ديپلوماسي

په مسکو کې د طالبانو او د افغانستان د حکومت د مخالفانو تر منځ غونډه د سولې پروسه ګډوډوي

د سلیمان راپور

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د تېر لړم په میاشت کې په مسکو کې «د سولې د لومړي کانفرانس» په ترڅ کې د طالبانو له استازو سره. [د روسیې د بهرنیو چارو وزارت]

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د تېر لړم په میاشت کې په مسکو کې «د سولې د لومړي کانفرانس» په ترڅ کې د طالبانو له استازو سره. [د روسیې د بهرنیو چارو وزارت]

کابل -- افغان قانون جوړونکي او تحلیلګران وایي، په مسکو کې د طالبانو د استازو او د افغان حکومت د یو شمېر مخالفو سیاستوالو تر منځ غونډه داسې یوه هڅه ده چې له لارې یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کیږي او د سولې پروسه ګډوډوي.

په مسکو کې په دغې دوه ورځنۍ ناسته کې،‌ چې د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۱۶مه/ پیل کیږي، به د ولسمشر اشرف غني یو شمېر سیاسي مخالفان برخه واخلي. هلته د حکومت له خوا د سولې په برخه کې مامور شوي هېڅ‌ استازي نه دي وربلل شوي.‌

طالبانو د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۱۴مه/ تایید کړه چې هغوی به روسیې ته د غونډې لپاره یو هیئت ور ولېږي.

طالبانو د دوشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۵مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د کانفرانس په اجندا کې د افغانستان په هکله بحثونه، «د پالیسیو اعلامیه» او د داسې چینلونو پرانستل شامل دي چې «غیر حکومتي افغان سیاسي ډلو سره یوې مفاهمې» ته رسېدا وشي.‌

د افغانستان لپاره د روسیې پخوانی سفیر الیګزاندر مانتیسکي د ۱۳۹۴ د کب په ۵ مه په کابل کې په یوه پوځي هوایي ډګر کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې حنیف اتمر ته یو کلاشینکوف ورکوي. اتمر، چې په مسکو کې د دې اونۍ په کانفرانس کې برخه اخلي، د ولسمشرۍ په را روانو انتخاباتو کې د افغان ولسمشر اشرف غني پر ضد د سیالۍ ډګر ته وځي. [شاه مری/ای اېف پي]

د افغانستان لپاره د روسیې پخوانی سفیر الیګزاندر مانتیسکي د ۱۳۹۴ د کب په ۵ مه په کابل کې په یوه پوځي هوایي ډګر کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې حنیف اتمر ته یو کلاشینکوف ورکوي. اتمر، چې په مسکو کې د دې اونۍ په کانفرانس کې برخه اخلي، د ولسمشرۍ په را روانو انتخاباتو کې د افغان ولسمشر اشرف غني پر ضد د سیالۍ ډګر ته وځي. [شاه مری/ای اېف پي]

غني په مکرر ډول طالبان دې ته وربللي چې مستقیماً له افغان حکومت سره خبرې وکړي، خو په عین وخت کې یې په مذاکراتو کې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د رول ملاتړ کړی دی.

خلیلزاد په وروستیو کې غني ته په دوحه کې له طالب استازو سره د تېرې میاشتې د شپږ ورځنیو خبرو په هکله معلومات ورکړل. په دغو خبرو کې د سولې د یوې هوکړې د طرحې په هکله خبرې شوې وې.

په پام کې ده چې طالبان او امریکایي چارواکي د کب په ۶ مه په دوحه کې د سولې بل دور خبرې وکړي.

د سولې د هڅو «د سبوتاژ کولو یوه هڅه'

په ولسي جرګه کې د کابل ولایت یوه استازي محمد فرهاد صدیقي وویل، «له طالبانو سره د سولې د هڅو په هکله هیله مندي شته، ځکه هغوی په دوحه کې څو کتنې ترسره کړې،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «خو په دې حساسو شېبو کې، روسیه د افغان حکومت د استازو له حضور څخه پرته یوه بله غونډه جوړوي. زه دا غونډه د مذاکراتو د سبوتاژ کولو یوه هڅه بولم.»

په کابل کې د روسیې سفارت شنبه /د سلواغې ۱۳مه/ ناوخته «په روسیه کې د افغان ټولنې» په استازیتوب یوه اعلامیه خپره کړه، چې وایي هغوی د مسکو په پریزیډنټ هوټل کې د خبرو اترو لپاره «بانفوذه شخصیتونه» وربللي دي.

په اعلامیه کې راغلي، «مونږ چمتو یو چې افغانستان ته د سولې په راوستلو کې خپل رول ولوبوو،»

دا معلومه نه ده چې د روسیې حکومت په دې غونډه کې څه رول لري، خو یوه روسي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د سلواغې په ۱۱مه رویټرز ته وویل ، «په دې حساسه مرحله کې، داغوره وه چې د افغان حکومت چارواکي په مېز حاضر نه وي.»

ای اېف پي د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې په کابل کې د روسیې د سفارت ویاند په دې هکله د نظر ورکولو لپاره ونه موندل شو.‌

د هغو کسانو په ډله کې، چې د مسکو په غونډه کې یې برخه اخیستنه تایید شوې ده، حنیف اتمر شامل دی. نوموړی د ولسمشرۍ په را روانو انتخاباتو کې، چې د چنګاښ په ۲۹ مه ترسره کیږي، د غني په وړاندې سیالي کوي. پخوانی جنګسالار عطامحمد نور او پخوانی ولسمشر حامد کرزی -- چې دواړه د غني مخالفان دي -- هم په غونډه کې برخه اخلي.

نور د یکشنبې په ورځ وویل، دغه غونډه «د متحده ایالاتو له خوا د سولې د هڅو د پیاوړي کولو په لور یوه لاره ده،» په داسې حال کې چې اتمر «د سولې د بین الافغاني خبرو په لور یو مهم ګام» وبلله.

له طالبانو سره د خبرو لپاره د حکومت له خوا جوړې شوې د سولې شورا د یکشنبې په ورځ وویل چې هغوی مسکو ته نه دي وربلل شوي.

روسیه 'د سولې اراده نه' لري

دا لومړی ځل نه دی چې روسیه له طالبانو سره «د سولې کانفرانس» جوړوي.

پخوانۍ دې ته ورته غونډه، چې په نومبر کې، وشوه په خپل بیان شوي هدف کې چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ رسمي مذاکرات ول، ناکامه شوه او پر ځای یې د طالبانو د ګروپونو تر منځ لا نور تقسیماتاود افغانستان په چارو کې د روسیې د لاسوهنې شواهد وړاندې کړل. .

په کابل کې د سیاسي چارو تحلیلګر او د غني پخواني مرستیال ویاند نجیب الله ازاد وویل، «د طالبانو او ځینې افرادو تر منځ خبرې اترې به له مونږ سره هېڅکله مرسته ونه کړي چې سوله او ثبات رامنځته کړو یا په هېواد کې جنګ پای ته ورسوو،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «روسانو او طالبانو پرېکړه کړې چې دا غونډه یوازې د خپلې ګټې لپاره ترسره کړي. هغه به د افغانستان خلک ژوبل کړي.»

هغه وویل، «طالبان او روسان له ځینې افرادو او سیاسي ډلو سره مذاکرات کوي ځکه هغوی غواړي چې وښيي چې افغان حکومت غیرمشروع دی. له طالبانو سره هر ډول پټه هوکړه ملي خیانت او د افغان امنیتي ځواکونو سپکاوی دی.»

ازاد وویل، په مسکو کې کېدونکې غونډه «د دپلوماسۍ نورمونه، پرنسیپونه او اخلاق» ننګوي.

هغه وویل، «روسیه په کابل کې سفارت او د افغانستان لپاره یو ځانګړی استازی لري. زمونږ د هېواد د اړوندو مسایلو، په ځانګړې توګه د سولې د خبرو په هکله بحث، باید له افغان حکومت سره وشي.»

هغه وویل، «له افغان حکومت سره له مشورې او همغږۍ پرته، روسیه د دې غونډې په کوربه توب سره د دپلوماسۍ له ټولو اساساتو او اخلاقو څخه سرغړونه کوي،»

هغه وویل، «د کابل پروسې د سولې کانفرانس په دویمه مرحله کې -- د روسیې په شمول -- برخه والو هېوادونو هوکړهوکړه چې د سولې پروسه باید د افغان حکومت تر مشرۍ لاندې ترسره شي،»

ازاد تېرې غونډې ته په اشارې وویل، «خو په عمل کې، مونږ ګورو چې دا دویم ځل دی چې مسکو خپله ژمنه ماته کړه،»

په کابل کې د سیاسي چارو تحلیلګر، سید حامد انوري، وویل، «د افغانانو د استازیتوب یوازنی قانوني او رسمي مقام د افغانستان حکومت دی، نه سیاسي ګوندونه یا روسیه،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ځینې سیاسي ګوندونو په اشتراک د دې غونډې ترسره کول د افغانستان د قوانینو او زمونږ د ملي ګټو خلاف کار دی. یوازې افغان حکومت کولی شي چې دا مذاکرات ترسره او اداره کړي.»

هغه وویل، «روسي مشران دا کتنې د دې لپاره ترسره کوي چې د سولې هڅې ګډې وډې او له ننګونو سره مخامخ کړي. مسکو د سولې هېڅ اراده نه لري.»

د سولې پروسه باید د افغانانو په مشرۍ وي

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي سلام ټایمز ته وویل، «د افغان حکومت موقف تل روښانه وو او دی چې هر ډول د سولې خبرې باید د افغانستان په مشرۍ او مالکیت وي،»

هغه وویل، «په دې توګه، نور هېوادونه باید خپل وجایب ترسره کړي او دا په رسمیت وپېژني چې د سولې پروسه باید د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت په مشرۍ وي،»

احمدي وویل، «د سولې اصلي مذاکره کوونکی افغان حکومت دی. د قانوني حکومت له حضور څخه پرته... دا کتنې به نه یوازې مثبت نتایج ونه لري بلکې له مونږ سره به د سولې په راوستلو کې مرسته هم ونه کړي.»

د ملي امنیت ریاست پخواني رییس رحمت الله نبیل د سولې پروسه «ښه خبر» یاد کړ خو خبرداری یې ورکړ چې «د سولې د پروسې غلط مدیریت کولی شي چې یوه بل جنګ ته لاره هواره کړي».‌

هغه د سلواغې په ۱۲مه په یوه ټویټ کې ولیکل، «په دې برخه کې، په کار دی چې طالبان موجود دولتي سیستم ته راوستل شي، نه بلې داسې لارې ته چې طالبان په کې دولت جوړ کړي او اسلامي امارت بیا سر راپورته کړي،»

هغه وویل، «په ۱۳۷۶-۱۳۸۰ کې، ځینې افغانان له دې امله په طالبانو ورټول شول چې دولت او دولتي تاسیسات موجود نه ول،»

نبیل زیاته کړه، «په ۱۳۹۷ کې نور هغسې حالت نشته،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ملي امنیت ریاست پخواني رییس رحمت الله نبیل د سولې پروسه «یو مهم خبر» وباله خو خبرداری یې ورکړ چې «د سولې د پروسې غلط مدیریت» کولی شي چې یوه بله شخړه رامنځته کړي.‌

ځواب ورکړئ

لومړی خو اړینه ده چی مخالف ګوندونه له طالب سره له خبرو ډډه وکړی او که هغوی دخپلو شخصی ګټو لپاره ورسره خبری کوی نو زما په فکر دولت یی باد مخه ونیسی که داسی ونه سی خدای ج مه کړه بیا به مو د۱۸ کلونو لاس ته راوړنې په صفر کی ضرب شی او هېواد به مو بیا دیوی بلی سختی جګړی ډګر وی

ځواب ورکړئ