امنیت

ولسمشر غني په افغانستان کې د ایران د نفوذ د مخنیوي لپاره محقق له دندې ګوښه کړی

د عبدالغني کاکړ راپور

د اجرائیه رییس پخوانی مرستیال محمد محقق په ۲۰۱۷ کال کې د ایران ستر لارښود ایت الله علي خامنه اي سره. دغو دواړو بیا په تېره لیندۍ میاشت کې په تهران کې د اسلامي یووالي په ۳۲م نړیوال کانفرانس کې سره وکتل. [آرشیف]

د اجرائیه رییس پخوانی مرستیال محمد محقق په ۲۰۱۷ کال کې د ایران ستر لارښود ایت الله علي خامنه اي سره. دغو دواړو بیا په تېره لیندۍ میاشت کې په تهران کې د اسلامي یووالي په ۳۲م نړیوال کانفرانس کې سره وکتل. [آرشیف]

تهران -- سرچینې وایي چې د ولسمشر اشرف غني له خوا تېره میاشت د محمد محقق له دندې ګوښه کول له یوه سیاسي تغیر څخه زیات وو او تر ډېره یې له دې سرچینه اخیستله چې محقق د ایران د ګټو لپاره کار کوي.

ولسمشر غني د سلواغې په ۴ مه د ولسمشرۍ یو حکم ورکړ چې په کې یې محقق د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د مرستیال له دندې څخه ګوښه کړ.

د ایران پلوه نظریاتو تاریخچه

محقق له ډېر وخت راهیسې د ایران پلوي نظریات څرګندوي. د سې شنبې - چارشنبې په ورځو په مسکو کې د حکومت مخالفو سیاستوالو او طالبانو تر منځ خبرو کې د هغه وروستۍ برخه اخیستنې د هغه مشکوک ارتباطات لا زیات روښانه کړل.

د لیندۍ د میاشتې په لومړیو کې، محقق په تهران کې د اسلامي یووالي په ۳۲م نړیوال کانفرانس کې برخه واخیسته.

د اجرائیه رییس مرستیال محمد محقق د لیندۍ په میاشت کې په تهران کې په یوه کانفرانس کې برخه واخیسته. کتونکي وایي، چې ولسمشر اشرف غني هغه د سلواغې په لومړیو کې د ایران د سیاسي او پوځي ګټو د ملاتړ له امله له کاره ګوښه کړ. [عبدالغني کاکړ]‌

د اجرائیه رییس مرستیال محمد محقق د لیندۍ په میاشت کې په تهران کې په یوه کانفرانس کې برخه واخیسته. کتونکي وایي، چې ولسمشر اشرف غني هغه د سلواغې په لومړیو کې د ایران د سیاسي او پوځي ګټو د ملاتړ له امله له کاره ګوښه کړ. [عبدالغني کاکړ]‌

ولسمشر اشرف غني د سلواغې په ۱۶مه په کابل کې بېلابېلو چارواکو او سلاکارانو ته خبرې کوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

ولسمشر اشرف غني د سلواغې په ۱۶مه په کابل کې بېلابېلو چارواکو او سلاکارانو ته خبرې کوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

په غونډه کې،‌ محقق د ایران ستر لارښود آیت الله علي خامنه اي سره وکتل او په ښکاره یې د افغان ضد دریځ ملاتړ وکړ.

هغه ادعا وکړه چې افغانان په پراخه کچه په سوریه او عراق کې د ایران د جګړې ملاتړ کوي، او دغه شخړه یې «جهاد» وبلله، او له اسلامي مشرانو څخه یې غوښتنه وکړه چې د ایران د پوځي هدفونو ملاتړ وکړي.

په کانفرانس کې په یوه بیانیه کې، محقق په افغانستان کې د ایران لاسوهنه او د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک د قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني دواړو ستاینه وکړه.

هغه د ایران له خوا د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د فاطمیون لوا تر بیرغ لاندې د افغان «جنګیالیو» له استخدام څخه ملاتړ څرګند کړ.

د امریکاغږ د راپور له مخې، محقق وویل، «زه د عراق، سوریې، افغانستان، پاکستان او د نړۍ د نورو برخو له ټولو هغو جنګیالیو څخه، چې په دې جنګونو کې یې همکاري کړې ده، مننه کوم.»

غني او عبدالله په چټکۍ سره د افغان حکومت موقف تکرار کړ او له محقق څخه فاصله نیول یې پیل کړل.

عبدالله د لیندۍ په ۶ مه د خپل مرستیال د نوم له ذکر کولو څخه پرته وویل، «په وروستیو کې ځینې ځانګړې خبرې شوي، خو افغانستان د هغې پالیسۍ په اساس چې خپلو اتباعو ته سوله او ارامي غواړي...‌ د نورو هېوادونو په جګړو کې د برخه اخیستنې مخالف دی.»

د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ د لیندۍ په ۸ مه په یوه اعلامیه کې وویل، په تهران کې د محقق خبرې «د افغانستان د بهرني سیاست، ملي ګټو، ثبات، امنیت او نافذو ملي قوانینو سره په بشپړ او مطلق ټکر کې دي،»

ملي امنیت ته یو ګواښ

یوه جیګپوړي پاکستاني استخباراتي چارواکي، چې د بهرنیو چارو په برخه کې کار کوي، د نوم نه ښودلو په شرط سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د ځینې افغان همکارانو له لارې خبر شوي یو چې د ولسمشر اشرف غني لپاره د محمد محقق له لیرې کولو څخه پرته بل هېڅ انتخاب نه وو پاتې... ځکه چې هغه ملي امنیت له خطر سره مخامخ کاوه،»

هغه وویل، «دا لومړی ځل نه دی چې افغانستان په دغه هېواد کې د ایران د نفوذ د شنډولو لپاره ګام اخلي. تر دې مخکې، د افغانستان په لوېدیځ کې چارواکو په افغانستان کې د تهران د لاسوهنې په سر جدي اندېښنې راپورته کړې وې.»

هغه وویل، «افغان چارواکي باور لري چې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ په افغانستان کې اورپکو ته سرپناه، وسلې، پیسې او نور لوجیستیک ملاتړ برابروي،»

هغه وویل، «له افغان طالبانو سره د سولې په خبرو کې وروستي پرمختګونه ټول د ایران د ستراتیژیکو ګټو پر ضد دي، له دې امله،‌ښایي ایران په افغانستان کې له خپلو نایبانو څخه په استفادې ستونزې راپورته کړي،»

په افغانستان کې د سولې مخالفت

د خوست ولایت یوه سوداګر او د پارلمان د یو وخت کاندید، اختر زمان رئیسي، وویل، محقق نه یوازې دا چې په تهران کې افغاني ارزښتونه تر پښو لاندې کړل بلکې په مسکو کې له طالب استازو سره په وروستیو خبرو کې په یوځای کېدلو سره یې هم په کابل کې د خبرداري زنګ وکړنګاوه.‌

محقق له خپل موقف څخه لیرې کېدل رد کړل او د مسکو په غونډه کې د افغانستان د اجرائیه رییس د مرستیال په توګه معرفي شو، په داسې حال کې چې په دغو خبرو کې د هغه خپل حکومت څنډې ته پرېښودل شوی وو، چې هغه یې کابل ته په یوه نړۍ وال شرم بدل کړ.‌

رییسي سلام ټایمز ته وویل، «د سولې د پروسې په ترڅ کې، د افغانستان رهبري د هېواد د سیاسي راتلونکي په هکله ډېره اندېښمنه ده،» او زیاته یې کړه چې محقق د هغه د «دوه مخي چلند» له امله له کاره ګوښه کړای شو.

رئیسي وویل، «ټولې هغه ډلې، چې په افغانستان کې د بهرنیو د اجنداوو لپاره کار کوي، باید عدالت ته راکش کړای شي،»

هغه وویل، «د واک ترلاسه کولو په دې ځغل کې، په افغانستان کې ځینې سیاستوال د دولت له تمامیت څخه ډېره سرغړونه کوي،» او زیاته یې کړه چې په ځینې ولایتونو کې نور سیاستوال «له ایران سره ارتباط لري او په دې کار کوي چې په هېواد کې د ایران انحصار رامنځته کړي».‌

خو هغه وړاندوینه وکړه چې، «محقق او د هغه ملګري به هېڅکله هم خپل هدفونه ترلاسه نه کړي ځکه چې اوس افغان ولس د ایران د افغان ضد رژیم په هکله ښه پوهېږي،»

هغه وویل، «مونږ له ایران څخه د کوم ښه حرکت تمه نه کوو ځکه چې دغه هېواد تل په افغانستان کې د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره لاسوهنه کړې ده،»

نور تحلیلګران دا مني چې د محقق کارونه د وارخطایۍ وړ او ویجاړوونکي دي.

په کابل کې د سیاسي چارو مشر تحلیلګر وکیل جان محمد، سلام ټایمز ته وویل، «محمد محقق په افغانستان کې د ایران د سیاسي او پوځي نفوذ د ډېرولو یوه مهمه سرچینه وه،»

هغه وویل، «د سولې پروسه د افغانستان د پایښت او تمامیت مسئله ده،» او زیاته یې کړه چې محقق له طالبانو د سولې په خبرو کې په ښکاره د ایران د اجندا لپاره لابي ګري کړې ده. نوموړي وویل، «محقق په افغانستان کې د تهران د ښکاره لاسوهنې او د اورپکۍ د ملاتړ لپاره مجادله کوي.»

هغه وویل، «زما د قضاوت له مخې، افغان حکومت به هېڅکله هم ایران ته اجازه ورنه کړي چې د کورنیو مسایلو په برخه کې نفوذ ترلاسه کړي،»

محمد وویل، په افغانستان کې سوله په ټوله سیمه کې د سولې لپاره ضروري ده، «ټول ګاونډي هېوادونه باید په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ وکړي.»

هغه وویل، که طالبان په ریښتیا د افغانستان بچیان وي، «هغوی باید د ایران لاسوهنه ونه زغمي».

جیوپولیتیکي لوبې

په کندهار کې د بهرنیو چارو د وزارت یوه پخواني چارواکي، چې مخکې یې د پاکستان په کوېټه کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې کار کاوه، د نوم نه ښودلو په شرط سلام ټایمز ته وویل، «ایران د افغانستان د شمال، لوېدیځ او مرکزي برخو په غیر پښتني سیمه کې په با نفوذه ګروپونو کې ډېر قوي لاس لري،»

هغه وویل، «زه کولی شم تایید کړم چې هغه افغان چارواکي، چې د هېواد له ملي امنیت سره ارتباط لري، داسې کافي او محکم شواهد لري چې تاییدوي چې تهران په فراه،‌ هرات او د افغانستان په نورو لویدیځو ولایتونو کې چې له ایران سره پوله لري، طالبانو ته وسلې برابروي،»

خو د ایران اجندا حتی د طالبانو د ډلې د ځینې غړو لپاره هم د زغملو نه ده.‌

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو یوه مشر تحلیلګر غلام عباس وویل، «له ایران سره ارتباط لرونکيو افغان طالبانو ډېره هڅه وکړه چې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د سولې په خبرو کې د ایران اجندا ته څه ناڅه ځای پیدا کړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «خو د طالبانو مرکزي رهبري د ایران د دریځ مخالفه ده،‌ او له دې امله دغه هڅه تر اوسه نه ده بریالۍ شوې،»

متحده ایالاتو له طالبانو سره په خپلو خبرو کې تاکید کړی چې په افغانستان کې د دوامدارې سولې لپاره یوازنی حل بین الافغاني خبرې دي.

د ایران پلوي دریځ جوړول

د محقق یوه بل منتقد او په اسلام اباد کې د ملي دفاع پوهنتون کې د افغان چارو متخصص، پروفیسر رشید احمد، وویل، «د محمد محقق د لیرې کولو یو مهم دلیل هغه مشکوک رول وو چې هغه د ایران د ګټو لپاره لوباوه،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «محقق نه یوازې د ایران له خوا د افغانستان ضد طرحو ملاتړ کاوه، بلکې همدارنګه هغه په افغانستان کې د ایران پلوي دریځ د جوړولو لپاره لاسوهنه کوله،»

دغه دریځ د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف له خوا د هغه په وروستیو څرګندونو کې سر راپورته کړ.

ظریف د مرغومي په ۱۹مه له اېن ډي ټي وي سره په یوه مرکه کې وویل، «زه فکر کوم دا به ناممکنه وي چې داسې افغانستان دې په راتلونکي کې ولرل شي چې طالبانو ته په کې هېڅ رول ور نه کړل شي،»

ایران په لومړي ځل د لیندۍ په میاشت کې له طالبانو سره رسمي خبرې پيل کړې.‌

احمد وویل، «ایران ادعا وکړه چې له طالبانو سره د هغه په وروستیو خبرو افغانستان خبر کړای شوی وو،» او زیاته یې کړه چې افغانستان دا ادعا رد کړه او د ظریف له خوا د افغانستان په راتلونکي کې طالبانو ته د رول ورکولو ملاتړ یې په کلکه وغانده.‌

هغه وویل، په افغانستان کې د ایران د دوامدارې لاسوهنې په پام کې نیولو سره، غني باید د محقق د لیرې کولو لپاره قوي دلیل ولري.‌

هغه وویل، ښایي چې ولسمشر «په ځانګړې توګه د ایران په مشوره د عمل کولو» له امله د محقق د لیرې کولو لپاره د ملي امنیت چارواکو سره مشوره کړې وي.

احمد وویل، «ایران هڅه کوي چې د افغانستان په لویدیځ‌ کې خپل نفوذ پراخ کړي... او د افغانستان په راتلونکي کې یو رول ترلاسه کړي،» د دغو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره، «ښایي چې ایران د خپلو نایبو ډلو له لارې په افغانستان کې ځینې سیاسي شخړې رامنځته کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اشرف غني ته دې سلام وي. زه د یوه هزاره په توګه، له ولسمشر څخه او په ځانګړې توګه د هغه د دغه اقدام له امله ډېر خوښ یم. زه له محقق څخه کرکه کوم، ځکه چې ایران افغانستان [سوریې] ته د جنګ لپاره د لېږلو له لارې په زرګونو شیعه ګان ووژل خو بیا هم محقق جهنمي ایران ته لاړ او له سلیماني نجس نه یې مننه وکړه. مرګ په محقق او سلیماني، په ایراني او طالب قاتلانو او ترهګرو.‌

ځواب ورکړئ

دا لیکنه په مکمل ډول پروپاګند او منافقت دی.

ځواب ورکړئ

تاسو ټول پښتانه د پاکستان د ښځو په څېر یئ.

ځواب ورکړئ

تاسو یوه بالکل احمقانه لیکنه کړې ده. آیا محقق د ایران ملاتړ کوي؟‌ آیا ایران د داعش او طالبانو ملاتړ کوي؟‌ آیا محقق د فاطمیون،‌ چې د داعش ضد ډله ده، ملاتړ کوي؟‌ آیا تاسو پخپله پوهېږئ چې تاسو څه لیکلي دي؟ بې ډبه، بې ډه، بې ډبه ...

ځواب ورکړئ

اشرف غني بابا دی تر ډیره ژوندی وي نو داسې خاینن به تل رسوا او شرمیدلي وي انشاالله

ځواب ورکړئ

یو شی، چې د افغانستان ټول خلک پرې یوه خوله دي، دا دی چې هغوی نه غواړي چې کوم بل هېواد، که ایران وي، پاکستان یا بل هېواد، د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي، خو له بده مرغه چې په دې لیکنه کې د سلام ټایمز له خوا د مرکه شویو کسانو نظرونه او بیانونه د داسې خلکو دي چې یا په پاکستان کې کار کوي یا د پاکستان په اړوندو موسسو او ادارو کې کار کوي او هغه ټول طرف اخلي او له حقیقت څخه لیرې دي.‌ مونږ نه غواړو چې د محقق ملاتړ وکړو، خو مهمه خبره دا ده چې هلته ډېر جاسوسان کار کوي او دا ډېره مهمه ده چې وویل شي چې دا تش په نامه محقق دی چې په غټو حکومتي موقفونو کار کوي او د پاکستان، طالبانو او داعش په استازیتوب نظر ورکوي. دا خلک ولې له کاره نه ګوښه کیږي او سزا نه ورکول کیږي؟‌

ځواب ورکړئ

ریښتیا د محقق په هکله ستاسو موقف عالي دی.‌ د محقق په څېر خلکو، او همدارنګه د بانکي سکتورونو غلو، خاینانو او جنایتکارانو دا هېواد له ډېرو کلونو راهیسې یرغمل نیولی دی. دا روان جنګ او وینه تویونه چې مونږ یې اوس ګورو، د هغوی د کار نتیجه ده او تاریخ د دې شاهد دی.

ځواب ورکړئ