امنیت

په فاطمیون او زینبیون ملېشو د متحده ایالاتو بندیزونه د ایران له خوا د نا ارامۍ صدور په نښه کوي

پاکستان فارورډ

د فاطمیون لوا غړي په سوریه کې په کتار ولاړ دي. [فاطمیون لوا/ټیلیګرام]

د فاطمیون لوا غړي په سوریه کې په کتار ولاړ دي. [فاطمیون لوا/ټیلیګرام]

واشنګټن -- د متحده ایالاتو د خزانې وزارت تېره اونۍ په سوریه کې د ایران په ملاتړ جنګېدونکو فاطمیون لوا او زینبیون غونډ پر ضد بندیزونه اعلان کړل، څو په دې ګام سره په تهران او د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ په سرتېرو باندې فشار واچوي.

د خزانې د وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې د سلواغې په ۴ مه یادې دوه ملېشې په خپل مالي تور لست کې شاملې کړې، چې نړۍ والو مالي شبکو ته د هغوی لاسرسی پرې کړي او د هغوی عملیات بند کړي.

دواړه ملېشې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا د هغو کډوالو له ټولنو څخه راټولې او استخدام شوي چې په ایران کې دننه اوسېږي او سوریې ته د ولسمشر بشار الاسد د رژیم په ګټه د جنګېدلو لپاره لېږل کیږي.

فاطمیون لوا له افغان اتباعو څخه تشکیل شوې، په داسې حال کې چې زینبیون غونډ له پاکستانیانو څخه جوړ شوی دی.

ایران له ماهان هوایي شرکت څخه په استفادې د خپلې پراختیا غوښتنې د اجنډا د ملاتړ لپاره په ټول منځني ختیځ کې وسلې، پوځي تجهیزات او خارجي جنګیالي انتقالوي. [فاطمیون لوا/ټیلیګرام]

ایران له ماهان هوایي شرکت څخه په استفادې د خپلې پراختیا غوښتنې د اجنډا د ملاتړ لپاره په ټول منځني ختیځ کې وسلې، پوځي تجهیزات او خارجي جنګیالي انتقالوي. [فاطمیون لوا/ټیلیګرام]

د متحده ایالاتو د خزانې وزیر، سټیون منوچن، په یوه اعلامیه کې وویل، «د ایران بې رحمه رژیم په ایران کې د کډوالو له ټولنو څخه ناوړه استفاده کوي... او هغوی د سوریې په شخړه کې د انساني سپر په توګه استعمالوي،»

«د خزانې وزارت له خوا د هغو ملېشو او نیابتي ګروپونو په نښه کول، چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي، د فشار د هغه کمپاین برخه ده چې هغه ناقانونه شبکې بندوي چې رژیم یې په نړۍ کې د ترهګرۍ او نا ارامۍ د صادرولو لپاره کاروي.»

د خزانې وزارت همدارنګه د قشم فارس ایر، یوې هوایي کرښې، چې ویل کېږي د وار له مخه تر بندیز لاندې راغلي، ماهان ایر له خوا کنټرولېده، او په ارمنستان کې مېشت فلایټ ټریول اېل اېل سي، لپاره چې د ماهان لپاره بازار موندنه کوي، بندیزونه طرحه کړي دي.

فشم فارس تر ۱۳۹۶ پورې یو غیرفعال شوی شرکت وو، او دغه وخت ایران بېرته فعال کړ چې د دوه بوینګ ۷۴۷ الوتکو په کارولو سره د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ په استازیتوب، دمشق ته مسافران او کارګو انتقال کړي.

د خزانې وزارت وویل، په دغو الوتکو کې د ماهان ایر کارمندان کار کوي او د ماهان شرکت تخنیکي مرسته ترلاسه کوي.

د بې وسه ځوانانو ښکار کول

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت په وینا،‌فاطمیون لوا «هغه په میلیونونو بې اسنادو افغان کډوال ښکار کوي چې په ایران کې پراته دي، او هغویدې ته مجبوروي چې د نیولو یا له هېواد څخه د اېستلو تر ګواښ لاندې یې په سوریه کې وجنګوي،»

په اعلامیه کې راغلي، «د فاطمیون لوا څو سوه جنګیالي، چې تر ۱۴ کلنو پورې ماشومان هم په کې شامل دي، په سوریه کې د ایران په ګټه د جنګ کولو په ترڅ کې وژل شوي، او د وژل شویو افغان جنګیالیو جسدونه په ماهان ایر کې بېرته ایران ته وړل شوي دي،»

د خزانې وزارت د ترهګرۍ او مالي استخباراتو د چارو مرستیال، سیګل مندیلکر، په یوه اعلامیه کې وویل، د ایران رژیم «پراخه فاجعه او بې ځایه کېدنه رامنځته کړې» ده.

هغه وویل، «ایران د ماهان ایر او د هغه د تجارتي هوانوردۍ سکتور ځواکمنولو ته دوام ورکوي چې هغه افراد او وسلې چې ورته اړتیا وي، انتقال او دا تراژیک کمپاین ترسره کړي او په ټوله سیمه کې فرقه ییزو شخړو ته زور ورکړي،»

«مونږ په بې صبرۍ سره هغه څوک په نښه کوو چې ماهان ایر او د نورو توظیف شویو هوایي شرکتونو تجارتي ملاتړ ته دوام ورکوي، او هر څوک چې زمونږ د خبرداریو پروا ونه کړي، هغوی خپل ځانونه د بندیزونو له سخت خطر سره مخامخ کوي.»

فرقه ییزه شخړه را پارول

په راولپنډۍ کې د امنیتي چارو تحلیلګر، سعد ملک، وویل، «له دې څخه انکار نشي کېدلی چې د ایران له خوا ملاتړ کېدونکي په زرګونو شیعه پاکستاني او افغان جنګیالي د بشار الاسد د رژیم په ملاتړ په سوریه کې جنګ کوي، او د دغو نایبانو له ډلې څخه ډېر فرقه یي دي،»

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «د سوریې پوځ ... د انساني ځواک له کمي سره مخامخ دی، او زمونږ په سیمه کې شیعه جنګیالي د هغوی اړتیاوې پوره کوي،»

هغه وویل، «مونږ وار له مخه په سیمه کې اورپکۍ سخت ځپلي یو، او د ایران نفوذ نا امني لا نوره زیاتوي،»

په کوېټه کې د افغانستان د چارو تحلیلګر، حبیب الله خلیلي، پاکستان فارورډ ته وویل، «ایران په پراخ ډول زمونږ خاوره د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي، او د افغان شیعه جنګیالیو فاطمیون ملېشهد افغانستان په نا ارامو شمالي سیمو کې یو لوی امنیتي خطر دی،»

هغه وویل،‌«افغان چارواکي په هېواد کې د ایران د زیاتېدونکي نفوذ په هکله ډېر اندېښمن دي. په موجودو شرایطو کې،د ایران د نفوذ له منځه وړلو څخه پرته، د افغانستان د دوامدارې سولې هدف نشي ترسره کېدلی.»

د سیاسي علومو متخصص، د پوځي چارو تحلیلګر او د لاهور د پنجاب پوهنتون متقاعد پروفیسر، حسن عسکري رضوي وویل، «زینبیون غونډ او فاطمیون لوا زمونږ په سیمه کې جیوپولیټیکي او فرقه ییزې ترینګلتیاوې د بدترېدلو له خطر سره مخامخ کوي،»

هغه پاکستان فارورډ ته وویل،‌«د ایران د نیابتي ملېشو پر ضد د متحده ایالاتو د خزانې وزارت وروستی اقدام به د اورپکۍ د ګواښ د شنډولو د پروسې ملاتړ وکړي.‌اوس به د فاطمیون او زینبیون جنګیالي ونشي کولی چې په ازادانه توګه عملیات او خوځښت وکړي.»

رضوي په اړوندو مقاماتو غږ وکړ چې «د هغو ډلو پر ضد د مجادلې لپاره پالیسي جوړه کړي چې تر بهرني نفوذ لاندې عملیات کوي».‌

هغه وویل،‌«مونږ باید خپلو ځوانانو ته ثابته کړو چې په سوریه او عراق کې جنګ یو جهاد نه دی، بلکې، هغه د بهرنیو ځواکونو د جیوپولیټیکيهدفونو جګړه ده،»

[په کوېټه کې عبدالغني کاکړ د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران که مرکز و توسعه دهنده این گروه ها است باید ملل متحد به ایران فشار بیاورد و امریکا باید ایران و رهبران ایران را در لست سیا شامل نماید به فکز من ایران خطر بزرگ برای امنیت شرق میانه است و بشار اسد که مرتکب صدها فاجعه حقوق بشر است را نیز در لست سیا شامل نماید

ځواب ورکړئ

فاطمیون د افغانستان لپاره هم یو غټ سرخوږی جوړیدلی شي. له یوی خوا له طالبانو سره د امریکایانو پټ جوړجاړی چی نه غواړي هیڅ جزیات یی له افغانانو سره شریک کړي او بله ورځ د افغانستان واک او ځواک طالبانو یا په بل عبارت د پاکستان استخباراتو ته په لاس ورکړي او اخواته د فاطمیون ډله دا دواړه به په افغانستان او سیمه کی داسی ورانی جوړ کړي چی د انسانیت تاریخ به پری وشرمیږي. طالب د پاکستان د استخباراتو ملیشه ده او فاطمیون د ایران د استخباراتو ملیشه ده چی دواړه به عین هغه لوبه شروع کړي چی پاکستان جوړ او ایران جوړ جهادي ډلو په ۱۹۹۰مو کالونو کی په افغانستان کی وکړه او په لسګونو زره افغانان په کی ووژل شول او کابل په کی په کنډوالو بدل شو. خو که داسی وشي او امریکا په ریښتیا هم د افغانستان واک د پاکستان ملیشو (طالبانو) ته ورکړي ځکه د زلمي خلیلزاد له ضد او نقیض څرګندونو همداسې ښکاري، دا به د امریکایانو لپاره یو نړیوال شرم جوړ کړي.

ځواب ورکړئ