ديپلوماسي

ولسمشر غني: د مسکو غونډه د افغانستان - طالبانو تر منځ د سولې پروسې ته ګټه نه رسوي

سلام ټایمز

په بغلان کې د هزاره اسماعیلیه شیعه مسلمانانو د ټولنې مشر سید منصور نادري (چپ)، او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر زلمی رسول (منځ) د طالبانو او د افغان حکومت د مخالفانو د استازو تر منځ د سلواغې په ۱۶مه په مسکو کې د دوه ورځنیو خبرو د پیل په مراسمو کې برخه لري. [یوري خادوبنوف/ای اېف پي]

په بغلان کې د هزاره اسماعیلیه شیعه مسلمانانو د ټولنې مشر سید منصور نادري (چپ)، او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر زلمی رسول (منځ) د طالبانو او د افغان حکومت د مخالفانو د استازو تر منځ د سلواغې په ۱۶مه په مسکو کې د دوه ورځنیو خبرو د پیل په مراسمو کې برخه لري. [یوري خادوبنوف/ای اېف پي]

کابل -- ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۱۶مه/ وویل، د افغانستان او د طالبانو تر منځ د سولې هوکړه په دې برخه کې د ملي اجماع له رامنځته کېدلو څخه پرته ناشونې ده.‌ هغه دا خبرې په مسکو کې په هغو دوه ورځنیو خبرو د انتقاد پر وخت، چې افغان حکومت په کې څنډې ته پرېښودل شوی دی، وکړې.

غني طلوع نیوز ته وویل، «د مسکو غونډه له خیال وهلو څخه پرته نور هېڅ نه ده.‌ هیڅوک نشي کولی چې د افغانانو له هوکړې څخه پرته پرېکړه وکړي.»

هغه وویل، «هغه کسان چې په مسکو کې راټول شوي، هغوی اجرائیه صلاحیت نه لري. هغوی کولی شي هر هغه څه ووایي چې غواړي ووایي،»

د غني ځینې غټو سیاسي حریفانو په مسکو کې د سلواغې د ۱۶-۱۷ مې په غونډه کې برخه اخیستې وه.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی (ښی) د ولسمشر له پخواني مرستیال محمد یونس قانوني سره د سلواغې په ۱۶مه په مسکو کې د طالبانو او افغان حکومت مخالفانو د استازو تر منځ د خبرو د پیل په ترڅ کې خبرې کوي. [یوري خادوبنوف/ای اېف پي]

پخوانی ولسمشر حامد کرزی (ښی) د ولسمشر له پخواني مرستیال محمد یونس قانوني سره د سلواغې په ۱۶مه په مسکو کې د طالبانو او افغان حکومت مخالفانو د استازو تر منځ د خبرو د پیل په ترڅ کې خبرې کوي. [یوري خادوبنوف/ای اېف پي]

د طالبانو ویاند محمد عباس ستانکزی د سلواغې په ۱۶مه په مسکو کې د طالبانو او د افغان حکومت د مخالفانو د استازو تر منځ د دوه ورځنیو خبرو د پیل په مراسمو کې برخه لري. [یوري خادوبنوف/ای اېف پي]

د طالبانو ویاند محمد عباس ستانکزی د سلواغې په ۱۶مه په مسکو کې د طالبانو او د افغان حکومت د مخالفانو د استازو تر منځ د دوه ورځنیو خبرو د پیل په مراسمو کې برخه لري. [یوري خادوبنوف/ای اېف پي]

له طالبانو سره د «جدي خبرو» د ترسره کولو لپاره د غني له مکررو وړاندیزونو سره سره، په دغو خبرو کې د برخه اخیستنې لپاره د حکومت له خوا د سولې د چارو لپاره مامور شوي هېڅ استازي نه وو بلل شوي.

په کابل کې د روسیې سفارت د سلواغې په ۱۳مه وویل چې هغوی «په روسیه کې د افغان ټولنې» په استازیتوب «بانفوذه څېرې» بللي دي، چې دغه ادعا د غلطو معلوماتو او په خبرو کې د روسیې د حکومت د ښکېلتیا لپاره د یوه پوښ په توګه وغندل شوه.‌

له اجماع څخه پرته د سولې تړون نه کیږي

غني له طلوع نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، «هلته هغوی له چا سره، د څه په هکله موافقه کوي؟ د هغوی اجرائیوي ځواک چېرې دی؟»

هغه وویل، «پرېږدئ چې داسې په سلګونو غونډې وشي، خو دا موافقې به یوازې د کاغذ پر مخ وي مګر دا چې افغان حکومت -- د افغانستان ملي شورا او د افغانستان قانوني ادارې، موافقه وکړي،»

غني وویل، «په ملي سطحه له موافقې او له حقوقي پروسیجرونو څخه پرته د سولې تړون نشي کېدلی،»

غني وویل، د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي هغه ته په دوحه کې له طالبانو سره د تېرې میاشتې د مذاکراتو په هکله معلومات ورکړي دي.

هغه وویل، «ټولې خبرې له مونږ سره شریکیږي. ټولې خبرې له مونږ سره عیارېږي. د سولې خبرې به مرحله په مرحله زمونږ په مشورو او زمونږ د پلان په اساس پرمخ لاړې شي،»

طالبانو د چارشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۷مه/ ګڼې ادعاوې وکړې او ویې ویل چې متحده ایالاتو په دوحه کې په کابل کې په یوه موقت حکومت، د ولسمشرۍ د انتخاباتو ځنډولو او له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د اېستلو موافقې کړې دي.‌

غني وویل، «په سلګونو داسې اوازې جوړې شوې چې د یوه موقت حکومت په هکله خبرې ترسره شوي دي. تاسو کولی شئ چې په دې هکله له ښاغلي خلیلزاد څخه پوښتنه وکړئ. هغه په سلګونو ځلې قسمونه وکړل چې د داسې څه په هکله هیچا خبرې نه دي کړي.»

خلیلزاد په مکرر ډول په دې تاکید کړی دی، «تر هغه چې په هر څه موافقه ونشي، په هېڅ شي موافقه نه کیږي. په 'هر شي' کې باید بین الافغاني خبرې اترې او هر اړخیز اوربند شامل وي».

غني همدارنګه روښانه کړه چې انتخابات به د چنګاښ په ۲۹مه له پلان سره سم ترسره شي.‌

هغه وویل، «انتخابات به ۱۰۰٪ ترسره کیږي. نو تیار اوسئ چې انتخاباتو ته پر مخ لاړ شو.»

د مسکو خبرې 'د دښمن غوښتنې نورې هم پیاړوړې کوي'

د طالبانو د دروغو او په مسکو کې د پردې تر شا خبرو له امله د جیګپوړو افغان چارواکو تر منځ خفګان د لمس وړ وو.‌

د کورنیو چارو پخواني سرپرست وزیر او د ملي امنیت ریاست پخواني رییس -- د پخواني ولسمشر حامد کرزي -- په شمول په مسکو کې په افغان برخه والو باندې تور ولګاوه چې «ترهګرو ته سوال» کوي.

صالح د سلواغې په ۱۷مه په یوه ټویټ کې ولیکل، «دا حتمي ده چې یو افغان ملي دولت په هېواد کې دننه او بهر د هېواد استازیتوب کوي،»

هغه وویل، «هغه افغانان چې په ګډو وډو خارجي کانفرانسونو کې برخه اخلي، په خبر یا ناخبر ډول، د ګاونډي دښمن دا فکر تقویه کوي چې مونږ یو دولت نه بلکې د قومونو یوه شبکه یو. له ځانونو نه داسې خلک مه جوړوئ چې په ناخبرۍ کې د تبلیغ وسیله وګرځئ،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500