دین

افغان عالم وایي، د طالبانو د ډلې غړي پسې لمونځ‌ کول په شریعت کې د توجیه وړ نه دي

سلام ټایمز

دا عکس چې په ټولنیزو رسنیو لر او بر کیږي افغان سیاستوال او د طالبانو یو شمېر استازي په داسې حال کې ښیي چې د سلواغې په ۱۶مه په مسکو کې د هوټل په لابي کې د طالبانو د ډلې یوه غړي پسې لمونځ کوي. [آرشیف]

دا عکس چې په ټولنیزو رسنیو لر او بر کیږي افغان سیاستوال او د طالبانو یو شمېر استازي په داسې حال کې ښیي چې د سلواغې په ۱۶مه په مسکو کې د هوټل په لابي کې د طالبانو د ډلې یوه غړي پسې لمونځ کوي. [آرشیف]

مسکو -- د طالبانو د ډلې د یوه غړي عکس چې د افغان حکومت مخالفو سیاستوالو او نورو طالبانو امامت کوي د افغانانو تر منځ، چې د اورپکو په لاس یې سخت تاوتریخوالی لیدلی دی، شور او غوغا رامنځته کړي دي.‌

د طالبانو استازو او یو شمېر مخالفو سیاستوالو د سلواغې په ۱۶-۱۷مه /سې شنبه - چارشنبه/ په مسکو کې په یوه دوه ورځنۍ غونډه کې برخه واخیسته.

د حکومت له خوا د سولې د مذاکراتو لپاره مامور شوي هیڅ استازي دغه پروګرام ته نه وو بلل شوي، چې منتقدینو دا کار د سولې د هڅو د سبوتاژ کولو لپاره د یوې هڅې په توګه مسخره کړ.

په هغه هوټل کې چې غونډه په کې کېدله، افغان سیاستوال په داسې حال کې لیدل کیږي چې د طالبانو د ډلې یوه غړي پسې ولاړ دي او لمونځ کوي.

یو جومات -- چې د ګولیو سوریو، د وینو دارو او د چاودېدونکو موادو ټوټو یې رنګ په بله اړولی -- د ۱۳۹۶ د غوایي په ۵ مه د بلخ ولایت له مرکز مزارشریف څخه بهر د اردو په یوه مرکز کې په داسې حال کې ښودل کیږي چې تر دې څلور ورځې مخکې پرې طالب اورپکو یو مرګونی برید کړی وو. [ای اېف پي]‌

یو جومات -- چې د ګولیو سوریو، د وینو دارو او د چاودېدونکو موادو ټوټو یې رنګ په بله اړولی -- د ۱۳۹۶ د غوایي په ۵ مه د بلخ ولایت له مرکز مزارشریف څخه بهر د اردو په یوه مرکز کې په داسې حال کې ښودل کیږي چې تر دې څلور ورځې مخکې پرې طالب اورپکو یو مرګونی برید کړی وو. [ای اېف پي]‌

په کابل کې یوه دیني عالم،‌ محمد سالم حسني، سلام ټایمز ته وویل، «امامان باید بد جنسه نه وي او باید چې کبیره ګناه یې نه وي ترسره کړې، خو د طالبانو د ډلې غړي، تر هغه چې توبه وباسي او سوله وکړي، په دوه دلایلو بدجنس او بد اخلاق دي: د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر ضد بغاوت او د بې ګناه مسلمانانو په وژلو کې لاس لرنه.»

هغه وویل، «له دې امله، د طالبانو د ډلې غړو پسې، چې په جنګ کې دي او د ګڼ شمېر بې ګناه خلکو په وژنه کې لاس لري، لمونځ کول، په شریعت کې په هېڅ ډول نه توجیه کیږي،»

نه درناوی او سپکاوی

دغه عکس په ټولنیزو رسنیو د افغانانو غوسه راپارولې ده.‌

په کابل کې یوه افغان ژورنالست شریف حسن په یوه ټویټ کې ولیکل، «په ټولنیزو رسنیو کې ډېر په افغان سیاستوالو باندې انتقاد کوي چې په مسکو کې یې د طالبانو یوه استازي پسې لمونځ کړی دی. هغوی وایي چې د طالبانو لاسونه د بې ګناه خلکو په وینو ککړ دي او یوه طالب پسې لمونځ کول د هغو خلکو په وړاندې خیانت دی چې د نظام د خوندي کولو لپاره یې ژوند له لاسه ورکړی دی.»

په سریلانکا کې د افغانستان سفیر اشرف حیدري د سلواغې په ۱۶مه په یوه ټویټ کې ولیکل، «په کابل کې چې خلک لمونځ کوي، جوماتونه الوزوئ او مخلص افغانان په بې توپیره ډول وژنئ، خو کله چې په مسکو کې د ۳ ستوریزهوټل په ناپاکه او چټله لابي کې لمونځ کوئ، هلته بیا د جمعې لپاره سره ټول شئ،»

هغه وویل، «دا عکسونه هغه کسان چې تللي او د طالب استازو تر شا روان دي قدم وهي، تر دې نور ډېر نشي سپکولی!»

د فیسبوک افغان کاروونکي میرویس رحماني وویل، پخوانی ولسمشر حامد «کرزی د هغه عباس ستانکزي تر څنګ ولاړ دی چې غواړي افغان ځواکونه منحل کړي. البته، امام هم د کرزي د «ناراضه ورونو» له ډلې څخه یو دی،»

یوه بل افغان فیسبوک کاروونکي رومل فهیم د دغه عکس په هکله وویل، «زما د افغانستان د جنازې لمونځ،»

افغان ټوېټر کاروونکی رحمت راسخ پوښتنه کړې، «د طالبانو یو استازی جماعت ورکوي! څنګه کېدی شي چې داسې یو څوک جماعت ورکړي چې لاسونه یې د زرګونو بې ګناه خلکو په وینو ککړ وي؟»

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500