امنیت

'مونږ ساده وو': په ننګرهار کې طالب او داعش اورپکي د سولې پروسې سره یوځای شول

د خالد زېري راپور

د ننګرهار ولایت د والي مرستیاله حبیبه کاکړ د سلواغې په ۱۰مه په جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست په ولایتي دفتر کې د تسلیم شویو اورپکو یوه ګروپ ته ښه راغلاست وایي. [د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر/فیسبوک]

د ننګرهار ولایت د والي مرستیاله حبیبه کاکړ د سلواغې په ۱۰مه په جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست په ولایتي دفتر کې د تسلیم شویو اورپکو یوه ګروپ ته ښه راغلاست وایي. [د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر/فیسبوک]

جلال اباد -- د ځایي چارواکو په وینا، شل طالب اورپکي او یو د داعش غړی د دوامدارې سولې لپاره د چټکېدونکو هڅو په ترڅ کې په ننګرهار ولایت کې مقاماتو ته تسلیم شول.

د ملي امنیت ریاست د سلواغې په ۱۰مه د دغو اورپکو د تسلیمۍ او په جلال اباد کې د سولې پروسې سره د یوځای کېدلو لپاره لارې چارې برابرې کړې.‌

اورپکو خپلې وسلې ځایي مقاماتو ته تسلیم کړې او ژمنه یې وکړه چې نور به د افغان حکومت پر ضد جنګ ونه کړي، او ویې ویل چې هغوی په خپلو تېرو کارونو پښېمان دي او نور اورپکي به هم دې ته جوړ کړي چې د سولې پروسې سره یوځای شي او د افغانستان په بیارغونه کې برخه واخلي.

د ننګرهار ولایت د والي مرستیالې، حبیبیې کاکړ، د اچین، هسکې مېنې، نازیان، کوټ، غني خېل او سپین غر ولسوالیو په شمول د شینوارو منطقې ته په اشارې وویل، «دا اورپکي په مومند دره او لالپوره ولسوالیو او همدارنګه د شینوارو په زون کې د حکومت پر ضد فعالیتونو کې ښکېل ول، او اوس هغوی په خپلو تېرو کړنو پښېمان دي،»

یو د داعش او ۲۰ طالب اورپکي د سلواغې په ۱۰مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې خپلې وسلې سپاري او د سولې پروسې سره یوځای کیږي. [خالد زېری]

یو د داعش او ۲۰ طالب اورپکي د سلواغې په ۱۰مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې خپلې وسلې سپاري او د سولې پروسې سره یوځای کیږي. [خالد زېری]

هغې د اورپکو د تسلیمۍ په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ژورنالستانو ته وویل، «هغوی غواړي چې یو سوله ییز ژوند وکړي،»

هغې وویل، په داسې حال کې چې افغان حکومت د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مرسته له طالبانو سره د سولې په لور هڅو ته دوام ورکوي، د هغو اورپکو شمېر، چې د سولې پروسې سره یوځای کیږي، په چټکۍ سره مخ په ډېرېدلو دی.

کاکړ په داسې حال کې چې تاکید یې وکړ چې طالبان باید بین الافغاني خبرو ته ځانونه چمتو کړي، وویل، چې افغان حکومت به ټولو هغو طالبانو ته، چې د سولې پروسې سره یوځای کیږي، عفوه وکړي.

'مونږ ساده وو'

د تسلیم شویو طالبانو له ډلې څخه یوه، قریب الله، وویل چې هغه او د هغه ملګري جنګیالي د خارجي ادارو له خوا دې ته هڅول شوي ول چې د افغان ملي‌ دفاعي او امنیتي ځواکونو پر ضد جنګ وکړي.

هغه خبریالانو ته وویل، «مونږ ساده وو. مونږ فکر کاوه چې دا جهاد دی، خو ورو ورو مونږ پوه شو چې دا جنګ جهاد نه دی.»

هغه وویل، «مونږ د ملي امنیت ریاست سره تماس ونیو، او زه له دغو ملګرو سره راغلم. مونږ غواړو چې عادي ژوند وکړو.»

قریب الله د افغان حکومت پر ضد جګړه باندې پښېماني وښودله او ژمنه یې وکړه چې هغه او د هغه د ګروپ نور غړي به د بیارغونې په هڅو کې برخه واخلي.

د سولې په لور پرمختګ

د ننګرهار د ولایتي شورا یوه غړي، اصحاب ولي مسلم، خبریالانو ته وویل، «د امنیتي ځواکونو له خوا د شینوارو د زون په شپږو ولسوالیو او په بټي کوټ، مومند دره او لالپوره ولسوالیو کې ترسره شویو وروستیو عملیاتو یو شمېر اورپکي ووژل او نور یې دې ته جوړ کړل چې د سولې پروسې سره یوځای شي،»

هغه وویل، «مونږ په خپلو امنیتي ځواکونو ویاړو چې مونږ ته یې په غرونو او کلیوالو سیمو کې امنیت برابر کړی دی. مونږ د سولې خبرو ته هم هیله مند یو.»

مسلم وویل، له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په لور د افغان حکومت په پرمختګ سربېره، په سیمه کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیاتو په ننګرهار کې لا نور اورپکي دې ته هڅولي چې د سولې پروسې سره یوځای شي.

د اورپکو د تسلیمۍ په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې دیني عالم، مولوي حبیب الله جلال ابادي، په طالبانو غږ وکړ چې د خدای ارادې ته تسلیم شي او سوله قبوله کړي، ځکه چې په سوله کې خیر دی.‌

هغه وویل، «په دې هېواد کې جنګ کول غیر مشروع دي، او دا کار د خارجیانو په لمسون کیږي. د بې ګناه انسانانو وژل د ټولو انسانانو وژل دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500