http://afghanistan.asia-news.com/ps/articles/cnmi_st/features/2019/02/07/feature-02
| روغتیا

د کابل اوسېدونکي د هوا د کیفیت او تودوخې ټیټېدلو خفه کړي دي

ای اېف پي

یو بایسکل چلوونکی د مرغومي په ۲۷مه په کابل کې په سخت لوګي کې په داسې حال کې، چې مخ یې پټ کړی دی، بایسکل چلوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د کابل د استوګنې سیمې د مرغومي په ۲۷مه په داسې حال کې لیدل کیږي چې په لوګي پوښلې دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کارکوونکي د مرغومي په ۱۸مه د کابل په لمنه کې د درانه لوګي په منځ کې د ډبرو سکرو بوجۍ ډکوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کارګران د مرغومي په ۱۸مه د کابل په لمنه کې د درانه لوګي په منځ کې د سکرو په یوه انګړ کې کار کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو کاریګر د مرغومي په ۱۸مه د کابل په لمنه کې د سخت لوګي په ترڅ کې د سکرو یوې ډېرۍ سره نژدې ناست دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو ماشوم، چې له تنفسي ستونزو څخه رنځیږي، د مرغومي په ۱۲مه په کابل کې د اندیرا ګاندي د ماشومانو روغتون کې طبي درملنه ترلاسه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

ماشومان د مرغومي په ۲۶مه په کابل کې د سخت لوګي په ترڅ‌ کې د سړک په غاړه د یوه اور په چاپېر د ځانونو تودولو لپاره پلاستیکي کڅوړې سوزوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو سړی، چې ماسک یې په مخ لګولی، د مرغومي په ۲۶مه په کابل کې د سخت لوګي په ترڅ کې په یوه هوایي پله روان دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- له اونیو راهیسې، د زهري دود یوې ډبلې پردې کابل په داسې حال کې پوښلی چې یخې هوا هغه ککړتیا ایساره کړې چې د افغانانو له خوا د ځانونو د تودولو لپاره د سکرو، لرګیو، د موټرو د ټایرونو او حتی کثافت د سوزولو په سبب رامنځته شوې ده.

دغه خفه کوونکې ککړتیا ماښام او سهار د وخته، چې هوا له صفر څخه ښکته وي، ډېرېږي.

د سلفېټ او تور کاربن په څېر توکسینو یا زهریاتو په شمول خطرناکو بڅرکو، چې په هوا کې د یوې ډبلې پردې په څېر ځوړند دي، او د لیدلو وړتیا کموي او ساه اخیستل سختوي، ستونزې رامنځته کړي دي.‌

د ډبرو سکرو خرڅوونکي د مرغومي په ۲۶مه په کابل کې د سخت لوګي په چاپېر ځانونه تودوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

اوسېدونکي شکایت کوي چې هوا د خرابېدلو خواته روانه ده -- چې دا نظر د ډاکترانو له خوا هم تایید شوی او راپور ورکوي چې په تنفسي ناروغۍ کې ډېر زیاتوالی راغلی دی.

په کابل کې د اندیرا ګاندي د ماشومانو د روغتون د عاجلې پاملرنې د څانګې یوه ډاکتر اکبر اقبال وویل، «په تېرو کلونو کې، له ۳۰ څخه تر ۴۰٪ پورې ناروغان په سختو تنفسي انتاناتو باندې اخته ول، خو سږ کال دغه شمېر ۷۰ یا ۸۰٪ ته زیات شوي دي،»

هغه وویل، «زه باور لرم چې زکام او ککړتیا اصلي سببونه دي،»

د هوا 'مرګونی' کیفیت

په کابل کې د موسمي باران او واورې کموالی، په چټکۍ سره ډېرېدونکی نفوس، او تر څنګ یې د موټرونو له خوا د ګازونو خارجېدل او د ډیزلي جنریټرونو پراخ استعمال د هوا د کیفیت له خرابېدلو سره مرسته کوي.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې (NEPA) یوه پخواني چارواکي دا ژمنۍ ککړتیا «مرګونې» وبلله.‌

عبدالهادي ژمن، چې تر وروستیو وختونو پورې د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې ویاند وو، وویل، «دا کېدی شي په ماشومانو کې د رشد او د دماغي انکشاف ستونزې رامنځته کړي، د جنین د سقط سبب شي او کیدای شي چې د سرطان ناروغۍ د بېلابېلو ډولونو سبب شي،»

د کابل د هوا ککړتیا د ژمي په هره ورځ د نړۍ د روغتیا د سازمان له خوندي سطحو څخه پورته کیږي. د ایر ویژول شبکې د راپور په اساس، په وروستیو کې، دغه د پنځو میلیونو اوسېدونکو ښار په نړۍ کې د تر ټولو ډېرو ککړو ښارونو په کتار کې وګڼل شو.‌

د هوا د کیفیت شاخص اکثر وختونه له ۳۰۰ څخه پورته وي، په داسې حال کې چې د شپې له مخې ان له ۶۰۰ څخه پورته کیږي.‌ وروستۍ واورې او باران یو څه مهلت برابر کړ، خو عددونه لا هم د نړۍ د روغتیا سازمان له حدودو څخه پورته دي.‌

له ۱۰۰ څخه پورته هر عدد غیرصحي بلل کیږي.

د نړۍ روغتیایي سازمان وویل، د هوا د ککړتیا په وړاندې د اوږدې مودې لپاره مخامخ پاتې کېدل کیدای شي د سکتې، د زړه ناروغۍ، د سږو سرطان او د تنفسي ناروغیو سبب شي.

د پوهاوي زیاتول

مقاماتو رسنیو ته مخه کړې چې خلک د هوا د ککړتیا په هکله وپوهوي او د ماسکونو استعمال ته یې، چې هغه هم اکثر وختونه ښه خوندیتوب نه رامنځته کوي، وهڅوي.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د کابل د څانګې رییس محمد کاظم همایون وویل، «په ډېرو ککړو ورځو کې چې د ککړتیا سطحه تر ټولو لوړې درجې ته ورسېږي، مونږ خلکو ته توصیه کوو چې په کورونو کې پاتې شي،»

په یوه هېواد کې چې ډېر اوسېدونکي بې سواد وي او صحي پاملرنه محدوده وي، ښایي چې دغه ډول معلومات له ډېرو خلکو سره مرسته ونه کړي.

ډاکتران هم د زهري هوا قرباني کیږي.

د وزیراکبر خان روغتون د عاجلې پاملرنې د څانګې مشر سهراب نوري وویل، هغه په لومړي ځل په «ژمني ټوخي» اخته شوی دی. دغې څانګې ته د تنفسي ستونزو لرونکي ناروغان ډېر ورځي.

نوري په داسې حال کې چې د هغو ناروغانو تر څنګ تېرېده چې د اکسیجن ډبې ورته لګېدلې وې، وویل، «زه فکر کوم چې دا د هوا د ککړتیا په وړاندې د حساسیت عکس العمل دی،»

«که د هوا ککړتیا تر اوږدې مودې دوام وکړي، له دوو څخه تر درې میاشتو کې ښایي مونږ یو غټ صحي بحران ولرو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟
0
نه
0 تبصره
د تبصرو تګلاره
Captcha