر حده تعهد وښود چې داسې ضروري اقدامات به وکړي چې د دې مخه به ونیسي چې افغانستان بیا د نړیوالو ترهګرو ډلو یا افرادو لپاره یو دېره ځای ونه ګرځي،»

'د سولې لپاره د افغانانو غوښتنه ومنئ'

د خلیلزاد له معلوماتو څخه وروسته، غني ملت ته وینا وکړه چې طالبانو ته په کې یو پیغام وو.

هغه په خپله وینا کې، چې د هېواد تلوېزیونونو خپروله وویل، «زه په طالبانو غږ کوم چې ... خپل افغانیت ثابت کړي، او د سولې لپاره د افغانانو غوښتنه ومني، او له افغان حکومت سره جدي خبرې وکړي،»

هغه وویل، «مونږ سوله غواړو، مونږ یې چټکه غواړو، خو په یوه پلان یې غواړو،»

غني وویل، «مونږ باید دا هېر نه کړو چې د دې جګړې قربانیان افغانان دي او دا چې د سولې پروسه هم باید د افغانانو په مشرۍ وي،»

طالبان له اوږدې مودې راهیسې دا نه مني چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي او د سولې لپاره د یوه مخکې شرط په توګه د بهرنیو ځواکونو په وتلو تاکید کوي.

د شنبې په ورځ /د سلواغې ۶ مه/، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د وتلو د یوه مهالوېش له راڅرګندېدلو څخه پرته، د نورو مسایلو په برخه کې پرمختګ «ناشونی» دی.‌

د ولسمشرۍ ماڼۍ وویل چې د بهرنیو عسکرو د وتلو په هکله هېڅ هوکړه نه ده شوې او دا چې هره داسې پرېکړه به یوازې له افغان حکومت سره له همغږۍ او مفصلو خبرو اترو څخه وروسته کیږي.

خلیلزاد د موقت حکومت د مسئلې په هکله راپورونه رد کړل او ویې ویل چې متحده ایالاتو او طالبانو د امریکایي ځواکونو د وتلو او اوربند په هکله هوکړه نه ده کړې.

د اعلامیې په اساس، هغه وویل،‌«مونږ له طالبانو سره د یوه اوربند په هکله خبرې کړي دي، خو تر اوسه پورې هېڅ پرمختګ نه دی شوی،»

هغه وویل، د موقت حکومت په هکله ګومانونه «مطلق غلط» دي، او زیاته یې کړه چې له طالبانو سره په خبرو کې د راتلونکي حکومت په هکله هېڅ بحث نه دی شوی.

طالبانو او امریکایي چارواکو ومنله چې مذاکراتو ته به دوام ورکړي، خو نېټه یې لا نه ده اعلان کړې.

افغانان په محتاطانه توګه سولې ته هیله من دي

افغانان په احتیاط سره هیله څرګندوي چې د سولې خبرې به وکولی شي چې د لسیزو اوږده شخړه هواره کړي، خو داسې وېرې شته چې د اوږدې مودې د ځنډېدلو مذاکراتو مغلقې نقطې ښایي لا نور تاوتریخوالی رامنځته کړي.

افغان کارن حارث شېرزاد ټویټ کړه، «مونږ د سولې وږمه احساسوو،»

په کابل کې ملکي خلک، چې ډېر تلفات یې ورکړي دي، لا نور محتاط دي.

د کابل اوسېدونکي رجب علي ای اېف پي ته وویل، «زه باور نه لرم چې طالبان به سوله وکړي،»

هغه وویل، «خو که مونږ سوله ولرو، هغه به ډېره لویه وي. له سولې څخه غوره هېڅ شی نشته،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د متحده ایالاتو د حکومت له خوا له افغانستان سره د ټام او جیري لوبې دي. دا لوبې بس کړئ. د افغانستان خلک له لوبو څخه بېخي ډېر ستړي دي. زه فکر کوم چې په متحده ایالاتو کې سیاسي وضعه به زمونږ د هېواد لپاره یو لوی خجالت وګرځي. په ټوله نړۍ کې به د متحده ایالاتو د ولسمشر پر ضد جرمي تورونه ثبت شي او کله چې حقیقت رابرسېره شي متحده ایالات به خپل هغه درناوی له لاسه ورکړي چې د سلګونو کلونو په ترڅ کې یې په نړۍ کې ګټلی دی.‌

ځواب ورکړئ

د افغانستان ټول ولس سوله غواړي، او له طالبانو سره سوله کول د افغانستان په تاریخ کې یوه نوې صفحه ده.

ځواب ورکړئ