ديپلوماسي

متحده ایالات د سولې په خبرو کې د افغان حکومت 'مرکزیت' ته ژمن دي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل د سلواغې په ۱۶مه په واشنګټن کې د متحده ایالاتو د مشرانو جرګې د وسله والو خدمتونو کمېټې ته په ۲۰۲۰ کې د خپلې قوماندانۍ لپاره د دفاعي بودجې د غوښتنې په هکله خبرې کوي. [د متحده ایالاتو د دفاع وزارت]

واشنګټن -- یوه جیګپوړي امریکایي جنرال د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۱۶مه/ وویل، چې که د سولې موافقه بریا ته رسېږي، افغان حکومت باید د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ په خبرو کې ښکېل وي.

د متحده ایالاتو له خوا له طالبانو سره د خبرو کولو په موخه د میاشتو اوږده هڅه د دې لپاره وه چې هغوی دې ته وهڅوي چې له کابل سره خبرې وکړي.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل د متحده ایالاتو قانون جوړونکیو ته وویل، «بالاخره، مونږ ته دې اړتیا لرو چې د طالبانو - افغانستان تر منځ خبرې اترې وشي. یوازې هغوی به وکولی شي چې په شخړه کې موجودې ستونزې هوارې کړي.»

دا پرمختګ په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د سولې د یوې هوکړې په لور هڅو ته دوام ورکوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د ۱۳۹۷ د چنګاښ په ۱۸مه په کابل کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې له یوه خبري کانفرانس څخه وروسته افغان ولسمشر اشرف غني ته لاس ورکوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د ۱۳۹۷ د چنګاښ په ۱۸مه په کابل کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې له یوه خبري کانفرانس څخه وروسته افغان ولسمشر اشرف غني ته لاس ورکوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

ووټل وویل، «زه به دا ډېره ډېره ژر مشخصه کړم چې مونږ په پروسه کې په کوم ځای کې یو،»

هغه وویل، «سفیر خلیلزاد هڅه کوي چې داسې یو چوکاټ رامنځته کړي چې د هغه په وسیله مونږ وکولی شو چې په خبرو اترو کې پرمخ لاړ شو. په هغه کې به بې له شکه د افغانستان حکومت شامل وي.»

ولسمشر اشرف غني وویل چې هغه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو سره خبرې کړي، او هغه «د سولې په پروسه کې د افغان حکومت د مرکزیت د یقیني کولو په اهمیت باندې تاکید وکړ».

غني د سې شنبې په ورځ‌ په یوه ټویټ کې ولیکل، «وزیر پومپیو تاکید وکړ چې له افغانستان سره د متحده ایالاتو په ژمنتیا او دوامداره ملګرتیا کې شک او ابهام نشته،»

هغه وویل، «وزیر همدارنګه تاکید وکړ چې زمونږ پوځي مشارکت ثابت دی او تر هغه وخته پورې به دوام ولري چې یوه اوږدمهاله او ټول شموله سوله راشي. مونږ دواړو په دې هوکړه وکړه چې خبرې، اوازې، او ګومانونه نشي کولی چې د عمل ځای ونیسي او دا چې زمونږ مشارکت او هوډ به د سولې په تعقیبولو کې پیاوړی پاتې شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

څو چې زمونږ خلک د سولې په پروسه کې په تصمیم نیونه کې لاس ونه لري، تر هغه وخت پورې سوله نه راځي.‌ خلیلزاد نشي کولی چې په ساده ډول زمونږ د خلکو د اکثریت غوښتنې له پامه وغورځوي او زمونږ له تایید څخه پرته له ترهګرو سره د سولې تړون لاسلیک کړي.‌

ځواب ورکړئ